منځپانگې ته ورتلل

ابوجابر الشيخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابوجابر الشيخ
أبو جابر الشيخ‎ (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
Maskanah (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۹۶۸ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
زدکړنځی
ژبې
دنده
combatant (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
جګړه

هاشم الشيخ عربي ژبه: هاشم الشيخ‎ چې په خپل جنګي نوم ابوجابر الشيخ عربي ژبه: أبو جابر الشيخ‎ مشهور دی، د سوريې د هيئت تحرير شام وسله والې ډلې مهم غړی دی.ويل کيږي چې هغه په تحرير الشام کې له خپلې دندې استعفاء کړې، نوموړی يو سلفي جهادي نظر لرونکی مسلمان دی.[۱]

هاشم شیخ ابو جابر په حلب ښار کې میخانیکي انجینرۍ او ساينسي څېړنو په برخه کې زده کړې کړې دي، خو د اسلامي دعوت په ډګر کې یې فعاله ونډه درلوده. نوموړی یو له هغو کسانو څخه و چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د عراق جګړې ته تللی و، چې په ۲۰۰۵ کال کې بېرته راستون شو، چې له راستنېدو سره سمدستي د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو نوموړی په سيډنايا زندان کې اته کاله زنداني پاتې شو.[۲] ابو جابر د ۲۰۱۱ کال په سېپتمبر کې وروسته له هغه له بنده خوشې شو چې هغو بندیانو ته چې د بند درې پر څلورمه برخه یې پوره کړې وه، بښنه وشوه. له خوشې کېدو سمدستي وروسته، هغه د آزاد پوځ سره یوځای شو او په مسکانه ښار کې یې د مصعب بن عمیر لوا تاسیس کړه، چې هغه د رقه، تبقه، الجراح پوځي هوايي ډګر، خانصیر او مسکانه ښارونو د کنټرول جګړو کې رهبري کوله.[۳]

له جګړو دمخه فعاليتونه

[سمول]

ابو جابر د حلب پوهنتون څخه د میخانیکي انجینرۍ په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ. بيا يې د صفيره سيمې ته څېرمه په دفاعي فابريکو کې کار پيل کړ. د هغه د اسلامي فعالیتونو او د سوریې د بعث له حکومت سره د هغه مخالفت د دې لامل شو چې څو ځله د سوریې د حکومت له خوا ونیول شو. په ۲۰۰۵ ز کې، هغه د صيديانا په بدنام زندان کې بندي شو. په دې زندان کې ګڼ شمېر سلفيان چې د سوريې د حکومت مخال وو، ساتل کېدل او يو له خورا بدنامه زندانونو څخه وو.[۱]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ THOMAS JOSCELYN (10 February 2017). "Hay'at Tahrir al Sham leader calls for 'unity' in Syrian insurgency". Long War Journal.
  2. https://syrianmemory.org/
  3. https://syrianmemory.org/