ابجدي ابیڅي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Jump to navigation Jump to search

ابجد د عربي ژبې ابیڅي په ابجدي ډول داسې تلفظ کېږي: اَبْجَدْ - هَوَزْ - حُطّی - کَلَمَنْ - سَعْفَصْ - قَرَشَتْ - ثَخَذْ – ضَظِغْ. د عربي ژبې ابیڅي د شمېرو سره په لاندې توگه وېشل شوي:

  • الف = 1
  • ب = 2
  • ج = 3
  • د = 4
  • ه = 5
  • و = 6
  • ز = 7
  • ح = 8
  • ط = 9
  • ی = 10
  • ک = 20
  • ل = 30
  • م = 40
  • ن = 50
  • س = 60
  • ع = 70
  • ف = 80
  • ص = 90
  • ق = 100
  • ر = 200
  • ش = 300
  • ت = 400
  • ث = 500
  • خ = 600
  • ذ = 700
  • ض = 800
  • ظ = 900
  • غ = 1000

په دې توگه د رومي، عربي او عبري ژبه حساب کتاب، الجبر او ستورپوهنې او د کال شمېر کې یو څه ستونزې پېښېدلی. د ابجد ابیڅو شمېرنې په وسیله چې هر لفظ ته عددي ارزښت ورکوي؛ ترډېره بریده اسانه شوه. د مثال په توگه "آب" عدد 3. "خر" عدد 800 . شير عدد 510 او "دله" عدد 39 حاصل راووځي چې دا شمېره په افغانستان کې یوه منحوسه شمېره گڼل کېږي. ابجد– 1–2–3–4

    • هوز– 5–6–7
    • حطي – 8–9–10
    • كلمن– 20–30–40–50
    • سعفص– 60–70–80–90
    • قرشت – 100–200–300–400
    • ثخذ – 500–600–700

دا هم وگورئ[سمول]

شمېرپوهنه

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]