Jump to content

احساساتو ته رجوع

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

احساساتو ته رجوع یا په لاتین کې argumentum ad passiones  (د نفس له هوا استدلال کول) یو نارسمي ناسم استدلال/مغالطه ده چې د یوه بحث یا استدلال د ګټلو په موخه، په ځانګړي ډول د ریښتینو شواهدو د نشتوالي پر وخت د اخیستونکي په احساساتو کې د لاسوهنې په واسطه ښودل کېږي. احساساتو ته دغه رجوع د انحرافي ټکي یو ډول دی چې بېلابېل منطقي ناسم استدلالونه/مغالطې رانغاړي؛ لکه پایلې ته رجوع، وېرې ته رجوع، چاپلوسۍ او تملق ته رجوع، زړه سوي ته رجوع، تمسخر ته رجوع، کینې ته رجوع او د هیله‌مندۍ تفکر.[۱]

احساساتو ته رجوع هغه وخت یوازې ناسم استدلال دی چې ښودل شوي احساسات د پایلې د واقعیت له ارزونې سره تړاو ونه لري او د دې لپاره کار ترې واخیستل شي چې د اړوندو معلوماتو او قضیو له منطقي ملاحظې څخه پام بلې خوا ته واړوي. مثلاً که یو زده‌کوونکی ووایي: « که زه په دغه څېړنه کې ناکام شم، سکالرشیپ به له لاسه ورکړم. دا مې له بل چا نه ده کاپي کړې.» په لومړۍ جمله کې چې کوم احساسات ښودل شوي، په دغه تصدیق پورې اړه نه لري چې څېړنه له بل چا کاپي او غلا شوې ده که نه. همدا راز « د ماشومانو بد وضعیت ته وګورئ. موږ باید د کډوالو لپاره ډېر څه وکړو.» هم ناسم استدلال دی، ځکه چې د ماشومانو بد وضعیت او له بد وضعیت او بدوالي څخه زموږ احساساتي درک په پایله پورې نه دی تړلی. د دې لپاره چې باوري شو، په اخلاقي استدلال کې د احساساتو مناسب رول په اخلاقیاتو کې یوه جنجالي موضوع ده، خو«احساساتو ته د رجوع» تور ډېری وخت تر هغه وخته نه شي پورې کېدای چې څو د اخلاقي ادراک د تیوریو پر وړاندې چې په اخلاقي استدلال کې یې احساساتو ته ځای ځانګړی کړی، د پوښتنو غوښتنه مطرح کړي.

پر تحریک او ترغیب د احساساتو نفوذ

[سمول]

منفي احساسات

[سمول]

وېره او اندېښنه

[سمول]

د تحریک او ترغیب په برخه کې یوازینی ډېر څېړل شوی احساس، وېره ده. وېره داسې څه ده چې افراد اړباسي چې «له ورځني ژونده وتښتي او بهرنۍ نړۍ ته ژور پام وکړي»، همداراز تحریک کوونکو پیغامونو ته. سربېره پر دې، وېره په سیاست کې دخیلېدو ته هڅول کوي.

« خلک هغه وخت غواړي د سیاست په برخه کې ځان ګډ کړي چې د نوماندانو په اړه اندېښنه ولري. د لاسرسي وړ سیاسي انتخابونو کې پېچلتیا د دې سبب کېږي چې خلک سیاسي چاپېریال ته ډېر پام وکړي. [...] خلک چې کله اندېښنه ولري د نوماندانو په اړه ډېر څه زده کوي (دا چې دوی نوې او کره پوهه ترلاسه کوي)؛ خو کله چې په سیاسي ډګر کې د دوی د خوښې نوماندان برلاسي وي نو دغه کار نه کوي.[۲]

په عمومي توګه، « وېره د وضعیت او چلند دواړو له بدلون سره تړلې ده». په هر حال« څلور متغیرونه چې ښايي د وېرې د تحریکوونکي پیغام د نفوذ د پروسس کولو پر عمق اغېز وکړي، دا دي: (الف) د وېرې ډول ( اوږده د چټکې پر وړاندې)، (پ) د یوه داسې پیغام تمه چې یو کس بېرته اراموي، (ج) د ملاتړ سلوک بڼه ( لکه، د ناروغۍ کشف د روغتیايي ودې پر وړاندې) او (د) د موضوع پېژندګلوي.[۳]

ګناه

[سمول]

د ګناه احساس هغه وخت راپورته کېږي چې کله یو کس یو منل شوی، معنوي، اخلاقي یا دیني قانون مات کړي. پر تحریک او ترغیب د ګناه اغېز یوازې سرسري څېړل شوی. وېرې ته د رجوع په شان، ادبیات وايي چې ګناه که په معتدلو کچو وشوه، د تحریکوونکو موخو لاسته راوړل زیاتوي. په داسې حال کې هغه پیغامونه چې د لوړې کچې ګناهونو لامل کېږي، کولی شي د ډېرې غوسې راپارېدو لامل شي چې د تحریکوونکې بریا مخه نیسي.[۳]

