ادې شانکارا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ادې شانکارا چې د ادې شانکاراچاریا (په سانسکریت ژبه: आदि शङ्कर, आदि शङ्कराचार्य، په رومي ژبه: ادې شانکارا/ Ādi Śaṅkara ، ادې شانکاراچاریا/ Śaṅkarācārya,، په تحت الفظي توګه لومړی شانکاراچاریا ویل کېږي چې تلفظ یې ا: دې‌شانکارا:چا: ریا/[aːdɪ ɕɐŋkɐraːtɕaːrjɐ دی) په نوم هم یادیږي، یو هندی ویدي څېړونکی او ښوونکی و (اچاریا) چې په ۸مه پېړۍ کې یې ژوند کاوه. د هغه اثار، د فونونو همغږي لوستل او له خپل ځان څخه خلاصون/خپلواکي د هستوي پوهې په توګه وړاندې کوي، چې د هغه د وخت ویدي تعلیمات ادوېتا ويدانتا (هندي فلسلفي ښوونځی) سره یوځای کوي. [۱][۲]

د هغه د وروستني شهرت له امله د (بهشیا) تبصرو، موضعي مقدماتي توضیحاتو (پاراکارنا ګرانتا/Prakaraṇa grantha) او د (ستوترا/ Stotra) شاعرۍ په ګډون له ۳۰۰ څخه زیات متنونه هغه ته منصوب شوي دي.  که څه هم له دې څخه ډېری داسې بريښي چې په احتمالي توګه د تحسین کوونکو یا مدعیانو او یا پوهانو له‌خوا د هغه په نوم نومول شوې وي. پېژندل شوې لیکنې چې په‌خپله د شانکارا له‌خوا لیکل شوې براهماسوترابهاسیا، د اوپانیشاد پر اوصولو د هغه تبصرې، پر بهګود ګیتا د هغه تبصرې او اپدیشاساهاسري دي. د ویوکاکوهاماني/ Vivekacūḍāmaṇi اثر د لیکوال په توګه د شانکارا کره‌توب تر پوښتنې لاندې راغلی او څېړونکي يې تر ډېره ردوي.   [۳][۴][۵][۶][۷][۳][۵][۸][۹][۱۰][۱۱]

د شانکارا د لیکنو مرکزي منطقي قیاس د ځان (اتمن) او برهمن پېژندنه ده، چې له خپل ځان څخه د خپلواکېدلو له پوهې څخه دفاع کوي. چې د هندوییزم د دین-محوره میمامسه دودیز ښوونځي پر وړاندې اوپانیشادونه (د هندو دین مهم لرغوني فلسفي متنونه، ژباړن) د پوهې د يوې خپلواکې وسیلې په توګه مني. د شانکارا له نیوکو سره سره د شانکارا ادویتا اثر له ماهایانا بوداییزم څخه اغېزمنتیا ښيي او ان د هندو وایشناوا مخالفان شانکارا پر پټ-بوداییزم/کريپتو بوداییست تورنوي، هغه صفت چې د ادوېت ويدانتا دودیز ښوونځی يې ردوي او د هغوی اړوند نظریې د اتمن، انتا او برهمن په اړه روښانوي. [۹][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ادوېت ویدانتا په دود کې د شانکارا حیثیت بې‌مثاله دی، خو د هندوانو په فکري روښاندۍ د هغه اغېز تر پوښتنې لاندې دی.  [۱۲][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

