گل شريف هڅاند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

گل شريف هڅاند (۱۳۳۴ لېږديز لمريز کال، افغانستان د خوست ولايت)، د پښتو ژبې یو ليکوال او ژباړن دی.

مخينه

گل شریف هڅاند د عبدالله خان زوی پر ۱۳۳۴ لمريز کال د خوست ولايت د مرکز متون په يوه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلی دی. دی پر ۱۳۴۲ لمريز کال د غرغښت په لېسه کې شامل شو او خپلې منځنۍ زده کړې یې په ښاري ښوونځي او گوربزو په منځني ښوونځي کې سرته ورسولې. پر ۱۳۵۷ لمريز کال د حربي ښوونځي له دولسم ټولگي څخه فارغ او د لوړو زده کړو لپاره د ژورناليزم په څانگه کې د شوروي اتحاد د اوکراین جمهوريت د لووف ښار پوځي، سیاسي پوهنتون ته واستول شو. له دغه پوهنتون څخه د ماسټرۍ په پوهنيزې درجې سره فارغ شو.

دندې

گل شریف هڅاند د پوهنتون تر پای ته رسولو وروسته د افغانستان د دفاع وزارت د وخت د «حقيقت سرباز» ورځپاڼه کې دنده ترسره کوله. د يو څه مهال لپاره د اردو د راډیو او ټلويزيون پازه هم ور په غاړه وه. د رسمي دندې په وروستيو وختو کې د اردو مجلې د پازوال چلوونکي د مرستيال په توگه پر کار بوخت وو.

پر ۱۳۷۵ ل ل کال د هېواد د حالاتو د بې بريده خړپړتيا له لامله د رسمي دندې پرې ښودو ته اړوت. د ناامنۍ او کمزوري اقتصادي حالت له لامله يې ډېر کلونه د گران هېواد او پلرني ټاټوبي څخه په بهر کې ژوند کاوه.

چاپ شوي اثار

  1. طلايي متلونه، (ژباړه او راټولونه)، د ۱۳۸۵ لمريز کال، د کابل د پوهنې مطبعې چاپ.
  2. د ټوکو گوډی، (ژباړه او راټولونه)، د ۱۳۸۶ لمريز کال د پوهنې مطبعې چاپ.

اخځونه

  1. گل شريف، طلايي متلونه.
  2. گل شريف، د ټوکو گوډی.