ادراک پوهنه
مېتاکوګنېشن یا ادراک پوهنه یا هم د پوهېدو پوهنه (انګلیسي: Metacognition) د خپل فکر د پروسو په اړه پوهاوی او د دوی تر شا د شته الګو ګانو پوهه ده. د دغې اصطلاح د ریښې کلمه مېتا (meta) ده، چې معنا یې "هاخوا"، یا "ترې پورته" ده. مېتاکوګنېشن یا مېتاپېژندنه ښایي ډېرې بڼې ولري، لکه د خپل فکر کولو د لارو چارو منعکسول او پر دې پوهېدل چې کله او څنګه د ستونزې د هواري لپاره ځانګړې ستراتیژۍ وکارول شي. مېتاکوګنېشن یا ادراک پوهنه عموما دوې برخې لري: (۱) د د ادراک یا پوهېدو په اړه پوهه او (۲) د ادراک تنظیم.[۱][۲]
مېتامیموري، چې د حافظې او یادولو یا حفظ د ستراتیژیو په اړه د پوهېدو په توګه تعریف شوې، د مېتاکوګنېشن یوه ځانګړې مهمه بڼه ده. په کلتورونو کې د مېتاادراکي (metacognitive) پروسس کولو په اړه علمي څېړنې په لومړیو پړاوونو کې دي، مګر داسې نښې نښانې شته چې په دې تړاو لا ډېر کار ممکن د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ د بین-کلتوري زده کړو په برخه کې غوره پایلې وړاندې کړي.[۳][۴]
د مېتاکوګنېشن په اړه لیکنې لږ تر لږه د یوناني فیلسوف ارسطو (۳۸۴-۳۲۲ ق م) دوو اثارو ته رسېږي: د روح په اړه (On the Soul) او پاروا نچرالیا (Parva Naturalia).[۵]
تعریفونه
[سمول]دغې د لوړې کچې ادراک یا پوهېدنې ته د امریکایي پرمختیايي ارواپوه جان ایچ فلاویل (۱۹۷۶) لخوا د مېتاکوګنېشن نوم ورکړل شو. [۶]
د مېتاکوګنېشن اصطلاح په لفظي ډول 'له ادراک پورته' معنا لري او د ادراک په اړه د ادراک یا د پوهېدو په اړه د پوهېدنې د څرګندولو لپاره کارېږي، یا هم په لا زیاته غیررسمي بڼه د فکر کولو په اړه فکر ته وایي. فلاویل مېتاکوګنېشن د ادراک او د ادراک د کنټرول په اړه د پوهې په توګه تعریف کړی. د مثال په توګه، که یو څوک متوجه شي چې د B په پرتله د A په زده کړه کې ډېره ستونزه لري، یا دا چې که متوجه شي چې C باید د حقیقت په توګه له منلو وړاندې بیا چېک کړي، نو دا شخص په مېتاکوګنېشن کې ښکېل دی. جان ایچ فلاویل (۱۹۷۶، مخ ۲۳۲). د اندریس ډیمیټریو تیوري (د ادراکي پراختیا یوه له نوو-پیاجي تیوریو څخه یوه) د ځان څارنې، د ځان استازیتوب، او د ځان تنظیمولو پروسو ته د راجع کولو لپاره د هایپر-کوګنیشن اصطلاح کارولې، کومې پروسې چې د انسان د ذهن نه بېلېدونکي یا بشپړوونکې برخې ګڼل کېږي. پردې سربېره، هغه او همکارانو یې وښوده چې دا پروسې د پروسس له موثریت او استدلال سره یو ځای، چې په دودیز ډول د روان هوش یا هوښیارۍ ترکیبوونکي ګڼل کېږي، په عمومي هوش کې برخه اخلي.[۷][۸]
په مېتاکوګنېشن یا ادراک پوهنه کې د خپل فکر کولو د پروسې په اړه فکر کول هم شامل دي، لکه د مطالعې مهارتونه، د حافظې وړتیاوې، او د زده کړې د څارنې وړتیا. دا مفهوم باید د منځپانګې له لارښوونې سره یو ځای په واضح ډول تدریس شي.
ادراک پوهنه د یو چا د خپلو ادراکي پروسو او د زده کړې اعظمي کچې ته د رسولو لپاره د دغو پروسو د تنظیم د څرنګوالي په اړه پوهه ده.