شانکارا د لسمې پېړۍ د خپل معاصر مېندانا مېشرا تر سیوري لاندې و او تر یوولسمې پېړۍ پورې هغه ته په هندو سرچینو، بودایي یا جین سرچینو کې هېڅ کومه اشاره نه ده شوې. د شانکارا د شهرت انځور د هغې تر مړینې، پېړۍ وروسته په ۱۴مه پېړۍ کې هغه مهال جوړ شو چې سرینګري ماتا د ویجایاناګارا سترواکۍ د پاچایانو ملاتړ ترلاسه کړ او خپله وفاداري یې له ادوېتېک سایویزم اګامیک څخه برامانیکل ادوېتا ارتدوکس ته بدله کړه. له ۱۴مې تر ۱۷مې پېړۍ اړوند هیجوګرافۍ (د ادبیاتو یوه برخه چې د عیسویت د مذهبي مشرانو پر ژوند راڅرخېږي، ژباړن) هغه د یو مذهبي واکمن په توګه نه مني او دا چې هغه به د خپلې فلسفې د تبلیغ لپاره د هند په ټوله فرعي قاره کې په یوه دیګویجایا (د څلورو ربعو فتحه) کې سفر کاوه تر څو خپلو مخالفانو ته د دین پوهنې په بحثونو کې ماته ورکړي، دغې هیجوګرافیو هغه د څلورو ماتاوو (صومعو) د بنسټ اېښودونکي په توګه یاد کړی او ادې شانکارا هم د دشماني د رهباني نظم د سازمانوونکې او د شانماتا د دودیز عبادت د متحدوونکي په توګه پېژندل شوی.   [۲۲][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۲۵]

د شانکارا چاریا لقب چې په هند کې د ځینو صومعو د مشرانو له‌خوا کارول کېږي د هغه له نوم څخه اخیستل شوی.

تاریخ /نېټه[سمول]

د شانکارا د حقیقي ژوند په اړه کره معلومات ډېر لږ دي. د هغه ټول شته ژوندلیکونه د هغه تر مهال څو پېړۍ وروسته لیکل شوي دي چې له افسانو او ناممکنو پېښو ډک دي. د سرینګري ماتا ریکاردونه ښيي چې شانکارا د وېکرام‌ادېتیا د واکمنۍ په ۱۴ کال کې زېږېدلی، خو دا روښانه نه ده چې دا نوم کومې پاچاهۍ ته اشاره کوي. که څه هم ځینې څېړونکې دا نوم دویم چاندرا ګوپتا (له میلاد څخه ۴ پېړۍ مخکې) ته منسوبوي، خو مدرنې څېړنې وېکرام‌ادېتیا د بادامي کرړې له چلوکیا کورنۍ سره تړي، چې په ډېر احتمال له دویم وېکرام‌ادېتیا سره پیلیږي (له میلاد څخه مخکې د ۷۳۳ او ۷۴۶ کلونو تر منځ). [۱۲][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د شانکارا لپاره څو بېلابېل تاریخونه وړاندیز شوي دي:

