ابهینوګپت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابهینوګپت
د شخص معلومات
پيدايښت ۰۹۵۰
کشمير  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه کال 1020 (69–70 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کشمير  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) سانسګریت ژبه[۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ابهینوګپت (انګلیسي:Abhinavagupta ؛ شاوخوا ۹۵۰ – ۱۰۱۶ میلادي) د کشمیر یو هندو فیلسوف، صوفي او ښکلا پېژندونکی و. نوموړی همدا راز یو بانفوذه موسیقار، شاعر، ډرامه لیکونکی، مفسر، الهیات پوه، او منطق پوه هم ګڼل کېده – یو ګڼ‌پوهیال یا جامع العلوم شخصیت و چې پر هندي کلتور یې قوي اغېزې لرلې دي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ابهینوګپت د کشمیري براهمیني عالمانو او عرفانو په کورنۍ کې زیږېدلی و او د خپل وخت د فلسفې او هنر ټول مکتبونه یې د پنځلسو (یا ډېرو) ښوونکو او ګوروګانو تر لارښوونې لاندې ولوستل. نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې تر ۳۵ زیات اثار بشپړ کړل، چې ترټولو لوی او خورا مشهور یې تانترالوکا (Tantrāloka) دی، کوم چې د کاولا (Kaula) او تریکا (Trika) دودونو (چې په اوسني وخت کې د کشمیر شیوېزم په نوم پېژندل کېږي) پر ټولو فلسفي او عملي اړخونو یو علمي کتاب دی. د هغه بل مهم کار د جمالیاتو یا ښکلا پېژندنې د فلسفې په برخه کې د بهارتا موني د ناتیاشسترا مشهور ابهینوباراتي د تفسیر په برخه کې و.[۹][۱۰]

ژوند[سمول]

"ابهینوګپت" د هغه اصلي نوم نه و، بلکې هغه لقب و چې نوموړي له خپل استاد څخه ترلاسه کړی و، او معنا یې "وړتیا او واکداري یا اقتدار" دی. جایارتا (۱۱۵۰-۱۲۰۰ میلادي) –چې د ابهینوګپت ترټولو مهم مفسر و– په خپل ​​تحلیل کې درې نورې معناوې هم په ګوته کوي: "همیشه بیدار"، "په هر ځای کې حاضر"، او "د ستاینې له لارې محافظت". رانیرو ګنولي د سانسکریت هغه یوازېنی عالم چې په یوه اروپايي ژبه یې د تانترالوکا (Tantrāloka) ژباړه بشپړه کړه، یادونه کړې چې "ابهینوا" د "نوي" معنا هم لري، چې د هغه د عرفاني تجربې دایمي نوي تخلیقي ځواک ته اشاره لري.[۱۱][۱۲][۱۳]

له جایارتا څخه دا زده کوو چې ابهینوګپت د شاکتیپاتا د خورا لویې کچې ترلاسه کوونکو لپاره ټولې شپږ اړینې ځانګړتیاوې لرلې، لکه څنګه چې په سپیڅلي متنونو (شریپورواسترا) کې تشریح شوي: په خدای باندې کلک باور، د منترونو تحقق، پر هدفي اصولو کنټرول (۳۶ اصولو ته اشاره)، د ټولو ترسره شویو فعالیتونو بریالۍ پایله، شاعرانه خلاقیت، او د ټولو څانګو په اړه خودجوشه پوهه.[۱۴]

د ابهینوګپت تخلیق د درې ګونو څانګو (Trika) ترمنځ ښه انډول شوی دی: اراده (icchā)، پوهه (jñāna)، عمل (kriyā). د هغه په ​​اثارو کې  همدا راز عبادتي یا مذهبي سندرې، اکاډمیک/فلسفي اثار او هغه اثار هم شامل دي چې مذهبي تشریفات/یوګي اعمال بیانوي.[۱۵]

نوموړی د یوه لیکوال په توګه د فلسفي فکر سیسټم جوړوونکی ګڼل کېږي. هغه د فلسفې پوهه په یوه لا ډېره منسجمه بڼه بیاورغوله، منطقي او منظمه یې کړه، او د خپل وخت د ټولو موجودو سرچینو ارزونه یې وکړه، خو نه د هندیاتو یا هند پېژندنې (Indology) د عصري علمي څېړونکي په څېر.[۱۶]

بېلابېلو معاصرو پوهانو ابهینوګپت د یوه "تکړه عالم او پیر"، "د کشمیر شیویزم د پراختیا د لوړې څوکې" او "د یوګي درک او تحقق لرونکي" په توګه پېژندلی.[۱۷]

استادان[سمول]

ابهینوګپت پوهې او زده‌کړې ته د خپلې سختې تندې له کبله مشهور دی. هغه د زده‌کړې لپاره ګڼ (لږ تر لږه تر پنځلسو پورې) استادان نیولي، چې دواړه صوفیانه فیلسوفان او پوهان پکې راځي. نوموړی له ویشنویانو، بودایانو، شیدانتي شیویسټانو او تریکا پوهانو سره نژدې پاتې شو.[۱۸]

نوموړی څلور تنه په خپلو ​​​​تر ټولو مشهورو ښوونکو کې شمیري، چې دوه یې واماناته وو، چا چې هغه ته په دوه ګوني شیویزم کې لارښوونه او روزنه ورکړې وه، او بهوتیراجا بیا په ثنویت یا دوه ګوني/غیر دوه ګوني مکتب کې روزلی و. بهوتیراجا د مشهور ابهینوګپت پر روزنه سربېره د دوو نامتو پوهانو پلار هم و.

لکشماناګپت ته، چې د تریامباکا په نسب کې د اوتپالدیوا مستقیم شاګرد و، د ابهینوګپت لخوا خورا درناوی کېده او هغه ته یې د مونیستیک فکر ټول مکتبونه تدریس کړل: کراما، تریکا، او پرتیابیجن (له کاولا پرته). سمبوناتا هغه ته څلورم مکتب (ارده تریامباکا) تدریس کړ. دا مکتب په حقیقت کې کاولا دی، او د تریامباکا له لور څخه یې سرچینه اخیستې وه.

د ابهینوګپت لپاره، سمبوناتا تر ټولو ډېر د ستاینې وړ ګورو و. نوموړي د خپل دغه استاد د عظمت په بیان کې هغه له لمر سره پرتله کړی، ځکه د ده په اند هغه دا ​​ځواک درلود چې له زړه څخه ناپوهي لرې کړي. په بل ځای کې یې بیا له یوې داسې "سپوږمۍ سره پرتله کړی د تریکا د پوهې په سمندر کې ځلېږي." ابهینوګپت د کاولا نوښت د سمبوناتا د مېرمنې له لارې ترلاسه کړ (چې د ډوټي یا کنډویټ په توګه مطرح وه). د دغه نوښت انرژي زړه ته او بالاخره شعور ته لېږدول کېږي. دا ډول طریقه ستونزمنه خو ډېره چټکه ده او د هغو کسانو لپاره ځانګړې ده چې له خپلو ذهني محدودیتونو تېرېږي او پاک او سپېڅلي وي. سمبوناتا همدا راز له هغه څخه د تانترالوکا (Tantrāloka) د لیکلو غوښتنه هم کړې وه. د یوه ګورو په توګه یې د تانترالوکا په جوړښت او د هغه د جوړوونکي ابهینوګپت په ژوند کې ژور اغېز او نفوذ درلود.[۱۹][۲۰]

د ده تر دولسو تنو زياتو استادانو نومونه پرته له جزياتو څخه یاد شوي دي. داسې انګېرل کېږي چې ابهینوګپت ډېر ثانوي ښوونکي لرل. پردې سربېره، هغه د خپل ژوند په اوږدو کې یو لوی شمېر متنونه راټول کړي وو چې له کومو څخه چې نوموړي په خپل تر ټولو مهم اثر کې نقل قولونه رااخیستي دي، او دا هیله یې لرلې چې یو همغږی، ټول شموله سیستم رامنځته کړي، چېرې چې د بېلابېلو متنونو تضادونه په یو غوره لرلید کې د ادغام له لارې حل کېدای شي.

د ژوند سبک او سټایل[سمول]

ابهینوګپت ټول عمر بې واده پاتې شو، او د کاولا (Kaula) دود د متخصص په توګه یې لږترلږه په پیل کې برهماچاریا مذهبي تصور درلود، او داسې انګېرل کېږي چې هغه د انرژي حیاتي ځواک (ojas) د خپل روحاني عصبي سیستم د پوهاوي ژورولو لپاره کارولی، کوم چې هغه په ​​​​خپلو اثارو کې بیان کړی دی – هغه سیستم چې د پروشا (د شیوا په توګه) او شاکتي ترمنځ د یووالي مذهبي تشریفات پکې شامل دي. دا ډول اتحاد او یووالی په اصل کې غیر فزیکي او کلي دی، او په دې توګه ابهینوګپت ځان د تل په څېر له شیوا-شاکتي سره په ملګرتیا کې تصور کړی. د خپل ژوند او تعلیماتو په برخه کې نوموړی شیوا د دواړو زاهد او لذت بښونکي په توګه تشبیه کوي.