مېتاکوګنېشن یوه عمومي اصطلاح ده چې د حافظې د څارنې او د ځان د تنظیم، مېتا-استدلال، شعور/پوهاوی او د تېر او راتلونکي د تشخیص شعور/ځان-پوهاوی مطالعه کوي. په عمل کې دا وړتیاوې د یو چا د خپل ادراک تنظیمولو لپاره کارېږي، چې د فکر کولو، زده کړې او د مناسبو اخلاقي قواعدو د ارزونې وړتیا زیاتول یې موخه وي. دا د لوړ پوهاوي په پایله کې د یوه ځانګړي وضعیت لپاره د غبرګون د وخت کمولو لامل هم کېدای شي، او هم په بالقوه توګه د ستونزو یا دندو د بشپړولو وخت راکموي.[۹][۱۰]
ټولنیز مېتاکوګنېشن
[سمول]که څه هم تر اوسه خپله د مېتاکوګنېشن په اړه بحث شوی، خو په دې برخه کې وروستیو څېړنو ښودلې چې دا نظر خورا محدودوونکی دی. پرځای یې، دا استدلال کېږي چې د مېتاکوګنېشن یا ادراک پوهنې په څېړنه کې باید د نورو د ذهني پروسو په اړه باورونه، پر دغو باورونو د کلتور اغېزې، او د ځان په اړه پر باورونو د کلتور اغېزې هم شامل وي. دا "پراختیا پاله نظریه" وایي چې د وضعیتي نورمونو او کلتوري توقعاتو په پام کې نیولو پرته چې پر هماغو مفاهیمو اغېزې ښندي، د مېتاکوګنېشن په بشپړ ډول پوهېدل ناشوني دي. د ټولنیزې ارواپوهنې او مېتاکوګنېشن دا ترکیب د ټولنیز مېتاکوګنېشن یا ټولنیزې ادراک پوهنې په نوم یادېږي.[۱۱]
ټولنیز مېتاکوګنېشن یا ادراک پوهنه هغه نظرونه او مفکورې رانغاړي چې له ټولنیز ادراک سره تړاو لري. پردې سربېره، په ټولنیز مېتاکوګنېشن کې د نورو د ادراک یا پوهېدنې په اړه د قضاوت کول هم شاملېدای شي، لکه د نورو د ادراکاتو او احساساتي حالتونو په اړه قضاوت کول. دا تر یوه بریده له دې کبله ده چې د نورو په اړه د قضاوت کولو پروسه د ځان په اړه قضاوت کولو ته ورته ده. که څه هم، افراد د هغو خلکو په اړه لږ معلومات لري چې دوی یې په اړه قضاوت کوي. له همدې امله، د نورو په اړه قضاوت کول تر ډېره ناسم ثابتېږي. د ورته ادراکاتو لرل کولی شي د دې غلطۍ پروړاندې محافظت او ساتنه وکړي او ښایي د ډلو یا سازمانونو او همدارنګه د خپلمنځي اړیکو لپاره ګټور وي.[۱۲][۱۳]
ټولنیز مېتاکوګنېشن او کلیشې
[سمول]خلک د خپلو کلیشهاي باورونو د مناسبوالي، توجیه کولو، او ټولنیز قضاوت په اړه ثانوي پوهه لري. خلک پوهېږي چې چې کلیشهاي قضاوتونه او د هغو د نه کولو لپاره شعوري هڅه د منلو وړ نه ده. ظریفې ټولنیزې نښې کولی شي پر دغو شعوري هڅو اغیزه وکړي. د مثال په توګه، کله چې د نورو اړوند د قضاوت کولو د وړتیا په اړه د اعتماد پر نفس غلط احساس ورکړل شي، خلک به بېرته په ټولنیزو کلیشو تکیه وکړي. کلتوري شالیدونه د کلیشو په شمول په ټولنیز مېتاکوګنېټیو انګیرنو اغیزه کوي. د بېلګې په توګه، هغه کلتورونه چې دا کلیشه نه لري چې حافظه د عمر له لوړېدو سره کمېږي د حافظې په فعالیت کې د عمر د توپیر ښودنه نه کوي.[۱۴][۱۵][۱۶]
کله چې د نورو خلکو په اړه د قضاوت کولو خبره راځي، د ثبات په اړه د انسان د ځانګړنو د انعطاف په اړه ضمني تیورۍ هم په ټولنیزه کلیشه کې د توپیرونو وړاندوینه کوي. د ځانګړتیاوو د شتون تیوري د خلکو دا تمایل زیاتوي چې د ګروپ د غړو ترمنځ ورته والی وګوري او له کلیشهاي قضاوتونو څخه کار واخلي. د مثال په توګه، د هغو کسانو په پرتله چې زیاتیدونکې عقیدې لري، هغه خلک چې د ځانګړتیاوو د شتون عقاید لري د توکمیزو او شغلي ډلو په اړه د ځانګړتیاوو ډېر کلیشهاي قضاوتونه کاروي او همدارنګه د نویو ډلو په اړه د لا ډېرو تندو ځانګړتیاوو قضاوتونه رامنځته کوي. کله چې د یوې ډلې په اړه د یوه فرد انګیرنې د هغوی له ضمني نظریو سره یوځای شي، خورا کلیشهاي قضاوتونه رامنځته کېدای شي. هغه کلیشې چې یو څوک باور لري چې نور یې د دوی په اړه لري د مېتاکلیشو په نوم یادېږي.[۱۷]
سرچینې
[سمول]- ↑ Metcalfe, J., & Shimamura, A. P. (1994). Metacognition: knowing about knowing. Cambridge, MA: MIT Press.
