ابو سعيد ميرزا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابو سعید ميرزا (چغاتي/فارسي: ابو سعید میرزا؛ 1424 – 8 فبروري 1469) د پنځلسمې پیړۍ په منځ کې د تیموري سترواکۍ يو واکمن و.

په تیموري واکمنه کورنۍ کې زېږېدلی یو کوچنی شهزاده ابو سعید د خپلو جنګیالیو اړيکو په منځ کې يو تر ټولو مخکښ شخص ثابت کړ. د دوه لسیزو په اوږدو کې، هغه د تیموري سترواکۍ ډیره برخه بیا یو ځای کړه، په کومه کې چی د هغه د مشر کاکا شاه رخ له مړینې وروسته درزونه پيدا شوي وو. په هر حال، د  ابو سعيد  دا هيلې چې سترواکي د تيمور پر مهال خپلو پخوانيو حدودو ته وروګرځوي، هغه وخت له ناکامۍ سره مخ شوې، کله چې پر اوسني لويديځ ايران د بريد پر مهال ووژل شو.

هغه د بابر پرنی نیکه و، چا چې وروسته د هندوستان د مغولي سترواکۍ بنسټ کېښود.

د ژوند لومړي کلونه او مخينه[سمول]

ابو سعید په 1424ز کال کې زیږیدلی و، هغه د تیموري شهزاده محمد میرزا او د د هغه د مېرمنې شاه اسلام دويم زوی و. پلار يې د ميران شاه يو زوی و، چې هغه بيا خپله د تيمور درېيم زوی و. مور يې د سهراب کورد لور او د حکاري د عز الدين شير خپلوانه وه، څوک چې د تيمور پخوانی مخالف (دوښمن) و.[۱][۲]

داسې برېښي چې پلار يې په سیاسی مسائلو کې لږه ښکیلتیا درلوده، که څه هم محمد میرزا د خپل اکا له بانفوذه زوی الغ بیګ سره نږدې اړیکی درلودې، څوک چې واکمن سلطان شاه رخ زوی او د ماوراء النهر والي و. کله چی الغ بيګ د مرګ په بستر پروت محمد ميرزا ليدنې ته ورغی؛ نو د مرګ پر لور روان شهزاده د ابوسعيد لاس ونیو، او د الغ بيګ په لاس کې يې کېښود، په دې ډول يې دا هلک د نوموړي په ساتنه کې ورکړ. [۳][۴][۵][۶]

د واک تر لاسه کولو ابتدايي هلې ځلې[سمول]

ابو سعید ته الغ بيګ په دربار کې يوه دنده ورکړل شوه، وروسته يې د ښه خدمت په بدل کې د هغه لور واده کړه. په هر حال، د شاه رخ له مړينې وروسته په تيموري تخت د الغ بيګ له کېناستو سره سم، ابو سعيد د خپل ولينعمت مخالفت پيل کړ. په 1449ز کال کې، کله چې الغ بيګ د خپل زوی عبداللطيف د بغوت په ځپلو بوخت و، ابوسعید په شمالي پوله کې خپله دنده پریښوده او د ارګون د قبیلې د يو ټولي په کارولو سره يې په پلازمېنه سمرقند د يو بريد رهبري وکړه. د الغ بیګ بل زوی عبدالعزیز کلا ته شا تګ وکړ او خپل پلار یی خبر کړ، پلار یی خپل پوځ بیرته د ښار پر لوړ رهي کړ، او ابو سعيد يې شاتګ ته اړ کړ. عبدالطیف له دې ګډوډۍ څخه په خپله ګټه کار واخيست، الغ بيګ يې تعقيب او مات کړ، او ډېر ژر يې وواژه. ابوسعید خپل ځواکونه د خپل اکا د زوی پر ضد رهبري کړل، خو هغه له ماتې سره مخ او ونيول شو.[۷][۸][۹]

