آيت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آيت (په عربي: آية) د لغوي مانا له مخې د نښې مانا لري. خو په اصطلاح کې د قرآن کريم تر ټولو وړوکي يوون ته ويل کېږي. او يا هم د قرآن کريم هغه عبارتونه او غونډلې چې د قرآن مجيد سورتونه جوړوي چې په هر سورت کې ځانته ځانگړی شمېر لري.

يو آيت کېدای شي يو څو توري، يو څو وييونو، له يوې يا څو غونډلو او يا هم له يوه بنده تر څو بندو پورې وي. ځينې مسلمانان په دې عقيده دي چې د هر آيت حد و اندازه د اسلام د پیغمبر له لوري معين شوی چې په لوستلو کې يې وقفه راځي.

سرچينې