Jump to content

آلبرټ شویټزر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آلبرټ شویټزر
Albert Schweitzer (جرمني )[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۴ جنوري ۱۸۷۵[۶][۷][۸] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۴ سپټمبر ۱۹۶۵[۶][۳][۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
استوګنځی
Strasbourg (en) ژباړلGunsbach (en) ژباړلLambaréné (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
دین
جوړښت
جایزې

لوډویګ فیلیپ آلبرټ شوایټزر او ام (په آلماني کې: [ˈalbɛʁt ˈʃvaɪ̯t͡sɐ]؛ د ۱۸۷۵م کال جنوري ۱۴مه – د ۱۹۶۵م کال سپټمبر ۴مه) یو آلزاتي – آلمانی عالم وو. هغه یو ارواپوه، اورګان غږوونکی، موسیقي پوه، لیکونکی، بشردوست، فیلسوف او ډاکټر وو. شویټزر، یو لوټري وزیر، هم د عیسی سیکولار لیدلوری، چې په دې وخت کې دود تاریخي – انتقادي چلند انځوروي، او هم د مسیحي دودیز لیدلور وننګاوه. د پاولین مسیحیت په تفسیر کې د هغه ګډون «په مسیح کې اوسېدل» په توګه د پاول عرفانیت د اصلي عنوان په توګه او د دوهم عنوان په توګه د ایمان توجیه په هکله عقیدې، پورې تړاو لري.[۲۰]

هغه په ۱۹۵۲م کال کې د خپلې فلسفې «ژوند ته درناوی» لپاره د نوبل ډالۍ ترلاسه کړه او اتم فرانسوی وو چې دا ډالۍ یې ترلاسه کړه. د هغه فلسفه په بېلابېلو بڼو بیان شوه، خو ترټولو مشهوره یې په لامبارنه کې د آلبرټ شویټزر روغتون په جوړېدو او ساتنه وه چې تر ۱۹۵۸م کال پورې د فرانسې استوایي افریقا او وروسته له هغه یې په ګابون کې شتون درلود. هغه د موسیقۍ عالم او اورګانیسټ په توګه، د آلماني کمپوزر جوهان سباسټین باخ موسیقي مطالعه کړه او د ارګان اصلاح خوځښت (Orgelbewegung) یې اغیزمن کړ.[۲۱]

لومړني کلونه

[سمول]

شویټزر د ۱۸۷۵ کال د جنوري په ۱۴مه د الزاس په کایزرسبرګ کې وزېږېد، کوم ځای چې له څلورو کالو راهیسې د آلمان امپراتورۍ د آلزاس-لورېن امپراتورۍ سیمې باندې بدل شوی وو. هغه له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، کله چې آلزاس د فرانسې په سیمه بدل شو، د فرانسې وګړی شو. هغه د لوئیس شویټزر او آدلې شیلینګر زوی وو. هغه خپل ماشومتوب په ګونسباخ کې تېر کړ، همدارنګه په آلزاس کې، چېرته چې د هغه پلار، د EPCAAL لوتري-انجیلي ځایي کشیش، هغه ته د موسیقۍ غږولو چل ور زده کړ. دا کوچنی کلی به د آلبرټ شویټزر د نړیوالې ټولنې (AIAS) په کور بدل شي. د منځني پېړیو ګونسباخ سیمه‌ییزه کلیسا د پروټسټانو او کاټولیکانو اجتماع ګانو ترمنځ ګډه وه، چې لمونځونه به یې د یکشنبې په ورځ په بېلو ځایونو کې او بېلو وختونو کې ترسره کول. دا جوړجاړی د پروټسټانو له اصلاحاتو او دېرش کلنې جګړې وروسته رامنځته شو. شویټزر، د کشیش زوی، د مذهبي زغم له اړخه په استثنایي چاپېریال کې لوی شو او دې باور ته یې وده ورکړه چې رښتینی مسیحیت باید تل د ایمان او موخې وحدت لپاره هڅه وکړي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د شویټزر لومړنۍ ژبه د آلماني آلزاتي لهجه وه. په ۱۸۹۳م کال کې هغه د مولهاوس جمنازیم کې هغه خپله «Abitur» (د منځنۍ زده کړو د پای سند) ډالۍ لاس ته راوړه. هغه له ۱۸۸۵ تر ۱۸۹۳م کاله په مولهاوس کې له ایوګېن مونش سره هغه د اورګان (د موسیقۍ یوه آله) زده‌کړه وکړه، چې د پروټسټانو جامع کلیسا کې د اورګان غږوونکی وو، چا چې د آلماني کمپوزر ریچارډ واګنر ته د لېوالتیا له امله شویټزر هم دې موسیقۍ ته ډېر وهڅاوه. په ۱۸۹۳م کال کې هغه د فرانسوي اورګان غږوونکي، چارلز ماري ویډور (په سنټ سولپیس، پاریس کې) اورګان وغږاوه، چا لپاره چې د یوهان سباسټین باخ اورګان غږونه د ابدیت عرفان حس لرونکې وه. ویډور چې په ژوره توګه اغیزمن شوی وو، موافقه وکړه چې شویټزر ته پرته له کوم لګښته درس ورکړي او په دې توګه یوه لویه او اغیزناکه ملګرتیا پیل شوه. [۲۷][۲۸]

