آسا ګرې
ګرې د څو لسیزو لپاره په هاروارډ پوهنتون کې د بوټو پېژندنې د ښوونکي په توګه د چارلز داروین په ګډون چې ورته یې ډېر درناوی درلود؛ د هغه مهال له مخکښو طبیعت پوهانو سره په منظم ډول اړیکې ساتلې او له هغوی سره یې لیکونه تبادله کول. ګرې د هغه مهال له مخکښو اروپايي پوهانو سره د مرستې په موخه څو ځله اروپا او همدارنګه د متحده ایالاتو سویل او لویدیځ ته سفرونه وکړل. نوموړي همدارنګه د بوټو د بېلګو د راغونډونکو پراخه شبکه جوړه کړې وه. ګرې چې پیاوړی لیکوال و؛ د شمالي امریکا د بوټو پېژندنې د پوهې په یو ډول والي کې یې اساسي رول درلود. د بوټو پېژندنې په برخه کې د هغه له ګڼ شمېر اثارو څخه تر ټولو مشهور یې د شمالي امریکا د بوټو پېژندنې لارښود، له نیوانګلنډ څخه تر ویسکانسین او له سویل څخه تر او هایو او پنسلوانیا پورې په نامه کتاب و؛ چې نن ورځ په ساده توګه د ګرې د لارښود په نوم پېژندل کېږي. [۱۲] په ۱۸۴۸ زکال کې ګرې د امریکا د فلسفي ټولنې د غړي په توګه وټاکل شو. [۱۳] لومړی ژوند او زده کړې[سمول]ګرې د ۱۸۱۰ زکال د نومبر په ۱۸ مه د نیویارک ښار په ساوکویت سیمه کې وزېږېد؛ نوموړی د چرم جوړونکي موزس ګرې (ز. ۲۶ فبروري ۱۷۸۶ زکال) او رکسانا هاوارډ ګرې (ز. ۱۵ مارچ ۱۷۸۹ زکال) زوی و. ګرې چې د خپل پلار د چرم جوړولو د فابریکې شاته وزېږېد د هغه د اتو ماشومانو تر ټولو مشر و. د ګرې بابا په ۱۷۱۸ زکال کې له شمالي ایرلنډ څخه بوسټون ته راغلی و. د ګرې پروټسټانت سکاټلنډي – ایرلنډي اجداد له شیز پاڅون وروسته له ماساچوستس او ورمونټ څخه نیویارک ته کډه شوي و. پلار او مور یې د ۱۸۰۹ زکال د جولای په ۳۰ مه واده وکړ. د هغوی د چرم جوړونې کارخونې د سوزولو لپاره په پریمانه کچه لرګیو ته اړتیا لرله او د دغه سیمې د لرګیو زېرمې هم مخ پر خلاصون وې؛ همدا و چې پلار یې له خپلې ګټې څخه په ګټنې په دغه سیمه کې د کروندو په پېرلو کې کار واخیست او د ۱۸۲۳ زکال په شاوخوا کې یې د چرم جوړولو کارخونه خرڅه کړه او کروندګر شو. [۱۴] ګرې په ځوانۍ کې له مطالعې سره ډېره لیوالتیا لرله. هغه له ۱۸۲۳ زکال څخه تر ۱۸۲۵ زکال پورې د کلینټون د ګرامر ښوونځی پای ته ورساوه او په دغه کلونو کې یې ورته د څېرمه همیلټون کالج د کتابتون ګڼ شمېر کتابونه ولوستل. په ۱۸۲۵ زکال کې یې په فیرفیلډ اکاډمۍ کې چې د ۱۸۲۶ زکال په مني کې یې خپل نوم د فیرفیلډ طبي کالج ته تغیر کړ او د فیرفیلډ د لویدیځې ناحیې په طبي کالج هم پېژندل کېده؛ نوم ثبت کړ. دا نو هغه مهال و چې ګرې د بوټو د بېلګو په راغونډولو پیل وکړ. نیویارک ښار ته په سفر کې هغه هڅه وکړه له جان ټوري سره وګوري څو له هغه څخه د خپلو راغونډو کړو نمونو په پېژندنه کې مرسته ترلاسه کړي، خو ټوري په کور کې نه و او ګرې هم خپلې راغونډې کړې نمونې د هغه په کور کې پرېښودې. ټوري د ګرې له خوا د راغونډو کړو نمونو تر اغېز لاندې راغی او له هغه سره یې د لیکونو په تبادلې پیل وکړ. ګرې له کالج فارغ شو او د ۱۸۳۱ زکال په فبروري میاشت کې یې چې لا یې په هغه مهال کې د دکتورا لپاره د ۲۱ کاله عمر لرلو شرط نه و پوره کړی د طبابت په برخه کې یې دوکتورا ترلاسه کړه. په داسې حال کې چې ګرې د نیویارک په بریج واټر سیمه کې چې هلته یې د زده کړیالۍ پر مهال د ډاکټر جان فوټ ټراوبریج سره شاګردي کوله؛ کلنیک پرانیست خو هغه هېڅکله یې په طبي چارو لاس پورې نه کړ او له بوټو پېژندنې څخه یې خوند اخیست. همدغه مهال و چې نوموړي په نیویارک او نیوجرسي کې په اکتشافاتو پیل وکړ. د ۱۸۳۱ زکال په مني هغه خپلو ټولو طبي چارو ته شا کړه او خپل وخت یې بوټو پېژندنې ته ځانګړې کړ. