اروپايي شورا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

اروپايي شورا يو نړيوال سازمان دی چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په اروپا کې د بشري حقوقو، جمهوريت او قانون د واکمنۍ د ساتنې لپاره يې بنسټ اېښودل شوی. په ۱۹۴۹ز کال کې جوړه شوې، شپږ څلوېښت غړي هېواودنه لري چې نفوس يې نژدې ۶۷۵ ميلیونه وګړو ته رسېږي؛ په کلني ډول د اټکلاً ۵۰۰ ميلیونه يورو کلنۍ بوديجې په لرلو سره خپل فعاليت پر مخ وړي.[۱][۲]

دا سازمان له اروپايي ټولنې (EU) جلا دی، که څه هم کله کله د دې دواړو سازمانونو تر منځ توپير نه کېږي، تر يو بريده يې لامل دا دی چې اروپايي ټولنه اصلي اروپايي بيرغ خپل کړی، کوم چې په ۱۹۵۵ز کال کې د اروپايي شورا لپاره جوړ شوی و، تر څنګ يې اروپايي سرود هم خپل کړی. هېڅ هېواد له اروپايي ټولنې سره نه دی يو ځای شوی، مګر لومړی يې له اروپايي شورا سره اړيکه درلوده. اروپايي شورا د ملګرو متلونو رسمي څارونکی سازمان دی.[۳][۴][۵][۶]

د يو نړيوال سازمان په توګه، اروپايي شورا قوانين نه شي جوړولای، بلکې دا وړتيا لري چې په بېلا بېلو موضوعاتو د غړيو هېوادونو له خوا د ټاکل شويو نړيوالو تړونونو پر عملي کولو (نفاذ) ټينګار وکړي. د اروپايي شورا تر ټولو زياته مشهوره اداره د بشري حقوقو اروپايي محکمه ده، کومه چې د بشري حقوقو اړوند اروپايي تړون پر بنسټ کار کوي.

د دې شورا دوه قانوني ادارې يوه يې د وزيرانو کميټه ده، کومه چې د دې سازمان د غړيو هيوادونود بهرنيو چارو له وزيرانو جوړه ده او دويمه يې پارلماني مجلس دی، کومه چې د هر غړي هېواد د ملي پارلمانونو (ملي شوراګانو) له غړيو جوړی دی. د بشري حقوقو لپاره کميشنیر په اروپايي شورا کې یوه اداره ده، کوم ته چې په غړيو هېوادونو کې د بشري حقوقو لپاره د درناوي او پوهاوي دنده سپارل شوې. عمومي سرمنشي د دې سازمان د دار الانشاء مشري کوي. په نورو مهمو اجرائيه رئيسانو کې يې د درملو د معيار لپاره اروپايي رياست او اروپايي سمعي او بصري کتنځای (رصدخانه) شامل دي.

د اروپايي شورا مرکزي دفتر، تر څنګ يې د هغې د بشري حقوقو محکمه د فرانسې په «سټراسبرګ» کې موقعيت لري. انګليسي او فرانسوي يې دوه رسمي ژبې دي. د وزيرانو کمېټه، پارلماني مجلس او د اروپايي شورا کانګرس همدا راز د ځينو کارونو لپاره الماني او ايټالوي ژبې هم کاروي.

تاريخچه[سمول]

بنسټ اېښودل[سمول]

