گاليليو گاليلی

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
گاليليو گاليلی
(اطالوی: Galileo Galilei د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
گاليليو گاليلی
گاليليو گاليلی

د شخص معلومات
زیږون نوم (اطالوی: Galileo di Vincenzo Bonaiuti de' Galilei د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۵ فبروري ۱۵۶۴[۱][۲][۳][۴]
مړینه 8 جنوري 1642 (78 کاله)[۱][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۳][۱۸][۱۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای فلورانس  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب لاتیني کلیسا[۲۰]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف[۲۱][۳]
فزيک پوه[۲۱][۲۲][۱۸]
ګڼ پوهيال
فیلسوف[۱۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه
ایټالیایي ژبه[۲۳][۲۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ستورپوهنه
پنځپوهنه
ميخانيک
فلسفه
شمېرپوهنه[۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
گاليليو گاليلی
گاليليو گاليلی

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګالیلیو ډي وینچنزیو بنایتي دو ګالیله (په ایټالیايي: [ɡaliˈlɛːo ɡaliˈlɛi] د ۱۵۶۴ د فبرورۍ ۱۵مه – د ۱۶۴۲ د جنورۍ ۸مه) چې عموما ګالیله یادېږي، یو ستوری پېژندونکی، فزیک‌پوه او انجنیر و چې کله ناکله د بحرالعلوم په صفت یادېږي او د اوسنۍ ایټالیا له پیزا سیمې سره یې تړاو درلود. ګالیله "د تجربوي ستورپوهنې پلار"، "د معاصر فزیک پلار"، "د علمي مېتود پلار" او "د معاصرو علومو پلار" بلل کېږي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

ګالیله د سرعت او شتاب، جاذبې او آزاد سقوط، د نسبیت اصل، سکون او د پورته اچول شوي څېز د حرکت په اړه څېړنې وکړې او همدا راز د تطبیقي علم او تکنالوژۍ په برخه کې یې هم کار وکړ او د رقاصې (ځوړند جسم) ځانګړنې او د "هایډروسټاټیک تعادلات" یې تشرېح کړل. ده ترموسکوپ او بېلابېلې پوځي قطب‌نماوې اختراع کړې او تلسکوپ یې د اسماني اجرامو د علمي تجربو لپاره وکاراوه. په هغه تجربوي ستورپوهنه کې چې ده پکې ونډه اخیستې، هغه د زهرې د پړاوونو تلسکوپي تایید، د مشتري د څلورو لویو سپوږمکیو مشاهده، د زحل د کړیو کتنه او د لمرداغونو تجزیه او تحلیل دي.

ګالیله د کوپرنیک د مرکزیت د نظریې (چې ځمکه په ورځني ډول څرخېږي او له لمره تاوېږي) علمي دفاع وکړه چې د کاتولیک کلیسا او ځینو ستورو پېژندونکو له مخالفت سره مخ شو. دغه موضوع په ۱۶۱۵ کال کې د روم د عقایدو تفتیش وڅېړله او ویې ویل چې د مرکزیت نظریه احمقانه، بې‌معنا او له بدعته ډکه ده، ځکه چې له مقدس کتاب سره په ټکر کې ده.[۳۱][۳۲][۳۳]

ګالیله وروسته وروسته په خپل کتاب "د نړۍ د دوو لویو نظامونو په اړه خبرې اترې" (۱۶۳۲) کې د خپلو نظرونو دفاع وکړه او داسې ښکارېده چې پر اتم اوربان پاپ برید کوي او په دې توګه پاپ او یسوعیان دواړه چې تر دې دمه یې د ګالیله ملاتړ کړی و، له ځانه پردي کوي. دی د عقایدو تفتیش محاکمه کړ، "په بدعت کلک تورن" وپېژندل شو او د خپلې خبرې بېرته اخیستو ته مجبور شو. ده خپل پاتې عمر په کورني بند کې تېر کړ. په دې موده کې یې "دوه نوي علوم" (۱۶۳۸) کتاب ولیکه چې تر ډېره د متحرکو اجسامو د علم او د موادو د استحکام په اړه و. همدا راز په دې موده کې یې هغه کارونه نچوړ کړل چې شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې یې کړي وو.[۳۴][۳۵][۳۶]

