Jump to content

کابل پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کابل پوهنتون
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
نور مالومات
وېب‌پاڼه
ku.edu.af… (پښتو) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۳۴°۳۱′۰۴″شمال ۶۹°۰۷′۴۱″ختیځ / 34.5178°شمال 69.1281°ختيځ / 34.5178; 69.1281 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د كابل پوهنتون د افغانستان يو دولتي پوهنتون دی چې د هېواد او نړۍ په کچه د سترو څېړنيزو او علمي مرکزونو په لړليک کې ځای لري، دا پوهنتون د لومړي ځل لپاره د ۱۳۱۱ لمريز کال د لړم مياشت کې د طب پوهنځي سره پيل شو.

د کابل پوهنتون په هېواد کې يو له ترټولو پخوانیو او معتبرو دولتي پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي چې اوسمهال ۲۲ پوهنځي، ۱۰۱ ډیپارټمنټونه، د پوهنتون علمي کدر ۸۶۷ غړي او ۲۵۲۰۰ محصلین د دې پوهنتون بنسټ جوړوي.

د كابل پوهنتون په ۱۹۳۱ زيږديز كال د محمد ظاهر شاه د واكمنۍ پر مهال او د لومړ وزير محمد هاشم خان په پاملرنه تاسيس شو او يو كال وروسته د ټول افغانستان په کچه محصلين ورته جذب شول او وروسته د فرانسې، جرمني، روسيې او د امريكا متحده ايالاتو هېوادونو د پوهنتونونو په مرستې او همکارۍ سره دا پوهنتون په اسيا كې بې ساری وو.

تاريخ

[سمول]
د کابل پوهنتون د بيولوژيکي علومو پوهنځی ۱۹۵۶ز کال

د کابل پوهنتون رسماً د ۱۳۱۱هـ ل د لړم په میاشت کې د طب پوهنځي په جوړېدا سره پرانستل شو، طب پوهنځي تر ۱۳۶۰ هـ ل د کابل پوهنتون برخه وه چې د ریاست چارې یې یوه ترکي پروفیسر ډاکټر رفیقي کامل بیګ پرمخبیولې او لومړني محصلین یې د کابل ښار د لېسو اته تنه فارغان وو. هغه مهال د طب پوهنځي لپاره ودانۍ او تر څنګ یې علي اباد روغتون جوړ شول.

د کابل پوهنتون

د کابل پوهنتون د اوسنۍ محوطې بنسټ هم د طب پوهنځي له ودانې کېښود شو، ورپسې د ۱۳۱۷هـ ل د تلې پر یوولسمه د حقوقو او سیاسي علومو د اکاډمۍ په نامه دحقوقو پوهنځی تاسیس شو، چې د کابل ښار د لېسو د دولسمو ټولګیو پنځه فارغان پکې په تحصیل بوخت شول. تر حقوقو وروسته پر ۱۳۲۱ هـ ل ساینس پوهنځی رامنځته شو چې ۱۶ محصلینو پکې زده کړې پیل کړې. پر ۱۳۲۳ هـ ل د ادبیاتو چې وروسته د ادبیاتو او بشري علومو په نامه او اوس د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په نامه یادېږي د لسو محصلینو په درلودا سره پیل شو.

د ۱۳۲۵ هـ ل په وري کې څلور واړه پوهنځي د باچا اعلیحضرت محمدنادرشاه د یوه فرمان له مخې کابل پوهنتون کې شامل کړای شول چې ریاست یې د ډاکټر عبدالمجید پر غاړه و. له دې سره سم ورته «د کابل پوهنتون قانون» په نامه قانون هم تدوین شو چې په اوومه ماده کې یې راغلي وو.« پوهنتون د حقوقي شخصیت درلودونکی دی، چې نماینده ګي یې د پوهنتون د رییس پر غاړه ده او له مالي او اداري پلوه مستقل او محامخ د پوهنې وزارت ته مسؤول دی»

کابل پوهنتون ته هله پام ورواوښت چې پر ۱۳۳۵هـ ل د سردار محمد داوودخان د صدارت پر مهال د افغانستان لومړنی پنځکلن اقتصادي پلان د دې پوهنتون د استادانو په مرسته طرح او د کاغذ پر مخ راوړل شو، چې له مخې یې کابل پوهنتون هم یو پنخکلن پرمختیايي پلان طرح او د دولتي چارواکو تاییدې یې پرې ترلاسه کړه.

له ۱۳۳۰هـ ل څخه تر ۱۳۴۰هـ ل پورې کلونه د کابل پوهنتون د پراختیا لسیزه بلل کېدای شي، پر ۱۳۳۰ هـ ل کال پکې په اسلامي زده کړو د سمبال ځوانانو د رزونې لپاره دشرعیاتو پوهنځی تاسیس شو، چې په دارالامان کې یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تر څنګه د شپاړسو محصلینو په درلودا پیل وکړ. پر ۱۳۳۳هـ ل د ښوونې او روزنې او پر ۱۳۳۵ هـ ل د کرنې او انجینیرۍ پوهنځي جوړ شول چې پر ۱۳۴۲ هـ ل د کرنې او انجینیرۍ پوهنخي د کرنې او انجنیري په دوو جلا پوهنځيو ووېشل شو.

پر ۱۳۴۰ هـ ل د حیواني طب، مالدارۍ د چارو، د څارویو له ناروغیو سره د مجادلې او حیواني سرچینو لرونکیو خوراکتوکو د کنټرول په برخه کې د ځوانانو د روزنې په موخه د وترنری علومو پوهنځی تاسیس شو، چې ۶۰ محصلینو پکې مسلکې زده کړې پیل کړې.

پر ۱۳۳۶ هـ ل په هېواد کې د اقتصادي برخې د مخ په زیاتېدونکې اړتیا له کبله د دې رشتې د مسلکي کسانو د روزنې په موخه د اقتصاد عالي انسټیټیوټ جوړ شو، چې پر ۱۳۳۷ هـ ل د اقتصاد پوهنځي ته لوړ او د کابل پوهنتون په تشکیل کې له نورو پوهنځیو سره یو ځای شو. دا لړۍ ونه درېده بلکې په کابل پوهنتون کې د عالي زده کړو مؤسسې یو په بل پسې جوړېدې چې ورسره دې علمي بنسټ هم ورځ تر بلې پراختیا موندله. پر ۱۳۳۶هـ ل په طب پوهنځي کې د ښځینه وو برخه پرانیستل شو چې ورسره ښځینه محصلینو هم د لوړو زده کړو مؤسسو ته لار ومونده. پر ۱۳۳۸ هـ ل د درملسازۍ په برخه کې د اړتیا د پوره کونې لپاره د فارمسۍ پوهنځی پرانیستل شو.

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۴۲ په تله کې د پوهنې او کانونو او صنایعو وزارتونو په دویم پرمختیايي پلان کې د پولیتخنیتک انسټیټیوټ جوړل هم په پام کې نیول شوي وو، هم کابل پوهنتون ته وسپارل شو. د نوموړي انسټیټیوټ موخه په ښاري و صنعتي ودانیو، سرکونو، بندونو، کانالونو، ویالو، د تېلو او ګازو د کانونو او نویو تخنیکي او کیمیاوي برخو کې مسلکي انجینیرانو روزنه وه چې پر ۱۳۴۸هـ ل د نوموړي انسټيټیوټ لپاره د جلا ودانۍ تر جوړېدا وروسته په رسمي ډول پرانیستل شو.

پر ۱۳۵۸ هـ ل له ادبیاتو او بشري علومو څخه د جغرافیې او د علومو له پوهنځي څخه د جیولوجي او میټرولوجي د ډيپارټمنټونو په جلا کېدو د دواوړ له مجموعې څخه د ځمکپوهنې نوی پوهنځی جوړ شو. همدارنګه د تاریخ، ژورنالېزم او ټولنیزو علومو له مجموعې څخه د ټولنیزو علومو په نامه نوی پوهنځی رامنخته شو. پر ۱۳۶۵هـ ل د ژورنالېزم ډيپارټمنټ له ټولنیزو علومو څخه جلا او د یوه مستقل پوهنځي په توګه تاسیس شو.

پر ۱۳۸۸هـ ل د لوړو زده کړو وزارت د مخکیني ستراتیژیک پلان له مخې د کابل پوهنتون په تشکیل کې د کمپوټر سانیس پوهنځی جوړ شو چې په دې برخه کې پرتو اړتیاوو ته په پام د کمپیوټر په برخه کې د مسلکي کادرونو پر روزنې سربېره د لوړ زده کړو لپاره د لیسانس په کچه یوه غښتلې بېخبناء هم وي. دا پوهنځي د ساینس پوهنځي د کمپیوتر ساینس ډيپارټمنټ له ارتقاء څخه چې پر ۱۳۸۶ تاسیس شوی و؛ رامنځته شو.

د ښکلیو هنرونو د پوهنځي بنسټي طرح پر ۱۳۴۵ هـ ل جوړه شوې وه چې پر ۱۳۸۹ کال ورته جلا ودانۍ جوړه کړی شوه. پر ۱۳۹۱ هـ ل د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځی جوړ شو.

د چاپېریال ساتنې په برخه کې علمي او مسلکي کادردونو ته مخ په زیاتېدونکیو اړتیاوو له کبله پر ۱۳۹۲ کال د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز د وزیرانو شورا په تایید پر ۱۳۹۲ کال د چاپېریال ساتې پوهنځی جوړ شو، چې ۴۳۰ محصلین یې جدیدالشمول او ۱۵۰ یې د چاپېریال ساتنې او پېښو د مدیریت ډيپارټمنټ د بېلابېلو ټولګیو محصلین و.

پر ۱۳۹۳ هـ ل ساینس پوهنځي پر څلور جلا(ریاضیو، فزیک، کیمیا او بیولوژي) پوهنځیو ووېشل شو. پر۱۳۹۹ هـ ل د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د داخلي ژبو او ادبیاتو او بهرنیو ژبو او ادبیاتو په دوو جلا پوهنځیو ووېشل شو.

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځی چې پر ۱۳۴۲ هـ ل د مخابراتو د تخنیکي ښوونځي په نامه جوړ شو و او پر ۱۳۸۶ یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت تر قیمومیت لاندې د معلوماتي ټکنالوژۍ انسټيټیوټ ته لوړ شو و، پر ۱۳۹۹هـ ل په بشپړ ډول د یوه مستقل پوهنځي په توګه د کابل پوهنتون په تشکیل کې شامل کړی شو، چې په دې سره د کابل پوهنتون د پوهنځيو شمېر دوه ویشتو ته ورسېد.

۱۳۹۰هـ ل کلونه د کابل پوهنتون په تاریخ کې د یوه استثنايي څپرکي په توګه د ځانګړنې پاملرنې وړ موده ده. په دې لسیزه کې کابل پوهنتون د لیسانس له کچې لوړ او د ماسټرۍ او پي ا یچ ډی پروګرامونو پر لور یې یو بشپړتیايي پهیر پیل کړ. د ماسټرۍ دوه پروګرامونه چې یو ځل یې د لغو څپېړه هم خوړلې وه له نوي هوډ سره پیل شوې. په دې لسیزه کې په کابل پوهنتون کې د ټولنیزو اوو طبیعي علومو په برخو کې د ماسټرۍ دوه ویشت او د پي ایچ ډي دوه پروګرامونه پیل شول.

دا مهال په کابل پوهنتون کې په بېلابېلو ډيپارټمنټونو او پوهنځيو کې ۶۵۱ استادان په تدریس و څېړنه بوخت دي، چې زیات شمېر د ماسټرۍ او پی ایچ ډي تر کچې زده کړې لري. د پوهنتون اداري چارې د ۳۶۰ اداري کارکوونکیو له خوا پر مخ بیول کېږي. کابل پوهنتون دوه ویشت پوهنځي، یوسل یو ډيپارټمنټونه، د لیسانس اووه اویا، د ماسټرۍ دوه ویشت او د پی ایچ ډي دوه پروګرامونه څلور څېړنیز او څلور روزنیز مرکزونه لري. چې د لیسانس، ماسټرۍ او پی ایچ ډی په درېو پروګرامونو کې پکې دشپې او ورځې په سکشنونو کې ۲۴ زره محصلین په زده کړه بوخت دي.

پوهنځي

[سمول]

کابل پوهنتون د لاندې ۲۲ پوهنځیو درلودونکی دی:

  • د کمپیوټرساینس پوهنځی
  • د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځی
  • د بیولوژي پوهنځی
  • د فارمسي پوهنځی
  • د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځی
  • د اقتصاد پوهنځی
  • د انجینري پوهنځی
  • د چاپېریال ساتنې پوهنځی
  • د ښکلو هنرونو پوهنځی
  • د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی
  • د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی
  • د ارواپوهنې او روزنیز علومو پوهنځی
  • د ریاضیاتو پوهنځی
  • د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی
  • د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځی
  • د زراعت پوهنځی
  • د ځمکپوهنې پوهنځی
  • د شرعیاتو پوهنځی
  • د ټولنیزو علومو پوهنځی
  • د وترنري علومو پوهنځی
  • د فزیک پوهنځی
  • د کېمیا پوهنځی

کمپيوټر ساينس

[سمول]

د کمپيوټر ساینس پوهنځی په (۱۳۸۸ل) کال کې د لوړو زده‌کړو وزارت د مخکیني ستراتيژیک پلان له مخې د اوسني وخت او عصري غوښتنو مطابق د مسلکي کادرونو د روزنې په موخه د یو مستقل پوهنځي په توګه د کابل پوهنتون په اډانه کې تاسیس شو. دغه پوهنځی په (۱۳۷۶ل) کال کې ساینس پوهنځي ته د کمپیوټرساینس څانګې د ارتقا‌‌‌ء په پایله کې منځ ته راغلی. په دې پوهنځي کې د زده‌کړې موده اته سمستره یعنې څلور کاله ده، چې پکې لومړي دوه کاله څلور سمستره عمومي او د پای په دوو کلونو کې څلور سمستره اختصاصي دروسونه په درې رشتو (د سافټویر انجینیزي، معلوماتي ټيکنالوژي او معلوماتي سيسټمونو) کې ورکول کېږي.

د دې پوهنځي نوې ودانۍ د جاپان په مرسته په درې پوړونو کې رغول شوې او په (۱۳۹۴ل) کې تر پرانیستې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې؛ چې د درسي ټولګیو، لابراتوارونو، کتابتون، د کنفرانس، اداري او د استادانو د خونو لرونکې ده.

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری:

د کمپیوټر ساینس د پوهنځي له جوړېدو څخه موخه د علمي او څېړنیزو مطالعاتو له‌پاره د یو غوره مرکز جوړول دي. پر دې بنسټ په ملي، سیمه‌ییز او نړيواله کچه یومعتبر علمي بنسټ نه یوازې د یو معیاري نصاب په چوکاټ کې د کمپیوټري علومو باکیفیته زده‌کړې چمتو کوي، بلکې د هېواد د اړتیا د پوره کولو په‌پار ګټورې حللارې هم لټوي. نو پر دې بنسټ د کمپيوټر ساینس پوهنځي د جوړېدو موخې او مقصدونه په لاندې ډول دي:

د غوره زده‌کړیز، علمي او څېړنیز بنسټ په توګه د کمپیوټر ساینس پوهنځي جوړېدل.

د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره د کمپیوټري زده‌کړو یو معتبر مرکز تاسیسول.

د ګډڅانګیزو څېړنو عامول او د افغانستان د اقتصاد په ساتنې او غوړېدو کې د ګډون په موخه د مسلکي متخصصانو ترمنځ نوښتګر فعالیتونه ترسره کول.

په نړیوالو علمي څېړونو کې برخه اخيستل او همداراز د کمپیوټر ساینس د علم خپرولو کې فعاله ونډه اخیستل او په هېواد او سیمه کې د کمپیوټر د پوهانو ترمنځ د نوښت او څېړونو عامول.

ماموریت:

د پوهنځي فعالیتونه په لاندي ډول دي:

په لوړ علمي کیفیت سره د لېسانس، ماسټر او ډاکټر په درجو په کچه ټولنې ته د کمپیوټر ساینس فارغانو وړاندې کول، څو وکولی د څېړنکو، ښوونکو او متشبثينو په توګه خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

ټولنې ته د داسې فارغانو وړاندې کول څو وکولی شي په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه مهارتونه او اړتیاوې تجربه او تشخیص کړي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د استقلالیت او مالي ځان‌بسیاینې له‌پاره هڅې.

موخې:

د کمپيوټر د سافټویر، انجینیرۍ، مدیریت، د کمپیوټري شبکو د امنیت او د معلوماتي سیسټمونو د مدریت په برخه کې د مسلکي اشخاصو او کادرونه روزل د دې پوهنځي له اساسي او بنسټيزو موخو څخه دي. د دې پوهنځي زده‌‌کړیزې موخې په لاندې ډول خلاصه کولی شو:

- د بېلابېلو کمپیوټري علومو په برخه کې د بنسټیزو او مسلکي تیوریو درک او د دې تیوریو په پلي کولو کې د کمپیوټر د تشخیص، ډيزاین، تطبیق او د بېلابېلو سیسټمونو د ساتنې له ګټورو تخنیکي وسایلو څخه کار اخیستل.

- د مسایلو د ارزونې او تحلیل وړتیا لرل؛ په ټاکلي وخت د ګټورو لارو ټاکل، په شفاهي او لیکنۍ بڼه له نورو سره د اړیکو ټینګولو مهارتونه لرل او د کمپیوټر د بېلابېلو سیسټمونو او د معالوماتي ټېکنالوژي د ډيزاین له‌پاره په فردي او ګروپي پروژو کې د کار وړتیا.

- له کمپپوټر او د بېلابېلو سیسټمونو څخه یې د کارونې او د ضررونو د مخنیوي پرمهال د مسلکي، تخصصي، قانوني، ټولنیز او اخلاقي مسوولیتونو اخیستولو وړتیا لرل او د ټولنې د هوساینې په موخه د کمپیوټري سیسټمونو په کار اچول، د بشري ټولنې له بېلابېلو برخو سره ګډې هڅې او له ټېکنالوژۍ څخه د یوې موخې نه؛ بلکې د یو وسیلې په توګه کار اخيستل.

بنسټي موخې:

لکه څنګه چې کمپيوټر ساینس یوه نوې پوهه او په دوامداره توګه د ودې او پراختیا په حال کې ده او دا ایجابوي چې په زده‌کړیزو موسسو کې د دې پوهې زده‌کړیالان له نویو علمي لاسته راوړنو او پرمختګونو سره اشنا او د لازمو مهارتونه په خپلولو کې یې ملتیا وکړو څو تر فارغېدو وروسته کورنۍ اړتیاوې بشپړ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي. په همدې بنسټ د وخت له غوښتنو او د هېواد د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د پوهنځي زده‌کړیز نصاب ته هر ځلې کتنه کېږي.

د لوړو زده کړو د دولتي او خصوصي بنسټونو او موسسو، مخابراتي شبکو او د سوداګریزو او دفتري چارو د شرکتونو د اړتیا وړ راټول شویو اطلاعاتو تر ژورې او کره مطالعې وروسته دې پایلې ته ورسېدو چې د پوهنځي نصاب د هېواد اړتیاوې په ځان کې نشي‌رانغاړلی او دا ایجابوي، چې په زده‌کړیز نصاب او محتوال کې داسې بدلون راولو چې د هېواد د اړتیاوو او غوښتنو ځواب‌وونکی وي.

ډیپارټمنټونه

[سمول]

د کمپيوټر ساینس پوهنځی څلور څانګې لري، چې له دې څلورو څخه یې درې څانګو(د سافټویز انجینیرۍ، معلوماتي ټېکنالوژي او معلوماتي سیسټمونه) زده‌کړیالان فارغ او بېلابېلو برخو کې روزلي دي. څلورمې څانګې (د کمپيوټر ساینس ډيپارټمنټ) په ځانګړې توګه زده‌کړیالان نه لري؛ خو د لومړنیو دوو زده‌کړیزو کلونو کې په عمومي مضمونونو کې فعاله ونډه لري؛ همدارنګه د کابل پوهنتون نورو پوهنځیو ته د مرستیال مضمون په توګه په مارکېټ کې له موجود او مخکې جوړ شویو پروګرامونو څخه د تدریس له‌پاره ګټه اخيستل کېږي، چې هر یو ډیپارټمنټ په لاندې شکل تشریح کېږي.

  • د سافتویر انجینیرۍ ډيپارټمنټ
  • د معلوماتي تېکنالوژۍ ډيپارټمنټ
  • د معلوماتي سیسټمونو ډيپارټمنټ
  • کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ

دائمي کمېټې

[سمول]

پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

  • د تضمین کیفیت کمېټه
  • د تحقیق کمېټه
  • د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه
  • د ستراتیژیک پلان کمېټه
  • د کوریکولم د پراختیا کمېټه
  • د امتحاناتو کمېټه
  • د نظم و دسپلین کمېټه
  • فرهنگي کمېټه

د برحاله محصلینو شمېر د کمپیوټر ساینس په پوهنځی کی د لېسانس دوره یو څلور کلن پروګرام دی او د زده کوونکو ټول شمیر ۹۷۴ زده کوونکي دي چې له هغې جملې څخه ۶۲۷ نارینه او ۳۴۷ ښځینه زده کوونکي دي. (د طالبانو له راتګ سره ښځې له زده کړو بندې شوي دي)

د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه د کمپیوتر ساینس پوهنځي درسونه په نظري، او عملی بڼه تدریسیږی. په تدریس کی د معلوماتی تکنالوژی نه ګټه اخستل کیږی او په تدریس کی انفرادی او ګروپی پروژی شاملی دی. تدریس د OBE په بنا دی چه په هغه کی محصل محوری په پام کی نیول کیږی. د نصاب محتوا او زده کړه د حقیقي ژوند حالت سره تړاو لري. د کمپیوتر ساینس په پوهنحی کی د ښوونې د میتودونو ټولو اړخونو ته توجه کیږی.

