لر غر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لر غر یا هم لر کوه د افغانستان په لويديځ کي د فراه ښار سوېل ختيځ ته د ٢٤٩٢ متره په لوړوالي يو غر دى.

دغه غر په ۱۹۷۹ کال کي د افغان مجاهدینو له خوا د شرافت کوه ( د عزت غر ) په نوم ونومول سو. افغان کمونستانو دغه غر د مردار کوه یا مردار غر په نامه ياداوه. [۱]

د شوري_افغان جګړه[سمول]

له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ پوري د افغان_شوروي جګړې پر مهال لر غر د افغان مجاهدینو او شورويانو ترمنځ د خونړي جګړې ډګر وو چي او شورویانو د کندهار_هرات پر لویه لار دې سیمي ته ځانکړې پاملرنه کول. تر ۱۹۸۹ کال پوري د هرات، فراه او کندهار لویه لار د لر کوه له امله چي مجاهدینو ورباندي جګړې کولې تر سخت ګواښ لاندي وه. په ۱۹۸۴ کال کي د شوروي او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کي د لر غر له مجاهدینو څخه ونیول سو او د لاري واک د افغانستان د وخت حکومت په لاس کي واخیست، خو د شورویانو تر وتلو وروسته داځای بیرته مجاهدینو سقوط کړ.

جغرافيايي موقعیت[سمول]

لر غر د فراه ښار سوېل ته د کندهار او هرات لویي لاري په دوولس کیلومتره کي پروت دی. دغه غر ۲۵۶ کیلومتره مربع سیمه په ځان کي رانغاړي.

  1. Ali Ahmad Jalali, Lester W. Grau. Afghan guerrilla warfare: in the words of the Mujahideen fighters. Zenith Imprint, 2002. ISBN 0-7603-1322-9, ISBN 978-0-7603-1322-0