په 1450ز کال کې، ابو سعيد په سمرقند کې له زندانه وتښتېد، او بخارا ته ولاړ. که څه هم، هلته يې لږ ملاتړ تر لاسه او بندي شو، يوازې هغه مهال له اعدام څخه وژغورل شو، چې ښار ته د عبدالطیف د مړينې خبر ورسېد. بخاري امیرانو په بېړه دا شهزاده خوشې کړ، او هغه ته د وفادارۍ لوړه يې وکړه، او ل هدې سره سم نوموړي په سملاسي ډول د نوي واکمن پر ضد خپل پوځونه مارش کړل، چې هغه د الغ بيګ وراره عبدالله ميرزا و. په سمرقند له ابتدايي ناکام یرغل وروسته، ابوسعید او د هغه د پیروانو کوچنۍ ډلې د یاسي سرحدي ښارګوټی ونیو. کله چی عبدالله د غچ اخیستلو لپاره خپل ځواکونه رهي کړل، ابوسعید له ازبک واکمن ابو الخير خان څخه د مرستې غوښتنه وکړه. نوموړي موافقه وکړه، او د دوی شریکو ځواکونو د 1451ز کال په جون مياشت کې عبدالله ته ماتې ورکړه. دې ته په کتنې سره چې د هغه سيال په جګړه کې وژل شوی و، برياليو وکولای شول له کوم مخالفت پرته سمرقند ته ننوځي. ابوسعید په تیموري تخت کېناست، او د ازبکانو څخه د مننې په پار يې ابوالخير ته ارزښتمن سوغاتونه او تر څنګ يې د الغ بيګ لور په نکاح ورکړه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

نواکمني[سمول]

له تيموري شهزاده ګانو سره ټکرونه[سمول]

کله چې ابوسعید په 1454ز کال کې بلخ ونیو، په ځواب کې د هرات يو بل تيموري ابوالقاسم بابر خپل ځواکونه د هغه پر ضد مارش او سمرقند يې محاصره کړ. بلاخره، دواړه خواوو په جنګ بندۍ موافقه وکړه، او د امو سيند يې د پولې به توګه وټاک. دا تړون په 1457ز کال کې د ابوالقاسم بابر تر مړینې نافذ و، تر هغه وخته کله چې د هغه کشر زوی محمود، چې د الغ بېګ لرې وراره و، د ابراهيم ميرزا له خوا له هراته وشړل شو. ابوسعید غوښتل چې ښار او همدارنګه د خراسان چاپیره سیمه ونیسي، خپل پوځونه یی د ابراهیم پر ضد رهبري کړل، او ابراهيم يې تېښتې ته اړ کړ. خو بیا هم تر 1456ز کال پورې د ښار په نیولو و نه توانیده. راتلونکی کال، ابو سعيد د شاه رخ عمر خوړلې کونډه مېرمن ګوهر شاد اعدام کړه، څوک چې يوه اغېزناکه او شتمنه شهزادګۍ وه، نوموړې يې له ابرهيم سره په دسيسه جوړولو تورنه کړې وه، څوک چې د هغې کړوسی و. [۱۴][۱۵][۱۶]

د تیموري شهزادګانو تر منځ ټکرونو په پام کې نيولو سره، د قره قویونلو واکمن جهان شاه، له دې حالت ګټه واخيسته او خپل ځواکونه يې د سيمې پر لور رهي کړل، او په 1458ز کال کې يې هرات ونيو. جهان شاه له وړاندې د لويديځو تیموري سیمو په نیولو کې لويې سوبې تر لاسه کړې وې. په هر حال نوموړی د خپل زوی حسن علي له بغاوت سره مخ و، نوموړی اړ شو چې خپلۍ وروستۍ نيولې سيمې خوشې کړي، او په دې ډول ابو سعيد وکولای شول خراسان بيا سره يو ځای کړي، چا چې بالاخره هرات خپله پلازمېنه وټاکله. د دوه واکمنو تر منځ د ملګرتيا اړيکې جوړې شوې، چې د 1460 لسيزې په اوږدو کې د دواړو واکمنو تر منځ ګڼ سفارتي ماموريتونه منځ ته راغلل. په دې موده کې ابو سعید د خپل واک راټولولو ته دوام ورکړ. په 1459ز کال کې، هغه د سرخس په جګړه کې د درې تیموري شهزادګانو هر یو سلطان سنجر، ابراهیم میرزا او علاءالدولة شریک پوځ ته ماتې ورکړه. سنجر ونيول شو او له جګړې وروسته اعدام شو، او پاتې دوه په تبعيد کې وروسته مړه شول. د ابوالقاسم بابر شړل شوی زوی محمود هم شا او خوا همدې وخت کې مړ شوی. د ډېرو مخالفینو په مړينې سره، ابوسعید اوس تر مازندران او سیستان پورې د خپلې واکمنۍ د پراخولو سرچینې درلودې. ان سلطان وتوانيد چې بدخشان ونيسي، هغه سيمه چې خپله تيمور هم په کومه سيمه يوازې تش په نوم واکمني تر لاسه کړې وه. [۱۷][۱۸][۱۹]