په ۱۹۲۹ز کال کې د يوې وينا پر مهال، د فرانسې د بهرنيو چارو وزير «ارستايډ براينډ» د يو داسې سازمان نظريه وړاندې کړه، کوم چې د شریکو ستونزو د حل لپاره په يوه «فدرالي اتحاديه» کې اروپايي هېوادونه سره راټول کړي. خو دا د برتانيې د جګړې د مهال رهبر «سر وينسټن چرچل» و، چا چې د ۱۹۴۳ز کال د مارچ  د مياشتې په يو ويشتمه نېټه د بي بي سي راډيو په يوه خپرونه کې په لومړي ځل په عام ډول د «اروپايي شورا» د جوړېدو وړانديز وکړ، په داسې حال کې چې د دویمې نړيوالې جګړې اور لا هم بل و. د هغه په خپلو ټکو، هغه «د مستقبل د لړې له لارې د جګړې تر پای ته رسېدو» د لېدلو هڅه وکړه او د يوې دړې وړې شوې لويې وچې د بيا جوړولو او هلته د سولې د ساتلو په اړه يې فکر وکړ. دې ته په کتنې سره اروپا د دوه نړيوالو جګړو په اصل کې پرته وه، هغه وړانديز کړی و چې د داسې يوې هستې جوړول به «يوه هېښونکې چاره» وي. نوموړي د ۱۹۴۶ز کال د سپتمبر په نولسمه نېټه د «زيورخ» په پوهنتون کې د خپلې مشهورې وينا پر مهال دا نظريه یو ځل بيا تکرار کړه او له جګړې وروسته د پام وړ خپل ټول نفوذ ټينګار يې په همدې موضوع وکړ. خو په ټوله لويه وچه کې ډېر نور دولتي مسئولين او سياستوال وو، ډيری يې د اروپايي خوځښت غړي وو، چا چې په چوپتيا سره د شورا د جوړولو لپاره کار کاوه. ځينو دې شورا ته په دې لويه وچه کې د جګړې د وېرې د بیا نه راستنېدو د ضمانت په سترګه کتل، ځينو نورو بيا دا د «ديموکراسۍ يوه ټولنه» بلله، کومه چې د شريکو ارزښتونو د يوې ټولګې په شا اوخوا کې جوړه شوې چې کولای شي د مطلق العنان دولتونو په وړاندې د يو سنګر په توګه ودرېږي، کوم چې د ختيځ بلاک اړوند دي. يو شمېر نورو بیا هغې ته «د اروپا متحده ايالاتو» د بيا زېږېدو په نظر کتل، دا هغه له انګازو ډکه جمله وه چې په ۱۹۴۶ز کال کې په «زوريخ» کې چرچل هغې ته رسېدلی و.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د اروپايي شورا د جوړښت په اړه د اروپا په کانګريس کې بحثونه شوي وو، کومو کې چې په ۱۹۴۸ز کال کې د هالينډ په هاګ کې څو سوه مخکښ سياستوال، حکومتي استازي او د مدني ټولنې غړي سره رايوځای کړي وو. په دې ځای کې دوه يو له بل سره سيالي کوونکې فکرونه وو: ځینو د کلاسيک نړیوال سازمان ملاتړ کاوه چې د حکومتونو استازي ولري، په داسې حال کې چې ځينو نورو بيا د پارلمان د غړيو په درلودلو سره د يو سياسي انجمن د جوړولو ملاتړ کاوه. په پايله کې دواړه اندونه د وزيرانو د يوې کميټې (په کومه کې چې د حکومتونو استازولي کېده) او يوې مشورتي جرګه ګۍ (اسامبلۍ) (په کومه کې چې د پارلمانونو استازولی کېده) په جوړولو سره يوځای کړای شول، ا دواړو مرکزي ادارو يادونه د اروپايي شورا په اساسنامه (منشور) کې شوې ده. دا غبرګ بين الحکومتي او بين الپارلماني جوړښتونه وروسته  اروپايي ټولنو، NATO او OSCE ته هم انتقال کړای شول.

د ۱۹۴۹ز کال د لندن د تړون تر مخې پر اروپايي شورا لاسليک وشو او منځ ته راغله، د دې سازمان بنسټيز منشور درې اساسي ارزښتونه لري چې بايد د دې سازمان کارونه رهنمايي کړي او هغه دا دي: ديموکراسي، بشري حقوق او د قانون حاکميت. په همدې ورځ په دې شورا د لسو هېوادونو له خوا لاسليک وشو چې نومونه يې دا دي: بلجيم، ډنمارک، فرانسه، ايرلينډ، ايټاليا، لګسمبرګ، هالنډ، ناروی، سويډن او انګلستان، درې میاشتې وروسته ترکيه او یونان هم ورسره يو ځای شول. د ۱۹۴۹ز کال د اګست په لسمه نېټه، د دې شورا سلو غړيو چې د شورا د مشورتي اسامبلۍ او د دولسو غړيو هېوادونو د پارلمانونو غړي وو، په «ستراسبورګ» کې په خپله لومړۍ عمومي غونډه کې سره وکتل، په دې موده کې له اتلسو زياتې ناستې وشوې او نژدې د يوې مياشتې لپاره روانې وې. هغوی په دې اړوند بحثونه وکړل چې يوه داسې لويه وچه څنګه بيا جوړه او بيا سره يو ځای کړي، کومه چې لا هم له جګړې سره لاس او ګرېوان ده، اوس هم د ختيځ-لويديځ له وېش سره مخ ده، هغوی د بنسټيزو انساني حقوقو د خونديتابه لپاره د يوې نوې څو-مليتي محکمې تصور وړاندې کړ او په هغه جريان کې يې لومړي ګامونه پورته کړل چې بالاخره به د اروپايي اتحاديې د جوړېدو لامل وګرځي.

د ۱۹۴۹ز کال د اګست په مياشت کې، «پل هانري سپاک» د اسامبلۍ د لومړي رئيس د ټاکل کېدو په موخه د بلجيم د بهرنيو چارو وزارت له څوکۍ څخه استفعاء ورکړه. د پردې تر شا، هغه هم د شورا د جوړېدو لپاره په پټه کار کاوه او د هغې د لومړنيو کارونو د پر مخ وړلو په برخه کې يې مهمه ونډه تر سره کړه. په هر حال، د ۱۹۵۱ز کال د ډيسمبر په مياشت کې، په دې دنده د نږدې درې کلونو کار څخه وروسته، «سپاک» له هغې وورسته په ناهيلۍ سره استعفاء ورکړه، کله چې اسامبلۍ د «اروپايي سياسي واک» په اړوند وړانديز رد کړ. هغه په دې باور درلود چې اروپايي شورا به کله هم د متحدې اروپا د خپلې اوږدمهالې موخې د تر لاسه کولو په حالت کې ونه اوسي، هغه ژر په يو نوي او ډېرې هيله منې بڼې کې بيا کوښښ وکړ، دا ځل د اقتصادي يووالي پر بنسټ او د اروپايي اتحاديې له بنسټګرو څخه يو شو.[۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. . BBC News - Profile: The Council of Europe.
  2. Council of Europe, Budget, Retrieved: 21 April 2016
  3. Council of Europe. "The European flag". Retrieved 18 April 2016
  4. Council of Europe. "The European anthem". Retrieved 18 April 2016
  5. Council of Europe. "How to Distinguish Us". Retrieved: 18 May 2022
  6. "Intergovernmental Organizations". www.un.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Lumni | Enseignement - Discours d'Aristide Briand devant la SDN du 7 septembre 1929". Fresques.ina.fr. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "National Address". International Churchill Society. 21 March 1943. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Post-War Councils on World Problems: A FOUR YEAR PLAN FOR ENGLAND by WINSTON CHURCHILL, Prime Minister of Great Britain, broadcast from London over BBC, March 21, 1943". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Winston Churchill and the Council of Europe". Council of Europe: Archiving and Documentary Resources. Council of Europe. 6 April 2009. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), including audio extracts
  11. "European Navigator (ENA)". د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Including full transcript
  12. Spaak (1951-12-11). "Speeches made to the Parliamentary Assembly (1949–2018)". Assembly.coe.int. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sandro Guerrieri, "From the Hague Congress to the Council of Europe: hopes, achievements and disappointments in the parliamentary way to European integration (1948–51)." Parliaments, Estates and Representation 34#2 (2014): 216-227.
  14. "European Commission: Paul–Henri Spaak: a European visionary and talented persuader" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)