آنتونیو میوچي
آنتونیو سانتی جوزپه میوچي (زوکړه: د ۱۸۰۸ زکال د اپرېل ۱۳مه – مړینه: د ۱۸۸۹ زکال د اکتوبر ۱۸مه) ایټالوی مخترع او د ایټالیا په تاریخ کې د مخکښ سیاستوال جوزپه ګاریبالډي همکار و. میوچي د غږیزو اړیکو د دستګاه د جوړلو له امله شهرت وموند چې ګڼ شمېر منابعو هغه لومړنی ټلیفون بللی. [۱][۲][۳][۴][۵]
میوچي د نیویارک په سټټن ټاپو کې په خپل کور کې د غږیزې اړیکې د ټینګولو یو سیسټم جوړ کړ چې په دویم پوړ کې یې د خوب کوټه د خپل لابراتوار سره ورباندې نښلولې وه. نوموړي په ۱۸۷۱ زکال کې د متحده ایالاتو د اختراعاتو د ثبت ادارې ته د خپلې دغې ټلیفوني دستګاه د ثبت کولو یو خبر ولېږه، خو په هغو کې یې په الکترومقناطیسي بڼه د غږ لېږد ته هېڅ ډول نغوته نه وه کړې. همدا و چې په ۱۸۷۶ زکال کې الکساندر ګراهام بیل په الکترومقناطیسي بڼه د غږ د لېږد د اختراع حق په خپل نوم ثبت کړ. له دې سره چې له ډېرې مودې راهیسې د ټلیفون د اختراع اعتبار بېل ته اړوند دی، خو د ایټالیا د کلتوري میراثونو وزارت په ۲۰۰۸ زکال کې د میوچي د زوکړې د ۲۰۰مې کلیزې د لمانځنې پر مهال هغه ته د ټلیفون د مخترع د لقب له کارولو ملاتړ وکړ. د متحده ایالاتو د عوامو جرګې هم په ۲۰۰۲ زکال کې د ټلیفون د اختراع اړوند د میوچي چارې تصدیق کړې په داسې حال کې چې سنا جرګې بیا دغه موضوع تائید نه کړه او د دغه پرېکړه لیک تفسیر د بحثونو موضوع وګرځېده. [۶][۷][۸]
لومړنی ژوند
[سمول]میوچي د ۱۸۰۸ زکال د اپرېل په ۱۳مه د فرانسې د لومړنۍ سترواکۍ د فلورانس ایالت په سان فریدیانو سیمه کې وزېږید (اوس مهال ایټالیا ته اړوند دی). نوموړی د اماتیس میوچي او ډومنیکا پیپي له نهو ماشومانو څخه لومړنی ماشوم و. اماتیس دولتي چارواکی او همدارنګه د سیمه ییزو پولیسو غړی و، خو ډومنیکا د کور ښځه وه. د میوچي څلور خویندې او وروڼه د ماشومتوب پر مهال مړه شول. [۹][۱۰]
د ۱۸۲۱ زکال په نومبر میاشت کې هغه مهال چې میوچي ۱۳ کلن و د فلورانس د غوره هنرونو په اکاډمۍ کې د ټولو څخه د لږ عمر لرونکي زده کوونکي په توګه شامل شو، چېرې چې نوموړي کیمیا او میخانیکي انجینري ولوسته. هغه د مالي ستونزو له امله له دوه کاله بشپړ مهاله زده کړو وروسته زده کړو ته شا کړه، خو وروسته له هغه چې د فلورانس په دولت کې یې د ګمرک د ادارې د دروازې ساتونکي د همکار په توګه دنده ترلاسه کړه، نیم مهاله زده کړو ته یې مخه کړه. [۱۱]
د ۱۸۲۵ زکال په مۍ میاشت کې میوچي د توسکاني د لوی دوک دویم لئوپولډ د مېرمنې یا د ساکسوني د ماري انا د زیږون د لمانځنې د ورځې لپاره د اور لوبو په موخه پیاوړی کیمیاوي مخلوط جوړ کړ. دغه اور لوبې له کنټرول څخه ووتې او د لمانځنې په ځای کې د پام وړ زیان او د خلکو د ټپي کېدو لامل وګرځېدې. میوچي ونیول شو او د لوی دوک پر وړاندې په توطئه تورن شو. [۱۲]
وروسته بیا میوچي په فلورانس کې د دالا پیرجولا په نامه تیاتر د صحنې تخنیک کار وټاکل شو او له ارتیمو کانووتي سره یې په چارو کې مرسته کوله. [۱۳]
