کرېسټوفر هېچنز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کرسټوفر ارېک هېچنز (زوکړه د ۱۹۴۹ کال د اپرېل ۱۳مه – مړینه د ۲۰۱۱ کال د ډېسمبر ۱۵مه) یو انګلیسی الاصله امریکايي لیکوال او ژورنالېست  و چې په پراخه کچه د ۲۰مې او ۲۱مې پېړۍ د تر ټولو متنفذو ماده پالکونکو په توګه پېژندل شوی. هغه د عقیدې، سیاست او ادب په برخه کې د ۱۸ کتابونو لیکوال دی، هغه په انګلستان کې زېږېدلی او هملته یې زده‌کړې کړې، چې په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې له اکسفورډ پوهنتون څخه فارغ شوی. هغه د ۱۹۸۰یمې لسیزې په لومړیو کې امریکا ته کډوال شو او نېشن (ملت) او وینتي فر (د غرور بازار) مجلو ته یې لیکنې وکړې. هغه د نوي الحاد له څلورو سوارکارانو څخه یو بلل کېږي. هغه د ستون لیکونکي او ویناوال په توګه شهرت ترلاسه کړ. د هغه پوهنپوهنیزه/ معرفتي فلسفه‌ییزه چاړه د حقوقو او فلسفې په برخه کې لا هم نښه ده.[۱] [۲][۳]

د هېچنز سیاسي نظریاتو د هغه د ژوند په بهیر کې خورا وده وکړه. هغه په اصل کې ځان د یو دیموکراتیک سوسیالیست په توګه تشرېح کاوه، هغه د خپل ژوند په لومړیو کې د بېلابېلو سوسیالیستي سازمانونو غړی و. هغه د امریکا د بهرنۍ پالیسي پر جنبو لکه په ویتنام شیلي او ختیځ تیمور کې پر مداخله، نیوکه لرله، که څه هم د کوسوو په جګړه کې یې له متحده ایالاتو څخه ملاتړ وکړ. هېچنز په‌خپله سیاسي فلسفه کې د امریکا د انقلاب او اساسي قانون پر مرکزیت ټینګار کړی. هېچنز د سقط/نقصان په اړه پېچلي نظریات لرل؛ په ډېری مواردو کې له اخلاقي پلوه ورسره مخالف و او باوري و چې جنین د شخصیت مستحق دی، په ورته حال کې یې د قانوني کېدلو اړوند مبهمې او بدلې نظریې لري. هغه د هم‌جنس پالانو او وسلې له حقونو څخه ملاتړ کاوه حال دا چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د جګړې مخالف و. د ۱۹۹۰یمې لسیزې له پیل سره په ځانګړې ډول د سېپټمبر تر یوولسمې وروسته د هغه سیاستونو په پراخه کچه ښي اړخ ته تلوسه لرله، خو هېچنز د محافظه کار پر نومولو اعتراض درلود. د ۲۰۰۰مې لسیزې په بهیر کې یې د افغانستان او عراق پر یرغل بحث وکړ، د ۲۰۰۴ کال په ټاکنیزو سیالیو کې یې د جورج ډبلیو بوش بیاټاکنه تایید کړه او اسلام یې د لویدیځې نړۍ لپاره لوی ګواښ وباله.   [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

هېچنز ځان پر خدای د عقیدې ضد باله او ټولو مذهبونو ته یې د مضرو، استبدادي او دروغجنو په نظر کتل. هغه د بیان آزادۍ ساینسي کشف او د کلیسا او دولت پر جلاوالي داسې استدلال کاوه چې هغوی د بشري تمدن لپاره د چلند د یو اخلاقي کود په توګه پر دین غوره‌والی لري. د هغه دا وینا چې «هر هغه څه چې له شواهدو پرته يې د منلو ادعا کېدی شي، له شواهدو پرته ردېدلی هم شي» د هېچنز د فلسفه‌ییزې چاړې په نوم پېژندل شوې ده. هېچنز په ځانګړې توګه د تبلیغي موقف کتاب کې د کاتولیکې راهبې مور  ترزا، د څوک د دروغ ویلو لپاره پاتې نه دي کتاب کې د ولسمشر بېل کلېنټون او د هنري کیسینجر محاکمه کتاب کې د امریکايي ديپلومات هنري کیسینجر انتقادي ژوند لیکونه ولیکل. هېچنز د ۲۰۱۱ کال په ډېسمبر کې د مرۍ سرطان د ګډوډیو له امله د ۶۲ کلونو په عمر ومړ. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ژوند او دنده[سمول]

