اذان
اذان لمانځه ته رابلنه ده چي د موذن په واسطه د ورځي په معلومووختونو كي ويل کېږي،اذان يوه عربي کلمه ده چي ريښه يې د أٙذِنٙ لغت ده چي معنى يې "غوږ نيول،اورېدل،خبرول"دي يا هم د أۥذۥن له لغت نه سرچينه اخلي چي معنى يې "غوږ" ده.چي پښتو ته هم د حروفو له همغه جوړښت سره راغلي په پښتو ژبه كې ځيني خلګ ورته بانګ وايي.په شرعي اصطلاح کي هغو ټاکلو الفاظو ته ويل كېږي چي په ټاكلو وختونو كي خلك لمانځه ته پرې رابلل کېږي.
اذان د موذن په واسطه د مسجد له منارې نه په ورځ کي پنځه ځله ويل كېږي،چي مسلمانان فرض لمانځه ته رابولي.دوهم اعلان ته اقامت ويل كېږي چي مسلمانان د لمانځه لپاره په صف کي درولو ته رابولي.په هر مسجد کي په لوړ اواز د اذان کولو يو بل مهم هدف دا هم ده چي هر چاته د اسلامي عقايدو هغه اصلي هدف په اساني سره ورسېږي،په اوس وخت كي د مسجدونو په منارو کي ددې موخي لپاره لاوډ سپېکري لګول شوي دي.
په اذان کي تکبير (نشته لايق د عبادت بغير د الله تعالى نه)او شهادت (محمد عليه سلام د الله تعالى رسول ده)تلاوت کېږي چي دغو جملو ته کلمه ويل كېږي چي د اسلام لومړۍ بنا ده.
موذن
[سمول]موذن(په عربي :مۥٶٙذِّن)هغه کس ته ويل كېږي چي اذان لولي،په اوس وخت كي اذان په غوږيو کي ويل کېږي کوم چي بيا د لاوډ سپېکر په وسيله خپرېږي،چي لاوډسپېکر د جمات په لوړ ځاى يا منار باندي ايښى وي،چي تر ډېره ځايه يې غږ ځي،اذان همدارنګه په ځينو مساجدو کي په ثبت شكل هم خپرېږي لکه د لندن مرکزي مسجد.
موذن هغه څوك ټاكل كېږي چي په ښايسته،خوږ او لوړ غږاذان وکولاى شي،تر څو يې ټول مسلمانان واوري.چي دا په جمات کي يوه مهمه دنده ده،څرنګه چي د هغه ملګري او جماعتوال په هغه باندي دا اعتبار کوي چي مسلمانان د جمعي لمانځه ته راوبولي.په اسلام کي لمړى موذن بلال بن رباح(رض)وو،چي يو حبشي ازاد شوى غلام وو.