- ↑ Schraw, Gregory (1998). "Promoting general metacognitive awareness". Instructional Science. 26: 113–125. doi:10.1023/A:1003044231033. S2CID 15715418.
- ↑ Dunlosky, J. & Bjork, R. A. (Eds.). Handbook of Metamemory and Memory. Psychology Press: New York, 2008.
- ↑ Wright, Frederick. APERA Conference 2008. 14 April 2009. http://www.apera08.nie.edu.sg/proceedings/4.24.pdf Archived 4 September 2011 at the Wayback Machine.
- ↑ Colman, Andrew M. (2001). "metacognition". A Dictionary of Psychology. Oxford Paperback Reference (4 ed.). Oxford: Oxford University Press (خپور شوی 2015). p. 456. ISBN 9780199657681. نه اخيستل شوی 17 May 2017.
Writings on metacognition can be traced back at least as far as De Anima and the Parva Naturalia of the Greek philosopher Aristotle (384-322 BC) [...].
- ↑ "What is Metacognition?". The Psychology Notes Headquarters (په انګليسي). 2013-04-19. نه اخيستل شوی 2020-10-18.
- ↑ Demetriou, A., Efklides, A., & Platsidou, M. (1993). The architecture and dynamics of developing mind: Experiential structuralism as a frame for unifying cognitive developmental theories. Monographs of the Society for Research in Child Development, 58, Serial Number 234.
- ↑ Demetriou, A.; Kazi, S. (2006). "Self-awareness in g (with processing efficiency and reasoning)". Intelligence. 34 (3): 297–317. doi:10.1016/j.intell.2005.10.002.
- ↑ Lai, Emily (April 2011). "Metacognition: A Literature Review" (PDF). Metacognition: A Literature Review PDF. Archived from the original (PDF) on 22 February 2016. نه اخيستل شوی 23 April 2016.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Molenberghs, Pascal; Trautwein, Fynn-Mathis; Böckler, Anne; Singer, Tania; Kanske, Philipp (1 December 2016). "Neural correlates of metacognitive ability and of feeling confident: a large-scale fMRI study". Social Cognitive and Affective Neuroscience. 11 (12): 1942–1951. doi:10.1093/scan/nsw093. ISSN 1749-5024. PMC 5141950. PMID 27445213.
- ↑ Jost, J. T.; Kruglanski, A. W.; Nelson, T. O. (1998). "Social metacognition: an expansionist review". Personality and Social Psychology Review. 2 (2): 137–154. doi:10.1207/s15327957pspr0202_6. ISSN 1088-8683. PMID 15647141. S2CID 25938204.
- ↑ Tullis, Jonathan G.; Fraundorf, Scott H. (August 2017). "Predicting others' memory performance: The accuracy and bases of social metacognition". Journal of Memory and Language. 95: 124–137. doi:10.1016/j.jml.2017.03.003. ISSN 0749-596X.
- ↑ Thompson, Leigh; Cohen, Taya R. (1 January 2012). Metacognition in teams and organizations. Social Metacognition. pp. 283–302. doi:10.4324/9780203865989. ISBN 9780203865989.
- ↑ Dweck, Carol S.; Chiu, Chi-yue; Hong, Ying-yi (October 1995). "Implicit Theories and Their Role in Judgments and Reactions: A Word From Two Perspectives". Psychological Inquiry. 6 (4): 267–285. doi:10.1207/s15327965pli0604_1. hdl:10722/44536. ISSN 1047-840X.
- ↑ Levy, B.; Langer, E. (June 1994). "Aging free from negative stereotypes: successful memory in China and among the American deaf". Journal of Personality and Social Psychology. 66 (6): 989–997. doi:10.1037/0022-3514.66.6.989. ISSN 0022-3514. PMID 8046582.
- ↑ Steele, Jennifer R.; Ambady, Nalini (July 2006). ""Math is Hard!" The effect of gender priming on women's attitudes". Journal of Experimental Social Psychology. 42 (4): 428–436. doi:10.1016/j.jesp.2005.06.003. ISSN 0022-1031.
- ↑ Briñol, Pablo (27 April 2012). Briñol, Pablo; Demarree, Kenneth (eds.). Social Metacognition. Psychology Press. pp. 21–42. doi:10.4324/9780203865989. ISBN 9780203865989.