تحصیلي نصاب د کمپیوټرساینس پوهنځي اړوند ډیپارټمنټونو تحصیلي نصاب:

  • د سافټ ویر انجنیرۍ ډیپارټمنټ
  • د معلوماتي ټکنالوژي ډيپارټمنټ
  • د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنټ
  • د کمپیوټرساینس ډیپارټمنټ

د پوهنځي اوسنی حالت د کمپیوټر ساینس پوهنځی د کابل پوهنتون په محوطه کې یوه ښه او نسبتا معیاری ودانۍ لري چې د جاپان د هیواد په مرسته جوړه شوی ده. پدی ودانۍ کی عصري ټولګي، د لیکچر خونې، د کنفرانس مرکز، د کمپیوټر لابراتوارونه، د بایمیتریک لاسرسي کنټرول سیسټم، او د IP ارتباطاتو سیستم لری. همدا راز دغه پوهنځی یو ځانګړی کتابتون، د مطالعې خونه، او انټرنېټ اسانتیاوی لري

د پوهنځي اکاډمیک غړي د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه لوړې زده کړې لري او په تدریس، تحقیق او علمي ډګر کې فعاله ونډه لري.

د کمپیوټرساینس پوهنځي اړوند ډیپارټمنټونو دکادري بستونو منابع

  • د سافټ ویر انجینرۍ ډیپارټمنټ د کادري بستونو منابع
  • د معلوماتي ټکنالوژۍ ډیپارټمنټ د کادري بستونو منابع
  • د معلوماتي سیسټمونو ډیپارټمنټ د کادري بستونو منابع
  • د کمپیوټرساینس ډیپارټمنټ د کادري بستونو منابع

معلوماتي او مخابراتي تکنالوژي

[سمول]

لید لوری

[سمول]

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځی غواړي چې د علمي او مسلکي کدرونو او عصري تحصیلی ټکنالوژۍ په کارولو سره په تدریس او د باکیفیته زده کړې په برخه کې د متخصصو او ژمنو بشري منابعو د روزلو له لارې په ټولنه کې د پام وړ او منل شوی مقام ترلاسه کړي.

مأموریت

[سمول]

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځی د هیواد ځوان نسل ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د بشري منابعو د پراختیا او روزنې په لور د فعال او متنوع تحصیلی فرصتونو د برابرولو لپاره له هر ډول تعصب او تبعیض څخه د پاک علمي او اکاډمیک چاپېریال په برابرولو سره هڅه کوي چې په هېواد کې د باور وړ علمي او اکاډمیک بنسټ شي.

موخې

[سمول]

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځي موخې په لاندې ډول دي:

  • د مخابراتو انجینري او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نوي ټکنالوژۍ وده او پراختیا.
  • د ځوانو مسلکي کسانو روزنه چې وکولی شي په مختلفو برخو کې تحلیل، ډیزاین او څیړنه وکړي او د رهبریت او نوښت په ډګر کې د کار موندلو وړتیا ولري.
  • د ماسټري او دوکتورا درجې لپاره د لازمو شرایطو رامینځته کول.
  • د ساینس او ټکنالوژۍ له پرمختګ سره موازي په لوړه کچه زده کونکو ته ښوونه او روزنه .
  • د ژوند په اوږدو کې د دوامداره زده کړې وړتیا ته وده ورکول.
  • په صنعتي او تحلیلي مسايلو کې د باور پیاوړتیا او د خلاقیت ځواک، مسلکي او علمي فکر رامینځته کول.
  • د مسلکي ودې او خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د پوهنځي او کارمندانو ظرفیت ته وده ورکول.
  • د مخ پر ودې مسلکي موخو د ترلاسه کولو لپاره د استاذانو او کارکوونکو ظرفیت لوړول؛

ډیپارټمنټونه

[سمول]

د معلوماتي او مخابراتي تکنالوژۍ پوهنځی څلور ډيپارټمنټونه لري چې دوې یې تخصصي او فارغوونکې دي او دوې نورې څانګې یې مرستندوی دي چې د دوو لومړنیو یادو شویو څانګو د علمي پروګرامونو د ملاتړ په موخه رامنځته شوي. دا څانګې په ترتیب سره په لاندې توګه دي.

  • د تیلي کمیونیکشن انجینرۍ ډيپارټمنټ (Telecommunication Engineering Dep.- TCE)
  • د ساینس او معلوماتي انجینرۍ ډيپارټمنټ (Information Science and Engineering Dep. – ISE)
  • د ساینس ډيپارټمنټ
  • د ژبې او بزنس کمیونکشن ډيپارټمنټ

دائمي کمېټې:

  • د څیړنې کمیټه
  • د نصاب کمیټه
  • د داخلي ارزونې او د کیفیت تضمین کمیټه
  • د الکترونيک ښوونې کمیټه
  • د نظم او ډسپلین کمیټه
  • د ستراتیژیک پلان جوړولو کمیټه
  • فرهنګی کمیټه
  • د آزموینو کمیټه

د برحاله محصلینو شمېر: په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځي په دوه څانګو کې ټولټال (۳۹۶) زده کونکي لري چې (له لومړي څخه تر څلورم ټولګي پورې) په اتو ټولګیو کې تنظیم شوي دي.

د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

[سمول]

د تدریس میتودونه: د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځی ۱۵ بیلابیل لابراتوارونو لري نو تدریس په عملي (په لابراتوارونو کې) او نظري ډول ترسره کیږي او محصلین په لاندي ډول ارزول کیږي.

  • محصل محوره زده‌کړي (SCL)
  • د پایلې پر بنسټ زده‌کړي (OBE)
  • لیکچر او مناظرې میتود
  • په لابراتوارونو کې عملي کار
  • صنفي پروژې او پریزنټشنونه

د محصلینو د ارزونې میتودونه:

  • ټولګي فعالیت (۱۰٪)
  • کورنۍ دنده او پروژه (۱۰٪)
  • د سمستر منځنۍ ازموینه (۲۰٪)
  • په لابراتوارونو کې د عملي کارونو ازموینه
  • وروستۍ ازموینه (د سمستر د پای ازموینه)

تحصیلي نصاب

[سمول]
  • د تیلي کمیونیکشن انجینري ډيپارټمنټ (Telecommunication Engineering Dep.- TCE)
  • د ساینس او معلوماتو انجینري ډيپارټمنټ (Information Science and Engineering Dep. – ISE)
  • د ساینس ډيپارټمنټ
  • د ژبې او بزنس کمیونیکیشن ډيپارټمنټ

د پوهنځی اوسنی حالت

[سمول]

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځی د فزیکي اسانتیاوو له پلوه کافي اسانتیاوې لري ، چې تر اوسه په دې برخه کې له کومې ستونزې سره نه دی مخ شوی. د پوهنځي ټول فزیکي تاسیسات په (۵۰۰۰۰) متره مربع ځمکه کې موقعیت لري چې عبارت دي له:

  • تدریسي ودانۍ: په دریو پوړونو کې ۱۰ درسي خونې لري چې هره یوه یې له ۵۰ کسانو ډیر ظرفیت او ۵۰۰ متره مربع ساحه لري.

اداري ودانۍ: په دریو پوړونو کې ۱۵ خونې او ۴۵۰ متره مربع مساحت لري.

  • لیلیې ودانۍ: په دریو پوړونو کې د ۱۷۰ تنو محصلینو د اوسیدو ظرفیت او ۴۳ خوب خونې درلودلو سره ۲۵۰۰ متره مربع مساحت لري.
  • لابراتوار ودانۍ: په دریو پوړونو کې ۱۴ بیلابیل لابراتوارونه چې ۳۰۰۰ متره مربع مساحت لري.

کنفرانس تالار: په مجهز سونډ سیسټم سمبال د ۳۲۰ کسانو په ظرفیت سره ۴۰۰ متره مربع مساحت لري.

  • خوړنځی: په یو وخت کې د ۱۵۰ محصلینو ظرفیت لري.
  • شنه ساحه: شنه پراخه ساحه د ۶۰۰۰ متره مربع په مساحت سره.
  • ورزشي لوبغالی: د ۵۰۰۰ متره مربع متره مربع په مساحت سره.
  • جومات: په یوه وخت کې د ۱۰۰ لمونځ کوونکو د ځايدو ظرفیت لري.
  • کتابتون: په بیلابیلو برخو کې ۶۶۰۰ جلد کتابونه لري.
  • انټرنیټ: د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځي اداري خونې، درسي خونې او لابراتوارونه په بې مزي او مزي لرونکي انټرنيټ سمبال دي.

بيولوژي

[سمول]

د بیولوژي اوسنی پوهنځی د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي په چوکاټ کې په ۱۳۲۱ لمریز کال کې د (بیولوژي ډیپارټمنټ) په حیث جوړ او فعالیت یې پیل کړ او د طبیعي علومو د منځته راتګ نظریه هغه مهال رامنځته شوه چې له یوه پلوه په منځنیو ښوونځیو او لیسو کې د زده کوونکو زیاتوالي له کبله د ښوونکو کمښت او له بله پلوه د طبیعي علومو په مختلفو څانګو کې د متخصصینو کمښت د صنعت د نسبي پرمختګ او پراختیا پر وړاندې د پام وړ وګرځېد، نو له دې کبله دا پوهنځی د یادو اړتیاوو له منځه وړلو لپاره د کابل پوهنتون د درېیم پوهنځي په توګه چې د ساینس فاکولته نومېده او وروسته بیا د طبیعی علومو په نوم ونومول شو، رامنځته شو.

په ساینس پوهنځي کې لومړنۍ ډله محصلین ۲۱ تنه وو، چې په ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګو کې یې په زده کړو پیل وکړ. د طبیعې علومو د مختلفو څانګو متخصصان چې هغه مهال په مختلفو چارو، وزارتونو او یا دولتي مؤسسو او ادارو کې په لوړو پُسټونو پر کار بوخت وو، په دغه پوهنځي کې د تدریس لپاره وهڅول شول، ترڅو د هغوی په مرسته پوهنځی کار پیل کړي.

محصلینو هغه مهال په (کیمیا او بیولوژي) او (ریاضی او فزیک) دیپارټمنټونو کې زده‌کړې کولې. په ۱۳۴۸ لمریز کال کې د پوهنځي په اکاډمیک جوړښت کې بدلون رامنځته شو او پر بنسټ یې، په تحصیلي نصاب کې هم اصلاحات راغلل او تحصیلي نصاب اختصاصي اړخ ځانته غوره کړ او په بېلابېلو څانګو کې د جلا ډیپارټمنټونو د رامنځته کېدو لامل شو.

په کابل کې د داخلي جګړو پر مهال د ساینس پوهنځي ټول ډیپارټمنټونه او لابراتوارونه ړنګ شول، خو د ساینس پوهنځي د ریاست په هلو ځلو او د پوهنتون رهبرۍ، لوړو زده‌کړو وزارت په همکارۍ او د نړیوال بانک په مرسته د بیولوژي ډیپارټمنت ودانۍ بیاځلي ترمیم شوه او یو شمېر لابراتوارونه د اړوندو تجاربو د تر سره کولو لپاره محصلانو ته چمتو شول، خو لاهم په بشپړه توګه په کېمیاوي او بیولوژیکي موادو نه دي سمبال او بشپړولو لپاره یې هم د پوهنځي د رهبرۍ لخوا هر اړخیزې هلې ځلې روانې دي.

بیولوژي پوهنځی د یو خپلواک پوهنځي په حیث په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د مخکیني ساینس پوهنځي په وړانديز د اکاډمیکو چارو انسجام ریاست او د وزارت رهبرۍ شورا په تایید او د افغانستان د اسلامي جمهوریت په منظورۍ د فزیکي او اکاډمیکو شرایطو له بشپړولو وروسته د پوهنځي کچې ته پرمختګ وکړ او د ۱۳۹۵ لمریز کال څخه را په دېخوا یې په رسمي ډول د یوه خپلواک پوهنځي په توګه فعالیت پیل کړ.

دا پوهنځی اوسمهال دوه ډیپارټمنټونه (بوتاني او زولوژي) لري او په پام کې ده چې درېیم ډیپارټمنټ هم په راتلونکي کې رامنځته شي. په دغه پوهنځي کې د زده‌کړې موده څلور کاله ( اته سمستره) ده چې په لومړیو دوو سمسترونو کې د پوهنتون شموله مضامینو درس پکې ورکول کېږي او په وروستیو سمسترونو کې د رشتې اساسي او اختصاصي مضمونونه درس ورکول کېږي. د دغه پوهنځي استادان دوکتورا یا هم ماسټرۍ تحصیلي درجې لري او په تدریس، څېړنه، درسي پروګرامونو، درسي توکو او په کمېټو کې د ګډون فعاله ونډه لري.

لیدلوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری: بیولوژي پوهنځی د تخصصي کادرونو د پوهې کچې لوړولو او د با کیفیته څېړنو پراختیا لپاره په پام کې لري چې د بیولوژي ماسټري هم په نیږدې راتلونکي کې د دغه پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته کړي.

ماموریت: بیولوژي پوهنځی اوسمهال د باکیفیته تدریس، څېړنې او د خدماتو په عرضې کولو سره د متخصصو کادرونو په روزنې او د لیسانس په کچه هېواد ته د وړاندې کولو په موخه بوخت دی.

موخې: بیولوژي پوهنځی د باکیفیته تدریس، څېړنو او خدماتو عرضه کولو له لارې متخصص او تکړه کادرونه روزي او د ماسټرۍ پروګرام پیل هم د دې پوهنځي له بنسټیزو موخو څخه دي. د دې تر څنګ د استادانو د ظرفیت لوړوالی او د کارکوونکو د زده‌کړې د کچې په لوړولو سره لاندې ټکي له خپلو بنسټیزو موخو څخه بولي:

  • ۱. د خصوصي او دولتي ادارو لپاره د علمي کادرونو روزنه؛
  • ۲. متخصصو کادرونو ته د څېړنیزو علمي مهارتونو زده‌کړه؛
  • ۳. پوهنې، عامې روغتیا او د مخدره توکو ضد مبارزې وزارتونو ته د متخصصو کادرونو روزنه؛
  • ۴. د عدلي طب پېښو مطالعې لپاره د متخصصو کادرونو روزنه؛
  • ۵. په زولوژي او بوتاني دیپارټمنټونو کې د متخصصو کادرونو روزنه؛
  • ۶. د محصلانو او د کار بازار ته په کتو د با کیفیته تحصیلي خدمتونو برابرول؛
  • ۷. د توأمیتونو رامنځته کول او د پوهنتونونو او اړونده ادارو سره د هوکړه لیکنو لاسلیکول؛

ډیپارټمنټونه

[سمول]

د بیولوژي پوهنځی دری ډيپارټمنټونه لري چې هر یو یې په لاندې ډول تشریح کېږي:

  • ‌ د زولوژي ديپارټمنت
  • د بوټاني ديپارټمنت

دائمي کمېټې

[سمول]

پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

  • د تضمین کیفیت کمېټه
  • د تحقیق کمېټه
  • د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه
  • د ستراتیژیک پلان کمېټه
  • د کوریکولم د پراختیا کمېټه
  • د امتحاناتو کمېټه
  • د نظم و دسپلین کمېټه
  • فرهنگي کمېټه

د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

[سمول]

د پوهنځي تدریسي پروګرامونه: بیولوژي پوهنځی د زولوژي او بوتاني دوه ډیپارتمنټونه لري، خو زده‌کړیالان د ډیپارټمنټ په کچه نه فارغوي او زده‌کړیالان د عمومي بیولوژي په څانګه کې د لیسانس په کچه فارغوي، دغه راز د ډیپارټمنټونو د شمېر زیاتوالی د پوهنځي له بنسټیزو موخو څخه ده.

د لیسانس دورې پروګرام په څلورو کلونو( ۸ سمسټرونو ) کې بشپړیږي. په اول او دویم سمسټر کې پوهنتون شموله بنسټیز درسونه او په پاتې ۶ سمسټرونو کې اساسي او تخصصي مضمونونه تدریسیږي؛ ځکه چې بیولوژي له ځانګړو تطبیقي څانګو څخه ده او لوړه سلنه مضمونونه یې له نظري درس سره سره ( عملي کار) هم لري. د دغه پوهنځي استادان په بیولوژي پوهنځي کې د تدریس تر څنګ نورو پوهنځیو ( وټرنري علوم، ځمک‌پیژندنې، ټولنیزو علومو، چاپېریال ساتنې، فارمسي، ارواپوهنې او تربیتي علومو) کې هم د عمومي زولوژي، عمومي نباتات، ایکالوژي، د حجرې بیولوژي او نورو مضامینو تدریس کوي.

د پوهنځي اوسنی حالت: بیولوژي پوهنځی مستقل تعمیر نلري او د ساینس پوهنځي په پخواني تعمیر کې د فزیک پوهنځی سره یوځای ده، دا ساختمان مجهز درسي صنفونه، لابراتوارونه، کمپيوتر لب او تخصصي کتابتون لري.

فارمسي

[سمول]

د پوهنځي پېژندنه

[سمول]

د فارمسي پوهنځی په (۱۳۳۸ل) کال کې د طب پوهنځي په اډانه کې تاسیس شو. وروسته په (۱۳۴۲ل) کې له طب پوهنځي بېل او مستقل شو؛ خو په (۱۳۴۳ل) کال کې بېاځلې د علمي هویت د ساتلو له مخې په طب پوهنځي کې ورګډ شو. دا پوهنځی په دویم ځل د (۱۳۵۲ل) کال په لومړیو کې له طب پوهنځي بېل او په دې ډول د کابل پوهنتون د یوې ادارې په توګه ومنل شو، چې اداري چارې یې طب پوهنځي سمبالولې. موده وروسته په (۱۳۵۶ل) کال کې د طب پوهنځي له اداري چارو مجدداً بېل او د کابل پوهنتون په چوکاټ یو له دویمي واحدونو څخه شو.

د طبابت او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې له پراختیا او پرمختیا سره یوځای، د فارمسي څانګې د معاصر ساینس او ټېکنالوژۍ تر سیورې لاندې هر اړخیزه وده کړې او د درملي خدمتونو په برخه کې په څو بُعدي څانګې اوښتی دی. اوسمهال فارمسېسټان نه یوازې په هېواد کې د درملو او خوراکي توکو د تولید، وېش او د کیفیت د کنټرول مسوولیت لري؛ بلکې د متخصصینو په توګه د درملتون او بیولوژیکي کلینیک د ساتنې او ترڅنګ یې د غوره طبي معاینې او د خدماتو په چمتو او وړاندې کولو کې اړيڼ رول لوبوي.

پخوا د دې پوهنځي زده‌کړيزه دوره څلورکلنه وه او فارغان به یې د لېسانس B-Pharm په کچه ټولنې ته وړاندې کېدل؛ خو په (۱۳۸۴ل) کال کې په نصاب کې بدلون او د اوسني Pharm-D پرمختللی کریکولم په پام کې نیولو دا دوره پینځه کلنه شوه او فارغانو ته یې د Pharm-D سند ورکول کېږي.

دې پوهنځي په (۱۳۴۱ل) کال کې خپل لومړني فارغان ټولنې ته وړاندې کړي او ځيني یې د بېرته په همدې پوهنځي کې د علمي کادر په توګه منل شوي دي. د فارمسي پوهنځي فارغان د پورته یاد شویو موخو د پلي کېدو له‌پاره د عامې روغتیا، ملي‌دفاع، کورنیو چارو، سوداګرۍ، کرنې، پوهنې، له مخدره توکولو سره د مبارزې وزارتونو او د شاروالۍ، چاپېریال ساتنې او د روغیتايي خصوصي سکټورونو اړوندو بېلابېلو اداري او مسلکي برخو کې په دندو ګومارل شوي دي. د تدریسي فعالیتونو ترڅنګ دې پوهنځي د فرانسې له لیون، د جرمني له دوسولدورف، د ایران له شهید بهشتي او تهران پوهنځي، د جاپان له توکیو او کیوتو له فارمسي پوهنځیو سره علمي همکاریو ته دانګلي دي. علمي نشرات د دې پوهنځي یو له نورو فعالیتونو څخه دی چې له پنځوسو کلونو راهيسې دوام لري.

دا پوهنځی یوه اساسي ودانۍ لري چې پکې د یاد پوهنځي ټولې څانګې، لابراتوارونه، کتابتون او د معلوماتي ټکنالوژي مرکز موجود دی. د پوهنځي د اړتیا د بشپړولو په موخه د پوهنځي ترڅنګ یوه الحاقیه ودانۍ، چې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیايي بودیجې په مصرف رغول شوې، هم شته او د معیاري ټولګیو درلودونکې ده.

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری د فارمسي پوهنځی ژمن دی، چې په راتلونکي کې د معیاري تدریس، موخنې څېړنې او د باکیفیته خدماتو د وړاندې کولو له مخې د سیمې او نړۍ په کچه یو له معتبرو پوهنځيو وګڼل شي.

ماموریت د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځی په هېواد کې د فارمسي څانګې د معیاري زده‌کړو اسانه او مناسبې زمینې مساعدوي، څو ځوانان له دې لارې خپلو علمي موخو ته ورسېږي، د اړتیا وړ پوهه او مهارتونه زده کړي او هېواد ته د خدمت جوګه شي.