په ۱۸۳۴ زکال کې میوچي د تیاتر د صحنې او د کنټرول خونې ترمنځ د اړیکې د ټینګښت په موخه یو ډول غږیزه ارتباطي وسیله جوړه کړه. دغه وسیله په بېړیو کې د پیپ پر مټ ټلیفونونو د اصولو پر بنسټ وه چې تر اوسه هم کار ورکوي. هغه د ۱۸۳۴ زکال د اګست په اوومه نېټه له استر میوچي سره واده وکړ چې په همدغه تیاتر کې یې د جامو د طراحې په توګه کار کاوه. [۱۴]
هاوانا، کیوبا
[سمول]د ۱۸۳۵ زکال په اکتوبر میاشت کې میوچي او مېرمن یې کیوبا ته کډوال شول، چې هغه مهال هسپانیا ته اړوند ایالت و. میوچي د هاوانا په تاکون نومي تیاتر کې دنده ترلاسه کړه چې هغه مهال د امریکا په لویه وچه کې تر ټولو لوی تیاتر و. نوموړي په هاوانا کې د اوبو د تصفیې یو سیسټم جوړ کړ او همدارنګه یې ګرن نومی تیاتر بېرته ورغاوه. [۱۵][۱۶]
په ۱۸۴۸ زکال کې د دغه ایالت له والي سره د ده کاري قرارداد پای ته ورسېد. دغه مهال د هغه ملګرو ډاکټرانو ورته وړاندیز وکړ چې په روماتېزم باندې د اخته ناروغانو په درملنه کې د فرانتس آنتون مسمر په درملیز سیسټم کې ورسره کار وکړي. په ۱۸۴۹ زکال کې نوموړي د ناروغیو د درملنې په برخه کې د برېښنايي شاک څخه د ګټنې یوه تر ټولو غوره کړنلار رامنځته کړه او ورپسې یې په ازمایښتي ډول داسې یوه دستګاه جوړه کړه چې پر مټ یې کېدلای شو د انسانانو نه اورېدل کېدوني غږونه واوري. هغه په دغې دستګاه باندې نوم خبرې کوونکی ټلګراف (telegrafo parlante) کېښود. [۱۷]
په ۱۸۵۰ زکال کې له ډان فرانسېسکو مارټي تورن سره د میوچي دریم کاري قراداد پای ته ورسېد او له جنرال جوزپه ګاریبالډي سره د هغه ملګرتیا نوموړی په کیوبا کې په یو شکمن کس واړوه. بل پلو نوموړي په متحده ایالاتو کې د ساموئل اف. بي مورس پر مټ پام وړ شهرت وموند او دی یې دې ته وهڅاوه چې د خپلو اختراعاتو پر مټ خپل ژوند مخته یوسي. [۱۸]
سټټن ټاپو، نیویارک
[سمول]د ۱۸۵۰ زکال د اپرېل په ۱۳مه، میوچي او مېرمنې یې متحده ایالاتو ته کډه وکړه او ۲۶۰۰۰ پیزو (اوس مهال څه باندې ۵۰۰ زره امریکايي ډالر کېږي) چې ټوله شتمني یې وه له ځانه سره یې متحده ایالاتو ته یووړه او د نیویارک د سټټن ټاپو په کلیفټون سیمه کې استوګن شول. [۱۹]
د میوچي کورنۍ د ژوند تر پایه په نیویارک کې ژوند وکړ او په سټټن ټاپو کې یې د ایټالیا د اتحاد د خوځښت له هغو غړو سره مرسته وکړه چې له سیاسي ځورونې او ازار څخه دلته راتښتېدلي و. میوچي هغه پام وړ شتمني چې په کیوبا کې یې ترلاسه کړې وه په متحده ایالاتو کې یې د شمعو د جوړولو په یوه کارخونه کې ولګوله چې دغه کارخونه په متحده ایالاتو کې د شمعو لومړنۍ کارخونه وه او یو شمېر تبعیدي ایټالویان یې په هغو کې وګمارل. میوچي دوه کاله په خپل استوګنځای کې د خپلو ملګرو کوربه و، په دغو کې جنرال جوزپه ګاریبالډي او ډګروال پائولو بووي کمپګی شامل و چې له میوچي څخه دوه میاشتې وروسته نیویارک ته راغلل. هغوی د میوچي په کارخونه کې کار کوه.