د ژوند لومړني وختونه او کورنۍ

ګالیله د ۱۵۶۴ کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د ایټالیا په پیزا کې (چې هغه مهال د فلورانس د قلمرو یوه برخه وه) وزیږېد. دی د موسیقۍ د تیورېسټ، کمپوزر او غږوونکي وینچنزو ګالیله، او جولیا اماناتي چې په ۱۵۶۲ کال کې دواړو واده کړی و، د شپږو اولادونو په ډله کې تر ټولو مشر اولاد و. ګالیله په‌خپله یو ماهر لوټ‌غږوونکی (lutenist) شو او ډېر ژر یې له خپل پلار څخه ثابت اقتدار ته د شک په سترګه کتل زده کړل.[۳۷][۳۸]

د ګالیله د پنځو وروڼو او خویندو په ډله کې درې یې ژوندي پاتې شول. تر ټولو ځوان یې مایکل‌آنجلو (Michelangelo) یا هم (Michelagnolo) و چې لوټ‌غږوونکی او کمپوزر و او د ژوند تر پایه یې د ګالیله مالي بار ته اوږه ورکړې وه. مایکل‌آنجلو خپلو اوښيګانو ته (د ناوې د کور) هغه عادلانه برخه ورنه‌کړای شوه چې د ده پلار یې ژمنه ورکړې وه، هغوی وروسته هڅه وکړه چې د دغو برخو د اخیستو لپاره په قانوني حل‌لارو پسې وګرځي. مایکل‌آنجلو کله ناکله مجبورېده چې له ګالیله څخه د خپلو موسیقیايي هڅو او سفرونو د جاري ساتلو لپاره پور واخلي. دغه مالي بار ښايي د هغو اختراعاتو د پراختیا لپاره د ګالیله له لومړني تمایل سره مرسته کړې وي چې اضافي عاید په لاس ورکړي.[۳۹][۴۰]

ګالیلیو ګالیله چې کله اته کلن و، کورنۍ یې فلورانس ته کډه وکړه. خو دی دوه کاله د موزیو ټډالډي (Muzio Tedaldi) تر پالنې لاندې پاتې شو. کله چې لس کلن و، له پیزا سیمې روان شو تر څو په فلورانس کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي، او هلته د جاکوپو بارګیني (Jacopo Borghini) تر سرپرستۍ لاندې و. ګالیله له ۱۵۷۵ څخه تر ۱۵۷۸ کال پورې د ولمبروسا (Vallombrosa) په کلیسا کې چې د فلورانس جنوب‌ختیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې پرته ده، په منطق کې زده‌کړې وکړې.[۴۱][۴۲][۴۳]

نوم

ګالیله غوښتل چې ځان یوازې په خپل نامه معرفي کړي. هغه مهال په ایټالیا کې کورني نومونه یا تخلصونه اختیاري وو، او د ده اصلي نوم هم د خپل کورني نوم "ګالیله" له ریښې څخه جوړ و. د ده اصلي او کورنی دواړه نومونه د خپل یوه نیکه "ګالیله بونایوتي" چې په ۱۵مه پېړۍ کې د فلورانس یو مهم طبیب، پروفیسور او سیاستوال و، له نامه څخه مشتق شوي دي. ګالیله بونایوتي په فلورانس کې د سانټا کروچه په نامه په هغه کلیسا کې خاورو ته سپارل شوی و چې شاوخوا ۲۰۰ کاله وروسته ګالیلیو ګالیله هم همالته خاورو ته وسپارل شو.[۴۴][۴۵][۴۶]

زده کړې

د گاليليو گاليلی پلار گاليليو ته په کور کې سبق ورکاوه ، او تر هغه ېې کور کې ورباندې تعليم وکړ تر څو ېې دی د پوهنتون تر کچې لوړو زده کړو ته د وللمبروسه کلوسټر پوهنتون ته ورساو. وروسته له څلورو کالو د پوهنتون نه ده له ځان سره پتېيلې وه چې دی به مونک کېږي . پلار ېې د ده له اند سره همغږی نه و او نه ېې غوښتل چې گاليليو گاليلی د مونکانو تر اغېزې راشي نو ېې د هغه ځای نه کډه وکړه. پلار ېې غوښتل چې گاليليو لکه د عامو وگړو په څېر د خپل د گټې خاوند اوسي او دده پوهې ته ېې چې کتل نو ورته به ېې وېل چې بايد ډاکټر شي.