  • له میلاد څخه مخکې له ۵۰۹-۴۷۷: دا نېټې د شانکارا د ماتا د اصلي بنسټونو د مشرانو د ریکارډونو پر بنسټ ولاړې دي. د ادې شانکارا چاریا د زېږېدلو کره نېټه د څلورو صومعو له‌خوا داسې منل شوې چې دوارکا یې له میلاد څخه مخکې په ۴۹۱ کال، جیوتیرمات یې له میلاد څخه مخکې په ۴۸۵ کال، جګناتا یې له میلاد څخه مخکې په ۴۸۴ او سرینګری یې له میلاد څخه مخکې په ۴۸۳ کال کې په ګوته کوي. حال دا چې د کانچي پېتم په وینا ادې شانکارا له میلاد څخه مخکې په ۵۰۹ کال کې زېږېدلی. [۳۸]
  • له میلاد څخه مخکې ۴۴-۱۲: مبصر انندګیري باوري دی چې هغه له میلاد څخه مخکې په ۴۴ کال کې زېږېدلی له میلاد څخه مخکې ۱۲ کال کې مړ شوی دی. [۳۹]
  • شپږمه پېړۍ: تلنګ هغه په دې پېړۍ کې ځای کړ. د ښاغلي آر.جي بهندارکر په باور هغه په ۶۸۰ز کال کې زېږېدلی و. [۴۰]
  • له میلاد څخه وروسته د شاوخوا ۷۰۰ او شاوخوا۷۵۰ زېږدیزو کلونو تر منځ: د شلمې پېړۍ په وروستیو او د یویشتمې پېړۍ په لومړیو کې څېړنې د شانکارا ۳۲ کلن ژوند د اتمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې ځایوي. د هندپوهنې او اسیايي دینونو د متخصص جان کولر په وینا د هند د ستر متفکر او په پراخه کچه پېژندل شوي شانکارا د نېټې په اړه د نظر ډېر اختلافونه شته دي او د وروستيو غوره څېړونکو د استدلال پر بنسټ هغه په ۷۰۰ز کال کې زېږېدلی او په ۷۵۰ز کال کې مړ شوی. [۳۶]
  • له میلاد څخه وروسته له ۷۸۸ز کال -۸۲۰ زکال پورې: دا نېټه د شلمې پېړۍ څېړونکو وړاندیز کړې چې په معمول ډول ماکس، مولر، مکدونل، پاتوک دوسن او راداکرېشنا په څېر پوهانو له‌خوا ومنل شوه. د ۷۸۸ – ۸۲۰ کلونو نېټه له هغو نېټو څخه ده چې د سوامي تاپاسیاناندا له خوا د منلو وړ ده که څه هم هغه ځینې پوښتنې مطرح کوي. له دې سره چې تر میلاد وروسته د ۷۸۸-۸۲۰ کلونو تر منځ نېټې د شلمې پېړۍ په نشریو کې پراخې دي، وروستیو څېړنو له میلاد څخه مخکې د ۷۸۸-۸۲۰ کلونو تر منځ نېټې له پوښتنې سره مخ کړې دي.   [۳۶]
  • له میلاد څخه وروسته له ۸۰۵ تر ۸۹۷ز کال پورې: ونکیتسوارا نه یوازې شانکارا له ټولو نورو څېړنکو څخه په وروستیو کلونو کې ځایوي بلکې په دې باور هم و چې نومړي ته د هغه اړوند ټولو اثارو ته لاس‌رسی ممکن نه و او هغه ۹۲ کاله ژوند وکړ.
  • د یو څېړونکي په توګه د شانکارا لپاره په عمومي ډول منل شوې نېټه د اتمې زیږدیزې پېړۍ لومړۍ نیمايي برخه ده.

اثار[سمول]

ادې شانکارا په معاصره ادوېتا ویدانتا کې ډېر د درناوي وړ دی او له ۳۰۰ څخه زیات متنونه د هغه په نوم منسوب شوي دي، چې د (بهشیا) تبصرې، موضعي مقدماتي توضیحات (پاراکارنا ګرانتا/Prakaraṇa grantha) او د (ستوترا/ Stotra) شاعري په‌کې شامله ده. که څه هم ډېری دغه اثار د شانکارا له باوري اثارو څخه نه دي او په احتمالي ډول د هغه پلویانو یا هغو پوهانو له خوا لیکل شوي چې د هغوی نوم هم شانکارا چاریا وو. پيانتلي ادې شانکارا ته د ټولو منسوبو اثارو نوملړ د هغوی د موضوعاتو له ډېر کره‌والي سره خپور کړی. [۳][۴][۵][۱۱][۴۱]

کره اثار[سمول]

شانکارا د هند په لرغونو متنونو کې د هغه د سیستمیکو بیاکتنو او تبصرو (بهاسیا) لپاره پېژندل شوی. د شانکارا د تبصرو شاهکار برهماسوترابهاسیا (په تحت الفظي توګه د برهماسوترا تفسیر) دی چې د هندوییزم د وېدانتا ښوونځي له بنسټیزو متنونو څخه دی.  [۳]

