اجمل اند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اجمل اند

اجمل اند (زوکړه ۱۳۵۶ لمريز لېږدي کال، د ننگرهار ولايت) (په انگرېزي: Ajmal Aand) يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر دی.

مخينه

ښاغلی آند د ولي محمد زوی دی . دی پر ١٣٥٦ لمريز کال دننگرهار ولايت د خوگياڼيو په کوز بيار کې زېږېدلی دی . لا دوه کلن و ، چې په هيوادکې دجگړو اور بل شو ، دی هم له خپل کور او کهول سره کډوال شو او پاکستان ته ېې مخه شوه چې هلته په هنگو سيمه کې مېشت شول . د آزادۍ راډيو د پښتو څانگې يو اماتورخبريال دی .

زده کړې

ده خپلې لومړنۍ زده کړې په پښتونخوا کې کړي . پر ١٣٧١ لمريز کال ، چې ننگرهار مجاهدينو ونېو ، اند دخوگياڼيو د ملکيار هوتک په لېسه کې شامل شو . پر ١٣٧٤ لمريز کال ترې بريالی راووت او په جلال اباد کې دساينس او ټکنالوجۍ پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې شامل شو . تر يونيم کال وروسته يې د ننگرهار پوهنتون ته ځان بدل کړ خو ډېر ژر ورڅخه پوهنځی د هغه مهال ټولنيزو او اقتصادي ستونزو پاتي کړ او په کور کې دکرگرۍ پرچارو بوخت شو .

دندې

له يو کال ورسته پيښور ته ولاړ او هلته يې د هيلې مجلې سره کارپيل کړ، دلته ترڅو مياشتو تيرولو وروسته يې دبي بي سي په تعليمي پروژه کې د ماشومانو د خپرونو لپاره د ليکوال او پروډيوسر دنده خپله کړه ، او د دونيم کلونو نه د زياتې مودې په بهير کې چې دلته يې تير کړل د ماشومانو لپاره تر سلو زياتې ډرامې او کېسې وليکلې . د ۲۰۰۲ له پيل وروسته کابل ته ستون شو او هلته يې د ازادۍ راډيو د کابل په بيرو کې د خبريال او پښتو خبري برخي د ايډيټور په توگه دنده خپله کړه . پنځه کاله يې په کابل کې دې دندې ته دوام ورکړ . او په دې دوران کې يې د افغانستان د بيلا بيلو مسلو په اړه راپورونه او مطالب چمتو کړل . اجمل اند اوس د چيک جمهوريت په پراگ ښار کې له ازادۍ راډيو سره د خپرونو د جوړونکي په توگه کار کوي . او په عين حال کې خپلو ادبي هلو ځلو ته هم دوام ورکوي .

د هغه د شعرونو يو لړ کتابونه چاپ شوي خو د نثر په برخه کې يې يو شمېر ليکلي آثار هم شته چې تر اوسه پورې نه دي چاپ شوي.

چاپ شوي اثار

  1. - دزړه پر پاڼه مې انځور دی گلاب - د شعرونو لومړې ټولگه ١٣٧٧ لمريز کال
  2. - په څپو کې انځورونه - د شعرونو دويمه ټولکه ١٣٧٩ لمريز کال
  3. - هېندارې او چينې - د شعرونو دريېمه ټولگه ۱۳۸۵ لمريز کال
  4. - دا ښار هغه غرونه - د شعرونو څلورمه ټولگه ۱۳۸۵ لمريز کال

ناچاپه اثار

  1. - له بنگاله تر کابله ــــ ناول
  2. - خوماره ـــ ناول
  3. - تر کوکنارگله ــــ د لنډو کيسو ټولگه
  4. - سيند په پرخه کې ـــ د پروين پژواک د دري شعرونو ژباړې
  5. - د وينس سوداگر ـــ د شيکسپير ديوې ډرامې ژباړه
  6. -شېبې ـــ دڅو نړيوالو کيسو ژباړه
  7. - سرودونه ــــ د نړۍ د څو هېوادونو د ملي سرودونو ژباړه
  8. - ملي کلتور ـــ د افغانستان د ملي کلتور او ورپېښو گواښونو په اړه يو څيړنيزه رساله

باندنۍ تړنې



سرچينې