موخې

  • د تخنیکي، علمي او عصري روشونو پر بنسټ د خوراکي توکو او درملو د تولید، تورید، وېش او کنټرول په برخه کې فعال رول لوبول (Industrial Pharmacy).
  • په مسلکي او فني توګه د دولتي درملتونونو، روغتونونو (Hospital Pharmacy) او ښاري فارمسیو (Community Pharmacy) چارو پر مخ وړل.
  • د تدارکاتو او د درملو د خدماتو د چوپړ، د درملتون د پاملرنې (Pharmacy Care) او د درملو اړوندو معلوماتي او قانون جوړونې سیستم کې فعال رول لرل.
  • د کلینیکي درملتونونو (Clinical Pharmacy) چارې پرمخ وړل او د روغتونونو د درلمو ارزول.
  • بیولوژیکي معاینات ترسرول، له انتاني ناروغیو او مکروبونو سره مبارزه کول.
  • د خوراکي او سینګاري توکو د تجزیې په لابراتوارونو کې د خوراکي او ارایشي توکو کیفي تحلیل او تجزیه.
  • د طبي بوټو په اړه څېړنې او د هېواد د طبي بوټو د پلټنې، کارونې او ساتنې غوره لار لټول.
  • د اپیدیمیولوژیکي او فارمسي چارو په څېړنه او مطالعه کې فعال رول لرل.
  • د زهري موادو د پېژندلو، څېړلو، درملنې او وقایې وړتیا لرل؛ په عدلي طب، صنعتي فابریکو، د درملو او خوراکي توکو د توليد د توکسیکولوژیکي بېلګو تجزیه او تحلیل

ديپارټمنتونه

[سمول]

دا پوهنځي شپږ ډيپارټمنټونه لري، چې په لاندې ډول دي:

  • د فارمکوګنوزي ډيپارټمنټ
  • د فارمسیوتیک ډيپارټمنټ
  • مایکرو بیولوژي ډيپارټمنټ
  • بیوشیمي- تغذیه ډيپارټمنټ
  • فارمکولوژي ډيپارټمنټ
  • د درملو د کنټرول او کیمیک ‌فارمسي ډيپارټمنټ

دائمي کمېټې

[سمول]

په دغه پوهنځي کې دغه لاندې اته رسمي کمېټې شتون لري:

  • د تضمین کیفیت کمېټه
  • د تحقیق کمېټه
  • د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه
  • د ستراتیژیک پلان کمېټه
  • د کوریکولم د پراختیا کمېټه
  • د امتحاناتو کمېټه
  • د نظم و دسپلین کمېټه
  • فرهنگي کمېټه

د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

[سمول]
  • صنفی امتحان (10٪)
  • د سمستر منځنی امتحان (20٪)
  • د سیمینارونو ورکړه
  • کورنۍ دندې
  • په صنف کې ورځنی سوال او ځواب
  • په لابراتوار کې د عملي کارونو امتحان
  • د سمستر وروستی امتحان

د پوهنځي اوسنی حالت

[سمول]

د فارمسي پوهنځی د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه یو پوهنځی ده او د فارمسي په برخه کی د مو پوهنځي په حیث پېژندل کیږي. دا پوهنځی شپږ ډیپارټمنټونه (فارمسي شیمیک،فارمکولوژي، بیوشیمی-تغذي، فارمسیوتیک، فارمکوګنوزي او مایکروبیولوژي)لري او علمي چارې یې د ۲۴ استادانو له خوا پرمخ وړل کېږي چې زیاتره یې لوړې علمي رتبې او د دوکتورا او ماسټرۍ سندونه لري. اوسمهال په دغه پوهنځي کې ۶۳۰ محصلین (۳۳۰ نارینه، ۳۰۰ ښځینه) په زده کړو بوخت دي. د جدید الشمول ټولټال ۱۵۰ زده کونکي (۸۰نارینه، ۷۰ ښځینه) پوهنځي ته معرفي شوي. دغه پوهنځی په ټولییزه توګه ۱۶ فعال او مجهز لابراتوارونه لري، چې د محصلینو عملي کارونه، علمي څیړنې او د افغانستان د خوړو او درملو د ملي ادارې له خوا د فارمسیوتیکي محصولاتو کیفی تجزیه ترسره کیږي. همدارنګه، پوهنځی یوتدریسي درملتون لري چیرې چې د زده کوونکو عملي کار ترسره کیږي. ویل شوي چې درملتون به د درملو خدماتو چمتو کونکي ته لوړ شي.

د فارمسي پوهنځي د ساینسي څیړنو ترسره کولو لپاره 3 ښه مجهز لابراتوارونه وقف کړي دي. اوس مهال په دې پوهنځي کې د زده کړې موده پنځه کاله ده او فارغانو ته د Pharm D (د فارمسي ډاکټر) سند ورکول کیږي. محصلین د نوي نصاب له مخې، د ستاژ یو سمستر په تدریسي روغتونونو، د درملو، غذا، اوبو او بیولوژیکي نمونو لابراتوارونو، د درملو جوړولو موسسو او د فارمسي جامعه (دولتي) برخو کې د اکاډمیک مهال وېش سره سم مصرفوي. د محصلینو د عملي مهارتونو د ښه کولو لپاره د کار زده کړې پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي، کوم چې په عملي توګه پلي کیږي. د فارمسي پوهنځی یوه عایداتي پوهنځی ده چې د غذا او درملو ملي ادارې لخوا د را لېږل شویو فارمسیوتیکي محصولاتو کیفي تجزیه د یو ټاکلي امتیاز په بدل کې په لابراتوارونو کې ترسره کیږي او له دې څخه د پام وړ عایدات د کابل پوهنتون په بودیجه کې شاملیږي.

همدارنګه د ۱۹ قلمه درملو د نمونو فزيکي او کيمياوي ازموينې چې د ICRC له خوا د مرکز او ولايتونو له ۳۴ روغتونونو سره مرسته کېږي، د کابل پوهنتون او پارتیسیپ دفتر ترمنځ د تفاهم ليک له مخې د دغه پوهنڅي د میني لب په لابراتوارونو کې ترسره کېږي. دا ارزونه د پام وړ پایلې لري. د فارمسي پوهنځي له بېلابېلو اړوندو کورنيو او بهرنيو بنسټونو او څانګو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسليک کړي دي.

ارتباط او ژورنالیزم

[سمول]

د پوهنځي په اړه

[سمول]

په افغانستان کې د ژورنالېزم لومړنۍ تخصصي زده کړې پر ۱۳۴۰ هـ ل د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې پيل شوې چې لومړي فارغان یې ۱۷ تنه وو.

د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي پر ۱۳۶۵هـ ل د مطبوعاتو او راډیو ټلوېزویون په نامه د دوو ډيپارټمنټونو په درلودا سره د جلا پوهنځي په توګه پيل شو. د وخت په تېرېدا او په کریکولم کې د بدلونو له مخې د ډيپارټمنټونو نومونه هم بدل شو، راډیو ټلوېزون په ژورنالېزم او مطبوعات د عامه اړیکو پا پي ار په ناهه شول. پر ۱۳۹۷هـ ل د ارتباطاتو د مطالعې ډيپارټمنټ هم جوړ او په کانکور ازموینه کې FHI360 کوډ شمېرې سره راجستر شو. له تاسیسه تر ۱۳۹۹هـ ل د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي څلور سمسټر عمومي لوستل کېدل، په پنځم سمسټر کې محصلین پر دوو ډيپارټمنټونو وېشل کېدل، چې دا لړۍ د ۱۳۹۹ کانکور پر مهال پای ته ورسېده اوس د درېواړو ډيپارټمنټونو لپاره محصلین دکانکور له لارې راپېژندل کېږي او له لومړي سمسټر جلا او تخصصي زده کړې کوي.

په ژورنالېزم ډيپارټمنټ کې محصلین پر تیوريکي درسونو سربېره د راډیو او ټلوېزیون پرمختللیو سټوډیوګانو کې عملي چارې زده کوي چې تر فراغت وروسته د په رسنیو کې د ویاند، رپورټر، د خپرونې د چلوونکي او.... په توګه دنده ترسره کولای شي.

په عامه اړیګو ډيپارټمنټ کې هم پر تیورۍ سربېره عملي چارې د دولتي او نادولتي ادارو د عامه اړیکو د ریاستونو یا مدیریتونو د لید کتو له لارې زده کوي او تر فراغت وروسته په همدې ادارو کې د عامه اړیکو د متخصص، کارپوه، رپورټر او... په توګه کار کولای شي.

د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي تر دې مهاله شپېته دورې فارغان ورکړي دي، چې د ژورنالېزم ډيپارټمنټ فارغان یې په غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو او خبري اژانسونو کې او د عامه اړیکو فارغان یې د دولتي او نادولتي ا دارو د عامه اړیکو په ادارو کې پر دندو بوخت دي.

د ارتباطاتو او ژورنالېزم ودانۍ پوهنځي ودانۍ اووه ټولګي، یو کتابتون، د راډیو او تلوېزیون سټوډيو، چاپخونه، د سلامشورې مرکز او یو کانفرنس روم لري. د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځی نصاب پر ۱۳۹۵ هـ ل د نړۍ له پنځو مشهورو پوهنتونو سره په ګډه تعدیل او پر ۱۴۰۰ هـ ل د لوړو زده کړو وزارت د نصاب جوړونې تر کلسټر وروسته پلی شو.

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری: د سولې او میډيا پروډکشن د ډيپارټمنټونو پر تاسیس کار د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي په لیدلوري کې شامل دي. د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي هڅه کوي چې د تدریس د معیارو لارو، د زده کړو د کیفیت لوړونې او تخنیکي امکاناتو د برابرونې له لارې په رسنیزو چارو کې د څېړنې د پراختیا په مټ په ملي، سیمه ییزه او ان نړیواله کچه د ژورنالېستانو لپاره کار وکړي.

هڅه کوي چې تر راتلونکو اوو کالو پورې په کور دننه د ژورنالېزم په برخه کې ماسټرۍ او پي ایچ ډي پروګرامونه ولري. ماموریت:

  • د ارتباطاتو او ژورنالېزم په برخه کې پرمختیا او رسنیو د تولید په برخه د لارښود ونډه.
  • د هېواد په کچه د وړ، مستعدو، مسلکي او پر نوې ټکنالوژۍ د سمبالو ژورنالېستانو روزنه
  • د معیاري رسنیزو خدماتو له لارې د رسنیزو بنسټو پرمختیا
  • د دې څانګې کارکوونکیو ته د ژورنالېزم د معیاري زده کړو تدریس
  • د اوسمهالو اړتیا سره سم د زده کړې د کیفیت او ظرفیتونوتو لوړونه
  • په رسنیو کې د چلوونکي، د خپرونو د چمتو کوونکي، ایډيټر، خبریال او... په محصلانو دعلمي ظرفیتونو لوړونه.
  • د ژورنالېزم، ارتباطاتو او عامه اړیکو په برخو کې دنوې څېړنو ترسره کونه.

موخې: د یوه هېواد پرمختګ او پرمختیا د علم او پوهې له پرمختګ سره تړلې ده، چې په دې برخه کې پوهنتونونه بنسټي ونډه لري. د زده کړو د کیفیت لوړونې لپاره پکار ده چې پر منځپانګه(محتوا) یې کار وشي. د زده کړې محتوا پر ځای درېدای نشي ځکه د خت په تېرېدو نوي بدلونونه او پرمختګونه راځي چې انسان اړ چې ځان ورسره برابر کړي.

د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځی هم له دې څخه مستثننی نه دی، چې د لوړو زده کړو د قانون په رڼا کې دا موخې پالي،

  • د اطلاع رسونې د اصولو زده کړه او تدریس

په بېلابېلو ځایونو او حالاتو کې د اطلاعاتو او ارتباطاتو د څېړندود زده کړه.

  • د روانو واقعیتونو د خپراوي، ترتیب، راټولونې په برخه کې د ځوانانو رزونه
  • اطلاعاتو د ترلاسي او خپراوي لپاره د لیکوالۍ، رپورټرۍ، او مرکې د لارو چارو تدریس
  • په انلاین، چاپي او انځوریزو رسنیو کې د مسلکي چارو د ترسره کونې زده کړه
  • د وینا د فن زده کړه

ډیپارټمنټونه

[سمول]

د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځی درې ډيپارتمنټونه لري چې محصلین پکې مسلکي او لوړې زده کړې ترلاسه کوي، دلته هر یو جلا جلا معرفي کېږي.

  • د ژورنالېزم ډيپارټمنټ
  • د ارتباطاتو د مطالعې ډيپارټمنټ
  • د عامه اړیکو ډيپارټمنټ

دائمي کمېټې

[سمول]

په دغه پوهنځي کې دغه لاندې اته رسمي کمېټې شتون لري:

  • د تضمین کیفیت کمېټه
  • د تحقیق کمېټه
  • د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه
  • د ستراتیژیک پلان کمېټه
  • د کوریکولم د پراختیا کمېټه
  • د امتحاناتو کمېټه
  • د نظم و دسپلین کمېټه
  • فرهنگي کمېټه

د برحاله محصلینو شمېر

[سمول]

په ۱۴۰۲ کال کې د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځۍ په دریو څانګو ( د ارتباطاتو مطالعه، ژورنالیزم او عامه اړیکې) کې ټولټال (۷۶۶) زده کونکي لري چې (له لومړي څخه تر څلورم ټولګي پورې)په اتو ټولګیو کې تنظیم شوي دي.

د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

[سمول]

د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځي کې د تدریس میتودونه OBE او CSL دي او لاندې میتودونه هم کارول کیږي:

  • لیکچر
  • پوښتنه او ځواب
  • په راډیو، تلویزیون او چاپ سټوډیو کې عملي پروژې
  • د سوداګریزو سیمینارونو چمتو کول
  • ډله ایز بحثونه
  • د ارزونې میتودونه
  • د سوداګرۍ ازموینې 10٪
  • د منځني سمستر امتحان 20%
  • سیمینارونه، عملي پروژې 10٪
  • وروستۍ ازموینه 60%

د پوهنځۍ اوسنی حالت

[سمول]

د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی د کابل پوهنتون یو له پخوانیو پوهنځیو څخه ده، چې دری مختلفې څانګې لري؛ د ارتباطاتو مطالعې څانګه، د ژورنالیزم او د عامه اړیکو څانګه. دغه پوهنځۍ د خپلواکې ودانۍ درلودونکې ده چې په دریو پوړونو کې درسی خونې، تدریسی مدیریتونه او د استادانو دفترونه شتون لري.

د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځی کې ټولټال ۲۴ تنه استادان چې د دوکتورا او ماسترۍ تر تحصیلی کچو پورې زده کړې لري او د پوهنیار له علمي رتبې څخه تر پوهاند علمي رتبې پورې په تدریس باندې بوخت دي.

په دغه پوهنځۍ کې ټولټال (۴۳۰) نارینه او (۳۳۶) ښځینه محصلین په دریو څانګو کې چې ټولټال (۷۶۶) کسان کیږي زده کړې کوي چې هره څانګه خپل ځانګړی نصاب لري. د یادولو وړ ده چې د ژورنالیزم کلستر هم بشپړ شوی او ډیر ژر به یې تطبیق پیل شي.

د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځي د ماسترۍ پروګرام د ژورنالیزم پوهنځی په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره په ۱۴۰۲ کال کې پیلېږي. دا پروګرام دېرش کسان (داوطلبان، د کابل پوهنتون استادان او د لوړو زده کړو وزارت اداري کارکوونکي) مني.

دا پوهنځۍ درې فعال لابراتوارونه لري؛ د کابل پوهنتون غږ راډيو، تلویزیوني سټوډيو یوه ښوونيزه سټوډيو او د چاپ خونه ده چې په هر لابراتوار کې يو تخنيکي کس(تیکنیشن) د محصلينو لپاره د لارښود په توګه کار کوي. په دې لابراتوارونو کې، د مهالویش پر بنسټ، د اړوندو موضوعاتو عملي کارونه پلي کیږي. د کابل پوهنتون غږ راډیو نشراتو رسمي جواز لري او هره ورځ درې ساعته په ایف ایم ۱۰۷.۶ خپرونې کوي.

د ارتباطاتو او ژورنالیزم په پوهنځی کې یو مجهز کتابتون شتون لري چې په پښتو، دری او انګلیسي ژبو نږدې دوه زره ټوکه کتابونه لري.

د غه پوهنځی هر کال له رسنیزو بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کوي، چې د دې تړونونو پر بنسټ محصلین د دې موسسو له خوا په عملي کارونو او مونوګراف لیکلو کې همکاري کوي.

اقتصاد

[سمول]

د اقتصاد پوهنځی په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ځانګړي او مسلکي پرسونل د روزنې په موخه د اقتصادي لوړو زدکړو فکر په هېواد کې د پينځه کلن اقتصادي او ټولنيز پلان شوي سيستم د مطرح کېدو او منل کېدو څخه وروسته منځ ته راغی. د همدې لپاره د هغه وخت پوهنې وزارت له لوري د داسې يوې مؤسسې د تشکيل لپاره د يو شمېر استادانو او متخصصانو يوه ګډه کمېټه جوړه شوه او د يادې کمېټې نظر د پوهنتون عالي شورا له تائيد څخه وروسته اړوند مقاماتو ته وړاندې شوه ،چې د هغې پر بنسټ په ۱۳۳۶ ه ش ۱۹۵۷ م د افتصادي زده کړو مؤسسه د اقتصاد انسټېټيوټ په نوم د يو فرمان په صادرېدو منظوره شوه،چې په هماغه کال يې يوازې درېم ټولګی درلوده،چې ۲۰ محصلا نو په کې زده کړې کولې،د تأسيس په لومړي کال يې څلور استادان درلوده، په داسې حال کې چې نوموړې مؤسسې په خپل جوړښت کې اته استادان اته مدرسين او اته اسسټانټان درلودل. په هماغې کال کابل پوهنتون د درس دطرحې او پراختيا لپاره اتريشي عالم پروفيسور فونمن د مشاور په توګه و ګوماره.د يادونې وړ ده چې نوموړی انسټيتيوټ يو کال وروسته د پوهنتون د پوهنځيو په کتار کې شامل شو.

د پوهنځي د علمي پراختيا لپاره د استادانو د لازم وړانديز څخه وروسته په ۱۳۳۷کال محصلین لومړي ټولګي ته جذب شول،چې په هماغه کال د محصلینو شمېر ۹۰ تنو ته ورسېده. د يادونې وړ ده چې اقتصاد پوهنځي تر ۱۳۴۰ ه ش کال پورې د حقوقو پوهنځي سره ګډ درسي پروګرام درلوده،په ۱۳۴۰ ه ش تعليمي کال په پيل کې يې لومړی او دويم ټولګی له حقوقو څخه بيل او مستقل درسي پروګرام يې پيل کړ.

اقتصاد پوهنځي په ۱۳۴۱ ه ش کال کې د المان د کولن پوهنتون اقتصاد پوهنځي سره د تړون (تواميت ) تړون لاسليک کړ.په ۱۳۴۵ کال کې د المان د بوخو او بن پوهنتون په دې تړون کې شامل شول.

د يادونې وړ ده ،چې په ۱۳۳۹ ه ش کې ( اقصادي څېړنې ) مجله د ياد پوهنځي د نشراتي ارګان په توګه خپره شوه.

پوهنځی د تأسيس له ورځې څخه تر اوسه پورې د اقتصاد په بېلابېلو ډيپارټمنټونو کې متخصص او مسلکي کادرونه روزي او د څلور کلنو درسي پروګرامونو په لړ کې يې لس زره فارغان ټولنې ته وړاندې کړي.

اقتصاد پوهنځی په اوس وخت کې د لېسانس په کچه د ورځې په برخه کې پينځه څانګې او د شپې په برخه کې درې څانګې لري او د اقتصاد او مديريت په برخه کې د ماسټرۍ دوه پروګرامونه لري ،چې ټولنې ته علمي کادرونه وړاندې کوي.

ليدلوری

[سمول]

د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځی ژمن دی،چې د معياري زده کړو او علمي څېړنو په وړاندې کولو او ترسره کولو کې نه يواځې په افغانستان بلکې په سيمه کې د رهبرۍ دريځ ولري او د معياري تحصيلي خدماتو د پراختيا له لارې د ملي او نړيوالو بنسټونو سره د پيوستون (تواميت) څخه په ګټه اخيستنې خپل دريځ وساتي او نور يې هم ځواکمن کړي.

مأموریت:

[سمول]

د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځی د هېواد په کچه د يو ستر علمي بنسټ په توګه د اقتصاد او مديريت په ډيپارټمنټونو کې په شپه نيو او ورځنيو برخو کې ژمن دی چې:

ـ په لوړ کيفيت دتحصيلي او څېړنيزو چوپړتياوو وړاندې کول؛

ـ د معصاصرو اقتصادي وړتياوو او پوهې د لېږد زمينه برابرول او محصلانو ته د هغو ارزښتونو ښودل ،چې هغوی بريا ته رسوي؛

. د کار او مطالعې د امن اوسالم چاپېریال ملاتړ کول؛

. د پوهنځي د استادانو او محصلانو په لارښوونه د ښوونيزو پروګرامونو،مشورو او څېړنيزو چوپړتياوو وړاندې کول او په ټولنيزو ټولګټو کارونو کې فعاله ونډه اخيستل؛

. د اقتصادي وړتياوو د لېږد زمينه برابرول او هغه ارزښتونه ،چې محصلان د دې وړ وګرځوي ،ترڅو د ځانګړتياوې په خپلو مسلکي ډيپارټمنټونو کې په برياليتوب سره پلي کړي؛

. د اقتصاد په برخه کې د تحصیلي چوپړتياوو وړاندې کول ،تر څو په ملي او نړيواله کچه د بازار اړتياوې پوره کړي؛

. د استادانو د علمي کچې لوړول او د پوهنځي پياوړتيا او ښه والی، ترڅو و کولی شي ابتدايي او پرمختللې څېړنې ترسره کړي،علمي سطح يې لوړه اود هېواد د دولتي ادارو شته ستونزو ته ګټورې حل لارې پيدا کړي؛

. په ملي او محلي سطح د دولتي بنسټونو ،سوداګريزو تصديو،مدني ټولنو او ټولګټو کارونو په بډاينه کې د استادانو ،کارمندانو او محصلاونو ونډه اخيستنه، بايد وويل شي چې د اکار د پوهنځي د استادانو په لارښوونه د منظمو څېړنيزو چوپړتياوو،مشورو او علمي پروګرامونو له لارې د محصلا نو لخوا ترسره کېږي.

موخې:

[سمول]

۱. د اقتصاد او مديريت په برخو کې د باکېفيته لوړو زدکړو برابرول؛

۲. د علمي کادرونو او اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړول؛

۳. د اقتصاد او مديريت په برخو کې د علمي څېړنو پياوړتيا او ترويج؛

۴. د داخلي او بهرنيو اکاډميکو بنسټونو او د کار د بازار سره د پيوستون(تواميت) لرل او د هغې پياوړتيا؛

۵. د اقتصاد او مديريت په برخه کې د غونډو ،علمي سيمينارونو او کنفرانسونو وړاندې کول؛

۶. د پوهنځي په ټولو برخو کې ريفورم او اداري اصلاحات؛

۷ـ داخلي او نړيوال اعتبار تر لاسه کول؛

۸ ـ د مالي،فزيکي او بشري بنسټونو پرمختيا؛

ديپارټمنتونه

[سمول]

د اقتصاد پوهنځي پنځه ډيپارټمنټونه لري چې په لاندې ډول تشرېح کېږي:

  • اداري تشبثاتو اومنجمنټ ډيپارټمنټ
  • د مالي او بانکي چارو ډيپارټمنټ
  • د ملي اقتصاد ډيپارټمنټ
  • د احصائیې او اکونومترۍ ډيپارټمنټ
  • د محاسبې ډيپارټمنټ

د پوهنځي دائمي کمېټې

[سمول]

پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

  • د تضمین کیفیت کمېټه
  • د تحقیق کمېټه
  • د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه
  • د ستراتیژیک پلان کمېټه
  • د کوریکولم د پراختیا کمېټه
  • د امتحاناتو کمېټه
  • د نظم و دسپلین کمېټه
  • فرهنگي کمېټه

انجنیري

[سمول]

د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د انجيري پوهنځي د جوړولو طرح په ۱۳۳۵هـ ل کال کې عملي شوه. تر دې وړاندې افغان انجنیرانو په بهرنیو هېوادونو په تېره بیا په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې زده کړې کولې.