د اذان عبارت
[سمول]نظريات
[سمول]سني نظريه
[سمول]د اهل سنت او جماعت په نظر د اذان ابتدا داسي وشوه،کله چي نبي عليه سلام مدينې منورې ته ولاړ،نو دوى په دې هكله له صحابوو سره مشوره وکړه چي په څه ډول خلك لمانځه ته راوبولي،چي ځينو د تروم د استعمالولو مشوره ورکړه،ځينو د ناقوس غږولو،ځينو د اور بلولومشوره ورکړه،خو دامشورې ځكه ونه منل شوې چي له يهودو او نصاراوو سره مشابهت پکي ليدل کېده،حضرت عمر (رض)وړانديز وکړ چي يو سړى دي د لمانځه پر مهال په بازارونو کي په لوړ غږ "الصٙلاة"وايي چي نبي عليه سلام همدا وړانديز خوښ کړ.يوه ورځ د بنو خزرج د بنو حارث د قبيلې يوه سړي حضرت عبدالله بن زيد بن ثعلبه (رض)ته په خوب کي د اذان ويلو طريقه وښودل شوه،هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او عرض يې ورته وکړ،اى د خداى رسوله!برايي مي خوب ليدى چي يو سړى مي مخ ته تېرېږي،او زنګوله يې په لاس كي وي،زه ورته ووايم چي دا زنګوله خرڅوې؟هغه راته ووايي په دې څه کوې؟زه ورته ووايم په دې خلك لمانځه ته خبروم،هغه راته ووايي زه به تاته تر دې ډېر ښه شى دروښيم ماورته وويل وې وايه هغه وويل داسي ووايه(چي د اذان کلمات يې ورته وښودل)څنګه چي هغه دغه کلمات وويل نو محمد عليه سلام وفرمايل:دا خوب حق دى انشاالله،ته د بلال سره ودرېږه ته يې ورته وايه هغه به په دغو کلمو اذان وکړي،ځكه چي د هغه اواز ستا تر اواز جګ دى(رواه ابوداود)کله چي حضرت عمر رض اذان واورېده نووې ويل ما هم داسي خوب ليدلى وو.<referencesالاماره ويبپاڼه /> د جمعې په لمانځه کي دوه اذانه کېږي،لمړنى مسجد ته د خلکو د رابللو لپاره کېږي دوهم د خطبې ويلو مخکي کېږي د لمانځه له پيل ليږ مخکي،چي دغه دوهم اذان عثماني سنت ده
دعا
[سمول]د اذان پر مهال بايد څه وويل شي
[سمول]اذان ته د غوږ نيولو پر مهال مسلمانان همغه کلمات په ورو ډول سره تکراوي مګر کله چي موذن "حى على الصلاة" او "حى على الفلاح'' وايي نو دوئ "ولا حول ولا قوة الا بالله "وايي.
له اذانه وروسته بايد څه وويل شي
[سمول]له اذانه سمدستي وروسته بايد لاندي ماثوري دعاوي وويل شي
1. ﻭَﺃَﻧَﺎ ﺃَﺷْﻬَﺪُ ﺃَﻥْ ﻟَﺎ ﺇِﻟَﻪَ ﺇِﻟَّﺎ ﺍﻟﻠﻪُ ﻭَﺣْﺪَﻩُ ﻟَﺎ ﺷَﺮِﻳﻚَ ﻟَﻪُ ﻭَﺃَﻥَّ ﻣُﺤَﻤَّﺪﺍً ﻋَﺒْﺪُﻩُ ﻭَﺭَﺳُﻮﻟُﻪُ، ﺭَﺿِﻴﺖُ ﺑِﺎﻟﻠﻪِ ﺭَﺑَّﺎً ﻭَﺑِﻤُﺤَﻤَّﺪٍ ﺭِﺳُﻮﻻً ﻭَﺑِﺎﻹِْﺳﻼَﻡِ ﺩِﻳﻨﺎًﻭَﺃَﻧَﺎ ﺃَﺷْﻬَﺪُ ﺃَﻥْ ﻟَﺎ ﺇِﻟَﻪَ ﺇِﻟَّﺎ ﺍﻟﻠﻪُ ﻭَﺣْﺪَﻩُ ﻟَﺎ ﺷَﺮِﻳﻚَ ﻟَﻪُ ﻭَﺃَﻥَّ ﻣُﺤَﻤَّﺪﺍً ﻋَﺒْﺪُﻩُ ﻭَﺭَﺳُﻮﻟُﻪُ، ﺭَﺿِﻴﺖُ ﺑِﺎﻟﻠﻪِ ﺭَﺑَّﺎً ﻭَﺑِﻤُﺤَﻤَّﺪٍ ﺭِﺳُﻮﻻً ﻭَﺑِﺎﻹِْﺳﻼَﻡِ ﺩِﻳﻨﺎً ".
ژباړه:-زه شاهدي ورکوم چي نشته لايق د عبادت بغير له الله تعالى نه،الله يوازينى معبود برحق ده او هيڅ شريك نلري،او محمد عليه سلام د الله تعالى بنده او رسول ده،د الله تعالى په ربوبيت د محمد عليه سلام په رسالت او د اسلام په دين خوښ او راضي يم.