د اوپانیشاد د لسو موکیو (اوصولو) په اړه د هغه ډېری تبصرې څېړنکي معتبرې بولي، چې دا دي: په اوپانیشاد بریهادارانیاکا کې بهاسیا، د چاندوګیا اوپانیشاد، د ایتاریا اوپانیشاد، د کنا اوپانیشاد، د ایشا اوپانیشاد، د کاتا اوپانیشاد، د مونداکا اوپانیشاد او د پراشنا اوپانیشاد. د مندوکیا اوپانیشاد او ګاودپاداس مادوکیا کاریکا تبصرو کره‌والی تر پوښتنې لاندې دی.  [۳][۵][۴۲][۴۳]

د بهاګاواد ګیتا تبصرې (چې د هغه د پراستانا ترای بهاسیا یوه برخه ده) د شانکارا په نورو کره اثارو کې شاملیږي. د یوګاسترا اړوند د وداویاسا د تبصرې په اړه د هغه ویوارانا (درې ګوني یادښتونه) او همدارنګه هغه چې د اپاستامبا دارما (اډیاتاما-پتالا-بهسیا) په اړه دي د پوهانو له‌خوا د شنکارا د کره اثارو په توګه منل شوي. د ستوترا (شعري اثار) تر منځ ښايي داکسینامورتي استوترا، باجاګووېندا، کارپاتا-پنجاریکا، ویسنو-ساتپادي او کرېشنا ستاکا ښايي د هغه له کره اثارو څخه وي. [۱۰][۴۲][۶][۴۲][۴۴]

سرچينې[سمول]

  1. Nakamura 2004، صص. 678-679.
  2. Suthren Hirst 2005، ص. 1.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ Mayeda 2006، صص. 6–7.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Isaeva 1993، صص. 2–3.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ Hacker 1995، صص. 30–31.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Halbfass 1990، صص. 205–208.
  7. Grimes 2004.
  8. Shah-Kazemi 2006، ص. 4.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Koller 2007، صص. 98–106.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Rambachan 1991، صص. xii–xiii.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Halbfass 1983.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Comans 2000، ص. 163.
  13. Shcherbatsky 1927، صص. 44–45.
  14. Biderman 1978، صص. 405–413.
  15. Isaeva 1993، ص. 14.
  16. Isaeva 1993، صص. 60, 145–154.
  17. King 1995، ص. 183.
  18. Dasgupta 1997، ص. 494.
  19. Chattopadhyaya 2000.
  20. Nakamura 1999، ص. 176.
  21. Roodurmun 2002، ص. 29.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ King 2001، ص. 128.
  23. Tola 1989.
  24. Sharma 1962، ص. vi.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Roodurmun 2002، صص. 33–34.
  26. Hacker 1995، ص. 29–30.
  27. Goodding 2013، ص. 89.
  28. Nowicka 2016، ص. 147.
  29. Raju 1985، ص. 383.
  30. Allen 2017.
  31. Bader 2001، ص. vii.
  32. Clark 2006، ص. 215, 221-222.
  33. Blake Michael 1992، صص. 60–62 with notes 6, 7 and 8.
  34. Mayeda 2006، صص. 3–5.
  35. Isaeva 1993، صص. 83–87.
  36. ۳۶٫۰ ۳۶٫۱ ۳۶٫۲ Mayeda 2015.
  37. Isaeva 1993، صص. 69–82.
  38. "Dating Adi Shankara". IndiaDivine.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. K.A. Nilakantha Sastry, A History of South India, 4th ed., Oxford University Press, Madras, 1976.
  40. K.A. Nilakantha Sastry, A History of South India, 4th ed., Oxford University Press, Madras, 1976.
  41. M Piantelly, Sankara e la Renascita del Brahmanesimo, Indian Philosophical Quarterly, Vol. 4, No. 3 (Apr. 1977), pp. 429–435
  42. ۴۲٫۰ ۴۲٫۱ ۴۲٫۲ Isaeva 1993، صص. 93–97.
  43. Pande 2011، صص. 105–113.
  44. Pande 2011، صص. 351–352.