په لومړي سر کې په ۱۳۳۵هـ ل کال کې د طبیعي علومو په چوکاټ کې د انجنیرۍ په نامه ديپارټمنټ جوړ شو. هغه مهال ۲۳ زده کوونکو په دې پوهنځي کې ده زده کړې لپاره نوملیکنه وکړه

په ۱۳۳۷هـ ل کال کې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې کې د (زراعت او انجنیرۍ) ګډ پوهنځی جوړ شو، چې د طبیعي علومو په پوهنځي کې د انجنیرۍ د ډيپارټمنټونه ځایناستی شو. .

په ۱۳۴۲هـ ل کال کې ګډ پوهنځی د انجنیرۍ او زراعت په نومونو په دوو بېلو پوهنځیو ووېشل شو او د خپلواکو اکاډمیکو بنسټونو په توګه یې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې فعالیت پیل کړ.

د تاسیس له پیله بیا تر ۱۳۵۷هـ ش پورې د دولت د ځانګړې پاملرنې او د بېلو پوهنتونو د همکارۍ په پایله کې دغه پوهنځی په ټوله سیمه کې بې جوړې او مشهور و. ددغه پوهنځي د لېسانس (B.Sc.) ديپلوم په سیمه ییزه او نړیواله کچه له ځانګړي اعتبار برخمن و. ددغه پوهنځي د تدریس ژبه له جوړېدو بیا تر ۱۳۵۷هـ ل کال پورې انګلیسي وه. له ۱۳۵۸ هـ ل کال وروسته ددغه پوهنځي ژبه له انګلیسي د هېواد په ملي ژبو پښتو او دري بدله شوه.

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری: انجینري پوهنځی هڅه کوي چې د زده کړو، خلاقیتونو د رامنځته کولو، دوامداره او مسلکي زده کړو د خدمتونو وړاندې کولو، تخصصي زده کړو، تحقیق او کارپنځونې په برخه کې یو فعال اکاډمیک بنسټ وي او تر څنګ یې له سیمه ییزو او نړیوالو علمي ټولنو سره فعال ګډون او همکاري ولري.

انجینري پوهنځی هڅه کوي چې روزنیز، مسلکي-تخصصي روزنه، باوري او ګټور خدمات په ټولنه کې ترسره کړي.

مأموریت: د انجینرۍ پوهنځي ماموریت دا دی چې د تدریس چارې ښې کړي، د انجینرۍ، مهندسۍ او ښار جوړونې په بېلو څانګو کې تدریس، تحقیق او روزنه ترسره کړي. زموږ موخه دا ده چې په مسلکي او تخصصي توګه داسې کسان له دې پوهنځي فارغ کړو، چې په خپل مسلک کې له پوره مهارت برخمن وي او په اوسمهال کې په نړیواله کچه د مسلکي او بریالیو کسانو په توګه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

موخې: انجینري پوهنځی هغه روزنه او څېړنې ترسر کوي چې پر بېلو نوښتونو ټینګار کوي، ټول درسونه، ویناوې، ازمویښتونه، تر ټولو نوې څېړنې او د محصلینو د روزنې لپاره وروستۍ نړیوالې روزنیزې څېړنې کاروي. په انجینرۍ پوهنځي کې محصلین تخصصي پوهه ترلاسه کوي، دوی به د پوهې د پراخو محتویاتو د ترلاسه کولو لپاره متحرک او هڅاند وي، دوی اکاډميک اخلاق خپلوي، حساس ذهنونه به ولري، د ټولنې اړتیاوې درک کولی شي، د ستونزو د کشف او حل وړتیا به ولري او د متقابل درک لپاره به د اړیکو قوي مهارت ولري.

د انجینرۍ پوهنځی غواړي چې ټول محصلین یې له تمې سره سم زده کړې ولري او په عالي درجه فارغ شي چې وکړی شي په نړیواله کچه خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کړي.

انجینري پوهنځی ددې تر څنګ چې د خپلو کارکوونکيو او استادانو علمي کچې لوړولو ته ژمن دی، د لاندې موخو د ترلاسه کولو لپاره یې د نصاب معیاري کول بله مهم لومړیتوب دی.

  • د ټولنې او محصلینو اړتیاوو ته په کتو د باکیفیته تحصیلي خدماتو وړاندې کول.
  • د ننني عصر له اړتیاوو سره سم د علمي څېړنو لپاره د امکاناتو او اسانتیاوو رامنځته کول او پراختیا.
  • د روزنیزې ټکنالوژۍ د بېخبیناوو رامنځته کول او پراختیا.
  • د سیمې او نړۍ له پوهنتونونو سره د علمي-روزنیزو توامیتونو رامنځته کول.

د انجینري پوهنځي ډیپارټمنټونه

[سمول]

انجینرۍ پوهنځی شپږ ډيپارټمنټونه لري، چې هره دیپارټمنټ د ټولنې اړتیاوو ته په کتو رامنځته شوې او فعالیتونه ترسره کوي:

  • د سېول انجینرۍ دیپارټمنټ
  • د میخانیک انجینرۍ دیپارټمنټ
  • د انجنیرۍ دیپارټمنټ
  • د برېښنا او الکترونیک انجینرۍ دیپارټمنټ
  • د انرژۍ انجینرۍ دیپارټمنټ
  • د ښاري طراحۍ او پلان ډیپارټمنټ

د پوهنځي دائمي کمېټې

[سمول]

پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

  • د تضمین کیفیت کمېټه
  • د تحقیق کمېټه
  • د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه
  • د ستراتیژیک پلان کمېټه
  • د کوریکولم د پراختیا کمېټه
  • د امتحاناتو کمېټه
  • د نظم و دسپلین کمېټه
  • فرهنگي کمېټه

چاپېريال ساتنه

[سمول]

په چاپېريال کې ستونزې، ککړه هوا او ترې راپيداکېدونکې ناروغۍ په ګرده نړۍ کې هره ورځ بشري ژوند ګواښي او له امله يې هر کال زرګونه انسانان مري. د چاپېريال ځينې پېښې ناڅاپي وي او وړاندوينه او مخنيوی يې ستونزمن؛ لکه زلزله، سيلۍ او توپانونه، وچکالي، د اقليم بدلون او نور. خو د چاپېريال (هوا، اوبو، خاورې او ځمکې) ککړتيا، د اوزون طبقې نري‌کېدلو او د ځمکې کُرې د تودېدلو غوندې ځينې چاپېريالي پېښې له بشري فعاليتونو راپورته کېږي، چې ټولې د صنعتي فعاليتونو او له طبيعي زېرمو، د فوسليي انرژۍ له زېرمو او نانوېدونکې انرژۍ څخه په بې‌بريده کاراخيستنې سره رامنځته شوې دي. په نولسمه پېړۍ کې بشر په صنعت او ټېکنالوژۍ کې مهم کشفيات وکړل. بشر د صنعت او ټېکنالوژۍ تړلي ورونه يو په بل پسې پرانيستل، خو د بې‌دوامه صنعت د پراختيا او د نانوېدونکې انرژۍ د سرچينو د بې‌بريده کارونې ورانوونکو پايلو ته يې ونه کتل؛ دې بهير ورو ورو د ژوند چاپېريال داسې زيانمن کړ چې اوس يې رغول ناشوني ښکاري. که انسانان د چاپېريال د زياتېدونکې ککړتيا د عواملو مخه ونه‌نيسي او د پايدارې پراختيا پر اساساتو عمل ونه کړي، پايلې به يې خطرناکې وي.

په همدې خاطر لومړی د چاپېريال پوهنې ملي اداره رامنځته شوه چې د چاپېريالي پېښو خطرونه اداره او مخه يې ونيسي او هم د چاپېريال د ناڅاپي پېښو خطرونه راټيټ کړي. د هېواد پوهنتونونو او علمي بنسټونو د چاپېريال ورځ په ورځ زياتېدونکو ننګونو ته په کتو د چاپېريال پوهنې، طبيعي زېرمو، د پېښو د مدېريت پوهه خپره کړه، څېړنې يې وکړې او د دې څانګو ډيپارتمېنت يې جوړ کړ. همدغسې، د علمي ټولنې او کاري بازار اړتياو ته په کتو په ۱۳۸۸ لمريز کال کې په ځمکپوهنې پوهنځي کې د «چاپېريال ساتنه او د پېښو مدېريت» په نامه ډيپارتمېنت جوړ شو. دا ډيپارتمېنت په افغانستان کې د چاپېريال پوهنې او د پېښو د مدېريت لومړنی رسمي ډيپارتمېنت شو.

ورپسې د وخت له اړتيا سره سم د کابل پوهنتون د پراختيايي پلان او د اکاډميکو برخو د اختصاصي کولو پر بنسټ د کابل پوهنتون استادانو د لوړو زده‌کړو وزارت په همکارۍ د چاپېريال‌ پوهنې د خپلواک پوهنځي د جوړېدو وړانديز وکړ، چې د وزيرانو په شورا کې تصويب، او په کابل پوهنتون کې د چاپېريال پوهنې پوهنځی جوړ شو.

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

ليدلوری: د عصري ساينسي پوهې په مرسته د نوي نسل داسې روزنه چې د مهارتونو او ابزارو په مټ د موادو سرچینې وپېژني او د دې سرچينو د طبيعت مطابق د پايدارې پراختيا لپاره کار ترې واخلي، د طبيعي او انساني آفتونو او چاپېريالي ننګونو مخنيوی وکړي، پلان او تياری ورته ونيسي، په اړه يې لاس په کار شي، په هېواد کې ژوند ته لاره پرانيزي. مأموريت: په افغانستان کې د کثيرالرشتوي مرکز په توګه د علم، روزنې، تطبيقي څېړنې، د معلوماتو مدېريت او مسلکي ظرفيت لوړونې په برخه کې د طبيعي زېرمو او چاپېريال په څانګو کې تخصصي خدمت کول. موخې: د چاپېريال‌پوهنې پوهنځي د ستراتيژيک پلان د مسودې پر بنسټ د دې پوهنځي آره موخه ټولنې ته د داسې متخصصانو روزنه ده چې د چاپېريال او طبيعي زېرمو ستونزې او طبيعي آفتونه او پېښې اداره کړای شي. د دې پوهنځي له فارغانو دا تمه کېږي چې د چاپېريال اوسنۍ او راتلونکې ننګونې او ستونزې هوارې کړي.

د چاپېريال‌‌پوهنې پوهنځی د چاپېريال‌پوهنې د علومو، د طبيعي زېرمو د مدېريت او د پېښو مدېريت په څانګو کې د لېسانس په کچه داسې ځوان کهول په نوي علم او زده‌کړو، مهارتونو او تخنيکي وسايلو سره روزي چې له سرچينو څخه د هغوی د طبيعت مطابق کار واخلي، د پايدارې ودې او پراختيا لپاره پلان جوړ کړي، د چاپېريال پوهنې خونديتوب او ژغورنې ته چمتو شي، د بشر په لاس رامنځته‌شويو پېښو، طبيعي پېښو او چاپېريالي ګواښونو چاره وکړي، په هېواد کې ژوند ته لاره برابره کړي، د دې پوهنځي په مهمو او بنسټي موخو کې لاندې موارد يادولای شو:

  • محصلان اساسي طبيعي علوم، د چاپېريالي علومو بنسټونه، طبيعي زېرمې او د پېښو مدېريت زده کوي.
  • د محصلانو د کمپيوټر او انګلېسي ژبې مهارتونه ښه کېږي.
  • په راتلونکي کې يې محصلان د اوبو د زېرمو، د کانونو او کاني زېرمو د مدېريت، د پېښو د خطرونو د کمولو او مدېريت، د چاپېريال، د هوا ککړتيا، د نوېدونکې انرژۍ او زرغونې حللارې په برخو کې د لېسانس په سويه متخصصان کېږي.
  • محصلان د طبيعي زېرمو، د چاپېريال پوهنې نړيوالو قوانينو، نړيوالې تودوخې او د پېښو د خطرونو کمولو اړوند د چاپېريال‌پوهنې او خونديتوب ملي او نړيوال قوانين، پاليسۍ او معاهدې زده کوي.
  • محصلان د چاپېريالي اغېزې ارزونه او له اقليمي بدلونونو سره جوړجاړی زده کوي.
  • محصلان د طبيعي زېرمو، د ژوند د تنوع خونديتوب، د څړځايونو د ويجاړېدنې وقايې، د ويجاړو څړځايونو د احيا او بيارغونې، د ژويو ژوند، ځنلګونو او برسېرنو او ژورو اوبو په اړه ښه او زيات معلومات ترلاسه کوي.
  • محصلان د طبيعي او انساني پېښو لکه وچکالۍ، نېزونو، واورې ښويېدنو اړوندې پالېسۍ او ښه مدېريت زده کوي.
  • محصلان احصايه، ليکوالي او تخنيکي راپور ليکل زده کوي.
  • محصلان د چاپېريال ارزښت او د طبيعي زېرمو اقتصاد زده کوي.
  • محصلان د پېښو د خطرونو د کمولو او خنثی کولو ټېکنالوژي او د پېښو د خطرونو کمولو کې د خلکو ونډه اخيستنه او هڅول زده کوي.

دیپارټمنټونه

[سمول]

افغانستان تل د چاپېريال، طبيعي زېرمو او طبيعي پېښو له ننګونو سره مخ دی، د چاپېريال‌پوهنې پوهنځی ورته د متخصصو مدېرانو د روزلو لپاره رامنځته شو. د چاپېريال‌پوهنې پوهنځي بنسټ د کاربازار د غوښتنې او د ټولنې اړتياوو ته په کتو د اکاډميکې تشې د ډکولو لپاره کېښودل شو.

د چاپېريال پوهنې پوهنځی چې جوړ شو، د ځمکپوهنې د ننه د چاپېريال پوهنې او د پېښو مدېريت په نامه فعاله ډيپارټمنټ له دې پوهنځي سره يوځای شوه. د چاپېريال‌پوهنې پوهنځی دغه درې ډيپارتمېنتونه لري:

  • د چاپېريالي علومو ډیپارټمنټ
  • د پېښو مدېريت ډیپارټمنټ
  • د طبيعي زېرمو د مدېريت ډيپارټمنټ

دائمي کمېټې

[سمول]
  • د څیړنې کمیټه.
  • د ستراتیژیک پلان جوړولو کمیټه.
  • د تضمین کیفیت کمیټه.
  • د نصاب کمیټه.
  • د نظم او ډسپلین کمیټه.
  • د آزموینو کمیټه.
  • د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه

د برحاله محصلینو شمېر

[سمول]

په ۱۴۰۲ کال کې د چاپیریال ساتنی پوهنځي په دریو څانګو کې ټولټال (۴۸۸) زده کونکي لري چې (له لومړي څخه تر څلورم ټولګي پورې)په دولسو ټولګیو کې تنظیم شوي دي.

د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

[سمول]

د تدریس میتود: د چاپېریال پوهنه پوهنځی کی د تدریس دلاندی میتودونو څخه کار اخیستل کیږی:

  • لکچرونه
  • پریزینټیشنونه
  • زده کړیزی ویډیوګانې

(Case study)

  • لابراتواری او عملی کارونه
  • انفرادی او ګروپي بحثونه او مناقشات

Brainstorming د محصلینو د ارزونی میتودونه: د لیسانس دوره د زده کړه د مقرره د ۱۸ ماده پربنسټ د محصلینو ارزونه په لاندی ډول صورت مومی:

  • د صنفي فعالیتونو کې د برخه اخیستنې سلنه.(10٪)
  • د صنفي پروژو سلنه ( کورنۍ دندې (10٪)
  • د سمستر منځنی ازموینې سلنه ( 20٪)
  • د سمستر د پای ازموینې سلنه ( 60٪)

درسي نصاب

[سمول]

نوموړې پوهنځی درې څانګې لري چې له چاپېریال پوهنې، پيښو او طبیعي زېرمو مدیریت څخه عبارت دي:

  • د چاپېریال پوهنې دیپارتمنت
  • د پېښو مدیریت دیپارتمنت
  • د طبیعي زېرمو مدیریت دیپارتمنت

اوسنی حالت

[سمول]

د چاپیریال پوهنی پوهنځی په کابل پوهنتون کی خپلواکه ودانۍ لري چی پدی ودانی کی 8 درسی خونی، 10 د استادانو دفترونه او 2 اداری دفترونه ، تخصصی کتابتون ، مجهز GIS Lab او همدارنګه د استادانو لپاره مجهز څیړنیز دفتر په لرولو سره یو لوی تالار هم د پوهنځي په ودانۍ کې شتون لري.

د چاپیریال پوهنې پوهنځي کې د غوره خدمتونو په موخه کافي سهولتونه موجود دي لکه ( 24 ساعت انترنت، برق، د تدریس لپاره د پرجکتور او LCD سیستمونه په درسي خونو کې شتون لري).

ښکلي هنرونه

[سمول]

د ښکلو هنرونو پوهنځی د ټولنې د اړتیاوو له علمي او اکاډمیکو معیارونو سره سم د هنري تخلیقاتو په موخه د هیواد د هنري او لرغونو اثارو د ارزښتونو د ساتنې او پراختیا، د استعدادونو د ودې او د ځوانو محصلینو د پوهې د کچې لوړولو په موخه د تياتر، تصنیف او ترانو، ښکلایزو هنرونو، ګرافيک ډيزاين، نقاشۍ، سينما، ننداریزو ادبياتو او انځورګرۍ په برخو کې، د جمالياتي ذوق د ودې او پراختيا، او د هنري کارونو د کيفيت د کچې د لوړولو او د ګالريونو او موزیمونو د بډایه کولو په موخه، د هنر په مختلفو برخو کې د مسلکي متخصصینو روزنه لکه؛ د هېواد د ښوونې او روزنې لپاره د مسلکي ښوونکو د روزنه، د لوبغاړو، ترانه ویونکیو روزنه د راډیو او ټلویزیون، تیاتر او سینما لپاره، د انځورګرانو، لیکوالانو، ښکلایزو هنرمندانو، انځورګرانو او تکړه ګرافیک ډیزاینرانو د روزنې لپاره په ملي او نړیواله کچه جوړ شوی دی.

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری: دوامداره پرمختګ د لوړو زده کړو د قوانینو له غوښتنو سره سم چې په اخلاقي اصولو او د هیواد په اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو ولاړ وي. د نویو او معاصرو نړیوالو علمونو څخه برخمن کېدل، د پوهې او هنر د تولید وړتیا، په غوره او پراخو انساني سرچینو ، ملي او ټولنیزوه پانګه د ملي ارزښتونو خوندیتوب او را منځته کېدل .او همدارنګه د سالمې او هر اړخیزې ادارې درلودل، مسلکي علمي پوهه، له فساد، تبعیض او تعصب څخه لرې د مساوي فرصتونو رامینځته کول، او همدارنګه له چاپیریال او فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې او د څیړنې، ارزښتمنو اثارو د را منځته کولو، د جشنونو او نندارتونونو د جوړولو په ډګر کې د لومړي مقام د ترلاسه کولو هڅې. د هنر او فرهنګ د تلپاتې او ګړندۍ ودې لپاره په سیمه ایزه او حتی لوړه کچه د ارزښتناکو علمي او هنري کارونو تولید ته په پام سره. همدانګه له یوه موخیز او مطلوب چاپېریال څخه برخمن کېدل؛ د څیړنې، د ارزښتناکو اثارو پنځولو، د جشنونو او نندارتونونو په ترسره کولو سره د چټکې او دوامداره ودې په پام کې نیولو سره په سیمه کې لومړي مقام ته رسیدل. مأموریت: - د انسان په نړیوال او بې شانه هنر کې د علم د تقویې او اغېزمنتیا او د ټولې د خوندیتوب، د ټولنې د ستونزو د حل، هوساینې ته د رسېدو، د علم او هنر د عامولو او خپرېدو په موخه د علمي معیاراتو په پام کې نیولو سره د ګټورې او کارندې څېړنې تر سره کول.

- د علمي ودې او د علمي غړو د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا له لارې د همکارۍ فضا رامینځته کول. -

د پوهنځي د کچې لوړول، په څیړنیزو پروژو کې (په ځانګړې توګه ملي څیړنیزې پروژې)، د ګډو نړیوالو څیړنیزو پروژو زیاتول او د څیړنې او زده کړې په برخه کې د نړیوالو اعتبارونو ترلاسه کول. موخې: - د هنري زده کړو د کیفیت دوامداره ښه والی.

- د اکادمیک کارمندانو پراختیا او پیاوړتیا او د دوی خوځښت او فعالیت، د دوی د وړتیا تر بریده.

- د څانګو دایمي ترتیب (ړنګول، جوړول، اصلاح او ترکیب).

- د محصلینو له ظرفیت څخه اعظمي استفاده.

- د پوهنځي د څیړنې پراختیا.

- د ټولنې د ستونزو د حل او د ټولنې د ریښتینو اړتیاوو د پوره کولوپه موخه په پوهنځي کې د څیړنې وده او پراختیا،

- د چاپیریال ښه کول (د تلپاتې او دوامداره کړنو په ګډون) له موجوده څېړنیزو ظرفیتونو څخه د اعظمي استفادې په موخه،

- د خدماتو په وړاندې کولو کې د سیالۍ ځواک رامینځته کول او ساتل.

- د خدمتونو د وړاندې کولو چټکتیا.