له دې سره سره، ځينې نور تيموري شهزاده ګان پاتې و چې د هغه واکمنۍ ننګولو ته يې دوام ورکړ. په 1454ز کال کې، اویس میرزا، څوک چې د تيمور د مشر زوی عمر شیخ له پښت څخه و، د ابو سعيد د پخواني ملاتړي ابوالخیر خان په مرسته پاڅون پيل کړ، خو له سختې ماتې سره مخ شو. ابو سعید د عمر شيخ د پښت له يو بل تن سلطان حسین بایقرا ل خوا هم ورته ګواښونو سره مخ شو. سلطان حسين بايقرا له دې وړاندې د قره قویونلو له مشر څخه هغه مهال ګرګان هم نیولی و، کله چې جهان شاه له سيمې په شا شوی و. که څه هم نوموړي په لومړيو کې هغه مهال ابو سعيد ته د وفادارۍ لوړه کړې وه، کله چې د هغه مشر واکمن په 1460ز کال کې د بغاوت له امله له اندېښنو سره مخ و. حسین بایقرا مازندران ونیو او ورپسې کال کې يې هرات محاصره کړ. که څه هم هغه وروسته له دې ځمکو وایستل شو، حسین بایقرا له بښنې سره سره، د ابوسعید پر سیمو بريدونو ته دوام ورکړ. په 1461ز کال کې، د عبداللطيف زوی محمد جوکی هم په پاڅون وکړ. هغه د شاهروخیه ښار تر نیولو دمخه د ماوراء النهر له لارې خپله لاره ووهله، چیرته چې ابو سعید اړ شو، تر څو اوږدمهالې محاصره پیل کړي، کومې چې د 1462ز کال د نومبر مياشتې څخه پيل او بيا د 1463ز کال تر سپتمبر پورې وغزېدلې.[۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Woods, John E. (1990). The Timurid dynasty. Indiana University, Research Institute for Inner Asian Studies. د کتاب پاڼې 35. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Houtsma, M. Th. (1993). E. J. Brill's First Encyclopaedia of Islam, 1913-1936. IV. E.J. Brill. د کتاب پاڼې 1145. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-09790-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Erskine, William (1994). History of India Under Baber. Atlantic Publishers & Dist. د کتاب پاڼي 72–73. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7156-032-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Abu-l Fazal (1907). The Akbar Nama of Abu-l Fazal. I. تُرجم بواسطة Henry Beveridge. Calcutta: Asiatic Society. د کتاب پاڼې 216. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Robinson, B. W. (1993). Fifteenth-Century Persian Painting: Problems and Issues. NYU Press. د کتاب پاڼې 47. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8147-7446-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Erskine, William (1994). History of India Under Baber. Atlantic Publishers & Dist. د کتاب پاڼي 72–73. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7156-032-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Shyam, Radhey (1978). Babar. Janaki Prakashan. د کتاب پاڼې 14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Manz, Beatrice Forbes (2007). Power, Politics and Religion in Timurid Iran. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 163. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-46284-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Barthold, Vasilii Vladimirovitch (1963). Four Studies on the History of Central Asia. 2. Brill Archive. د کتاب پاڼې 161. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Harvtxt
  11. کينډۍ:Harvtxt
  12. کينډۍ:Harvtxt
  13. کينډۍ:Harvtxt
  14. Jackson, Peter; Lockhart, Lawrence (1986). The Cambridge History of Iran. VI. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 113. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-20094-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Harvtxt
  16. Ṣiddīqī, Muḥammad Shamsuddīn (1988). The Ruling Dynasties of Central Asia. Area Study Centre (Central Asia), University of Peshawar. د کتاب پاڼې 206. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. کينډۍ:Harvtxt
  18. Asimov, Muchammed Sajfiddinoviĉ; Bosworth, Clifford Edmund (1998). History of Civilizations of Central Asia. IV, Part 1. UNESCO Publishing. د کتاب پاڼې 350. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-103467-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Gibb, Hamilton Alexander Rosskeen (1967). The Encyclopaedia of Islam. I. Brill. د کتاب پاڼې 852. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. کينډۍ:Harvtxt