د شرافت کوه ډله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شرافت کوه ډله (جبهه) د افغان مجاهدینو یوه ډله وه چي په ۱۹۸۰ لسیزه کي یې په فراه ولایت کي فعالیت کاوه. ددې ډلي مشري یو افغان مولوي محمد شاه کوله چي له اڅکزی پښتنو سره یې اړه درلوده. [۱]

یاده ډله ځکه د شرافت کوه په نوم ونومول سوه، چي د فراه ښار په سوېل ختیځ کي یې په یو لوی غر کي فعالیت کاوه، کوم چي د شرافت غر (کوه شرافت) نومېدی.

  1. J. Bruce Amstutz. Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation. DIANE Publishing, 1994. ISBN 0-7881-1111-6, ISBN 978-0-7881-1111-2