غوسه

[سمول]

پر هڅولو د غوسې اغېز هم لږ څېړل شوی. ځینې څېړنې که څه هم « وایي چې د غوسې او چلند د بدلون تر منځ یوه مثبته اړیکه شته.» په ځانګړي ډول، څېړونکو موندلې چې « کومه غوسه چې د نویو ځوانانو د جرم او کورنۍ ترهګرۍ د ستونزو په غبرګون کې راپارېدلې، د قانون جوړولو له هغو نوښتونو سره تړلې چې د دغو ستونزو د حل په موخه وړاندیز شوې.» وېرې ته ورته، غوسه د هڅوونکو پیغامونو په ګډون، د نږدې (مرکزي) معلوماتو له پروسس سره تړلې. په ورته وخت کې، «د فرضي ګناه او وېرې د غوښتنو په غبرګون کې په نا قصدي توګه راپارېدلې غوسه داسې ښودل شوې چې له چلند او سلوک سره په منفي بڼه وتړل شي.» د غوسې تحریکوونکې کارونه په سیاسي کمپاینونو کې هم څېړل شوې، دا چې غوسه په سټراټېژیکه بڼه د سیاستوالو له لوري راپارېږي چې د خپلو پلویانو ګډون او انګېزه زیاته کړي؛ که څه هم تاریخپوه، نیکول هېمر ویلي چې د یوه امریکایي نوماند لپاره په اغېزناکه توګه د غوسې کارولو پوتانشیل ډېر د دوی په هویت او شخصیت پورې مشروط دی.[۴][۵]

خپګان

[سمول]

د خپلګان پارېدل د ایډز، ممنوعه درملو او د نویو ځوانانو د جرمونو په برخه کې د چلند او سلوک له بدلون سره تړلي دي.[۶]

کرکه

[سمول]

د کرکې پارېدل د ژوو د ازمیښتونو د مخالفو پیغامونو په برخه کې په منفي بڼه د چلند له بدلون سره تړلی. دا له هغه نظر سره سمه ده چې کرکه د خپلې سرچینې د ردولو لامل کېږي.[۶]

مثبت احساسات

[سمول]

خواخوږي او زړه سوی

[سمول]

یو شمېر وروستۍ څېړنې د اخلاقي قضاوت په کږولو کې د زړه سوي د رول ملاتړ کوي. د څېړونکو موندنې ښيي چې د اخلاقي قضاوت او په ځانګړي ډول د خواخوږۍ د اندېښنې تر منځ یوه مهمه اړیکه ده، په مشخصه توګه د یوه خپه کس په غبرګون کې د زړه سوي او نرمۍ احساسات.[۷]

د هغو ماشومانو انځورونه چې په سخت حالت کې دي، د دغه غریزوي زړه سوي ښه محرکونه دي.[۸]

کله چې یو څوک تحریک شي، زړه سوی د دې لامل کېږي چې خلک هغو لږ کسانو ته چې په بد وضعیت کې یې وینې د هغو ډېرو کسانو په پرتله ډېر پام کوي چې دوی پوهېږي په بد وضعیت کې دي خو وینې یې نه. « هغه خلک چې بل کس ته چې مرستې ته اړتیا لري، ورته احساس کوي؛ لیدل شوې چې دوی هغه کس ته د هغو نورو کسانو په پرتله ډېرزړه سوی او خواخوږي لري چې بل ته ورته احساس نه شي کولی.»[۹]

ډن اریلي وایي هغه جذبې چې موږ په بصري لارښوونه یا بله بڼه دې ته اړباسي چې پر ځانګړو او فردي قربانیانو تمرکز وکړي، زموږ پر چلند او سلوک اغېز کوي او د دې لامل کېږي چې اقدام وکړو، په داسې حال کې « که چېرې خبره د ډېرو کسانو وي نو دغه دا کار نه کوو. یوه سړه محاسبه د لویو ستونزو پر وړاندې زموږ اندېښنه نه زیاتوي، بلکې د زړه مخه مو نیسي.»[۱۰]

«له ګڼو لارو، دا ډېره د خپلګان خبره ده چې د بد حالت پر وړاندې د خلکو د غبرګون یوازینۍ اغېزناکه لار احساساتو ته د دوی رجوع او توسل دی؛ د دې پر ځای چې د لویو اړتیاوو هدفي مطالعه وکړي. مثبت اړخ یې دا دی چې کله زموږ احساسات راپارېږي، ډېر زیات مهربانه او خواخوږي کېږو. کله چې وګورو چې یو کس له ناوړه حالت سره مخ دی، مرستې ته ډېر لېواله کېږو او له هغه څه ډېر لرې ځو چې اقتصادپوهان یې له منطقي، ځان غوښتوونکو او مامورینو تمه لري. »[۱۱]