شوټیز د ۱۸۹۳م کال راهیسې د سټراسبورګ په قیصر ویلهلم پوهنتون کې د پروټسټانو الهیاتو زده کړه وکړه. په هغه ځای کې هغه همدارنګه د له پروفیسور ګوسټاو یاکوبسټال څخه د پیانو او کونټرپاینټ زده کړه ترلاسه کړه او له ارنسټ مونک سره، د هغه د پخواني استاد ورور، د سنټ ویلیام کلیسا اورګان غږوونکی، چې هغه هم د جي. اس. باخ موسیقۍ له هڅوونکو څخه وو، اړیکه درلوده. شویټزر خپله یو کلنه اجباري عسکري دوره په ۱۸۹۴م کال کې تېره کړه. شویټزر د ریچارډ واګنر ډېرې اوپراګانې په اسټراسبورګ (د اوټو لوهسه په وخت کې) ولیدلې او په ۱۸۹۶م کال کې یې وکولی شول د بایروث فسټیوال څخه لیدنه وکړي ترڅو د واګنر «د نیبلونګن حلقې» او «پارسیفال» فلمونه وګوري چې دواړه یې ډېر اغیزمن کړل. په ۱۸۹۸م کال کې، هغه پاریس ته بېرته راغی ترڅو د سوربون پوهنتون کې د کانت دیني فلسفې په هکله د ډوکټورا مقاله ولیکي او په جدي توګه له ویډور سره په مطالعې بوخت شو. په دې ځای کې هغه ډېری وخت له سپین ږیري Aristide Cavaillé-Coll سره لیدل. هغه همدارنګه په دې وخت کې له ماري جائل سره پیانو زده کړه. په ۱۸۹۹م کال کې، شویټزر د اوړي سمسټر د برلین په پوهنتون کې تېر کړ او بلآخره یې خپل د الهیاتو سند د سټراسبورګ په پوهنتون کې واخیست. هغه د خپلې ډوکټورا مقاله په ۱۸۹۹م کال کې د توبینګن پوهنتون کې خپره کړه.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۲][۳۴][۳۵]

په ۱۹۰۵م کال کې، شویټزر د طب په هکله خپلې زده‌کړې د سټراسبورګ پوهنتون کې پیل کړې چې په ۱۹۱۳م کال کې یې خپله د M.D درجه لاس ته راوړه.[۳۶][۳۷]

موسیقي

[سمول]

شویټزر په ډېرې چټکۍ سره د موسیقۍ څېړونکي او اورګان غږوونکي په توګه، چې د پایپ تاریخي اورګانونو ژغورنې، بیارغونې او مطالعې ته ځانګړی شوی وو، شهرت وموند. هغه له الهیاتي لیدلوري سره، په جي اس باخ مذهبي موسیقۍ کې تصویري او نمادین استازیتوب تفسیر کړ. په ۱۸۹۹م کال کې، د فیګورونو او نقاشیو له توضیح سره چې د کورال باخ په پیشنهاد کې نقاشۍ ته ورته ریټمیک او انځوریز مضامینو انځورولو سره چې د هغوی په اساس غږیزې کلمې جوړې شوې دي، ویډور حیران کړ. هغوی د عبادتي ژور فکر اثرونه وو چې په هغوی کې د موسیقۍ طرحې له ادبي نظرونو سره همغږي درلودله او د لید په توګه تصور کېده. ویډور د پخواني لوټري سندرو په اورېدو نه وو را لوی شوی.[۳۸]