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې[سمول]

هېچنز په پورتسموث کې د دوو زامنو د مشر زوی په توګه نړۍ ته راغی؛ د هغه ورور پیټر یو ټولنیز محافظه‌کار ژورنالېست  شو. د هغوی مور او پلار ارېک ارنست هېچنز (زوکړه ۱۹۸۷ – مړینه ۱۹۰۹) او يېوان ژان هېچنز (چې کورنۍ نوم یې هېکمن و؛ زوکړه ۱۹۲۱-مړینه ۱۹۷۳) د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې په سلطنتي سمندري ځواکونو کې د خدمت پر مهال په سکاټلند کې له یو بل سره وپېژندل. د هغه مور د ښځو د سلطنتي سمندري پوځي خدمتونو له خدماتي کارکوونکو او غړو څخه وه. هغه یهودی‌ الاصله وه (کرېستوفر او ورور یې ۱/۳۲ برخې نژادي اقلیت یهودیان وو)، دا هغه څه و چې چې هېچنز په ۳۸ کلنۍ کې وموندل او هغه د یو یهودي په توګه وپېژندل شو.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

هېچنز زیاتره ارېک د یو قومندان په توګه یادوي. ارېک د اچ ام اېس جامیکا په نوم بېړۍ کې وګومارل شو، چې د ۱۹۴۳ کال د ډېسمبر په ۲۶مه یې د شمالي کېپ په جګړه کې د شارنورسټ په نوم د المان د جنګي بېړۍ په ډوبېدو کې برخه واخیسته. هغه په جګړه کې د خپل پلار مرستې ته درناوی وکړ چې ویل یې: «د نازیانو د یوې تصدۍ د ځمکې تل ته کول تر ټولو غوره کار دی چې تردې مهاله یې ترسره کړی.» د ارېک د سمندري دندې له امله اړتیا وه چې د مالتا په ګډون چېرته چې پیټر هېچنز په ۱۹۵۱ کال کې په سلیمه ښار کې زېږېدلی و، په ټوله بریتانیا کې له یوې اډې څخه بلې اډې ته کډه شي. ارېک وروسته د بېړۍ جوړوونکو، چټکو بېړیو او د یو ابتدایه ښوونځي لپاره د حسابدار په توګه کار وکړ.  [۲۶][۲۷][۲۸]

هېچنز په دوو خپلواکو ښوونځیو کې زده‌کړې وکړې، چې له اته کلنۍ څخه یې د ټاویسټوک، ډوون سیمې په مونټ هاوس او د کمبرېج په لېنز ښوونځي کې زده‌کړې وکړې. هېچنز په ۱۹۶۷ کال کې د اکسفورډ په بالیول کالج کې ومنل شو، هلته هغه فلسفه، سیاست او اقتصاد ولوستل، چې تدریس یې سټيون لوکس او انتوني کني پر غاړه و. هغه په ۱۹۷۰ کال کې په درېیمه درجه فارغ شو. هغه په‌خپله نوې ځوانۍ کې د ریچارډ لیولین «زما دره څومره شنه وه»، د ارټور کوسلر «په غرمه کې تیارې»، د فئوډور ډاسټایوسکي د«جرمونو او سزا»، د آر.اېچ ټواني «د مذهب او سرمایه‌دارۍ پر عروج نیوکه» اثارو او په ټوله کې د جورج اورویل د اثار تر اغېز لاندې راغی. هغه په ۱۹۶۸ کال کې د پوهنتون ننګونې په نوم د تلویزوني پوښتنو په خپرونه کې ګډون وکړ.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