2،په نبي عليه سلام باندي درود شريف ويل.
ﺍﻟﻠﻬﻢ ﺻــﻞ ﻋﻠٰﯽ ﻣﺤﻤﺪ ﻭ ﻋﻠٰﯽ ﺁﻝ ﻣﺤﻤﺪ، ﻛﻤﺎ ﺻﻠﻴﺖ ﻋﻠٰﯽ ﺇﺑﺮﺍﻫﻴﻢ ﻭ ﻋﻠﻰ ﺁﻝ ﺇﺑﺮﺍﻫﻴﻢ ﺍﻧﻚ ﺣَﻤِﻴﺪٌ ﻣَجيد. ﺍﻟﻠﻬﻢ ﺑﺎﺭﻙ ﻋﻠٰﯽ ﻣﺤﻤﺪ ﻭ ﻋﻠٰﯽ ﺁﻝ ﻣﺤﻤﺪ ﻛﻤﺎ ﺑﺎﺭﻛﺖ ﻋﻠٰﯽ ﺇﺑﺮﺍﻫﻴﻢ ﻭ ﻋﻠﻰ ﺁﻝ ﺇﺑﺮﺍﻫﻴﻢ ﺍﻧﻚ ﺣﻤﻴﺪ ﻣﺠﻴﺪ
3،جابر بن عبدالله رض فرمايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:هر څوك چي د اذان له اورېدلو وروسته دغه دعا ولولي،د قيامت په ورځ به هغه کس زماد شفاعت څخه برخمن شي.
،ﺍﻟﻠﻬﻢ ﺭﺏ ﻫﺬﻩ ﺍﻟﺪﻋﻮﺓ ﺍﻟﺘﺎﻣﺔ ﻭﺍﻟﺼﻼﺓ ﺍﻟﻘﺎﺋﻤﺔ ﺁﺕ ﻣﺤﻤﺪﺍ ﺍﻟﻮﺳﻴﻠﺔ ﻭﺍﻟﻔﻀﻴﻠﺔ ﻭﺍﺑﻌﺜﻪ ﺍﻟﻤﻘﺎﻡ ﺍﻟﻤﺤﻤﻮﺩ ﺍﻟﺬﻱ ﻭﻋﺪﺗﻪ
4.له دې وروسته الله تعالى ته دعا کول
د ابوداود شريف حديث کي راځي چي نبي عليه سلام وفرمايل "هغه څه چي موذن وايي(اذان)هغه تکرار کړه کله چي اذان ختم شو نو الله تعالى ته دعا وکړه،قبوله به شي.
د اذان حکم
[سمول]په اتفاق د فقهاوو د پنځه وخته لمانځه د پاره اذان سنت موکد ده.
داذان د صحت شرطونه
[سمول]1:-دا چي د لمانځه وخت داخل شوى وي 2:-اذان بايد په عربي ژبه وي 3:-اذان بايد په همغه ترتيب وويل شي چي په سنتو کي ثابت ده. 4:-داچي اذان يو کس ووايي نه يوه ډله. 5:- موذن به مسلمان،عاقل،پوه او نارينه وي
د اذان سنتونه
[سمول]١:-اذان بايد په ښه غږ او لوړ اواز وويل شي. ٭٢:-اذان به په ولاړه،لوړ ځاى او جمات ته نږدې ويل کېږي. ٣:-موذن به ازاد،بالغ او د لمانځه په وخت پوه وي. ٤:-موذن بايد اودس ولري. ٥:-موذن به ليدونكى وي يعني ړوند به نه وي ځكه ړوند د لمانځه وخت نه شي صحيح کولاى. ٦:-موذن به په غوږونو کي ګوتي ننباسي. ٧:-اذان به په کراره لولي او اقامت به په بيړه لولي. ٨:-موذن به مخامخ قبلې ته درېږي.