د ویډور او مونش په هڅونې سره د دې نظرونو بیانول، د شویټزر وروستنۍ دنده شوه او د J. S. Bach: Le Musicien-Poète په ماهرانه مطالعې سره چې په فرانسوۍ ژبه ولیکل شوه او په ۱۹۰۵م کال کې خپره شوه، راڅرګنده شوه. د آلماني نسخې لپاره ډېره زیاته غوښتنه وشوه، خو د ژباړې په ځای، پرېکړه وشوه چې هغه بیاځلې ولیکل شي. په پایله کې د (J.S. Bach) دوه جلده وو چې په ۱۹۰۸م کال کې خپاره شول او په ۱۹۱۱م کال کې د ارنسټ نیومن لخوا انګلیسي ته وژباړل شول. ارنسټ کاسیرر، د هغه وخت آلمانی فیلسوف، هغه ته د «د باخ یو له غوره تفسیرونو څخه» نوم ورکړ. شویټزر د دې په چمتو کولو کې له کوزیما واګنر، چې په هغه وخت کې یې سټراسبورګ کې ژوند کاوه، ملګری شو، او له هغه سره یې ډېرې الهیاتي او موسیقي خبرې اترې درلودلې، د باخ موسیقۍ په هکله یې د هغه لیدلوری وسپاړه او د نوف معبد کې یې د هغه لپاره د کورال پیشنهادونه وغږول. د شویټزر تفسیري کړنلارې د باخ موسیقۍ څخه پر عصري درک باندې ژوره اغیزه پرېښودله. هغه د واګنر په کور، واهن فریډ، کې د‌ ښه راغلاست یو مېلمه شو. هغه همدارنګه له کمپوزر کلارا فایسټ سره مطابقت وکړ، چې یو ښه ملګری یې شو.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د هغه کتابچه «د اورګان جوړونې او اورګان غږونې هنر په آلمان او فرانسه کې» (۱۹۰۶، چې په ۱۹۲۷م کال کې د اورګان جوړونې حالت له ضمیمې سره بیا خپور شو) په مؤثره توګه د شلمې پېړۍ Orgelbewegung په لاره واچوه، چې له رومانټیک افراطیت څخه لرې شو او د باروک اصول یې بیا کشف کړل – که څه هم د اورګان جوړونې په برخه کې دا اصلاحي پراخ خوځښت له هغه څه څخه چې شویټزر په پام کې نیولي وو، مخته لاړ. په ۱۹۰۹م کال کې، په ویینا کې د موسیقۍ نړیوالې ټولنکې کنګرس کې په دې موضوع باندې خبرې وکړې. هغه په بېلابېلو اروپایي هېوادونو کې د اورګان غږوونکو او جوړوونکو په منځ کې د پوښتنلیک له خپرولو وروسته، یو ډېر د پام وړ رپوټ جوړ کړ. دې کار د اورګان جوړونې نړیوالو مقرراتو لپاره یو بنسټ جوړ کړ. هغه د داسې موسیقۍ آلو سپارښتنه وکړه چې په هغه کې د فول اورګاني فرانسوي رومانټیک غږ باید په بشپړ ډول له انګلیسي او آلماني توله یي رومانټیک غږ سره، او د آلزاس سیلبرمن د کلاسیک اورګان له سرچینو سره او د باروک فلو پایپونو سره، ټول په تنظیم شویو مقرراتو کې (له ودرېدو سره) د بېلابېلو برخو د لاسرسي لپاره کار وکړي ترڅو په فوګ او کونټرپاینټ کې هغو غږونو ته لاسرسی ومومي چې کولی شي د تمایز له لاسه ورکولو پرته ترکیبیدلی شي: بېلابېل غږونه له یوبل سره یوځای یوه موسیقي غږوي.[۴۵][۴۶]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ "birth certificate". بياځلي په ۱۰ مې ۲۰۲۳. {{cite web}}: Check date values in: |access-date= (help)
  2. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Швейцер Альберт. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ذکر کېدنه: LIBRIS. Libris-URI: ljx031c44lgsv20. خپرېدو نېټه: ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۲. Retrieved: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸. Publisher: National Library of Sweden.
  5. "birth certificate".
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 11924199d. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  8. ذکر کېدنه: Léonore database. Léonore ID: 19800035/661/76005. Subject named as: Albert Schweitzer. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. Publisher: Ministry of Culture of France.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ سرچينې تړی: https://commune-valdemoder.fr/la-commune-nouvelle/commune-deleguee-de-pfaffenhoffen/albert-schweitzer-citoyen-d-honneur-de-pfaffenhoffen. Retrieved: ۱۸ جون ۲۰۲۰.