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵] په ۱۸۳۲ زکال کې نوموړی د نیویارک د یوټیکا سیمې په بارټلېټ عالي لېسه او په فیرفیلډ طبي کالج کې د کیمیا، منرالوژي او بوټو پېژندنې د ښوونکي په توګه وګمارل شو او د هغو ښوونکو تشه یې ډکه کړه چې د زده کړو پر مهال مړه شوي و؛ هغه د ۱۸۳۲ زکال له اګسټ څخه ډسمبر پورې د وقفې په لرلو سره د یو کال درس ورکولو پر سر هوکړه کړې وه؛ همدا و چې اړ شو مکسیکو ته چې هغه مهال د اوسنۍ متحده ایالاتو سویل لویدیځ ایالاتونه په کې شاملېدل، خپل سفر لغو کړي. ګرې د لومړي ځل لپاره د ۱۸۳۲ زکال په سپټمبر میاشت کې له ټوري سره ولیدل او هغوی په ګډه سره نیوجرسي ته سفر وکړ. د ۱۸۳۳ زکال د اګست په لومړۍ نېټه په یوټیکا کې د تدریس له دورې بشپړولو وروسته ګرې د نیویارک ښار د ډاکټرانو او جراحانو په کالج کې د ټوري مرستیال شو. دغه مهال ګرې نه یوازې د امریکا بلکه د آسیا، اروپا او د آرام سمند د ټاپو ګانو له بوټو پېژندونکو سره مکاتبه او د بوټو د نمونو تبادله یې ورسره کوله. ګرې په ۱۸۳۴ زکال کې په همیلټون کالج کې په موقت ډول د تدریس ځایګي ته ورسېد. د مالي شونتیاو د کمښت له امله نوموړی په ۱۸۳۵ زکال کې اړ شو د ټوري د مرستیال په توګه دنده پرېږي او د ۱۸۳۶ زکال په فبروري یا مارچ میاشت کې په نیویارک کې د طبیعي تاریخ د عمومي تالار متصدي او کتابدار شو چې اوس د نیویارک د علومو د اکاډمۍ په نوم پېژندل کېږي. هغه د منهتن په خپل نوي استوګنځای کې یو اپارتمان درلود. ټوري هڅه وکړه هغه ته په پرینسټون پوهنتون کې دنده پیدا کړي خو د علومو په برخه کې ورته د دندې موندلو د هڅو په څېر دغه هڅې هم نابریالۍ شوې. له دې سره چې ګرې نور د ټوري مرستیال نه و خو دوی دواړه د ژوند تر پایله کلک ملګري او همکاران پاتې شول. د ټوري مېرمن الیزا ټوري د ګرې په آدابو، سلیقې، عادتونو او مذهبي باورونو پام وړ اغېز درلود. [۱۹][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵] دندې[سمول]د ۱۸۳۶ زکال په اکتوبر میاشت کې ګرې د بوټو پېژندونکي په توګه د متحده ایالاتو په اکتشافي سفر (۱۸۳۲-۱۸۴۲ زکال) کې چې همدارنګه د «ویلکس اکسپډېشن» په نامه هم پېژندل کېږي د ګډون کوونکي په توګه وټاکل شو چې په پام کې وه دغه سفر درې کاله دوام وکړي. ګرې په پیل کې د دغه سفر لپاره د پلان جوړونې او چمتوالي په موخه ښه دستمزد ترلاسه کاوه، آن تر دې چې خپل توکي یې د نیویارک په بندر کې په یوه بېړۍ کې بار کړل. له دې سره دغه سفر له سیاستونو، مشاجرې، ګډوډیو، بې کار توب او ځنډ سره ښکېل و. ګرې د سمندري ځواکونو وزیر ماهلون ډیکرسون ته په اشاره د «نفرت پارونکي او حماقت څخه ډک مدیریت» په نامه مقاله ولیکله. له دې سره ګرې د ۱۸۳۷ زکال په اپرېل میاشت کې د غونډو له تالار استفعا ورکړه څو خپل وخت د دغه سفر مقدماتو ته ځانګړی کړي. دغه اکتشافي سفر په ۱۸۳۸ زکال کې په بشپړ ناڅرګند حالت کې و. دغه مهال د میشیګان نوي ایالت د خپل پوهنتون په جوړولو بوخت و او ګرې هم ورته د ۱۸۳۸ زکال په لومړیو کې د ښوونکي په توګه غوښتنلیک