احمد تکل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
احمد تکل

احمد تکل (۱۵ د مرغومي، ۱۳۴۳ ل. -) (په انگرېزي: Ahmad Takal) د پښتو ژبې تکړه شاعر او د آزادۍ راډيو د پښتو څانگې خبريال دى.

مخينه

احمد تکل په خټه پښتون دی او په ۱۳۴۳ ل. کال کې په کابل کې زېږېدلی خو پلرنی ټاټوبی يې د ميدان وردگ ولايت، د نرخ ولسوالۍ، د صدمردې د کلي دى.

زده کړې

احمد تکل ښوونځى په کابل کې ولوست. بيا يې د کابل پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې وکړې.

دندې

تکل د څه وخت لپاره د افغانستان د ليکوالو په انجمن کې کار وکړ. وروسته يې په پېښور کې د بي بي سي راډيو په تعليمي پروژه کې کار پيل کړ.

له ١٣٨١ل کال راهيسې له ازادۍ راډيو سره کار کوي.

شاعري او ليکوالي

احمد تکل له کلونو راهيسې شاعري او ليکوالي کوي. ورسره يې ځينې ادبي ليکنې ژباړلې هم دي. د خوښې شاعر يې خوشالخان خټک دى.

اثار

  1. کرونده (شعري ټولگه)
  2. د ښکلا يوه شېبه (شعري ټولگه)
  3. د پنجرې تر شا (شعري ټولگه)

باندنۍ تړنې

سرچينې

د ښکلا يوه شېبه Archived 2008-11-20 at the Wayback Machine.، د ليکوال ځاني ويبلاگ