  10. ذکر کېدنه: Students of the Universities of Prague 1882–1945. Students of Prague Universities ID: 1832854427086281.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ ذکر کېدنه: French Wikipedia. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ CONOR.SI ID: 8869987. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ ۱۳٫۳ ذکر کېدنه: The Fine Art Archive. AbART person ID: 61728. Retrieved: ۱ اپرېل ۲۰۲۱.
  14. سرچينې تړی: https://www.royalsoc.org.au/awards/past-awards/13-awards/16-james-cook-medal.
  15. "Schweitzer". بياځلي په ۱۳ مارچ ۲۰۲۴. {{cite web}}: Check date values in: |access-date= (help)
  16. سرچينې تړی: http://www.nobelprize.org/nobel_prizes/peace/laureates/1952/.
  17. سرچينې تړی: https://www.nobelprize.org/nobel_prizes/about/amounts/.
  18. سرچينې تړی: https://www.friedenspreis-des-deutschen-buchhandels.de/alle-preistraeger-seit-1950/1950-1959/albert-schweitzer.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ "Albert Schweitzer". بياځلي په ۱۳ مارچ ۲۰۲۴. {{cite web}}: Check date values in: |access-date= (help)
  20. "Albert Schweitzer". Encyclopædia Britannica.
  21. Schweitzer, Albert (10 December 1953), "Award Ceremony Speech", The Nobel Peace Prize 1952, The Nobel prize.
  22. Stammbaum – Genealogic tree Arbre généalogique de la famille Schweitze, Schweitzer, خوندي شوی له the original on 26 April 2006.
  23. Association Internationale Albert Schweitzer, خوندي شوی له the original on 9 December 2010, بياځلي په 1 August 2012.
  24. Seaver 1951، م. 3–9.
  25. Free 1988، م. 74.
  26. Oermann 2016، م. 43.
  27. A. Schweitzer, Eugene Munch (J. Brinkmann, Mulhouse 1898).
  28. Joy 1953، م. 23–24.
  29. George N. Marshall, David Poling, Schweitzer, JHU Press, 2000, ISBN 0-8018-6455-0
  30. Cicovacki, Predrag (2 February 2009). Albert Schweitzer's Ethical Vision A Sourcebook (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 9780199703326.
  31. Schweitzer, Albert; Bresslau, Helene; Stewart, Nancy (2003). Albert Schweitzer-helene Bresslau: the Years Prior to Lambarene (in انګليسي). Syracuse University Press. ISBN 9780815629948.
  32. ۳۲٫۰ ۳۲٫۱ Brabazon 2000، م. 84.
  33. "Albert Schweitzer – Biographical". nobelprize.org. بياځلي په 10 March 2018.
  34. Joy 1953، م. 24–25.
  35. Joy 1953، م. 24.
  36. Cicovacki, Predrag (2 February 2009). Albert Schweitzer's Ethical Vision A Sourcebook (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 9780199703326.
  37. "Albert Schweitzer – Biographical". nobelprize.org. بياځلي په 10 March 2018.
  38. Seaver 1951، م. 20.
  39. Schweitzer, My Life and Thought, pp. 80–81; cf. Seaver 1951, pp. 231–232
  40. Cassirer, Ernst (1979). Verene, Donald Phillip (ed.). Symbol, Myth, and Culture: Essays and Lectures of Ernst Cassirer 1935–1945. New Haven, Conn.: Yale University Press. p. 230. ISBN 978-0-300-02666-5.
  41. Schweitzer, in Joy 1953, pp. 53–57
  42. Wedel, Gudrun (2010), Autobiographien von Frauen: ein Lexikon
  43. Joy 1953, pp. 53–57, quoting from and translating A. Schweitzer, 'Mes Souvenirs sur Cosima Wagner', in L'Alsace Française, XXXV no. 7 (12 February 1933), p. 124ff.
  44. Joy 1953، م. 58–62.
  45. Reproduced in Joy 1953, pp. 127–129, 129–165: cf. also Seaver 1951, pp. 29–36
  46. Joy 1953, pp. 165–166: Text of 1909 Questionnaire and Report, pp. 235–269.