- د بشري سرچینو پراختیا او پیاوړتیا.

- د پوهنځي لپاره د پلان جوړونې، د فرهنګي برنامو د پلي کولو په برخه کې د پراخ لید سیاست کارول.

- د هنر او فرهنګ په حوزه کې د ساستونو، کړنو او پرېکړو د یو لاس کول.

د ښکلو هنرونو پوهنځي ډیپارټمنټونه

[سمول]

دا پوهنځی اته دیپارتمنتونه لري چی هر یو یی په لاندی ډول تشریح کیږي:

  • د نقاشۍ ډيپارټمنټ
  • د تزیني هنرونو ډيپارټمنټ
  • د ګرافیک ډیزاین ډيپارټمنټ
  • د تياتر ډيپارټمنټ
  • د سینما ډيپارټمنټ
  • د تصنیف او ترانو ډيپارټمنټ
  • د ننداریزو ادبياتو ډيپارټمنټ
  • د فوتوګرافۍ ډيپارټمنټ

د پوهنځي دائمي کمېټې

[سمول]

پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

  • د تضمین کیفیت کمېټه
  • د تحقیق کمېټه
  • د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه
  • د ستراتیژیک پلان کمېټه
  • د کوریکولم د پراختیا کمېټه
  • د امتحاناتو کمېټه
  • د نظم و دسپلین کمېټه
  • فرهنگي کمېټه

عامه ادارې او پاليسي

[سمول]

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی پر ۱۳۹۰ هـ لمریز په کابل پوهنتون کې تأسیس شوی دی. دغه پوهنځی د تأسیس په لومړیو کې د سیاست، حکومتولۍ او د دولتي پراختیایي پروګرامونو د مدیریت په برخه کې د مختصصو کادرونو پر روزنه بوخت و. په دغه پوهنځي کې د زده‌کړو موده اته سمسټره ده، چې په لومړیو دوو کلونو کې یې اساسي او پوهنتونشموله مضمونونه او په وروستیو دوو کلونو کې یې د عامه ادارې او پالیسي اړوند تخصصي مضمونونه تدریسيږي. په دې پوهنځي کې په ملي او انګلیسي ژبو تدریس ترسره کېږي، دا راز ټول عملي او نظري درسونه له نوې ټيکنالوژۍ څخه په ګټن مخته وړل کېږي او د لیسانس دوره د کاري زده کړې د یوې عملي دورې په ترسره کولو سره بشپړیږي. د پوهنځي درسي نصاب د افغاني ټولنې له غوښتنو سره سم په معیاري توګه د جرمني د پوټسدام پوهنتون له لوري او د جي آی زیډ (GIZ) موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. یادو بنسټونو د دې پوهنځي د استادانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم همکاري کړې ده. د دې پوهنځي محصلان د تیوریکو مسایلو د زړه کړې تر څنګ په اووم او اتم سمسټر کې د عملي زده کړو لپاره دولتي ادارو ته لېږل کېږي، چې د هغو نظري مسایلو عملي مشاهده وکړي چې دوی په پوهنځي کې زده کړي دي.

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي په لومړي کال کې ۱۰۰ محصلان درلودل؛ خو په را ورسته کلونو کې دا شمېر زیات شو. په ۱۴۰۰ کال کې د کانکور ازموینې له لارې دغه پوهنځي ته ۳۲۷ محصلان جذب شول. باید ووایو چې دغه پوهنځي ټولنې تر دې دمه د لیسانس په کچه اته دورې فارغان وړاندې کړې دي.

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لید لوری: د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی د یوه نوښتګر، منظم او پیاوړي پوهنځي توګه ژمن دی، چې د ټولنې د اړتیاوو او شرایطو په پامنیوي، د زده کړو او څېړنې له لارې د معیاري تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د ښې حکومتولۍ د رامنځته کېدو په موخه د مختصصو کادرونو په روزنه او د سالمې ادارې لپاره د پراخو او کارنده پالیسیو جوړولو په برخه کې د هېواد په کچه د یوه پیاوړي علمي بنسټ په توګه ځان مطرح کړي.

مأموریت: د ښې حکومتولۍ، سیاستولۍ او دولتي سازمانونو د پراختیا په برخو کې د متخصصو کادرونو د روزنې لپاره د علمي او عملي زده کړو رامنځته کول.

موخې: د سالمې، ځواب‌ویونکې او وړ ادارې رامنځته کول، په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستو په برخه کې همکاري، د عامه خدمتونو معیاري کول، په عامه ادارو کې د خدمت کولو په موخه د وړ او ژمن کادر روزنه

دیپارتمنتونه

[سمول]

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی درې ډيپارټمنټونه لري. دا ډيپارټمنټ فارغ‌ ورکونکې نه دي، له همدې امله په عموم کې د دې پوهنځي محصلان د رشتې له تفکیک نه پرته فارغېږي. دا پوهنځی د عامه ادارې، عامه پالیسي او د پراختیا مدیرت ډيپارټمنټ لري.

  • د عامه ادارې ډيپارټمنټ
  • د پراختیا د مدیریت ډيپارټمنټ
  • د عامه پالیسي ډيپارټمنټ

دائمي کمېټې

[سمول]

په دغه پوهنځي کې دغه لاندې اته رسمي کمېټې شتون لري:

  • د تضمین کیفیت کمېټه
  • د تحقیق کمېټه
  • د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه
  • د ستراتیژیک پلان کمېټه
  • د کوریکولم د پراختیا کمېټه
  • د امتحاناتو کمېټه
  • د نظم و دسپلین کمېټه
  • فرهنگي کمېټه

حقوق او سياسي علوم

[سمول]

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری: د لوړو زده کړو په برخه کې د ترټولو معیاري مرکز باندې د پوهنځي بدلېدل او د معتبرو علمي معیارونو، زده کړه ایزو خدمتونو او ټولنيز باور پر بنسټ د هېواد او سیمې په کچه د یو وړ ځای ترلاسه کول دي.

مأموریت: د حقوقي پوهې او سیاسي علومو په پرمختګ او ترویج کې برخه اخیستل او د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د علمي برنامو د پراختيا پر بنسټ مسلکي، ژمن او د ټولنې له اړتیاوو سره سم د بشري ځواک او کادرونو روزل.

موخې:

  • د ټولنې پرمخـــــتګ او ودې لپاره د حقوقو او سیاسي علومو پراختیا
  • د ټولنې له اړتیاوو سره سم د وړ او معیاري علمي ليکنو، وړاندې کول
  • د انساني کرامت، اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نیولو سره نوښتګرو، ژمنو او باوري کادرونو روزل

د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځۍ ډیپارټمنټونه اوس مهال د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې لاندې څلور ډيپارټمنټونه موجود دي:

۱. د جزا حقوقو او جنایي علومو ډيپارټمنټ.

۲. د خصوصي حقوقو ډيپارټمنټ.

۳. د نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ.

۴.د عمومي حقوقو ډيپارټمنټ.

د هېواد عدلي، قضایي، اداري او ډېپلوماسۍ ارګانونو د بشري ځواک اړتیاوو ته ځواب ویل

د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځۍ ډیپارټمنټونه اوس مهال د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې لاندې څلور ډيپارټمنټونه موجود دي:

۱. د جزا حقوقو او جنایي علومو ډيپارټمنټ.

۲. د خصوصي حقوقو ډيپارټمنټ.

۳. د نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ.

۴.د عمومي حقوقو ډيپارټمنټ.

د پوهنځي دائمي کمېټې

[سمول]

پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

  • د تضمین کیفیت کمېټه
  • د تحقیق کمېټه
  • د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه
  • د ستراتیژیک پلان کمېټه
  • د کوریکولم د پراختیا کمېټه
  • د امتحاناتو کمېټه
  • د نظم و دسپلین کمېټه
  • فرهنگي کمېټه

د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

[سمول]

د تدریس مېتودونه: د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی کې د پوهې لېږد او د نویو لاسته راوړنو په موخه په تدریس کې د بېلابېلو لارو څخه ګټه پورته کېږي. د پوهنځي استادانو په وسيله د بېلابېلو مضمونونو تدریس په نظري او عملي بڼو د کوچينو برخو (مفرداتو) اړوند، چې په نصاب کې ليکل شوې دي، ترسره کېږي. د اغېزمن تدریس په موخه استادان اړوند موضوګانې د سلایډونو د ښوودنې څخه چې مخکې ترتیب شوې په خپلو مضمونونو کې کاروي. د محصلينو د علمي کچې د لوړتیا په پار محصلين د لکچرنوټونو، معیاري درسي کتابونو، انټرنټ، کتابـخونې او ډیجیټلي سرچينو څخه برخمن کېږي. په همدې ډول د زده کړو د ستونزو لېرې کولو او د نویو لاسته راوړنو لېږد په موخه په پوهنځي کې وخت په وخت د سلا - ورکړې درسونه او کنفرانسونه دایریږي.

د محصلينو د ارزونې مېتودونه:

د زده کړیالانو ارزونه د ټولګي دننه، د سمستر منځنۍ او وروستۍ ازموینو له لارې ترسره کېږي، همدارنګه زده کړیالان د يوګړي او څوګړي پروژو پواسطه هم ارزیابی کیدای شي، د زیاتره مضمونونو د پروژو او سیمنارونو ارزونه یو له بل سره توپير لري، چې پروژه د هر محصل په واسطه د استادانو او زده کړیالانو په موجودیت کې وړاندې کېږي، البته د زده کړیالانو ارزیابی د مربوطه مضمون د محتوا، د ازموینو لایحو او د لوړو زده کړو وزارت مقرراتو سره سم صورت نیسي.

ارواپوهنه او روزنيز علوم

[سمول]

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی په ۱۳۴۱ ل کال کې د کابل پوهنتون په اډانه کې د ښوونې او روزنې د پوهنځي په نامه جوړ شو او د شپیتو تنو محصلانو په منلو یې د لسو تنو تجربه لرونکو داخلي او امریکایي استادانو چې په بېلابېلو ډيپارټمنټونو کې یې دوکتوراوې او ماسټرۍ درلودې کار پیل کړ. هغه مهال د نوموړي پوهنځي د جوړېدو او تأسیس موخه په هغو ډيپارټمنټونو کې چې د هېواد په منځینیو ښوونځیوکې لوستل کېدې، د ښوونکو روزنه وه. د دغو ډيپارټمنټونو تر څنګ، بل ډیپارټمنټ د روزنیزې ادارې په نامه هم و چې وروسته بیا د مسلکي ښوونو په نامه ونومول شو. دا پوهنخی په ۱۳۵۲ کال کې په تدریجي توګه لغوه او له منځه ولاړ او محصلان یې د ساینس، ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځیو پورې وتړل شول. د مسلکي تحصیلاتو ډیپارټمنټ چې د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي پورې تړلی شوی و، په ۱۳۵۸ کال کې بېرته د ښوونې او روزنې د پوهنځي په توګه رامنځ ته شو؛ خو دا ځل یې یواځې دوه ډیپارټمنټونه، د ارواپوهنې او پیداګوژۍ په کې وو چې د جوړېدو موخه یې په هېواد کې د پوهنې د برخې د اړتیاوو پوره کول وو. د ارواپوهنې او پیداګوژۍ په برخه که کې، د وخت په تېرېدو او په ټولنه کې د نویو غوښتنو په منځ ته راتګ سره، د لوړو زده کړو وزارت پرېکړه وکړه چې د ښوونې او روزنې په نامه پوهنتون جوړ کړي. همدا لامل شو چې د پوهنځي نوم له ښوونې او روزنې څخه د ارواپوهنې او روزنیزو علومو په پوهنځي واوړي.

له دې پوهنځي وروسته یې په خپلو موخو بیاکتنه وکړه او د ارواپوهنې او پیداګوژۍ بېلابېلو برخو ته یې پاملرنه وکړه او په پایله کې یې نور ډیپارټمنټونه د روزنیزې ادارې، اروايي مشورې، په نامه په۱۳۹۲، ټولنیزکار په ۱۳۹۲ او پلان او روزنیزه پالیسي په ۱۳۹۳ کال کې د دې پوهنځي په اډانه کې منځ ته راغلل. اوس دا پوهنځی شپږ ډیپارټمنټونه لري.

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی د پوهې په برخه کې د چټک پرمختګ او په نړۍ کې د نویو پوهنو پرمختګ او د ګران هېواد اړتیاوو ته په کتو، د لوړو زده کړو وزارت ستراتېژیک پلان ته په پام، په دې لټه کې دی چې د خپلو پرمختیایي پروګرامونو د ښه والي او پلي کولو لپاره نوې طرحې جوړې کړي، تر څو په دې برخه کې د هېواد په داخل او بهر کې له نورو ادارو او تحصیلي سازمانونو سره ښه او د باور وړ همکار او ملګری و اوسي. ټولنې ته د ځوانو مسلکي کادرونو په وړاندې کولو سره، لا ډېر د خدمت مصدر وګرځي. د پوهنځي مشرتابه دا چوپړتیاوې کافي نه ګڼي، د علم د پرمختیا، له سیمه ییزو او نړیوالو معیارونو سره د برابرو لوړو تحصیلاتو په برخه کې نور ګټور کارونه او فعالیتونه هم په پلان کې لري.

لید لوری، مأموریت او موخې لیدلوری:

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی علمي او روزنیز سازمان په توګه، د علمي او څېړنیزو فعالیتونو له اوږدې مخینې سره، هڅه کوي چې د علم په تولید سره د ارواپوهنې او روزنیزو علومو او روزنې مینه والو ته د باور وړ او ګټور خدمتونه وړاندې کړي. همدارنګه د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی په دې هڅه کې دی چې ښوونیز او څېړنیز فعالیتونه معیاري کړي.


ماموریت:

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی رسالت لري، چې معیاري ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي او وړ ښوونیز فرصتونه برابر کړي، لوړ تحقیقات پلي او متخصص کادرونه وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي.

موخې:

دا پوهنځی رسالت لري، تر څو معیاري ښوونیز خدمتونه وړاندې او مناسب ښوونیز فرصتونه چمتو، لوړ تحقیقات پلي او متخصص کادرونه وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي.

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی، د پوهنځي د استادانو د علمي او ښوونیزې کچې د لوړاوي تر څنګ، د درسي نصاب د معیاري کولو لپاره د لاندې موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي:

- د محصلانو او ټولنې غوښتنو او اړتیاوو ته په پام د باکیفیته تحصیلي خدمتونو وړاندې کول؛

- د لوړو او علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره د امکاناتو او اسانتیاوو منځ ته راوړل او پراختیا؛

- د ښوونیزې ټکنالوژۍ د بنسټونو منځ ته راتګ او پراختیا؛

- د استادانو او محصلانو د ارزونې د سیسټم معیاري کول؛

- د ښوونیز سیسټم او درسي میتودونو اصلاح او ښه والی؛

- له نورو ملي، سیمه ییزو او نړيوالو پوهنتونو سره د علمي او ښوونیزو هوکړه لیکونو لاسلیک

ډیپارټمنټونه

[سمول]

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی شپږ څانګې(ډیپارټمنټونه) لري چې هره ډيپارټمنټ یې د ټولنې د اړتیا پر بنسټ منځ ته راغلې او فعالیت کوي چې لاندې هره ډيپارټمنټ معرفي کېږي.

  • د پیداگوژي ډيپارټمنټ
  • د ارواپوهنې ډيپارټمنټ
  • د ښوونیز مدیریت ډيپارټمنټ
  • د مشورې او لارښوونې ډيپارټمنټ
  • د ټولنیز کار ډيپارټمنټ
  • د پلان او پالیسۍ ډيپارټمنټ

د ارواپوهنې او روزنیز علومو پوهنځي دائمي کمېټې

پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

  • د تضمین کیفیت کمېټه
  • د تحقیق کمېټه
  • د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه
  • د ستراتیژیک پلان کمېټه
  • د کوریکولم د پراختیا کمېټه
  • د امتحاناتو کمېټه
  • د نظم و دسپلین کمېټه
  • فرهنگي کمېټه

رياضيات

[سمول]

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری:

د رياضياتو پوهنځی بايد د يو ښوونيز او څړنيز ، د لوړ کيفيت ، د علمي او اکاډميکو معيارونو پر بنسټ د هېواد او سيمې په کچه په موډرنه ټکنالوژۍ سمبال او د تحقيق او تدريس له لارې په ټولنه کې په نقش لرونکي پوهنځي بدل شي.

ماموريت:

د استادانو او کارمندانو د علمي سطحې پراختيا ،پرمختيا د تدريس ،څېړنې ،کورسونو او بورسونو له ليارې د علمي کادر روزل.

. د ټولنې د اوسنيو اړتياوو سره سم د فارغانو د ظرفيت لوړول او پراختيا؛

. د هېواد اړتيا ته په کتو د علمي څېړنو زمينه برابرول او د هغو پراختيا او پرمختيا؛

. د اوسنيو منل شوو سيستمونو سره برابر معياري تدريس؛

. د زدکړو مناسب چاپېريال برابرول او د هېواد په سطحه د زدکړې ،محاسبې او رهبرۍ په برخه کې ټولنې ته د وړ او لايقو متخصيصونو وړاندې کول.

موخې:

۱.ـ زدکړه او علمي څېړنې؛

۲. د ټکنالوژۍ او معياري کړنلارو څخه کټه اخيستنه؛

۳. د ټولنې اړتياوو ته په کتو په زدکړه کې د پوهنځي ونډه؛

۴. د عوايدو پلټنه او لاسته راوړل؛

۵. د څېړنيزو او پوهنيزو کړنو لپاره زمينه برابرول؛

۶. د انفورماټيک په ګډون د څېړنيزو او ځانګړو رياضياتو د څېړنې او پراختيا زمينه برابرول؛

۷. د هېواد څخه بهر د تړونونو اوفعاليتونو تر سره کول؛

۸ . د متوقعه پايلو او لاسته راوړنو سوداګريز کول؛

دائمي کمېټې پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

د تضمین کیفیت کمېټه د تحقیق کمېټه د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه د ستراتیژیک پلان کمېټه د کوریکولم د پراختیا کمېټه د امتحاناتو کمېټه د نظم و دسپلین کمېټه فرهنگي کمېټه

ډیپارټمنټونه

[سمول]

د ریاضیاتو پوهنځي څلور ډیپارټمنټونه لري چې په لاندې ډول تشریح کېږي:

د الجبر ډيپارټمنټ انالېز ډيپارټمنټ د تطبيقي رياضياتو ډيپارټمنټ د عمومي رياضياتو ډيپارټمنټ

د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

[سمول]

د تدریس مېتودونه:

د شاګرد محوری (OBE-SCL) او الکترونیکي زده کړې د پایلو پر بنسټ ترسره کېږي.

د ریاضیاتو د مضمونونو تدریس د شاګرد محوری پر بنسټ تر سره کېږي، چې په هغه کې محصلانو ته وخت ورکول کېږي ترڅو د تدریس شوې موضوع په هکله بحث او مناقشه وکړي، همدارنګه د محصلانو ستونزې حل او مثبته لارښوونه کېږي.

د محصلانو د ارزونې مېتودونه:

صنفي فعالیت او حاضري: 10% عملي کار او کورنۍ دنده: 10% د سمستر منځنۍ ازموینه: 20% د سمستر د پای ازموینه: % 60

د پوهنځۍ اوسنی حالت

[سمول]

دریاضیاتو پوهنځی څلورغیرې فارغ ۱۰ فعالې څانګې( دریاضي آنالیز،الجبر، د تطبیقي ریاضیات او د عمومي ریاضیاتو) څانګې لري. د یاد پوهنځي علمي او اداري چارې د اتو ګونو فرعي کمېټو، څلورو څانګو او علمی شورا له لوري تنظیمیږي. ریاضیاتو پوهنځی د زده کړې لپاره یو مناسب چاپېریال ( معیاري ټولګي، د کنفرانسونو تالار او اداري دفترونه) لري. په ریاضیاتو پوهنځي کې یو کمپیوټر لب شتون لري، چې محصلان او استادان ترې ګټه اخلي. همدا راز په ریاضیاتو پوهنځي کې یو کتابتون هم شتون لري. په ریاضیاتو پوهنځي کې یو کمپیوټر لب شتون لري، او د تطبیقي مضمونونو د عملي کارونو لپاره ‎محصلان د Mathematica ، MATLAB او C++,MAPLE پروګرامونه کارولو لپاره نوموړي کمپیوترلب څخه ګته اخلي او خپلې اړتیاوې پوره کوي. یاد پوهنځی یو کتابتون درلودونکی دی چې نژدې ( ۱۰۰۰ ) ټوکه کتابونه پکې شتون لري چې د اړتیا په صورت کې استادان او محصلان ترې ګټه اخلي.

د ریاضیاتو پوهنځی کې د روځنۍ، شپې او ماستری برخو کې ۵۶۰ په شاوخوا کې محصلان په زده کړو بوخت دی.

ددې پوهنځی استادان له خپلو تدریسي، څېړنیزو او اداري کړنو برسېره لاندې کارونه هم سرته رسوي.

دپوهنتون او پوهنځي په بېلابېلو کمېټو کې رغنده ونډه. په علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو کې رغنده ونډه او فعالیت. په علمي چارو کې د هیواد دعلمي کادرونو ته لارښونه کول. د هیواد د ډېریو پوهنتونو لپاره د ریاضیاتو به برخه کې د کادري آزموینو اخیستل. دریاضیاتو په څانګه کې د علمي کتابونو تآلیف او ژباړه .

داخلي ژبې او ادبيات

[سمول]

د ۱۳۲۳کال د تلې په لومړۍ نېټه د کابل پوهنتون په چوکاټ د د بشري علومو او ادبیاتو پوهنځی رامنځته شو او دې پوهنځی زموږ د هېواد د ادبیاتو او کلتور د تاریخ په پېژندنه کې مهم او ارزښتناک ګامونه واخیستل.

د دې پوهنځي د تأسیس موخه د افغانستان د پېړیو پېړیو مخکې او نننیو ادبي او کلتوري ارزښتونو درک، د هغه پېژندنه او د نوي نسل روزلو له لارې راتلونکو پېړیو ته د هغه لېږد و. پر دې سربېره په مختلفو ادبي او علمي رشتو کې د تکړه ښوونکو روزنه هم د دې پوهنځي له مهمو موخو څخه وه.