په ۱۸۵۴ زکال کې د میوچي مېرمن، استر د مفصلي روماتېزم له امله شله وه. خو له دې سره هم میوچي خپلو چارو ته دوام ورکړ.
الکترومقناطیسي ټلیفون
[سمول]میوچي د کلونو لپاره په الکترومقناطیسي بڼه د غږیزو امواجو د لېږد اصول ولوستل او په دې سره هغه وکولای شول چې په ۱۸۵۶ زکال کې د لین په واسطه غږ ولېږدوي. هغه په خپل کور کې د ټلیفون په څېر یوه دستګاه نصب کړه څو وکولای شي په روغتون کې د خپلې بستر مېرمنې سره اړیکه وساتي. د میوچي یو شمېر یاددښتونه چې په ۱۸۵۷ زکال کې یې لیکلي په الکترومقناطیسي بڼه باندې یې د غږ د لېږد اصول یا په بل عبارت د ټلیفون اصول توصیف کړي. [۲۰]
میوچي یو الکترومقناطیسي ټلیفون جوړ کړ څو وکولای شي په دویم پوړ کې خپله د خوب خونه د خپل کور په تکهوي کې د خپل لابراتوار سره وصل کړي او په دې سره له خپلې ښځې سره اړیکه ولري. نوموړي د خپل لومړني ټلیفون پر بنسټ له ۱۸۵۶ زکال څخه تر ۱۸۷۰ زکال پورې ۳۰ ډوله بېلابېل ټلیفونونه جوړ کړل.[۲۱]
د میوچي په ویاړ د ایټالیا دولت په ۲۰۲۳ زکال کې یو پستي نښان چاپ کړ چې د میوچي انځور ورباندې و. [۲۲]
میوچي هوډ درلود چې د خپل جوړ کړي ټلیفون لومړنۍ بڼې ته پراختیا ورکړي، خو دومره مالي امکانات یې نه لرل څو هغه خپل شرکت وساتي او همدارنګه خپلې دغې اختراع ته پراختیا ورکړي. د هغه د شمعې جوړولو کارخونه له ماتې سره مخ شوه او اړ شو څو له بډایه ایټالوي کورنیو څخه مرسته ترلاسه کړي، خو په دغه چاره کې بریالی نه شو. په ۱۸۶۰ زکال کې هغه له خپل ملګري انریکو بندلاري څخه وغوښتل چې د هغو ایټالوي پانګوالو لټون وکړي چې غواړي د ده په پروژه کې پانګونه وکړي. ورته مهال د ګاریبالډي پوځي اقدامات لامل وګرځېدل چې د ایټالیا سیاسي وضعیت بې ثباته شي او نور نو چا زړه نه ښه کاوه پانګونه وکړي. [۲۳]
مالي ماته
[سمول]دغه مهال میوچي د یو شمېر جعل کارو پور اخیستونکو له امله له بېوزلۍ سره مخ شو. د ۱۸۶۱ زکال د نومبر په ۱۳مه نېټه د هغه کور هم لیلام شو. پېرودونکي یې میوچي ته اجازه ورکړه چې له کرایې پرته په کور کې و اوسېږي، خو له دې سره د میوچي خصوصي مالي چارو کمښت وموند او ډېر ژر اړ شو څو عامه بودیجې او همدارنګه د ملګرو څخه مرستې ترلاسه کولو ته لاس اوږد کړي.[۲۴][۲۵]
مړینه
[سمول]میوچي د ۱۸۸۹ زکال په مارچ میاشت کې ناروغ شو او د ۱۸۸۹ زکال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د نیویارک د سټټن ټاپو په کلیفټون سیمه کې ومړ. [۲۶][۲۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ کينډۍ:Cite dictionary
- ↑ "Antonio Meucci's Illness". The New York Times, 9 March 1889; accessed 25 February 2009.