هېچنز په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د ویتنام جګړې، اټومي وسلو، توکم پالنې او اولیګارشۍ (د شتمنو واکمنۍ) په ګډون د بې شمېره سیاسي اتحادیو سره د اختلاف له امله له کیڼ سیاسي لوري سره یوځای شو. هغه د ۱۹۶۰مې او ۱۹۷۰یمې لسیزې فرهنګي ضد او اعتراضي غورځنګونو ته لېواتیا ښکاره کړه. نوموړي د هغه مهال د نشه‌يي توکو له تفریحي کارونې څخه ډډه وکړه او ويې ویل: «زما په ډله کې موږ لږ څه د خوند‌اخیستلو خلاف وو... دې چارې د موندل کېدلو لپاره د پولیسو لمسون خورا اسانه کړی و، ځکه د نشه‌يي توکو کښت هغه څه و چې نږدې هر څوک پرې پوهېدای شوی.» هېچنز د جېمز کامرون د یوې مقالې له لوستلو څخه الهام واخیست چې ژورنالېست /خبریال شي.   [۳۵][۳۶][۳۷]

هېچنز د خپلې ځوانۍ په دوران کې دوه‌جنس پال و او په ټوکه يې وویل چې د عمر له زیات‌والي سره د هغه ظاهري بڼه «تر هغې کچې راټيټه یا بدله شوه چې یوازې ښځې به له هغه سره د خوب بستر ته تللې.» هغه وویل چې په اکسفورډ پوهنتون کې يې له دوو نارینه زده‌کړیالانو سره جنسیي اړیکې لرلې، که څه هم نوموړی د هغوی نومونه په عام ډول نه افشا کوي خو په وینا یې هغوی وروسته د مارګاریت تاچر د لومړي وزیرتوب په دوره کې د محافظه‌کارانو وزیران شول.  [۳۸]

هېچنز په ۱۹۶۵ کال کې له کاریګر ګوند سره یوځای شو، خو په ۱۹۶۷ز.کال کې د هغه څه له امله چې هېچنز «د ویتنام له جګړې څخه د لومړي وزیر هارولډ ویلسون د سپکاوي‌وړ ملاتړ وباله» د کاریګرو زده‌کړیالانو د سازمان له لوی اکثریت سره اخراج شو. هېجنز د پیټر سیدوک چا چې د وېکتور سرژ د روسیې انقلاب او د شوري مخالف اثار ژباړلي، تر اغېز لاندې د تروتسکیزم او د سټالینیسټي ضد سوسیالیزم سره تحریفي اېډیالوژیکه مینه پیدا کړه. تر هغه لږ وروسته نوموړی د «لومګزامبورګ د مخکې-تروتسکیزم له یوې کوچنۍ خو مخ پر ودې فرقې سره یوځای شو. [۳۹][۴۰][۴۱]

په انګلستان کې د خبریالۍ دنده (۱۹۷۱-۱۹۸۱)[سمول]