غرور

[سمول]

« د ټولنیزنفوذ په برخه کې لږ څېړل شوی دی؛ د غرور او تحریک یوې روښانه د پېژندنې وړ څېړنې تبلیغاتو ته په غبرګون کې د فرهنګ رول ته پام کړی او دې پایلې ته رسېدلي چې د جمعي فرهنګ (چین) غړو، د غرور پر بنسټ رجوع یا توسل ته ډېر مثبت غبرګون ښودلی، په داسې حال کې چې د فردي فرهنګ (امریکا) غړو د خواخوږي پر بنسټ رجوع یا توسل ته ډېر مثبت غبرګون ښودلی.»[۱۲]

راحتي

[سمول]

ځینې څېړونکي وایي، په کومه اندېښنه پسې چې راحتي وي، د وېرې په پرتله د یوې غوښتنې د ډېر اجابت لامل کېږي؛ ځکه چې راحتي د لارورکۍ د لنډ مهاله حالت لامل کېږي او خلک د وړاندیز پر وړاندې زیان منوونکي کوي. وړاندیز دا دی چې د راحتۍ پر بنسټ تحریک له لږ پام سره د معلوماتو د پروسس عمل دی.[۱۳]

هیله

[سمول]

تجربو ښودلې چې هیلې ته توسل یا رجوع اصلاً د هغو مفعولینو لپاره بریالۍ وې څو ځان داسې وښيي چې د ویرې تجربه کولو پر وړاندې حساس دي.[۱۴]

سرچینې

[سمول]
  1. Labossiere, Michael C. "Fallacy: Appeal to Emotion". Nizkor Project. Archived from the original on 18 October 2014. نه اخيستل شوی 6 November 2014.
  2. George Marcus, Russell Neuman and Michael Mackuen, Affective Intelligence and Political Judgment, University of Chicago Press, 2000, p.128.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Robin L. Nabi, "Discrete Emotions and Persuasion," in "Persuasion and the Structure of Affect", The Persuasion Handbook, Sage Publishing, p.292.
  4. Robin L. Nabi, "Discrete Emotions and Persuasion," in "Persuasion and the Structure of Affect", The Persuasion Handbook, Sage Publishing, p.293.
  5. Hemmer, Nicole (7 March 2020). "Only one kind of anger counts in the 2020 race". CNN. نه اخيستل شوی 18 July 2020.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Robin L. Nabi, "Discrete Emotions and Persuasion," in "Persuasion and the Structure of Affect", The Persuasion Handbook, Sage Publishing, p.294.
  7. http://www.bc.edu/content/bc/offices/pubaf/news/2013-may-jun/empathy-a-key-factor-in-moral-judgment.html Archived 2014-06-25 at the Wayback Machine. citing PLoS One. 2013; 8(4): e60418. Published online 2013 April 4. doi:10.1371/journal.pone.0060418 کينډۍ:PMC Ezequiel Gleichgerrcht and Liane Young.
  8. [(Psychol. Bull. 2010, supra, at 15-16. In fact, we will favor those we see as being in distress even to the detriment of more numerous but faceless potential victims. See also http://www.wjh.harvard.edu/~jgreene/GreeneWJH/Greene-CogNeuroIV-09.pdf Archived 2015-02-06 at the Wayback Machine..) ]
  9. Margaret S. Clark and Ian Brissette, "Relationship beliefs and emotion: Reciprocal effects," in Emotions and Beliefs, N. Frijda, A. Manstead and S. Bem, ed., Cambridge University Press, 2000, p.220.
  10. Dan Ariely, "The Irrational Bundle". iBooks. "Archived copy". Archived from the original on 2014-12-30. نه اخيستل شوی 2014-11-28.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link) Dan Ariely. "The Irrational Bundle", p.755
  11. Dan Ariely, "The Irrational Bundle". iBooks. "Archived copy". Archived from the original on 2014-12-30. نه اخيستل شوی 2014-11-28.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link) Dan Ariely. "The Irrational Bundle", p.764
  12. Robin L. Nabi, "Discrete Emotions and Persuasion," in "Persuasion and the Structure of Affect", The Persuasion Handbook, Sage Publishing, p.296.
  13. Robin L. Nabi, "Discrete Emotions and Persuasion," in "Persuasion and the Structure of Affect", The Persuasion Handbook, Sage Publishing, p.297.
  14. Robin L. Nabi, "Discrete Emotions and Persuasion," in "Persuasion and the Structure of Affect", The Persuasion Handbook, Sage Publishing, p.297.