همداسې په کال 1581 کې گاليليو گاليلی د پيسا په پوهنتون کې ېې ځانته د طب په څانگه کې ځای ترلاسه کړاو په ډاکټري ېې پېل وکړ، که څه هم ده خپلې زده کړې پېل کړې وې خو د ډاکټري سره ېې پزړه پورتيا نه وه او ورځ په ورځ ېې د شمېرپوهنې سره مينه زياتېده . يوه ورځ دی د کاتېدرال کليسا کې ناست و چې ېې د کليسا په يوه څراغ سترگې ولږېدې چې ځوړند و او گرچاپېره تاوېده.

سرچينې او ياداښتونه

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118537229  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www-history.mcs.st-andrews.ac.uk/Biographies/Galileo.html
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1337/ — د نشر نېټه: ۱۳ فبروري ۲۰۲۱
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ PMCID: https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC2564400https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC2564400
  5. پیوستون : 118537229  — دوتنه: Arthur Berry — سرليک: A Short History of Astronomy — خپرونکی: John Murray
  6. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11903931b — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۲۰ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  7. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11903931b — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  8. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6833x7s — subject named as: Galileo Galilei — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1899 — subject named as: Galileo Galilei — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?157256 — subject named as: Galileo Galilei — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/94264 — subject named as: Galilée — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3052 — subject named as: Galileo Galilei — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  13. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2765085 — subject named as: Galileo Galilei — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/galilei-galileo — subject named as: Galileo Galilei — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  15. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0028770.xml — subject named as: Galileu — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  16. Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/35228 — subject named as: Galileo Galilei
  17. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22534 — subject named as: Galileo Galilei — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ https://cs.isabart.org/person/64242 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  19. subject named as: Galileo Galilei — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=6516
  20. After 350 Years, Vatican Says Galileo Was Right: It Moves — سمونګر: Joseph Kahn — خپرونکی: The New York Times Company او A. G. Sulzberger — د خپرولو نیټه: ۳۱ اکتوبر ۱۹۹۲
  21. پیوستون : 118537229  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  22. http://www.infoplease.com/biography/science-mathematicians.html
  23. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11903931b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  24. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/18815587
  25. Modinos, A. (2013). From Aristotle to Schrödinger: The Curiosity of Physics, Undergraduate Lecture Notes in Physics (الطبعة illustrated). Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-00750-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Singer, C. (1941). A Short History of Science to the Nineteenth Century. Clarendon Press. p. 217. https://www.google.com/books?id=mPIgAAAAMAAJ&pgis=1. 
  27. Whitehouse, D. (2009). Renaissance Genius: Galileo Galilei & His Legacy to Modern Science. Sterling Publishing. د کتاب پاڼې 219. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4027-6977-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Weidhorn, Manfred (2005). The Person of the Millennium: The Unique Impact of Galileo on World History. iUniverse. د کتاب پاڼې 155. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-595-36877-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Thomas Hobbes: Critical Assessments, Volume 1. Preston King. 1993. p. 59
  30. Disraeli, I. (1835). Curiosities of Literature. W. Pearson & Company. د کتاب پاڼې 371. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Finocchiaro 2010، ص. 74.
  32. Sharratt 1994، صص. 127–131.
  33. Hannam 2009، صص. 329–344.
  34. Carney, J. E. (2000). Renaissance and Reformation, 1500–1620: a. Greenwood Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-30574-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Hilliam 2005، ص. 96.
  36. Finocchiaro 1997، ص. 47.
  37. O'Connor, J. J.; Robertson, E .F. "Galileo Galilei". The MacTutor History of Mathematics archive. University of St Andrews, Scotland. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Gribbin 2008، ص. 26.
  39. Gribbin 2008، ص. 31.
  40. Gribbin 2008، ص. 30.
  41. O'Connor, J. J.; Robertson, E .F. "Galileo Galilei". The MacTutor History of Mathematics archive. University of St Andrews, Scotland. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Gribbin, J. (2009). Science. A History. 1543–2001. London: Penguin. د کتاب پاڼې 107. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-104222-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Gilbert, N. W. (1963). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Galileo and the School of Padua"]. Journal of the History of Philosophy 1 (2): 223–231. doi:10.1353/hph.2008.1474. 
  44. Who Was Galileo Galilei?
  45. Robin Santos Doak, Galileo: Astronomer and Physicist, Capstone, 2005, p. 89.
  46. Sobel 2000، ص. 16.