آرسېنيک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ارسېنیک

ارسېنیک کیمیاوي توکی دی چې په وگړیزه ژبه ورته د (موږک وژنه) وایي. (As) یې کیمیاوي نښه ده. ۳۳ اتومه لري. نرم دی. خړ او زېړ رنگونه لري.د خړ خټنه ډېره د چار ساحه یې هم غټه ده. دغه توکی که تود شي په اکسیډ بدلېږي، چې د ارسېنیک اكسايډ (As2O3) ورڅخه جوړېږي، چې د اوږې بوی لري. ارسېنیک په څه گډونونو کې د وچ اکر څخه پرته له دې چې اوبه شي په غاز بدلېږي.


د ارسېنیک پېښلیک

ډېر پوهان په دې اند دي چې ارسېنیک (البرتوس ماکنس) په ۱۲۵۰ میلادي کې د لومړي ځل لپاره په خپلواکه توگه په لاس راووړ. خو د(البرتوس) څخه ډېر د مخه یونانی او عربی کیمیا پوهانو ارسېنیک د (سپین ارسېنیک) له ترکیب څخه د نورو توکونو څخه جلا کړ اوخپلواکه بڼه یې ورکړه.

د ارسېنیک کاروونه

ارسېنیک یو زهري توکی دی. چې انسان ته زړه بدی، د گډې درد، قبص او د انسان مرکزي اعصاب ورانه وي. په لوېدیز کې ارسېنیک د وژونکی زهر نوم کټلی دی. په فرانسه کې (ناپلیون بناپارت) په دغه توکي ووژل شو. په چین کې دغه توکی دوه زره کاله را په دې خوا د (Arsphenamine) او (Syphilis) په روغنه کې کارېږي.اوسمهال په نورو روغتیاي چارو کې هم (لکه د Leukemia) کارېږي. برسېره پر دې په کرنه کې هم د څه ناغوښتونکو حشراتو د تښتې او یا د منځه وړلو لپاره کار ورڅخه اخیستل کېږي.

سرچينې

- ویکیپېدیا