- ↑ Nese & Nicotra 1989, pp. 35–52.
- ↑ Carroll, Rory (17 June 2002). "Bell did not invent telephone, US rules". The Guardian. London, UK.
- ↑ Several Italian encyclopedias claim Meucci as the inventor of the telephone, including: – the "Treccani" – the Italian version of Microsoft digital encyclopedia, Encarta – Enciclopedia Italiana di Scienze, Lettere ed Arti (Italian Encyclopedia of Science, Literature and Arts).
- ↑ Meucci, Sandra. Antonio and the Electric Scream: The Man Who Invented the Telephone, Branden Books, Boston, 2010; ISBN 978-0-8283-2197-6, pp. 15–21, 24, 36–37, 47–52, 70–73, 92, 98, 100.
- ↑ Manifestazioni per il bicentenario della nascita di Antonio Meucci, archive date 22 July 2011.
- ↑ H.Res.269 Expressing the sense of the House of Representatives to honor the life and achievements of 19th Century Italian-American inventor Antonio Meucci, and his work in the invention of the telephone. 11 June 2002, retrieved 14 February 2022
- ↑ Meucci, Sandra. Antonio and the Electric Scream: The Man Who Invented the Telephone, Branden Books, Boston, 2010; ISBN 978-0-8283-2197-6, pp. 15–21, 24, 36–37, 47–52, 70–73, 92, 98, 100.
- ↑ Nese & Nicotra 1989, pp. 6–7.
- ↑ Meucci, Sandra. Antonio and the Electric Scream: The Man Who Invented the Telephone, Branden Books, Boston, 2010; ISBN 978-0-8283-2197-6, pp. 15–21, 24, 36–37, 47–52, 70–73, 92, 98, 100.
- ↑ Catania, Basilio. "Meucci, Antonio" (in ایټالوي).
- ↑ Catania, Basilio (December 2003). "Antonio Meucci, l'inventore del telefono" (PDF). Notiziario Tecnico Telecom Italia (in ایټالوي). pp. 109–117. خوندي شوی له the original (PDF) on 2 July 2007.

- ↑ Meucci's original drawings. Archived 10 October 2006 at the Wayback Machine. Italian Society of Electrotechnics aei.it; accessed 15 June 2015. (په اېټاليايي).
- ↑ Meucci, Sandra. Antonio and the Electric Scream: The Man Who Invented the Telephone, Branden Books, Boston, 2010; ISBN 978-0-8283-2197-6, pp. 15–21, 24, 36–37, 47–52, 70–73, 92, 98, 100.
- ↑ Meucci, Sandra. Antonio and the Electric Scream: The Man Who Invented the Telephone, Branden Books, Boston, 2010; ISBN 978-0-8283-2197-6, pp. 15–21, 24, 36–37, 47–52, 70–73, 92, 98, 100.
- ↑ Meucci, Sandra. Antonio and the Electric Scream: The Man Who Invented the Telephone, Branden Books, Boston, 2010; ISBN 978-0-8283-2197-6, pp. 15–21, 24, 36–37, 47–52, 70–73, 92, 98, 100.
- ↑ "Il primo telefono elettromagnetico". 28 July 2010. له اصلي څخه خوندي شوی په 28 July 2010.
{{cite web}}
: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) - ↑ Antonio Meucci stamp, comunicazioni.it; archived 26 August 2003. (په اېټاليايي).
- ↑ Catania, Basilio (December 2003). "Antonio Meucci, l'inventore del telefono" (PDF). Notiziario Tecnico Telecom Italia (in ایټالوي). pp. 109–117. خوندي شوی له the original (PDF) on 2 July 2007.
- ↑ American Bell Telephone Co. v. Globe Telephone Co. (1887), via Scripophily.net. Archived 21 February 2004.
- ↑ The tragic tale of the telephone's real inventor, Antonio Meucci
- ↑ "Antonio Meucci's Illness". The New York Times, 9 March 1889; accessed 25 February 2009.
- ↑ "Funeral of Antonio Meucci". New York Times. 22 October 1889. بياځلي په 25 February 2009.
The funeral services over the body of the Italian patriot, Antonio Meucci, will take place at Clifton, S.I., this forenoon at 10 o clock. ...