د دې پوهنځي لومړی تحصیلي پروګرام د پښتو ژبې د ادبیاتو تاریخ، د دری ژبې د ادبیاتو تاریخ، د پښتو ګرامر، د دری ګرامر، پښتو متون، پښتو ادبي فنون، دری ادبي فنون، فلسفه او اراواه‌پوهنه، عربي او انګلیسي ژبو څخه جوړ و، چې د وخت د پوهنې وزير په مشرۍ د يو باصلاحيته پلاوي لخوا تعين شوی و او د تدريس لپاره يې ارواښاد پوهاند عبدالحی حبیبي (د پوهنځي رییس)، محمد کریم نزیهي، محمد اعظم ایازي، پاینده محمد زهیر،امین الله زمریالی، سرور ګویا، عبدالرووف بېنوا، عبدالحق بیتاب. غلام جیلاني جلالي، هاشم شایق افندي، امین میرزا قفقازي او شمشیر خان د استادانو په توګه وګمارل شول. د دې محدودو استادانو په درلودو سره د دې پوهنځي لومړيو محصلانو ته، چې د حبیبیې لیسې او د قندهار د احمدشاهي لیسې لس تنه فارغان و؛ د ۱۳۲۳ لمریز کال د تلې په لومړۍ نېټه تدریس پیل شو.

له ۱۳۴۰کال وروسته په دغه پوهنځي کې د څو بهرنیو ژبو ډيپارټمنټونه هم جوړې شوې؛ خو وروسته په ترتیب ژورنالېزم، ټولنیز علوم، ارواپوهنه او د ښکلو هنرونو ډيپارټمنټونه د ادبیاتو له پوهنځي څخه بېل شول. په همدې خاطر د ټولنیزو علومو او ادبیاتو پوهنځي نوم، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بدل شو. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په ۱۳۹۹ کال کې پر دوو پوهنځیو (د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی او د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځی) ووېشل شو. اوسمهال د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی درې ډيپارټمنټونه (د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ، د دري ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ او د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ) لري. اوس مهال دغه پوهنځی په پښتو او ‌دري څانګو کې د ماسټرۍ او دکتورا برنامې هم لري.

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری:

د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی په ملي او نړیواله کچه د افغانستان د ژبو او ادبیاتو لپاره د ژمنو او متخصص کادرونو د روزلو په موخه، د یوه باوري علمي او اکاډمیک مرکز په توګه کار کوي، تر څو د دې پوهنځي فارغان د تکړه او مسلکي څېړونکيو او داخلي ژبو او ادبیاتو ته د ژمنو کسانو په توګه خپل هېواد په اکاډمیکه برخه کې خدمت وکړي.

ماموریت:

د داخلي ژبو او ادبیاتو اړوند او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو د داسې مسلکي او تخصصي کادرونو روزنه، چې د افغانستان په تاریخي ارزښتونو او د هېواد پر اساسي قانون باور ولري او په ښه ډول هېواد ته خدمت وکړي.

موخې:

په عموم کې د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د تأسیس موخې د هېواد د نننیو او مخکینیو پېړیو د کلتوري او ادبي ارزښتونو درک، د خپل هېواد د ځلانده ادب او کلتور په باب پوهاوی، راتلونکو پېړیو ته یې لېږد او په مختلفو ادبي او علمي رشتو کې د تکړه ښوونکو روزنه ده؛ خو په ځانګړې توګه د دې پوهنځي لپاره لاندې موخې یادولی شو:

د ټولنې او محصلینو اړتیاوو ته په کتو د باکیفیته تحصیلي خدماتو وړاندې کول؛ د ننني عصر له اړتیاوو سره سم د ادبي او کلتوري څېړنو لپاره د امکاناتو او اسانتیاوو رامنځته کول او پراختیا؛ د ژب پېژندنې او ادب پېژندنې په برخو کې د علمي څېړنو لپاره زمینه برابرول؛ د پښتو، دری او اوزبیکي ژبو د علمي او مسلکي بډاینې لپاره کار کول؛ د پوهنځی په کچه د ژباړې او ادبي ـ کلتوري څېړنو په برخه کې د یوه باوري مرکز رامنځته کول؛ د سیمې او نړۍ له پوهنتونونو سره د علمي-روزنیزو توامیتونو رامنځته کول؛ ۳. توأمیتونه

د چین یونن منزو پوهنتون (Yunnan Minzu University). د فردوسي مشهد پوهنتون ـ ایران د علامه طباطبایي پوهنتون ـ ایران پژوهشګاه علوم انسان ـ ایران د هند جواهر لعل نېهرو پوهنتون

ډیپارټمنټونه

[سمول]

د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی لاندې دری ډيپارټمنټونه لري، چې په لاندې ډول تشریح کېږي.

  • د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ
  • د دري ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ
  • د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ

دائمي کمېټې

[سمول]

پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

د تضمین کیفیت کمېټه د تحقیق کمېټه د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه د ستراتیژیک پلان کمېټه د کوریکولم د پراختیا کمېټه د امتحاناتو کمېټه د نظم و دسپلین کمېټه فرهنگي کمېټه

بهرنۍ ژبې او ادبيات

[سمول]

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د ملي ژبو د زده کړې تر څنګ د بهرنيو ژبو د زده کړې په برخه کې هم جدي پانګونه کېږي. ځکه د یو ملت د کلتور، رسم او ادب د پېژندلو یوازینۍ لار د هغه قوم ژبه زده کول دي.

د ادبیاتو پوهنځی چې د ادب د تاریخ او د فرهنګ په څرنګوالي کې یې لویې کړنې تر سره کړي د ۱۳۲۳ لمریز کال د تلې په لومړۍ نېټه د کابل پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شو. دا مهال په کابل پوهنتون کې یوازې د طب، حقوق او ساینس درې پوهنځي وو. د دې پوهنځي موخه د څېړنې او لوړو زده‌کړو له لارې د هېواد د ځوانو کادرونو روزنه او نړیوالو ته د هېواد د کلتور او تاریخ بیان او شرحه، په بېلا بېلو علمي او ادبي برخو کې د مجربو ښوونکيو روزنه د دې پوهنځي موخه وه.

د دې پوهنځي په لومړی تحصیلي پروګرام د پښتو ژبې د ادبیاتو تاریخ، د دری ژبې د ادبیاتو تاریخ، د پښتو ګرامر، د دری ګرامر، پښتو متون، پښتو ادبي فنون، دری ادبي فنون، فلسفه او اراواه‌پوهنه، عربي او انګلیسي ژبو څخه جوړ و، چې د وخت د پوهنې وزير په مشرۍ د يو باصلاحيته پلاوي لخوا تعين شوی و او د تدريس لپاره يې ارواښاد پوهاند عبدالحی حبیبي (د پوهنځي رییس)، محمد کریم نزیهي، محمد اعظم ایازي، پاینده محمد زهیر،امین الله زمریالی، سرور ګویا، عبدالرووف بېنوا، عبدالحق بیتاب. غلام جیلاني جلالي، هاشم شایق افندي، امین میرزا قفقازي او شمشیر خان د استادانو په توګه وګمارل شول. د دې محدودو استادانو په درلودو سره د دې پوهنځي لومړيو محصلانو ته، چې د حبیبیې لیسې او د قندهار د احمدشاهي لیسې لس تنه فارغان و؛ د ۱۳۲۳ لمریز کال د تلې په لومړۍ نېټه تدریس پیل شو.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په ۱۳۹۹ کال کې پر دوو پوهنځیو (د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی او د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځی) ووېشل شو.

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری:

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي لیدلوری عبارت دی له: د مدیریت او رهبرۍ غوره مقام ته رسېدنه، د باکیفیته او معیاري نصاب درلودل، د پوهې تولید، د زده کړې په برخه کې تلپاتې پرمختګ او پراختیا، څېړنو ته پاملرنه او د زده کړې په برخه کې په لوړو ردو کې د پوهنځي درول، مهارت، په ملي او نړیواله کچه څېړنه او د کاري فرصتونو برابرول، په نویو او مدرنو لارو د تحصیلي

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي لیدلوری عبارت دی له: د مدیریت او رهبرۍ غوره مقام ته رسېدنه، د باکیفیته او معیاري نصاب درلودل، د پوهې تولید، د زده کړې په برخه کې تلپاتې پرمختګ او پراختیا، څېړنو ته پاملرنه او د زده کړې په برخه کې په لوړو ردو کې د پوهنځي درول، مهارت، په ملي او نړیواله کچه څېړنه او د کاري فرصتونو برابرول، په نویو او مدرنو لارو د تحصیلي

خدمتونو وړاندې کول په فرهنګي، ادبي، هنري، ژب‌ پېژندنې، د خلکو د خبرولو او ملي وحدت په ټینګښت کې، د علمي کادر د استعداد او ظرفیت لوړونه، د اسلامي او ملي یووالي پراختیاو او تقویت او همدا راز د یو او بل منلو مفکورې عملي کول.

ماموریت:

د ټولنې د اړتیا وړ د داسې علمي او مسلکي کادرونو روزنه چې په دیني، ملي او تاریخي ارزښتونو باندې باور ولري. افغانستان ته صادقانه خدمت وکړي، د هېواد، سیمې او په نړیواله کچه په پراختیایي پروسو او د علم پنځولو په برخه کې فعال ګډون ولري.

موخې:

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځی د یوه زده‌کړه‌ییز علمي مرکز په توګه چې د علمي او معیاري څېړنو په برخه کې ښه مخینه لري کوښښ کوي چې په ټولنه کې د ژبو د زده‌کړې نوماندانو ته با اعتباره او تطبیقي خدمتونه وړاندې کړي. دا پوهنځی په ټوله کې رسالت لري چې د معیاري زده‌‌کړه‌ییزو خدمتونو په وړاندې کولو سره د معتبرو تطبیقي څېړنو فرصتونه برابر کړي او ټولنې ته متخصص کادرونه و روزي.

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پوهنځي د استادانو او کارکونکو د علمي تحصیلي سطحې د لوړولو سربېره د تحصیلي نصاب په معیاري کولو سره کوښښ کوي چې لاندې موخې تر لاسه کړي:

د علمي معتبرو او تطبیقي څېړنو لپاره د اسانتیاوو او امکاناتو پنځول او پراختیا. د محصلانو او ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د غوره او با کیفیته خدماتو وړاندې کول. د استادانو او محصلانو د ارزونې د سیستمونو معیاري کول. د زده‌کړې او تکنالوژۍ په برخه کې د بېخ‌بناوو پراختیا د زده‌کړه‌ییزو مېتودونو او سیستمونو اصلاح. د هېواد او نړۍ له پوهنتونو سره د علمي پروګرامونو په برخه کې د پرېکړه‌ لیکونو لاسلیک کول.

ډیپاټمنټونه

[سمول]

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځی اته ډيپارټمنټونه لري چې هر یو یې په لاندې ډول تشریح کېږي:

د الماني ژبې ډيپارټمنټ د فرانسوي ژپې ډيپارټمنټ د چينایي ژبې ډيپارټمنټ د اسپانیایي ژبې ډيپارټمنټ د روسي ژبې ډيپارټمنټ د انګلیسي ژبې ډيپارټمنټ د ترکي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ د عربي ژبې ډيپارټمنټ

دائمي کمېټې

[سمول]

پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

د تضمین کیفیت کمېټه د تحقیق کمېټه د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه د ستراتیژیک پلان کمېټه د کوریکولم د پراختیا کمېټه د امتحاناتو کمېټه د نظم و دسپلین کمېټه فرهنگي کمېټه

زراعت

[سمول]

د کرنې پوهنځی په ۱۳۳۵ هجري لمریز کال کې په کابل پوهنتون کې د انجنیري پوهنځي سره یو ځای د «کرنې او انجنیري پوهنځي» تر نامه لاندې تاسیس شوه. د یادو دواړو پوهنځیو چارې تر دوو کلونو پورې د علومو پوهنځي له خوا اداره کېدې او د علومو پوهنځي له عمارت او توکو څخه یی ګټه اخیستله. دواړه پوهنځي په ۱۳۳۷ کال کې د علومو له پوهنځي څخه جلا او د خپلواکو واحدونو په توګه یی په فعالیت پیل وکړ. د کرنې پوهنځی په همدې کال کې د کابل د طب د جراحۍ عمارت ته ولیږدول شوه او تر ۱۳۴۴ کال پورې په یاد عمارت کې وه. کرنې پوهنځی په ١٣٤٤ کال کې خپل اوسني عمارت ته چې د یادې پوهنځي لپاره طرحه او ډیزاین شوی وو او په هغه کې د یوې عصري او عالي کرنیزې مؤسسې ټولې اړتیاوې په پام کې نیول شوې وې، و لیږدول شو. د پوهنځي عمارت چې په ۲۸۰۰ متر مربع مساحت کې جوړ شوی، د کوچنیو او لویو درسي ټولګیو، لابراتوارونو، دفترونو او نورو اړینو توکو لرونکی دئ.

په یاده پوهنځي کې تر ۱۳۴۵ کال پورې تدریسي نصاب عمومي وو او لومړنۍ ډلې فارغو محصلینو یی چې شمېر یی نهه تنه وو، د کرنې پوهنځي عمومي ډیپلوم ترلاسه کړ. له یادې نیټې څخه وروسته په پوهنځي کې د حیواني علومو، نباتي علومو او د کرنیز اقتصاد او پراختیا ځانګړې څانګې را منځته شوې. د ټولنې له اړتیاوو سره سم کله ناکله د پوهنځي په نصاب کې اړین بدلونونه راغلي دي. پوهنځي په ۱۳۵۹ کال کې اړتیاوو ته په کتو سره د شپږو څانګو او شپږو تحصیلی رتبو په لرلو سره چې د کرنې اختصاصي څانګې وې، نوی اکاډمیک جوړښت ځان ته غوره کړ چې وروسته یی د دوو نورو څانګو په رامنځته کیدلو سره د څانګو شمېر اتو (کرنیز اقتصاد او پراختیا، اګرانومي، نبات ساتنه، هارټیکلچر، ځنګلونه او طبیعي زیرمې، حیواني علوم، خاورې پوهنه او اوبه لګول او بایوټکنالوژي او د کرنیزو تخمونو تولید) ته ورسید.

د پوهنځي لومړی بلاک ۹ درسي خونې، د استادانو لپاره ۱۰ کاري دفترونه او ۸ لابراتوارونه او د پوهنځي دویم بلاک ۸ درسي خونې، د استادانو لپاره ۱۰ کاري دفترونه او ۲ لابراتوارونه لري. سربیره پر دې د کرنې پوهنځی تر دې وړاندې د ژوند د چاپیریال د ملاتړ مرکز وو. همدارنګه کرنې پوهنځی یو انټرنت کلپ، د کمپيوټر زده کړې یو مرکز، کتابتون، د کرنيزو ماشينونو یو ورکشاپ، شنه خونه، څېړنیز فارم او د نباتاتو بڼ لري. کرنې پوهنځی د اګرانومي او حیواني علومو په برخو کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم لري.

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری:

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی د معیاري تدریس، علمي څېړنو تر سره کولو، باثباته کرنیزو خدماتو وړاندې کولو، ځان بسیاینې، د ټولنیزو چوپړتیاوو او د عصري کرنیزو علومو په وړاندې کولو سره په یو ملي او نړیوال معتبره مرکز بدلېدو ته ژمن دئ.

مأموریت:

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی اوس مهال د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو څانګو کې د لېسانس او ماسټرۍ د متخصصو کادرونو د روزلو، د بیوزلۍ د را کمېدو په موخه د غوره علمي څېړنو د ترسره کولو، د خوړو خوندیتوب ته د رسیدلو، په تولېدي او صادروونکي هیواد د افغانستان د بدلولو او د کرنیزو تولیداتو د ډېرېدلو چې په پایله کې د افغانستان د وګړو د اقتصاد د لوړېدو سبب کیږي، په برخو کې د ټولنې په خدمت بوخت دئ.

موخې:

د ټولنې او بازار د غوښتنو په اساس د کرنې د متخصصینو روزنه، ترڅو د هیواد د کرنې د سکټور په وده کې ګټور تمام شي او په تخصصي توګه د کرنې په سکټور کې له ټولنې سره مرسته وکړي.

د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د کرنې د متخصصینو د هغو پروګرامونو پراختیا چې د علمي پرمختګونو سره همغږي ولري.

د کرنيزو ستونزو د حل او په هېواد کې د خوراکي توکو د خونديتوب د ډاډ په موخه د علمي څېړنو ترسره کول.

د ملي او نړيوالو پوهنتونونو د کرنې له پوهنځیو سره د ماموریتي فعاليتونو، کنفرانسونو، سيمينارونو، ورکشاپونو، ګډو پروژو او د مهارتونو د تبادلې په موخه همغږي او د علمي څېړنيزو همکاريو رامنځته کول.

د کتابونو او علمي آثارو تالیف او ژباړل، په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې د څیړنیزو مقالو خپرول، د علمي او مسلکي سیمینارونو او ورکشاپونو چمتو کول او د کرنې او مالدارۍ سکټور علاقه مندانو او اړو خلکو ته د ګټې رسیدو په موخه نور علمي فعالیتونه تر سره کول.

د پوهنځي ډیپارټمنټونه

[سمول]

اوس مهال د کرنې پوهنځي لاندې نه ډيپارټمنټونه لري:

د کرنیز اقتصاد او پراختیا ډيپارټمنټ د اګرانومي ډيپارټمنټ د بایوټکنالوژي او کرنیزو تخمونو د تولید ډيپارټمنټ د طبیعي سرچینو او ځنګلونو ډيپارټمنټ د نباتاتو ساتنې ډيپارټمنټ د اوبو لګولو او خاوره‌ پېژندنې ډيپارټمنټ د حیواني علومو ډيپارټمنټ د هارټيکلچر (بڼوالۍ) ډيپارټمنټ د خوراکي توکو ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ

د پوهنځي دائمي کمېټې

[سمول]

پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

د تضمین کیفیت کمېټه د تحقیق کمېټه د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه د ستراتیژیک پلان کمېټه د کوریکولم د پراختیا کمېټه د امتحاناتو کمېټه د نظم و دسپلین کمېټه فرهنگي کمېټه

د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

[سمول]

د تدریس مېتودونه:

کرنې پوهنځی د تکړه او مسلکي استادانو په همکارۍ هڅه کوي تر څو د معیاري تدریس، د علمي څیړنو تر سره کولو، د با ثباته کرنې د چوپړتیاوو وړاندې کولو، د ټولنیزو چوپړتیاوو وړاندې کولو او د عصري زده کړو له لارې ټولنې ته متخصص او مسلکي شخصیتونه وړاندې کړي، او پوهنتون پّه ځانګړې توګه کرنې پوهنځی په یو معتبر ملي او نړیوال علمي مرکز بدل کړي. دې موخو ته د رسیدو لپاره استادان په خپل تدریس کې لاندې ټکي په پام کې نیسي:

په ټولګي کې نظري تدریس په لابراتوارونو کې د ټکنېشنانو په همکارۍ په عملي توګه تدریس په څیړنیز فارم او ساحه کې علمي څیړنې څرنګه چې د کرنې پوهنځي زیاتره مضمونونه ۳ کرېډېټونه لري چې له ډلې یی ۲ کرېډېټونه په تیوري بڼه او ۱ کرېډېټ یی په لابراتوار او ساحه کې په عملي ډول تدریس کیږي، په دې اساس په ټولګي کې د هر مضمون لپاره د استادانو د تدریس طریقې په لاندې توګه دي:

لکچر: ټول لکچرونه د پاورپاینټ په بڼه، له مارکر او تختې څخه پّه استفادې سره ارائه کیږي. بحث: لکچرونه تل د زده کړیالانو او استادانو تر منځ له بحث سره مل وي او د شاګرد محورۍ د پروسې د غوره ترسره کیدو په موخه د لکچر په لړ کې د زده کړیالانو ونډه اخستل اړین وي. ګروپي کار: د ګروپي کارونو د ترسره کولو لپاره د لکچر په لړ کې زده کړیالان په مختلفو ګروپونو باندې ویشل کیږي. تېرو درسونو ته کتنه: د نوي درس له پیل څخه مخکې تیرو درسونو ته ځغلنده کتنه کیږي. سوالونو ته ځوابونه ورکول: د لکچر پهّ پای کې له ۵ تر ۱۰ دقیقو د زده کړیالانو سوالونو ته ځوابونه ورکول کیږي. لکه څرنګه چې پورته یادونه وشوه د مضمونونو یو کریدت عملي بڼه لري چې په لابراتوار او څیړنیز فارم کې د استادانو او د لابراتوارونو د تکنیشنانو له لوري زده کړیالانو ته تدریسیږي.

د کرنې پوهنځي اته څانګې ټولې په اووم او اتم سمسټر کې د څیړنیزې پروژې په نوم چې پخوا به سمینار ورته ویل کیده؛ یو مضمون لري چې هر زده کړیال یی په ترسره کولو مکلف دئ. لکه څرنګه یی چې له نوم څخه څرګندیږي، څیړنیزه پروژه په ساحه (څیړنیز فارم، په مرکز او ولایتونو کې له بزګرانو څخه د مرستې غوښتلو او ارقامو راټولولو له لارې) په څیړنیز او عملي شکل تر سره کیږي او احصائیوي تحلیل او تجزیه یی ترسره او په پایله کې یی راپور ترتیبیږي. د زده کړیالانو په واسطه او د لارښودو استادانو په همکارۍ جوړ شوی راپور د هارډ کاپي او سافټ کاپي په بڼه د څانګې آمریت ته تسلیمیږي او همدارنګه د ژوري هیئت پر وړاندې د اړوند زده کړیالانو له لوري ارائه کیږي.

د محصلینو د ارزونې مېتودونه:

په دې پوهنځي کې زده کړیالان پّه عمومي توګه په لاندې ډول ارزول کیږي چې هره ارزونه امتیاز (نمرې) لرونکې هم وي.


