ارتور دي ګوبينيو
| ارتور دي ګوبينيو | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۱۴ جولای ۱۸۱۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] |
| مړینه | 13 اکتوبر 1882 (66 کاله)[۲][۱۰][۳][۴][۵][۷][۸][۹] |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ليکوال [۱۱][۱۲][۱۳]، ډیپلوماټ [۱۱][۱۲]، سياستوال ، شاعر ، خبريال [۱۲]، فیلسوف [۱۲] |
| مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه [۱۱] |
| کاروونکې ژبه | فرانسوي ژبه [۲][۱۴] |
| سمول |
|
جوزف ارتر دي ګوبينيو (زوکړه: ۱۸۱۶ د جولای ۱۴، مړينه: ۱۸۸۲ د اکتوبر ۱۳) يو فرانسوي اشرافي و، چې د توکمپالنې د پوهنيزې نظريې او «توکميزې نفوس شمېرنې» د کارونې په واسطه د توکمپالنې قانوني کولو کې د مرستې او د اريايي واکمن توکم نظريې د رامنځته کولو له امله خورا نامتو دی. د خپل وخت د خلکو او پوهانو لپاره د ناول ليکونکي، ديپلومات او يون ليکوال په توګه پېژندل شوی ګوبينيو د خواصو د حکومت هغه پلوی و، چې د ۱۸۴۸ ز کال له اوښتونونو څخه سمدستي وروسته يې د انساني توکمونو د نابرابرۍ په اړه يوه مقاله وليکله. ياده مقاله کې يې استدلال وکړ چې اشراف د عوامو پر وړاندې غوره وو او دا چې اشرافو د دې له امله د اريايي نسل زياتې ځانګړتياوې درلودې، چې له ټيټو توکمونو سره يې د خپلوۍ يا وينې لږې اړيکې درلودې.
د ګوبينو ليکنې د لوړوالي يا غوره والي پلويو سپين پوستو، د غلامۍ پلويو امريکايانو لکه جوسيا سي نوټ او هنري هوتزي له لورې چې خپل کتاب يې انګليسي ته وژباړه، په چټکۍ سره وستايل شوې. دوی د هغو برخو په ګډون د اصلي کتاب نږدې ۱۰۰۰ پاڼې له منځه وېوړې، چې امريکايان يې په منفي ډول د توکم له مخې د ګډ نفوس په توګه بيان کړي وو. المان کې د ګوبينيزم “Gobinism” په نوم د يو ټولنيز خوځښت په هڅولو سره د نوموړي کتابونه د ريچارد واګنر، د واګنر د زوم هاوسټن سټيوارټ چامبرلېن، رومانيايي سياستپوه پروفيسور ای سي کيوزا او د نازي ګوند هغو مشرانو په ګډون د سامي توکم ضد نامتو اشخاصو باندې هم اغېز درلود، چې وروسته يې د نوموړي کتاب چاپ ته چمتو (سم يا ايډيټ) او بيا ځلي خپور کړ. [۱۵]
د ژوند لومړي وختونه او ليکنې
[سمول]نسب
[سمول]ګوبېنيو د يوې پخوانۍ ښې جوړې شوې اشرافي کورنۍ څخه دی. پلار يې لوئيس يد ګوبينيو (۱۷۸۴ -۱۸۵۸ ز) يو فوځي لوړ رتبه مامور يا افسر او پياوړی شاهي پلوی و. مور يې اني لوئيس ماګديليني ډي ګيرسي د نااصل شاهي مالي چارواکي لور وه. د ډي ګيرسي کورنۍ ۱۸ پېړۍ کې د سينټ ـ ډومينګيو (نني هايتي) د فرانسوي پاچاهۍ مستعمره کې د يو څه وخت لپاره ژوند وکړ. ګوبينيو تل وېرېده چې ښايي د مور له اړخه تور پوستي نيکونه لري. [۱۶][۱۷][۱۸]
له فرانسوي اوښتون څخه د خپلې کرکې په څرګندولو سره ګوبينو وروسته وليکل: «زما د زېږېدنې ورځ د جولای ۱۴ ده او په همدې نېټه باندې باستيل نيول شوی و، چې د مخالفينو د يو ځای کېدلو څرنګوالی ثابتوي. د يو هلک او ځوان په توګه ګوبينيو له منځنيو پېړيو سره مينه درلوده، چې نوموړی يې د خپل وخت په پرته د غوره زړه ورتيا طلايي دوره بولي. يو څوک چې ګوبينيو د يو ځوان په توګه پېژني، نوموړی د مينه ناک شخص په توګه بيانوي، چې د شواليه [زړه ورتيا] نظريې او د اتلولۍ انګېزه يې درلوده او د هغه څه خوب يې ليده، چې تر ټولو اصيل او مهم و. [۱۹][۲۰]
د ګوبينیو بلار د بروبون جرګې “House of Bourbon” بيا رغولو ته ژمن و او له شاهي پوليګناک “Polignac” وروڼو سره يې فرانسې څخه تښتېدلو کې مرسته وکړه. نوموړي ته د ناپيليون د پټو پوليسو له لورې د بند سزا ورکړل شوه، مګر هغه وخت ازاد شو، چې متحدینو په ۱۸۱۴ ز کال کې پاريس ونيوږ د سل ورځو پر مهال د ډي ګوبينيو کورنۍ له فرانسې څخه وتښتېده. د واټرپولو له جګړې څخه وروسته د ناپيليون په وروستۍ ماتې پسې لويس ډي ګوبينيو د پاچا اتلسم لوی په شاهي ساتونکي ځواک “Royal Guard” کې د جګړن رتبې په ورکولو سره د باربون جرګې ته خپلې ژمنتيا له امله وستايل شو. د يو شاهي ساتونکي تنخوا خورا ټيټه وه او د ډي ګوبينيو کورنۍ د خپلې تنخوا لپاره هلې ځلې وکړې. [۲۱]
