ابن طيفور سجاوندي
ابن طيفور سجاوندي د افغانستان يو مفسر و پیليزه[سمول]مونږ پرخپله خاوره ډيرې داسې نوم ورکې علمي څيرې لرو چى نه يواځې علمي شهرت په خپله خاوره کې لاره بلکې دخپل هيواد په پرتله يې پوهه,ځيرکتيا, هڅې, خوارۍ, گروږنې,علمي څېړنـې دنوروځايوخلکو ښي پېژندلې اوپه خپلو تاريخونواو ژوند ليکونو(ترجمو)کي يې دهغويادترخپله وسه ژوندى ساتلى, خداى دې خيرورکړي. هو! دايوازې افغان تاريخ دى چې لمن يې له دغه ډول يادونوبې برخې اونيمگړې پاتې شوې ,که تاسې يې راسره ومنئ داڅومره دافسوس وړخبره ده چې مونږ تراوسه هم دخپلورجالو او اسلافو په هکله بشپړمستندتاريخ نه لروځکه خوبايدزياروباسوڅوددغه ډول علمي څېروپېژندنه وشې اونوروته هم وروپېژندل شي. دشپږمې هجري پيړۍ په نيمايې کې زمونږ دهېواددلوگرپه سجاوندسيمه کې يوه داسې نړيواله مخکښه علمي څېره دمحمدبن طيفورپه نامه تېره شوې چې پرپوه اوعلمي رسوخ باندې يې نزدې ټول عرب مؤرخين اعتراف کوي, په لاندې څوکرښوکې مو دهمدې سترې علمي څېرې په هکله دمعلوماتو راغونډلو هڅه کړې، خداى دې وکړي چې پرځاى وي. نوم[سمول]د عربي ژبې ستر مؤرخ او څېړونکى علامه جمال الدين على بن يوسف مړ (624هـ) چې په القفطي سره شهرت لري په خپل کتاب " انباه الرواة على انباه النحاة" کي دنوموړى نوم محمد اود پلار نوم يې" طيفور" يادوي [۱] له ده وروسته چې څومره عربو مؤرخينو دنوموړي په هکله څه وليکل هغه يې دعلامه قفطي دمعلومات بر بنسټ ليکلي اوټول مؤرخين دغه افغانى عالم په (ابن طيفور)سره يادوي [۲]. زوکړه او زدکړه[سمول]ټول عرب مؤرخين دنوموړي دزده کړې ځاى دغزني ښاردسجاوندسېمه ښايي اود نوموړي له نوم سره دواړه سيمې "السجاوندي الغزنوي" ليکى, خودزيږيدنې دنيټې اواستادانو په هکله يي عرب مؤرخين خپله ناخبري څرگندوي . دشام دخاوري سترمحدث اوتاريخ ليکونکى امام ذهبى په دې هکله ليکي: "ماته دا نه ده څرگنده چې نوموړي به له چاڅخه زده کړه کړې وي ؟ اوله نوموړي څخه به چازده کړه کړې وې ؟ هو! يوازي امام قفطي يې لنډه يادونه کړې" [۳]. د سجاوندسيمه چې په تاريخ کي دشکاوند, سکاونداوسگاوندپه نوموياده شوې داوسني لوگر مربوطه سېمه بلله کيږې, له اسلام دمخه دلته دلمرپرستي ستره برهمنى بت خانه دلته ودانه وه چې دبوتانونښې نښانې يې اوس هم دسجاوندپه غرونوکې له ورايه ښکاري. ويل کيږي چې دامعبدخانه د دريمې هجري پيړۍتردوهم نيمايې پورې ودانه وه اودعمروليث صفارى کورنۍ له لوري استول شوى قوماندان "فردعان"دابوتان اوبت خانه دزابلستان ترفتحه کولو وروسته ونړوله [۴]. د دې سترې معبدخانې يادونه چېنى سياح "هيوان تسنگ" هم په خپله سفرنامه کې کوي اود" شونا" په نوم يې يادوې[۵],له چېنى سياح شپيته کاله وروسته محمدعوفي هم دغه معبدخانه په خپل کتاب "جوامع الحکايات"کې يادوي اوليکي چې: ددې بوتانو دزيارت له پاره به خلک د هند له لر او بر څخه رامات وو. [۶] د حدودالعالم په نامه يوکتاب چې دافغانستان داسلامى پير ترټولو لرغونې اوارزښتمنه جغرافيه پېژندل کېږې او يونوم ورکى ليکوال چې دشمال په گوزرگانان سېمه کي اوسېده په کال372 هـ کې يې ليکلې دهمدې ښار يادونه کوي اوليکې چې: استاخ,اوسکاوندپه غزنى کي دوه ښارونه دي دغروپه لمن کې واقع دي اود ښې کرهڼي وړدي.