ټولګې کې فعالیت (د استاد سوالونو ته ځواب ورکول او د لکچر په لړ کې فعاله ګډون) په ټولګي کې آزموینه (۲ تر ۴ ځلې) د سمسټر منځنۍ آزموینه کورنۍ دندې (۲ تر ۴ موضوعات) د پریزنټیشن ارائه کول (د سمسټر په منځ یا د سمسټر په پای کې) عملي کارونه او پروژه (په فارم یا لابراتوار کې) د سمسټر وروستۍ آزموینه

اوسنی حالت

[سمول]

د کرنې پوهنځی درې بلاکونه لري(۱ بلاک ، ۲ بلاک،۳ بلاک) . په ټوله کې د کرنې پوهنځی ټول فزیکی تسهیلات د دغې پوهنځی په دریو بلاکونو کې شتون لري چې په لاندې توګه دي:

۱ بلاک: نهه درسي اتاقونه چې دوه اتاقونه یی له ۲۰۰ تنو زیات ظرفیت او پاتې نور یی له ۵۰ تنو زیات ظرفیت درلودونکي ، د استادانو لس کاري اتاقونه ، اووه لابراتوارونه (کرنیز اقتصاد او پراختیا، اگرانومی، د نباتاتو ساتنه، هارتیکلچر، د ځنګلونو او طبیعی زیرمو، حیواني علومو او خاکشناسي)څانګو، انټرنټ کلپ او د کمپیوټر زده کړو مجهز لابراتوار، د څیړنیز فارم آمریت او سرور روم لري. ۲ بلاک: د کرنې پوهنځی ریاست، اداري برخه (تدریسی مدیریت، د حیواني علومو او اګرانومي څانګو د ماستري برنامو مدیریت)،۸ درسي اتاقونه چې درې اتاقه یی له ۸۰ تنو څخه زیات ظرفیت لري، د استادانو ۱۰ کاري اتاقونه، یو لابراتوار(بایوټکنالوژي او کرنیزو تخمونو تولید) او سرور روم لري. د جلساتو تالار چې په ۲ بلاک کې واقع ده ، په سونډ سیستم سمبال او له ۳۲۰ تنو څخه زیات ظرفیت لري. د کنفراسونو تالار چې په ۲ بلاک کې واقع ده په پروجکتور سمبال او له ۲۰۰ تنو څخه زیات ظرفیت لري. کتابتون چې په ۲ بلاک کې واقع او په بیلابیلو څانګو کې له ۶۶۰۰ جلدونو څخه زیات کتابونه لري. ۳ بلاک : څیړنیز فارم چې د ۷۴ جریبه ځمکې په ظرفیت سره د علمي څیړنو په موخه په دوه برخو( کرنیزو ځمکو کښت او دحیواناتو روزنه) کې فعالیت کوي. دعلمي څیړنو په موخه دوه ګلخونې چې په دریم بلاک کې واقع دي. د څیړنیز فارم باغونه چې تیکا څیړنیزه باغچه، د مڼو باغ، د زردالو باغ او د انګورو باغ دی؛ او د دریم بلاک برخه دي. زرغونه سیمه چې په دوه برخو ( د دوه بلاکونو تر منځ او د ۲ بلاک مخې ته) د ۶۰۰۰ متر مربع مساحت سره شتون لري. د کرنیزو ماشین آلاتو ورکشاپ چې بیلابیل وسایل او تجهیزات لکه مختلف النوع تراکټورونه ، مختلف النوع تخم پاشونه ، د لیول لیزر ماشین، د کچالو د کښت ماشین، تریشر، د رشقې ریبلو ماشین، د دوا شیندلو ماشینونه، کټر، د ولډینګ کاري ماشین ، د هوا ماشین لرئ، او د کرنې اړوند نور اړین تجهیزات لري. د۵۰۰ مترمربع مساحت په درلودلو سره د والیبال او فوتسال ورزشي میدانونه. جومات چې په یوه وخت کې د سلو تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري. انټرنټ: د کرنې پوهنځی د انټرنټ له لاین لرونکي او بې لاینه سیسټم څخه ګټه اخلي چې ټول لابراتوارونه ، درسۍ خونې او د کرنې پوهنځۍ ټوله داخلي ساحه یی تر پوښښ لاندې راوستې ده. د علم او فن مجله په څه باندې ۶۰ کلونو مخینې سره په یاده پوهنځی کې فعالیت لري. د ماستري دوه برنامې چې د حیواني علومو او اګرانومي په څانګو کې فعالیت لري.

ځمکپوهنه

[سمول]

د پوهنځي په اړه

[سمول]

د ځمکپوهنې پوهنځی په ۱۳۵۹ لمریز کال کې د ادبیاتو او بشری علومو له پوهنځي څخه د جغرافیې د څانګه او د هوا پېژندنې او جیولوژي څانګې د ساینس پوهنځي څخه په یوځای کولو سره تاسیس شو. ورپسې په ۱۳۶۱ کال کې د هایدروولوژي څانګه په دغه پوهنځي کې شامله شوه، خو په ۱۳۷۵ کال کې د علمي کادرونو د کمښت له امله د هوا پېژندنې له څانګې سره یو ځای شوه او د هایدرومیټیورلوژي ډیپارټمنټ تر عنوان لاندې یې د ځمکپوهنې پوهنځي په چوکاټ کې خپلې چارې پیل کړې. په ۱۳۸۷ کال کې د دغه پوهنځي په چوکاټ کې د چاپېریال ساتنې او د پیښو مدیریت څانګه جوړه شوه. البته، پورته ذکر شوی څانګه د ۱۳۹۱ په پای کې د چاپیریال ساتنې پوهنځی ته وده وکړه.

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری:

دریاضیاتو پوهنځی غواړي چې دڅېړنې،تدریس، او په دې برخه کې د علمي نظریاتو د را پنځولو او همدارنګه د متخصصې او متعهدې بشري قوې به مټ د هیواد په کچه په معتبر علمي بنسټ بدل کړي.

مأموریت:

دتدریس، څېړنې، بورسونو او ښوونیزو کورسونو له لارې داستادانو، کارکوونکو دعلمي کچې لوړول او دعلمي کادرونو روزل. دټولنې اړتیاوو ته په پام دمحصلینو ظرفیت لوړول. دهیواد اړتیاوو ته په کتو سره دعلمي څېړنو لپاره زمینه برابرول او په دې برخه کې د ټولنې په پرمختګ کې برخه اخیستل. دټول منلو او ګټورو سیستمونو په مرسته معیاري تدریس . دمناسب ښوونیز چاپیریال برابرول، د هیواد په کچه د زده کړییزو خدمتونو او محاسبوي او رهبري خدمتونو لپاره د متخصصو، متعهدو اشخاصو وړاندې کول. له نورو پوهنتونونو سره په علمي او اداري چارو کې مرسته کول. موخې:

۱ ـ ښوونه او علمي څېړنې .

۲ ــ دتکنالوژي او معیاري میتودونو څخه ګټه اخیستل .

۳ ــ دټولنې د اړتیاوو سره سم په زده کړه کې دپوهنځي رول .

۴ ــ دعایداتو دلاسته راوړلو هڅه .

۵ ــ دڅېړنیزو علمي کړنو د پراختیا لپاره ښه او مناسبه سهولتونو برابرول .

۶ ــ داختصاصي او تطبیقي ریاضیاتو په برخه کې څېړنیزه پراختیا.

۷ ــ دنړی له بېلابېلو پوهنتونونو سره علمي اړیکې.

۸ ــ دڅېړنیزو لاسته راوړنو له پاره بازار موندنه.

ډیپارټمنټونه

[سمول]

د ځمکپوهنې پوهنځی دری ډيپارټمنټونه لري چې هر یو یې په لاندې ډول تشریح کېږي:

د جغرافیې ډيپارټمنټ جیولوژي ډيپارټمنټ د هایدرو متیورولوژي ډيپارټمنټ/ د هوا پېژندنې ډيپارټمنټ

دائمي کمېټې

[سمول]

پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

د تضمین کیفیت کمېټه د تحقیق کمېټه د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه د ستراتیژیک پلان کمېټه د کوریکولم د پراختیا کمېټه د امتحاناتو کمېټه د نظم و دسپلین کمېټه فرهنگي کمېټه

شرعيات

[سمول]

افغانستان یو اسلامي هېواد دی او ټول افغان ملت د اسلام دین پر معتقداتو بشپړ یقین او قاطع باور لري، له دویمې هجري پېړۍ را په دېخوا چې زموږ خلکو پخواني معتقدات پرېښي او د اسلام سپېڅلی دین يې منلی دی، دې دین تر اوسه د افغانستان د خلکو پر ټولو بنسټي فردي او ټولنیزو چارو اغېزه کړې ده او په کړنو او عملونو کې يي ژورې ریښې ځغلولي.

د شرعياتو پوهنځی د هېواد په تاريخ کې اوږده مخينه لري، دا د هماغو رسمي دولتي مدرسو او علمي مرکزونو لړۍ ده چې د افغانستان په تاريخ کې يې د هېواد عدلي، قضايي او نورو مهمو ادارو ته کادرونه روزل، لکه د اميرعبدالرحمن خان په پاچاهۍ کې «د دیني علومو شاهي مدرسه»، د امير حبيب‌الله خان په واکمنۍ کې «بيت العلوم»، د شاه امان الله خان په پاچاهۍ کې «دارالقضاة الامانيه» او «د شرعي علومو مدرسه» او د اعلیحضرت محمدظاهرشاه په واکمنۍ کې «د شرعي علومو مدرسه»، څرنګه چې د شرعي علومو مدرسه لومړی په ۱۲۹۸هـ ل کال په اماني دوره کې د هېواد د قضايي او عدلي نظام د قاضيانو او مدېرانو د رزونې لپاره جوړه شوې وه، د هماغې موخې لپاره په ۱۳۲۲ لمريز کال کې بيا جوړه شوه.

پر ۱۳۳۰ کال کې د شرعياتو پوهنځی د شرعي او حقوقي علومو لومړنی اکاډميک مرکز او د کابل پوهنتون پنځم پوهنځی شو، د ۴ تنو استادانو په زيار او علمي فعاليت سره چې د شرعي علومو مدرسې (اوسنۍ ابوحنيفه مدرسې) د دوولسم ټولګي (۲۰) تنه فارغان يې محصلان وو د هغه وخت د حقوقو او سياسي علومو اکاډمۍ د رييس ارواښاد پوهاند محمداصغرخان په سرپرستۍ پرانيستل شوه او فعاليت يې پیل کړ؛ اداري او تدريسي چارې يې څه موده د حقوقو او سياسي علومو اکاډمۍ رياست مخته بېولې او بيا ارواښاد جناب ښاغلی مولانا عبدالحق د شرعياتو پوهنځي لومړنی رسمي رييس وټاکل شو.

هغه وخت د شرعياتو پوهنځي درسي پروګرام له شرعي او حقوقي مضامينو جوړ و او محصلانو په دې برخو کې يو عمومي او جامع پروګرام مخته بېوه.

د شرعياتو پوهنځي په پيل کې يو عمومي پروګرام مخته بېوه، يعنې د زده‌کړو يوه عمومي ډيپارټمنټ يې لرله. په ۱۳۴۵ کال کې د ښځينه ځوانو کادرونو روزنې ته د زياتې اړتيا پر بنسټ د شرعياتو پوهنځي وپتېيله چې د نجونو د اسلامي تعليماتو ډيپارټمنټ


جوړه کړي، چې تر اوسه د عمومي لېسو او ديني مدرسو د دوولسمو ټولګيو فارغانې ورته جذبېږي او د زده‌کړو يو درسي نصاب زده کوي.

په ۱۳۴۹ – ۱۳۵۰ کال کې د نارينه‌و ځانګړې تحصيلي برخه د زده‌کړو پر دوو ډيپارټمنټونو «فقه او قانون» او «اسلامي تعليمات» ووېشل شوه، چې د ديني مدرسو فارغان د اختصاصي کانکور په مټ د زده‌کړو دې دوو ډيپارټمنټونو ته راځي.

د شرعياتو پوهنځي د لېسانس دورې زده‌کړې په ورځ کې څلور او په شپه کې پينځه تحصيلي کلونه دي. محصلان يې چې د زده‌کړو د دورې پروګرام پايته ورسوي، د مونوګراف په بشپړولو سره له پوهنځي فارغېږي او په عدلي او قضايي ادارو او مؤسسو، څارنواليو، د زده‌کړو او روزنې مؤسسو او نورو دولتي او نادولتي ادارو او اورګانونو کې پر کار بوختېږي.

د شرعياتو پوهنځي تل د کار مارکېټ ته په کتو اړتياوو ته زيات پام کړی او د درسي نصاب د تطبيقيوالي او ښه‌کېدن هڅې يې کړې دي، په ۱۳۸۹، ۱۳۹۶، ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو کې يې د نصاب بياکتنه کړې ده، چې د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختيا د رياست د ۱۳۹۸ کال د پلان پر بنسټ د شرعياتو پوهنځي د درېيو (فقه او قانون، اسلامي تعليمات او اسلامي ثقافت) ډيپارټمنټونو د زده‌کړو نصاب بشپړ، چاپ او د زده‌کړو په ملي نصاب کې شامل شوی دی او د لوړو زده‌کړو وزارت تر منظوورۍ وروسته په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو مؤسسو ته چې د نوموړيو ډيپارټمنټونو جواز يې لاره، د تطبيق لپاره خپور شو.

لید لوری، مأموریت او موخې ليدلوری:

د هېواد په کچه د شرعياتو پوهنځي موخه خلکو او ټولنې ته د پوهو، ماهرو او خدمتګارو کادرونو روزنه ده. په شرعياتو پوهنځي کې روزلي کادرونه په عدلي، قضايي، اداري او نورو اړوندو برخو کې خدمت کوي او عملاً د محلي، سيمه‌ييزې، ملي او ټولنيزې پرمختيا لپاره کار او خدمت کوي او د پوهنځي مرام رښتيا کوي.

په دې پوهنځي کې د اسلام د سپېڅلي دين ښوونو، پر ټولنه واکمنو نېکو اصولو، د هېواد لويو ګټو خونديتوب، د ملي يووالي ټينګښت، د شرعي پوهې د علمي او تطبيقي کمي او کيفي ودې ته په کتو په اکاډميک چاپېريال کې نړيوال منلي معيارونه، مسؤوليت منل، او لاندې اساسي ارزښتنونه په پام کې نيول کېږي:

د اسلام سپېڅلي دين پر ارزښتونو او ملي ارزښتونو باندې باور او درناوی يې؛ د شرعي مسلکي پوهې، د عدالت تعميم او قانونيت زيات او ښه ترويج؛ د دينپالنې، ملي وحدت، يوبل پالنې او د ټولنيز او سياسي ټيکاو د روحيې پياوړي کول او عامول؛ د ټولنې او کاري بازار له غوښتنو سره سم لوړکيفيته او معياري لوړې زده‌کړې؛ د مسؤوليت‌منلو او قانون‌منلو، روغې، اغېزناکې او کارنده ټولنې اصل پامنیوی.

مأموریت

د کابل پوهنتون پراختيا او پرمختيا او ټولنې ته د مسلکي او متخصصو کادرونو اړتيا ته په کتو شرعياتو پوهنځي د قضا، څارنوالۍ، عدليې وزارت او دفاع وکالت برخو کې د کلونو کلونو علمي او اکاډميک فعاليت سربېره خپل فعاليت نورو برخو ته هم غځولی، د ټولنې اړتياوې د کادرونو په روزنې پوره کوي او خپلو سپېڅليو ښوونيزو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.

موخې:

د هېواد په کچه د شرعياتو پوهنځی موخه خلکو او ټولنې ته د پوهو، ماهرو او خدمتګارو کادرونو روزنه ده. په شرعياتو پوهنځي کې روزلي کادرونه په عدلي، قضايي، اداري او نورو اړوندو برخو کې خدمت کوي او عملاً د محلي، سيمه‌ييزې، ملي او ټولنيزې پرمختيا لپاره کار او خدمت کوي او د پوهنځي مرام رښتيا کوي. د دې پوهنځي بنسټي موخې په لنډ ډول دا دي:

شرعي، فقهي او حقوقي پوهه زده کول؛ د اسلامي شريعت او د هېواد د نافذو قوانينو پر مفاهيمو سم پوهېدل. د قرآن او سنتو د درست تفسير مهارت زده‌‌کول. د قرآن کريم د تفسير، د احاديثو د تخريج او حنفي م‍ذهب په رڼا کې د فقهي مسائلو تحقيق او څيړنې مهارت زده کول. د قضا، څارنوالۍ، حقوقي او شرعي سلاکارۍ او د عدليې وزرات اړوند اړين مهارتونه زده کول. د هېواد د عدلي او قضايي نظام په لاښه‌کېدن کې له نظري او عملي تجربو کار اخيستل. په بېلابېلو جزايي، مدني، کورنيو او سوداګريزو دوسيو کې د حکمیت اړوند مهارتونه زده کول. د نويو قوانينو په جوړولو او تسويد او نورو تقنيني اسنادو کې د مهارتونو زده‌کړه. د اسلامي شريعت او حنفي مذهب په رڼا کې د تقنيني اسنادو په ځينو مادو کې د زياتونې، تعديل او حذف د مواردو سم پېژندل. د عدلي او قضايي نظام اړوندو څوکيو د لاسته‌راوړلو لپاره له اسلامي عقيدې، عدالت، اسلامي حقونو او ارزښتونو سره سم اخلاق، سيرت او عالي چلن زده‌کول. په دعوت، کتاب، ليکنو، سيمينارونو او مرکو سره پر اسلامي شريعت او حنفي مذهب د وګړيو پوهول. د ښوونيز نظام سمون او ښه‌کول.

ټولنیز علوم

[سمول]

د ټولنیزو علومو پوهنځی د وخت له غوښتنو او د کابل پوهنتون د انکشافي پلان په رڼا کې په ۱۳۵۹ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د یوه پوهنځي په توګه تاسیس شو، چې په پایله کې یې د تاریخ، ژورنالیزم، فلسفې او ټولنیزو علومو ډيپارټمنټونه، د ادبیاتو او بشری علومو له پخواني پوهنځی څخه را جلا شوې. او پوهنځي له يادو ډيپارټمنټونو سره فعالیت پيل کړ، خو ډېر ژر په دې پوهنځي کې یو په بل پسې نورې رشتې او ډيپارټمنټونه را منځته شول. په ۱۳۶۰ کال کې د بشر پېژندنې او لرغونپوهنې او د افغانستان د نوي تاریخ ډيپارټمنټ (چې وروسته د افغانستان د معاصر تاریخ په نامه ونومول شوه)؛ په ۱۳۶۱ کال کې يې په پوهنځي کې په فعالیت پیل وکړ، د دې پوهنځي د بېلابېلو ډيپارټمنټونو په نصاب کې د پوهنتون ځانګړي او عمومي موضوعات لکه د افغانستان معاصر تاریخ، علمي ټولنپوهنه، سیاسي اقتصاد او بهرنۍ ژبې شاملې وې. د تعلیمي موخو په اساس، د تاریخ او فلسفې په نصاب کې هم لس سلنه مسلکي موضوعات شامل وو، چې د ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو له خوا تدریسېدل.

د ټولنیزو علومو پوهنځي په ۱۳۵۹ کال کې د شپې پروګرام پیل کړ او په ۱۳۶۶ کال کې یې د ماسټرۍ لومړنی پروګرام هم پیل کړ او افغاني ټولنې ته یې د ماسټرۍ پروګرام فارغان وړاندې کړي دي. خو له بده مرغه له ۱۳۷۱ کال وروسته د کورنیو جګړو له امله د ماسټرۍ پروګرام له خنډ سره مخ شو. البته په ۲۰۱۵ کال کې په دغه پوهنځي کې د «جندر او ښځو مطالعات» تر سرلیک لاندې د ماسټرۍ دوهم پروګرام پيل شو چې اوسمهال د تحصیلي نصاب د بیا کتنې له امله ځنډول شوی دی.

په تېرو کلونو کې په دغه پوهنځي کې د انتروپولوژي او لرغونپوهنې د پوهنځي لپاره تعليمي موزيم موجود و، خو د جګړو پر مهال زيانمن شوی. وسايل يې له منځه تللي وو، خو په وروستيو کلونو کې د جرمني د فري پوهنتون او د فرانسې د دافا مرکز په همکارۍ تر يو څه حده بيا مجهز او د محصلينو د فعاليت لپاره چمتو شوي دي.

اوس مهال دغه پوهنځی څلور څانګې لري؛

1. انتروپولوژي او لرغونپوهنه؛

2. عمومي تاریخ؛

3. معاصر تاریخ؛

4. فلسفه او ټولنپوهنه.

او درې څانګې یې محصلین فارغوي.

د ټولنيزو علومو پوهنځي له بېلابېلو ډيپارټمنټونو څخه ډېر نامتو شخصیتونه ټولنې ته وړاندې شوي او غښتلیو استادانو په دې پوهنځي کې تدریسي چارو ته په لوړ همت او پخه اراده اوږه ورکړې وه، د بيلګې په توګه پوهاند سيد بهاء الدين مجروح، پوهاند محمد حسن کاکړ، پوهاند سيد سعد الدين هاشمي، پوهاند ميرحسين شاه خان جوادي.

له ۲۰۱۳ کال وروسته هڅې پېل شوې چې له نړیوالو بنسټونو سره د پوهنځیو او ډيپارټمنټونو اړیکې ټینګې او را منځته شي چې په پایله کې د دغه پوهنځي یو شمېر استادانو فیلوشپونه او سکالرشیپونه واخیستل، او د دې پوهنځي دوه کسه استادان د انتروپولوژي، لرغونپوهنې او فلسفې او ټولنپوهنې له ډيپارټمنټونو څخه د ماسترۍ زده کړو په موخه هند ته ولېږل شول. د انتروپولوژي او لرغونپوهنې د پوهنځي يو شمېر استادان او محصلين د خپلو زده کړو د دوام لپاره فرانسې ته واستول شول، په وروستيو کلونو کې د دغه پوهنځي يو شمېر استادانو متحده عربي اماراتو، هند، چين، نيپال، قزاقستان او ایران ته سفر وکړ. هغه فعالیتونو ته په کتو سره چې د ټولنیزو علومو په پوهنځي کې ترسره شوي دا څپرکی بسنه نه کوي، لا نورې هڅې هم روانې دي چې د دې پوهنځي د لا پراختیا لپاره تر سره شي.

په پام کې ده چې ډېر ژر په دې پوهنځي د افغانستان پېژندنې په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام هم پیل شي.