ولېږه. هغه له ویلکس اکسپډېشن څخه د ۱۸۳۸ زکال د جولای په ۱۰ مه استعفا ورکړه. په ۱۸۴۸ زکال کې ګرې د بوټو په نمونو باندې د څېړنې په موخه استخدام شو او د بوټو پوهنې د راپور لومړی ټوک یې په ۱۸۵۴ زکال کې خپور کړ، خو ویلکس بیا ونشو کولای د دویم جلد د لیکلو لپاره بودیجه ورته برابره کړي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰] د ۱۸۳۸ زکال د جولای په ۱۷ مه ګرې د میشیګان په نوي تاسیس شوی پوهنتون کې د دایمي ښوونکي په توګه وګمارل شو، په داسې حال کې چې هغه هېڅکله په هېڅ یو ټولګي کې درس ورنکړ. د هغه ځایګی هاغه لومړنی ځایګی و چې د امریکا په هر ښوونیز بنسټ کې به یوازې بوټو پېژندنې ته ځانګړی و. [۳۵][۴۱][۴۲] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Asa-Gray — subject named as: Asa Gray — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62v2hg9 — subject named as: Asa Gray — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1762 — subject named as: Asa Gray — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/gray-asa — subject named as: Asa Gray — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Asa_Gray — subject named as: Asa Gray — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0031015.xml — subject named as: Asa Gray — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub20221166135 — د نشر نېټه: ۲۸ جنوري ۲۰۲۳
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ سرليک: Gray, Asa — نشرونه لخوا د: American Medical Biographies
- ↑ Love 1998، ص. 173.
- ↑ Biographies of Scientists and Explorers 2015.
- ↑ Moore، Macklin او DeCesare 2010، صص. 277–286.
- ↑ "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسينېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Dupree 1988، صص. 6–7.
- ↑ Dupree 1988، صص. 15, 18–20, 22.
- ↑ Encyclopædia Britannica 2013.
- ↑ Dupree 1988، صص. 23–24.
- ↑ Gray 1894، صص. 14–18.
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Deane 1888، صص. 59–72.
- ↑ Dupree 1988، صص. 12–14.
- ↑ Gray 1894، صص. 12–14.
- ↑ Farlow 1889، ص. 164.
- ↑ Dupree 1988، صص. 7–9.
- ↑ Dupree 1988، صص. 2–5.
- ↑ Farlow 1889، ص. 163.
- ↑ Dupree 1988، صص. 39–41.
- ↑ Farlow 1889، صص. 164–165.
- ↑ Dupree 1988، صص. 41–43, 56–57.
- ↑ Dupree 1988، صص. 43–44, 47–50.
- ↑ Torrey 1988، صص. 221–228.
- ↑ Dupree 1988، ص. 38.
- ↑ Dupree 1988، صص. 35, 50.
- ↑ Dupree 1988، صص. 30–32.
- ↑ Dupree 1988، صص. 33–36.
- ↑ ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ University of Michigan 2015.
- ↑ Dupree 1988، صص. 185–195.
- ↑ Harvard 2009.
- ↑ Gray 1854.
- ↑ Dupree 1988، صص. 59–65, 67–68.
- ↑ Dupree 1988، ص. 62.
- ↑ Dupree 1988، صص. 67–68.
- ↑ Pitcher 1856، ص. 79.
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- 1888م وفاتونه
- 30 جنوري وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P108
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د ناروېجي بوکمول ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي