آريانا دايرة المعارف
ونگبڼه
آريانا دايرة المعارف د افغانستان د علومو اکاډمۍ يو پوهنغونډ دی چې په پښتو او پارسي ژبو خپور سوی دی. دا پوهنغونډ لومړئ ځل په ۱۳۲۰ هجري لمریز (۱۹۴۱ ز) کي د مطبوعاتو د خپلواک ریاست اړوند د پښتو ټولني په تشکيل کي په کار پیل وکړ، او اولنی مدیر یې میا حسین خان نومېدی. اریانا دایرة المعارف په ۱۳۲۵ لمریز کي د محمد هاشم میوندوال او ورپسې په ۱۳۲۸ کي د پښتو برخي لپاره د یو بېل مدیریت په توګه د غلام جیلاني جلالي تر سرپرستۍ لاندي راغی.
اریانا دایرة المعارف لومړئ ځل اووه ټوکه په پښتو او شپږ ټوکه په دری ژبه د افغانستان پوهنتونو او علمي ټولنو ته وړاندي سو. ددې چاپ پر بنسټ هر ټوک پنځه برخي او هري برخي ۲۰۰ مخونه درلودل، خو وروسته هر بشپړ ټوک په ۱۰۰۰ مخونو کي ترتیب سو.[۱]
سرچينې
- ↑ "آرشیف کاپي". خوندي شوی له the original on 2024-11-07. بياځلي په 2025-07-28.