هېچنز د خپل کار په لومړيو کې د نړیوال سوسیالیزم له مجلې سره د ژورنالېست  په توګه کار پیل کړ. چې د نړیوالو سوسیالیستانو له‌خوا خپرېده، چې اوس‌مهال د بریتانیا د سوسیالیست ګوند مخکښان دي. دا ډله په پراخه کچه تروتسکیزان وو، خو د نورو اورتودوکس تروتسکیزي ډلو سره یې توپیر درلود، داسې چې هغوی د کمونیستي دولتونو په توګه د «کاریګرانو له دولتونو» څخه دفاع رد کړه. د دوی شعار «نه واشنګټن او نه مسکو و بلکې نړیوال سوسیالیزم» وو.  [۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. (په 17 December 2017 باندې). What does 'Hitchens' razor' means in Philosophy?.
  2. "'God is Not Great' Author Christopher Hitchens on Religion, Iraq, and His Own Reputation -- New York Magazine - Nymag". 26 April 2007. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. (په 18 June 2007 باندې). Author Christopher Hitchens targets God and faith.
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Seymour, Richard (27 March 2012). "The late Christopher Hitchens". International Socialism (134). خونديځ د اصلي څخه ۲۰ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Hitchens, Christopher (2002), Why Orwell Matters, Basic Books, pg 105
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. (په 2005-09-17 باندې). The big showdown. The Observer.
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Parker, Ian (16 October 2006). "He Knew He Was Right: How a former socialist became the Iraq war's fiercest defender". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Hitchens, Christopher (2005). Letters to a Young Contrarian. Basic Books. د کتاب پاڼي 55, 57. د کتاب نړيواله کره شمېره 0465030335. I am [not a] part of the generalised agnosticism of our culture. I am not even an atheist so much as I am an anti-theist... all religions are versions of the same untruth... the influence of churches, and the effect of religious belief, is positively harmful... cradle-to-grave divine supervision; a permanent surveillance and monitoring... I am [not] privy to the secrets of the universe or its creator... even [the best of the theisms] are complicit in this quiet and irrational authoritarianism. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. (په 20 October 2003 باندې). Mommie Dearest. Slate.
  18. McGrattan, Cillian (2016). The Politics of Trauma and Peace-Building: Lessons from Northern Ireland. Abingdon: Routledge. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1138775183. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Video: Christopher Hitchens (14 August 1995) appearance on C-SPAN پر يوټيوب باندې
  20. Hitchens, Christopher (2 June 2010). "The Commander: My Father, Eric Hitchens". Slate.com. خونديځ د اصلي څخه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. (په 27 May 2010 باندې). Hitch-22: a memoir by Christopher Hitchens. The Independent.
  22. Gordon, Meryl (8 May 2007). "The Boy Can't Help It". NYMag.com. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Tracy, Marc (19 December 2011). "On Christopher Hitchens's Jewishness". Tablet Magazine. خونديځ د اصلي څخه ۲۸ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. (په 14 April 2002 باندې). Look who's talking. The Observer.
  25. (په 16 December 2011 باندې). Christopher Hitchens obituary. The Guardian.
  26. "Hitchens, death and the Malta connection". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Hitchens, Christopher (2 June 2010). "The Commander: My Father, Eric Hitchens". Slate.com. خونديځ د اصلي څخه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Yglesias, Matthew (20 October 2003). "The Commander: My Father, Eric Hitchens". Slate. خونديځ د اصلي څخه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. (په 16 December 2011 باندې). Christopher Hitchens obituary. The Guardian.
  30. "Obituary: Christopher Hitchens". BBC. 16 December 2011. خونديځ د اصلي څخه ۲۷ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Hitchens, Christopher. Hitch-22. What she [Yvonne] wanted was to see me represent Balliol on the University Challenge team, where I did actually make my first-ever television appearance. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Morrison, Blake (29 May 2010). "I contain multitudes". The Guardian. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. (په 27 May 2010 باندې). Hitch-22: a memoir by Christopher Hitchens. The Independent.
  34. (په 14 April 2002 باندې). Look who's talking. The Observer.
  35. Simon Cottee; Thomas Cushman, سمونګران (2008). Christopher Hitchens and His Critics : Terror, Iraq, and the Left. New York, London: New York University Press. د کتاب پاڼې 168. OCLC 183392372. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0814716861. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. (په 14 April 2002 باندې). Look who's talking. The Observer.
  37. Robinson, Peter (15 September 2007). "You said you wanted a revolution: 1968 and the Counter-Counterculture (Peter Robinson interview with William Buckley Jr and Christopher Hitchens)". web.archive.org. Hoover Institution. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Aitkenhead, Decca (21 May 2010). "Christopher Hitchens: 'I was right and they were wrong'". Decca Aitkenhead. The Guardian. خونديځ د اصلي څخه ۲۴ جون ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Hithens, Christopher (1 January 2005). "Heaven on Earth – Interview with Christopher Hitchens". PBS. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۰۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. (په 27 May 2010 باندې). Hitch-22: a memoir by Christopher Hitchens. The Independent.
  41. (په 25 April 2005 باندې). Long Live Labor – Why I'm for Tony Blair. Slate.
  42. Hitchens, Christopher (1 April 1972). "International Socialism: Christopher Hitchens "Workers' Self Management in Algeria" (1st series)". Encyclopedia of Trotskyism.