مګديلين ډي ګوبينيو خپل مېړه د خپلو ماشومانو د روزونکي چارلس ډي لا کوينډيري لپاره پرېښود. له خپل مئين سره يو ځای يې خپل زوی او دوه لورګانې د ختيځې فرانسې، سويزرلېنډ او د باډين سترې ډيوکي “Grand Duchy of Baden” سيمې د پراخه ګرځېدنو په اوږدو کې له ځان سره وګرځول. د ځان د ملاتړ په موخه يې چل يا دوکې ته مخه وکړه، چې له امله يې بندۍ شوه. د ګوبينيو مور د هغه لپاره سخت شرم وګرځېد، چې شل کلنۍ ته له رسېدلو څخه وروسته يې ورسره هيڅکله بيا خبرې ونه کړې. [۲۲][۲۳]
د ځوان ډي ګوبينيو لپاره چې د دوديزو اشرافي او کاتوليک ارزښتونو ته ژمن و، د خپل مور او پلار د واده له منځه تلل، له خپل عاشق سره يې د مور پرانېستې اړيکې، د هغې د دوکه ورکولو عملونه او په ثابت ډول بې وسۍ کې د ژوند کولو له امله تپل شوې ناکراري ټول خورا ژوبلونکي وو.
ځواني
[سمول]ګوبينيو د خپلې ځوانۍ لومړنۍ برخه د انزلېګن “Inzligen” ښارګوټي کې تېره کړه، چې مور او د مور عاشق يې په کې اوسېدل. نوموړی په الماني ژبه کې روان [فصيح] شو. د بوربن ماڼۍ د کلک ملاتړي په توګه يې پلار وروسته له هغې له شاهي ساتونکي ځواک څخه لاس اخېستلو ته اړ و، چې د ۱۸۳۰ زکال د جولای اوښتون د اولينس جرګې پاچا لوئيس فليپ لي ريو سيټوين واک ته راوړ. نوموړي له پاچاهۍ سره د فرانسوي اوښتون د ميراث د همغږي کولو ژمنه وکړه. ځوان ګوبينيو د بوربن د ملاتړ په اړه د خپلې کورنۍ تاريخ ته په پام سره د جولای اوښتون فرانسې لپاره ناورين وباله. د نوموړي نظريات د کاتوليک فرانسې پر وړاندې د قانوني ژمنو نظرياتو له ډلې څخه وو، چې د بوربن مجلس له لورې اداره کېږي. د ډي ګوبينيو پلار په ۱۸۳۱ زکال کې د خپلو درې ماشومانو پالنه په غاړه واخېسته او زوی يې د خپلې ځوانۍ پاتې برخه د برېتاني “Brittany” په لورېنټ “Lorient” کې تېره کړه. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
ګوبينيو خپل پلار نه خوښوه، چې هغه يې د ستړي او کتابي فوځي افسر په توګه له دندې حخه ګوښه کړ، چې د فکر د هڅولو توان نه لري. لورينټ “Lorient” په ۱۶۷۵ ز کال کې د فرانسوی ختيځ هند کمپنۍ لپاره د بنسټ په توګه ځکه رامنځته شوی و، چې د فرانسې پاچا څوارلسم لوی په اسيا لويه وچه کې د فرانسې د واکمن سياسي او اقتصادي ځواک جوړولو سترې هيلې درلودې. دا چې يادې هيلې رښتينې نه وې، نو ګوبينيو د له منځه تللي بري حس ته د دې له امله وده ورکړه، چې نوموړي په داسې يو ښار کې لوی شو، چې له اسيا سره د اروپايي سوداګرۍ لپاره د واکمنې خونې اوسېدلو په موخه جوړ شوی و. دا خوب د دې له امله رښتيا ثابت نه شو، چې هند د فرانسوي سترواکۍ پر ځای د انګليستان برخه شو. [۲۵]
ګوبينيو د يو ځوان په توګه له ختيځ سره مينه درلوده، لکه څرنګه چې په ۱۹ پېړۍ کې اروپا کې منځنی ختيځ پېژندل شوی و. هغه وخت چې نوموړي د سويس په “College de Bironne” کې زده کړې کولې، يو ملګري زده کوونکي يې ورياد کړل چې: « د نوموړي ټولې هيلې د ختيځ پر لور وې. نوموړي يوازې د مسجدونو او منارو خوب ليده؛ نوموړي خپل ځان مسلمان ګڼه او د مکې زيارت کولو ته چمتو و. ګوبينيو د فرانسوي ژباړونکي انټويني ګالاند “Antoine Galland” له لورې د ختيځ نکلونه يا کيسې خوښولې او زياتره وخت به يې ويل، چې غوښتل يې ختيځ پلوی شي. نوموړي د عربي، فرانسوي او ايراني کيسو ژباړې ولوستې او د فرانسويانو به اند «بې ځايه ختيځ پلوی» “unorientaliste de pacotille” شو. په ۱۸۳۵ ز کال کې ګوبينيو د سېنټ ساير “St. Cyr” فوځي ښوونځي د ننوتلو ازموينه کې بې پايلې شو. [۲۵][۲۸][۲۹]