ابهینوګپت لږ تر لږه تر دېرش یا پنځه دېرش کلنۍ پورې په دقت او جدیت سره زده‌کړه او مطالعه وکړه. د دغه کار لپاره یې سفرونه وکړل، چې تر ډېره په کشمیر کې دننه وو. د هغه د خپلې شاهدۍ له مخې، نوموړي د خپل کاولا تمرین له لارې، د خپل خورا مشهور استاد سمبوناتا تر لارښوونو لاندې روحاني آزادي ترلاسه کړې وه. هغه د خپلې کورنۍ له غړو او شاګردانو سره په خپل کور (د آشرم په توګه) کې اوسېده، او هغه نه یو سرګردانه راهب شو، او نه یې د خپلې کورنۍ منظمې دندې ترسره کړې، بلکې د یوه لیکوال او ښوونکي په توګه یې ژوند وکړ. د ابهینوګپت شخصیت د هغه د لیدلوري د ژوندي واقعیت په توګه بیان شوی دی.[۲۱][۲۲][۲۳]

په یوه قلمي نقاشۍ کې نوموړی په ویراسانا کې ناست ښودل شوی، چې متعهد پیروان او د کورنۍ غړي یې ترې تاو دي، او نوموړی پکې پر یوه رباب یو ډول ډوبوونکې موسیقي اجرا کوي، په داسې حال کې چې خپل یوه حاضر کس ته د تنترالوکا بیتونه لیکي – د هغه شاته دوې دوتۍ (یوګي ښځې) د هغه په ​​​​انتظار کې ښودل کېږي. د هغه د مړینې د شېبې په اړه یوه افسانه (د سرچینې پربنسټ د ۱۰۱۵ او ۱۰۲۵ کلونو ترمنځ) وايي، چې هغه له ځانه سره ۱۲۰۰ پیروان یوړل او یوه غار ته ولاړ (د بهیروا غار، یو حقیقي ځای چې تراوسه پېژندل شوی) او هلته یې خپل شعر بهیروا-ستاوا لوستل، چې یو مذهبي عمل دی. دوی هېڅکله بیا نه لیدل کېدل او ظاهرا پر روحاني نړۍ بدلېدل.[۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/229310051
  2. Triadic Heart of Shiva, Paul E. Muller-Ortega, page 12
  3. Rastogi, Navjivan (1987). Introduction to the Tantraloka: A Study in Structure. Delhi: Motilal Banarsidass. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788120801806. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Abhinavagupta – the Philosopher". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Re-accessing Abhinavagupta, Navjivan Rastogi, page 4
  6. Key to the Vedas, Nathalia Mikhailova, page 169
  7. The Pratyabhijñā Philosophy, Ganesh Vasudeo Tagare, page 12
  8. Companion to Tantra, S.C. Banerji, page 89
  9. Andrew O. Fort; Patricia Y. Mumme (1 January 1996). Living Liberation in Hindu Thought. SUNY Press. p. 188.
  10. Luce dei Tantra, Tantrāloka, Abhinavagupta, Raniero Gnoli, page LXXVII
  11. The Krama Tantricism of Kashmir; Navjivan Rastogi, page 157
  12. John R. Dupuche. The Kula Ritual as Elaborated in Chapter 29 of the Tantrāloka of Abhinavagupta. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Luce dei Tantra, Tantrāloka, Abhinavagupta, Raniero Gnoli, 1999, page 3
  14. Abhinavagupta, Ganesh Tryambak Deshpande, page 19
  15. Re-accessing Abhinavagupta, Navjivan Rastogi, page 8
  16. Re-accessing Abhinavagupta, Navjivan Rastogi, page 10
  17. Īśvara Pratyabhijñā Kārikā of Utpaladeva, Verses on the Recognition of the Lord; B. N. Pandit, page XXXIII
  18. Rastogi, Navjivan (1987). Introduction to the Tantraloka: A Study in Structure. Delhi: Motilal Banarsidass. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788120801806. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. John R. Dupuche. The Kula Ritual as Elaborated in Chapter 29 of the Tantrāloka of Abhinavagupta. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. The Triadic Heart of Śiva, Kaula Tantricism of Abhinavagupta in the Non-Dual Shaivism of Kashmir; Paul Eduardo Muller-Ortega, page 1
  21. Triadic Mysticism, Paul E. Murphy, page 12
  22. John R. Dupuche. The Kula Ritual as Elaborated in Chapter 29 of the Tantrāloka of Abhinavagupta. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Īśvara Pratyabhijñā Kārikā of Utpaladeva, Verses on the Recognition of the Lord; B. N. Pandit, page XXXIV
  24. Triadic Mysticism, Paul E. Murphy, page 13