[۷] د هېواد ستر مؤرخ احمد على کهزاد ليکې: سجاوند وروسته له دريمې پيړۍ دنوروڅوپيړيوپه اوږدو کې د اسلامې ادب اوفرهنگ مهم مرکز و، لکه چې يو شمېرعلماوو اوعالىمقام مفسرينو له دې ځايه سرپورته کړى چې نن ورځ يې متبرک مزارونه دعوامو اوخواصوزيارتگاوې دي. [۸] علمي مقام[سمول]کله چې مونږ دعربې ژبې تاريخونه اوژوندليکونه گورو، له القفطي نيولې بيا ترلسمې يولسمې هجرې پيړۍ پورې ټول عرب مؤرخين ابن طيفورپه ستروالقابو يادوي، کله يې دعلم النحو امام , دعربي ژبې لغت پيژندونکى "اللغوي"[۹], لوى مفسر"امام کبـيـر "[۱۰] , ستر څيړونکى، (من کبار المحققين) [۱۱]اوکله يې هم متبحرعالم "..... والوقف والابتداْ فى مجلد کبير يدل على تبحره" [۱۲] بولي اودغه څېريې دعلم القرائت لوى امام"عارف بالقرائة"هم بولي [۱۳], اوياقوت حموى يې په "شـمس العارفـين" سره يادوي [۱۴]. علمي نوښتونه او ليکنې[سمول]نوموړي دتدريس په څنگ کې داسې ليکنې کړي چې په هغه کې يې علمي نوښتونه له ورايه ښکاري اوپه ځانگړې توگه د قرانکريم دايتونودوقف له پاره له ده دمخه چې کومي نښې کاريدلې نوموړي په هغوکې پراخوالى راووست اود لومړي ځل له پاره يې دهجاځانگړي توري د وقفونو له پاره ځانگړي کړل, داسې چې دوقف لازم له پاره يې د"م" تورى ,دوقف مطلق له پاره يې د"ط"او د جايز له پاره د"ج" اودوقف مجوزله پاره يې " ز" اود وقف مرخص له پاره يې "ص" توري ځانگړي کړل اود منځنې ختېځ اواسيايې هيوادونو په قران شريفونوکې چې دوقف له پاره کومي نښې وينو هغه دنوموړي اېښودل شوې نښې دي اويادنوموړي له اصولواغېزمنې ښکاري [۱۵]. په عربي ژبه يې په څوټوکوکې ښکلې تفسيرد"عين الـمعانـي فى تفسيرالسبع الـمثانـى"په نامه ليکلى اوقفطي دنوموړي دتفسيرپه هکله ليکې: " نوموړي په دې تفسيرکي علم النحوڅيړلې اود مختلفوقرائتونو علتونه يې څرگندکړي پرعربي اشعارو يې څېړنه کړې، معناوې يې راسپړلي دي، پرلغاتويې خبرې کړي اوله دې پرته دعلم تفسيرپه هکله يې ډېرڅه ليکلي چې په څوټوکه کې دى, دټوکوشمېريې که څه هم کم دى خوگټه يې عامه اوزياته ده, دنوموړي زوى دغه تفسير د"انسان العين"په نامه رالنډکړى [۱۶]. په علم الوقف والابتداء کې نوموړي د"الايضاح فى الوقف والابتداء"په نامه په يو غټ ټوک کې کتاب لري دهمدې کتاب په هکله علامه صفدي وايې: داکتاب يې په علمې تبحرباندې دلالت کوي.[۱۷] بل کتاب يې د "علل القرائة " په نامه په څوټوکه کې دى[۱۸]. داهغه کتابونه دي چې عرب مؤرخين پرې خبرشوي دي، کيداى شي نوموړې به نورې ليکنې هم لرلې چې اوس ټولې تري تمې دي. پردې پرسيره نوموړي دعربي ژبې خوږشاعرهم و اودنوموړي يوشعرعربو مؤرخينوراخيستى دى چې وايي: ازال الله عنـکم کل افة – وسـد عليـکم سبل المخافة ولازالت نوائيبکم لديکم- کنون الجمع فى حال الاضافة [۱۹] ترجمه: خداى پاک دې له تاسي نه هر آفت لري کړي اود وېرې دروازې دې خداى درباندې بندې کړې اومصيبتونه دې خداى پاک داسې درڅخه لرې کړي لکه دجمع نون چې په حال داضافت کې وې. دهېواد دغې سترې هستۍخپله اروا اصلي څښتن ته په (560 هجري )کال کې چې له (1184م ) سره سمون خورې وسپارله [۲۰]. خداى دې له مونږ سره وبښي. سرچینې[سمول]
|