د ۱۸۳۵ ز کال په سپټمر کې په جيب کې د پنځوس فرانکس په درلودلو سره د ليکوال جوړېدلو په موخه پاريس ته لاړه. فرانسې ته له خپل کاکا تيباوت-جوزف ډي ګوبينو سره لاړه، چې يو مشروعيت غوښتونکی و او له لوئيس فليپ سره يې بې کچې کرکه لرله. ګوبينيو د اشرافيت پر لور د خپل تمايل په څرګندولو سره د ليس سيلټي ‘Les Scelti’ (ټاکنه) په نوم د مشروعيت غوښتونکو روڼ اندو يوه ټولنه جوړه کړه، چې په خپله نوموړی، انځورګر ګيورمېن جان (الماني اون بوهن) او ليکوال مګزيم ډيو کېمپ ‘Maxime du Camp’ يې غړي وو. [۲۵][۳۰][۳۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ پیوستون : 118695568 — خپرېدونېټه: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11905198w — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00075837 — سکالو پېژند: Joseph Arthur de Gobineau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Benezit Dictionary of Artists — خپروونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Joseph-Arthur-comte-de-Gobineau — سکالو پېژند: Arthur de Gobineau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w63t9p5z — سکالو پېژند: Arthur de Gobineau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Léonore ID: http://www.culture.gouv.fr/public/mistral/leonore_fr?ACTION=CHERCHER&FIELD_1=COTE&VALUE_1=LH//1157/63 — سکالو پېژند: Joseph Arthur Gobineau de — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپروونکی: Ministry of Culture of France
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/gobineau-joseph-arthur — سکالو پېژند: Joseph Arthur Gobineau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0030294.xml — سکالو پېژند: Joseph-Arthur Gobineau — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=arthur;n=de+gobineau — سکالو پېژند: Arthur de Gobineau
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118695568 — خپرېدونېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11905198w — خپرېدونېټه: ۱۳ مارچ ۲۰۱۸ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: BnF catalogue général — خپروونکی: Bibliothèque nationale de France
- ↑ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/79561 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/48330083
- ↑ Gould, Stephen Jay (1996). The Mismeasure of Man. W. W. Norton & Company. pp. 359. ISBN 978-0393314250.
Gobineau was undoubtedly the most influential academic racist of the nineteenth century. His writings strongly affected such intellectuals as Wanger and Nietzsche and inspired a social movement known as Gobinism.
- ↑ "Arthur de Gobineau French Diplomat, Writer, and Ethnologist". britannica.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 July 2016. ترلاسهکېدو نېټه 2 September 2016.
- ↑ "Gobineau, Joseph Arthur de". iranicaonline.com. 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 May 2013.
- ↑ Biddiss 1970، م. 45.
- ↑ Biddiss 1970، م. 19.
- ↑ Biddiss 1970، م. 14.
- ↑ Budil 2008، م. 133.
- ↑ Biddiss 1970، م. 12.
- ↑ ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Budil 2008، مم. 133–4.
- ↑ Biddiss 1970، م. 13.
- ↑ ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ ۲۵٫۲ ۲۵٫۳ Budil 2008، م. 134.
- ↑ Biddiss 1970، م. 11.
- ↑ Biddiss 1970، م. 20.
- ↑ Irwin 2016، م. 322.
- ↑ Irwin 2016، مم. 321–2.
- ↑ Biddiss 1970، م. 15.
- ↑ Biddiss 1970، م. 16.
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1882ز مړينې
- 13 اکتوبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