لید لوری، مأموریت او موخې لیدلوری:

د اکاډمیکو لارو چارو پر بنسټ د ټولنيزې پوهې د تولید او را منځته کېدو او د افغاني ټولنې د فرهنګ لوړولو په برخه کې، د کابل پوهنتون د معتبرو علمي او اکاډمیکو بنسټونو په توګه د ټولنیزو علومو د پوهنځي د مقام ټینګول.

مأموریت:

د ټولنیزو علومو پوهنځی د دغه پوهنځي او په ټوله کې د کابل پوهنتون د سپېڅليو ارمانونو او موخو د پلي کېدو په موخه د دغه پوهنځي د محصلینو، استادانو او کارکوونکو د تخنیکي، مسلکي او فني ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې هلې ځلې کوي او د لاسته راوړنو زمینه برابروي.

موخې:

د ټولنیزو علومو پوهنځی د یوې علمي او اکاډمیکې ادارې په توګه د معیاري علمي او څیړنیزو فعالیتونو شالید لري، هڅه کوي چې په ټولنیزو برخو کې د پوهې په تدریس او خپرولو او په دې برخه کې د رضاکارانو په روزلو سره ټولنې ته د اړتیا وړ علمي خدمات وړاندې کړي. د دې پوهنځي دنده د معیاري ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول، علمي څیړنې ترسره کول او په ټولنه کې د متخصصو کارکوونکیو روزل او وړاندې کول دي.

د ټولنیزو علومو پوهنځی د استادانو او کارکوونکو د علمي او اکاډمیک ظرفیت د لوړولو ترڅنګ لاندې فعالیتونه او موخې لري؛

د ټولنې له اړتیاوو سره سم د لوړ کیفیت تعلیمي خدماتو چمتو کول؛ د علمي څیړنو د ترسره کولو لپاره د اسانتیاوو او امکاناتو رامنځته کول او پراختیا؛ د تکنالوژیکي وسایلو په کارولو سره د سالم تعلیمي چاپیریال رامینځته کول؛ د استادانو او محصلینو د ارزونې سیسټم معیاري کول؛ د ښوونیز نظام او تدریسي میتودونو اصلاح او ښه کول؛ له علمي بنسټونو، کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو سره د علمي – تحصیلي تړونونو لاسلیک کول.

وترنري

[سمول]

د وترنري علومو پوهنځی په ۱۳۵۲ ل د حوت په میاشت کې چې د ۱۹۷۴م فبرورۍ کې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې جوړ شو. د وترنري مسلک نه یوازې دا چې د حیواني روغتیا، بلکې د عامې روغتیا له اړخه هم یوه ارزښتمنه رشته ده. د دې لپاره چې یو زیات شمېر ساري ناروغۍ هم د څارویو او هم د انسانانو ترمنځ مشترکې دي.

د وترنري علومو پوهنځی د ملي وترنري کادرونه، چې وشي کړای د حیواني ناروغیو مهمې ناروغۍ په تېره ساري ناروغیو، چې زیاته برخه يې د انسان او حیوان تر منځ مشترکې دي، تشخیص، درمان، مخنیوی، کنټرول او له منځه یوسي، روزي. په دې ډول د دې مسلک اړوند خلک نه یوازې دا، چې د حیواني ناروغیو درملنه، مخنیوی او دغه ناروغي له منځه وړي، بلکې د یوشمېر مهمو انساني ناروغیو لکه نري رنځ، بروسلوز او نورې ناروغۍ په همدې توګه د کورنیو اقتصادي کچې لوړونې یا ودې او د ملي اقتصاد په وده کې اساسي ونډه لري.

د دغه پوهنځي مسولین د پوهنځي د ودې او پرمختګ په موخه تل د مالي سرچینو د موندلو لپاره هڅې کړې، چې د همدغو هڅو په پایله کې پوهنځی او د کابل پوهنتون بریالی شوی، تر څو له (UNDP/FAO) سره د هکاري تړون وکړي. د FOA پروژې په مالي مرسته نوموړی پوهنځی د شاوخوا پنځلس کلونو په موده کې د کابل پوهنتون په یو مجهز پوهنځي باندې واوړي او د نوموړې پروژې په مالي مرسته وتوانېده، چي (۲۲) مجهز لابراتوارونه، تدریسي کلینیک او څو حیواني تحقیقي فارمونه جو کړي. په همدې توګه د دغې پروژې په مالي امکاناتو څخه په استفادې د پوهنځي یو زیات شمېر استادان د ماسټرۍ او دوکتورا له پاره مختلفو هېوادنو ته ولېږل. له بده مرغه باید یادونه وکړو، چې د تحملي جګړو له پیل سره د دې پوهنځي ټولې لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شوې.

د پوهنځي د نکروپسي لابراتوار تر بیا رغونې وروسته په کار پیل وکړ. په همدې توګه نوموړې مؤسسې د حیواني جسدونو او په همدې توګه د اضافي موادو له منځه وړلو، چي د مختلفو ناروغیو د لېږد یا انتقال خطر له ځانه سره ولري د جسدونو سوزولو یوه کوره هم اهدا کړه.


پوهنځی د علمي کارونو د پرمخ وړلو له پاره بریالی شوی، چې یو حیواني روغتون او تحقیقي فارم د کابل د دارالامان په سیمه کې جوړ کړي. د هغه قرارداد په پایله کې، چې د اوبـلګونې، کرنې او مالدارۍ وزارت سره وشو د اروپا په مالي مرسته د مرکزي لابراتوار تر څنګ د زراعت له وزارت سره د حیواني صحت د پیژندنې ډیپارټمنټ، چې د ( کلینیکي – جراحي واحد) په

نوم یادېږي دوه ځانګړې ودانۍ د کوچنیو او لویو څارویو د روغتون په ډول جوړې کړې. دغه ودانۍ د قرارداد له مخې د (۳۰) کالو لپاره د وترنري پوهنځي ته ورکړل شوې ده. اوس په دغې ودانۍ کې د پوهنځي کادري روغتون فعالیت کوي.

په دغه موده کې له (۱۵) څخه زیات استادان د ماسټري او دوکتورا لپاره جاپان، اردن، د امریکا متحدو ایالتونو، هند او قزاقستان ته لېږل شوي دي.

دغه پوهنځی د معلوماتي ټکنالوجي او کمپیوټر یو فعال مرکز هم لري. د امریکا ګورنل پوهنتون (۲۴) کمپیوټره هم دغه مرکز ته ورکړي، د یادونې وړه ده، چي د پوهنځي د دغه مرکز نور لوازم د (USAID) موسسې له لوري تأمین شوي دي. محصلین په دغه مرکز کې د مهالوېش پر اساس پر مطالعې او انټرنیټي معلوماتو موندولو په موخه، چې په خپلو مونوګرافونو او سیمنارونو کې ور څخه استفاده کوي مصروف دي. دغه پوهنځی یو کتابتون لري، چې په هغه کې شاوخوا(۴۰۰۰) ټوکه درسي کتابونه، درسی مواد، علمي او معتبرې مجلې په انګلیسي، پښتو، دري او نورو ژبو کي موجودې دي. دغه کتابتون په رسمي وخت کې هره ورځ پرانستی وي، چي استادان، محصلین او نور مینه وال ور څخه ګټه اخلي.

هغه محصلین چې نوي په پوهنځي کي شاملیږي د شمولیت تر بریالۍ ازموینې وروسته، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري اخستل کېږي کولای شي، چې په همدغه پوهنځي کې شامل شي. په پوهنځی کې زده کړې په لس سمسټرونو بشپړيږي. د پوهنځي د محصلانو له پاره هر کال د درسونو تر پیل کېدو مخکې د پوهنځي او پوهنتون د معرفۍ برنامه هم په نظر کې نیول کېږي. د دغه پوهنځي په لومړي ټولګي کې محصلین، پوهنتون شمول مضامین، لکه: ریاضي، فزیک، کیمیا،زولوجي،اسلامي ثقافت، انګلسي ژبه او نور مضامین زده کوي، چې د پوهنتون د نورو پوهنځیو استادان يې ورته تدریسوي.

د محصلینو اساسي درسونه په دوهم ټولګي کې پیل کېږي. دوی په دغه ټولګي کې د وترنري اناټومي، بیوشمي، فزیولوجي، د وترنري ایکولوجي او د وترنري هستولوجي تدریسېږي، چې د پوهنځي استادان يې تدریسوي. په درېیم ټولګي کې تخصصي مضامين دي، لکه: حیواني تغذیه، ویرولوجي، حیواني حفظ الصحه، د څارویو پالنه اوداسي نور ور زده کېږي. د وترنري کلینکي زده کړې په څلورم ټولګي کې پیل کېږي او د پنځم ټولګي تر پایه دوام مومي. په څلورم ټولګي کې محصلین اپیدومیولوجي ساري ناروغیو فارمکولوجي، کلینیکي تشخیص، د داخله ناروغو وترنري او داسي نور مضامین چې په هغو کې د څېړنې میتودولوجي او د یوې علمي څېړنې، د مثال په ډول مونوګراف لیکلو څرنګوالی ورزده کېږي. محصلین د لسم سمسټر په پای کې خپل مونوګراف، چي ساحوي جنبه لري د پایلک په توګه د حضوري داور، استادانو، محصلینو او نورو مینه والو په حضور کې دفاع کوي او خپل دیپلوم د وترنري طب د ډاکتر ( DVM)، چې د لسانس معادل (BSC) دی تر لاسه کوي.

د دې پوهنځي د فارغانو کاري ساحه د کرهڼې وزارټ، ښاروالي، د عامې روغتیا وزارت، سوداګرۍ وزارت، په غیرې دولتي مؤسسو کې د وترنرۍ برخه، دخوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) او د خصوصي سکټور نورې برخې دي. د دغه پوهنځي یو شمېر فارغان په مختلفو هېوادونو کې د ډاکتر په توګه کار کوي. یوشمېر فارغانو د حیواني کلینیکونو درملتونونو جوړولو ته هم مخه کړې، چې په دې توګه هم خپل ژوند مخته وړي او هم خپلو هېوادوالو ته خدمت کوي.

لید لوری، مأموریت او موخې لیدلوری:

د وترنري علومو پوهنځی د کار تقاضا ته په کتو سره د زده کړې کیفیت لوړونې، معیاري زده کړو، په وترنري علومو کې د علمي تحقیقاتو تر سره کول او دمهارتونو لوړول، چې غواړي د یوې مخکښې مؤسسې په توګه په ملي او نړبواله کچه وپېژندل شي.

مأموریت:

د وترنري د برخې علمي او مسلکي کادرونو روزل، چې لوړې زده کړې ولري، لوړ کیفیت لرونکي کادرونه، چې لوړ مهارتونه ولري، چې د وخت او زمان غوښتنې حل او هم کادري غوښتنو ته په ملي او بین المللي سطح ځواب ووایي.

موخې:

ټولنې ته د علم او پوهې په ګاڼه سمبال ځوانان وړاندې کول. د څارویو د صحت ښه کول او محصولات يې لوړول. د انسان د روغتیا ښه والی، د هغو د درامد زیاتوالی او په همدې توګه د انسانانو ژغورل د هغه ناروغیو څخه، چې د انسان او حیوان تر منځ مشترکې دي( زونوز). په واحد صحت کې ګدون او د هغو تامین. د غذاي خوندیتوب په موخه په اوږد مهاله پروګرامونو باندې کار کول. خلکو ته د وترنري روغتیايي خدماتو ارایه کول. د خلاقیت، نوښتونو او د عملي تحقیقاتو په مټ د خلکو د ستونزو د حل په موخه ځوان نسل ته انګېزه ورکول.

فيزيک

[سمول]

افغانستان په علمي ډگر کې د فزیک پوهنځی یوازینی بنسټ دی چې د فزیک پوهې د پرمختیا، د دغې پوهې په څانگو کې د تخصص را منځته کولو او په افغانستان کې د څیړنو او خلاقیت په منظور تأسیس شوی دی، نوموړي پوهنځی د خپلو متخصصو او ژمنو کادرونو او فزيکي ظرفیتونو په همغږۍ او ملتيا هڅه او هاند کوي چي ټولني ته د ښه خدمت جوګه شي.

د فزیک اوسنی پوهنځی په ١٣۲١ لمريز کال کي د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي په اډانه کي د فزیک د څانګي په توګه تاسیس او په فعالیت پیل وکړ. دطبیعي علومو د پوهنځي د جوړیدو نظریه هغه مهال مطرح شوه چي له یوې خوا په منځنیو ښوونځیو او لیسو کي د زده کوونګو د زیاتوالي له امله د ښوونکو کمښت او له بلي خوا د متخصصو او متخصصو کادرونو اړتیا د افغانستان په بیلابیلو ادارو او وزارتونو کې ورځ تر بلې په زياتېدو وه. نو له همدې امله دا پوهنځي د یادو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کابل پوهنتون د دریم پوهنځي په توګه د ساینس پوهنځي په نوم تاسیس شو، چي بیا وروسته د طبیعي علومو پوهنځي په نوم ونومول شو.

په اولو کي محصلینو په ( ریاضي او فزیک) او (کیمیااوبیولوژي) ډیپارټمنټونو کي زده کړي کولې.

په ۱۳۴۸ تحصیلي کال کي د پوهنځيو د اکاډمیک جوړښت په بدلون سره په نصاب کي هم اصلاحات را منځته او نصاب نور هم اختصاصي او ځانکړي اړخونه خپل کړل. چي په پابله کي یې د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي بیلې بیلې څانګي جوړي شوې.

د اوسني وخت اړتياوو او د فزيک په برخه کې د متخصصو د روزنې په منظور، د فزیک پوهنځی د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د ساینس د پخواني پوهنځي د وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د انسجام ریاست په تایید او د لوړو زده کړو وزارت د رهبری شورا په منظورۍ په ۱۳۹۳لمریز کال پوهنځي کچي ته پراختیا وکړه او په ۱۳۹۵ لمریز کال په زمري میاشت کې دغه پوهنځي د جلا پوهنځي په توګه په فعالیت پیل وکړ. د فزیک پوهنځي فارغان توانیدلي چي د پوهني وزارت په لیسو، دارالمعلمینو، انستیتوتونو او د لوړو زده کړو په موسسو او پوهنتونونو کي د استادانو په توګه دندي اجرا کړي چي ښې پایلي لري او همدارنګه ددې پوهنځي فارغین د فزیک په برخه کي د متخصصینو په توګه د هیواد په مختلفو ادارو کي خپلي دندي په ښه ډول تر سره کوي.

لیدلوری، مأموریت او موخې

[سمول]

ليد لوری:

د فزیک پوهنځی د افغانستان د اکاډميکې ټولنې د غړي په توگه غواړي چې د فزيک په برخه کې په کمیت او کیفیت سره ټولنې ته خدمت وکړي او په هیواد او سیمه کي د یوه غوره علمي او اکاډمیک بنسټ په توگه وپیژندل شي.

مأموریت:

د فزیک پوهنځی دنده لري چي د کار بازار او تخصص د اړتیاوو پر بنسټ د غوره تدریس، علمي څېړنو، د عصري تخنیک ، تکنالوژي او خدماتو له لارې د بېلابېلو ښوونیزو او څیړنیزو بنسټونو لپاره متعهد ، متخصص او مسلکي کادرونه د اسلامي ارزښتونو په رعایت او په افغاني روحیه وروزي.

موخې:

د فزیک پوهنځی غواړي چي محصلین یې له تمي سره سمي زده کړي حاصلي او په اعلی درجه فارغ شي تر څو وکړای شي چي په نړیواله کچه خپلي وړتیاوي وښیي. فزیک پوهنځی ددې تر څنګ چي د خپلو استادانو او محصلینو د علمي کچي لوړولو او د نصاب معیاري کولو ته ژمن دی،لاندي موخي یې هم په اولیتونو کي دي.

۱. متخصصو کادرونو ته د څیړنیزو علمي مهارتونو زده کړه.

۲. د فزیک برخه کې د متخصصو کادرونو روزنه.

۳. د ګټور تحصیلي نظام د پایلو پر بنسټ د کار موندنه.

۴. د محصل محوره میتودونو په ملتیا د استعدادونو وده او روزنه.

۵. د نني عصر له اړتیاوو سره سم د علمي څیړنو لپاره د امکاناتو او اسانتیاوو را منځته کول او پراختیا.

۶. د توامیتونو را منځته کول او د پوهنتونونو او اړونده ادارو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک کول.

د پوهنځي اوسنی حالت

[سمول]

فزیک پوهنځي د جدا دروازې په درلودلو سره د بیولوژي پوهنځي سره يه یوه مشترک تعمیر کي خپلي چاري پر مخ وړي چي کافي درسي خوني، د کنفرانسونو یو لوی تالار، د ډیپارټمنټونو د امرینو او استادانو د ناستي او مطالعې لپاره خوني، کمپوترلب او د ۴۲۰۰ په شاوخوا کي درلودونکی کتابتون لري. فزیک پوهنځي درې (د فریک او الکترونیک ، د نظري او عمومي فزیک او د هستوي او اتومي فزیک ) ډیپارټمنټونه لري .

فزیک پوهنځی د لیسانس او ماستري برنامې درلودونکی دی چي سمستروار نصاب یې په همدې کتلاک کي کتلی شئ. په فزیک پوهنځي د کیفیت د لوړاوي په موخه اته ګوني کمیټې ( دتضمین کیفیت کمیټه، د استراتیژیک پلان کمیټه، د تحقیق کمیټه، د نظم اودسپلین کمیټه، د فرهنګي کمیټه، د ازموینوکمیټه، د الکترونیکي زده کړو کمیټه،د نصاب کمیټه) او همدارنګه د ترانسکریپټ کتلو فرعي کمیټه د لایحو له مخي خپل فعالیت او نظارت کوي.

توامیتونه:

د فزیک پوهنځی له پخوا راهیسې د کابل پوهنتون د فزیک ډیپارټمنټ په چوکاټ کې د جرمني له پوهنتونونو سره د استادانو او محصلينو د راشه درشې ، د استادانو او تخنيکي کارکوونکیو ترینینګ ، د لابراتوارونو تجهيز او د تحصيلي نصاب بیاکتني او تعدیل په برخو کې تړونونه او پروتوکولونه درلودل چې له دې اړخه يې وکولای شول د پوهنځي ټاكلو موخو ته مناسب شرايط را منځته کړي اوس د پوهنځي ریاست د مستقیمو او غير مستقيمو اړیکو له لارې هڅه کوي، چې له پخوانیو پروتوکولونو سربيره، د هند له پوهنتونو سره هم نوې راکړې ورکړې رامنځته کړي. د فزیک پوهنځی هڅه کوي چې له معتبرو بین المللي علمي او اكاډميكو بنسټونو لکه د نظري فزيک له بين المللي مركز (ICTP)، د اروپا له څېړنیز مرکز (CERN) او د اتومي انرژۍ له بين المللي اژانس سره اړيکې ټينگې کړي. په همدې توگه پوهنځی په پام کې لري، چې د هېواد د هستوي انرژۍ له کورنيو بنسټونو لکه د علومو اکاډمي او سکتوري وزارتونو (د مخابراتو وزارت، د ترانسپورت وزارت، د صنایعو او سوداگری وزارت، د اوبو او انرژي وزارت، عامې روغتیا وزارت ، دکانونو او پټرولیم وزارت او نورو) سره د خپلو څیړنیزو پروژو د تطبیق، په دوه اړخیزه توگه د تخنيکي کادرونو د ترینینگ او روزني په برخه کې هوکړه ليکونه لاسلیک کړي.

تر اوسه په کورنۍ کچه دغه پوهنځي د ابن سينا خصوصي پوهنتون او د افغانستان اتومي انرژۍ ادارې او دکابل پوهنتون له انجنيري پوهنځي سره د علمي راکړې ورکړې هوکړه ليكونه لاسليک کړي دي او کوښښ کېږي چې د لېسانس او ماسترۍ دورې برنامو د پراختیا په منظور له بهرنيو او بين المللي بنسټونو سره د تخنيکي او علمي همکاریو هوکړه ليکونه لاسلیک کړي.

کېميا

[سمول]

د پوهنځي په اړه

[سمول]

د کیمیا اوسنی پوهنځی په ۱۳۲۱ کال کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي په اډانه کې د کیمیا د څانګې په توګه تاسیس او په فعالیت یې پیل وکړ. د طبيعي علومو د پوهنځي د جوړېدو خبره داسې مهال رامنځته شوه، چې له يوې خوا په منځنيو او عالي لېسو کې د زده کوونکو د زياتوالي له امله د استادانو کمښت او له بلې خوا د صنایعو نسبي پراختیا او پرمختګ ته په کتو د طبيعي علومو په بېلابېلو برخو کې د متخصصينو د کمښت موضوع مطرح شوه. له همدې امله د پورته اړتیاوو د پوره کولو لپاره ، دا پوهنځی د کابل پوهنتون د دریم پوهنځي په توګه د ساینس پوهنځی په نوم تاسیس شو، چې بیا وروسته د طبیعي علومو پوهنځي په نوم ونومول شو.

په هغه وخت کې محصلین په (کیمیا او بیولوژي) او (ریاضي او فزیک) څانګو کې زده کړې کولې. په ۱۳۴۸ کال کې د پوهنځیو په اکاډمیک جوړښت کې بدلون راغی، چې پر بنسټ یې په نصاب کې اصلاحات رامنځته شول او نصاب نور اختصاصي یا ځانګړي اړخونه خپل کړل، چې په پایله کې یې د فزیک، کیمیا، بیولوژي او ریاضي په څانګو کې جلا څانګې جوړې شوې. د یادولو وړ ده چې په ۱۳۴۹ کال کې د کیمیا څانګې په چوکاټ کې د صنعتي کیمیا، کیمیا او ریاضیاتو څانګې تاسیس شوې. د یادونې وړ ده چې په هغه وخت کې د کيميا ډيبارټمنټ د کيميا د انستيتوت په نامه يادېده.

د پوهنځۍ له جوړېدو مخکې د دې څانګې اړوند لابراتواري فعالیتونه د هغه مهال د عامه ګټو مدیریت کې ترسره کېدل. دغه مدیریت د هغه وخت د وسایلو او تجهیزاتو په کارولو سره د کورنیو او بهرنیو متخصصینو په واسطه د معدني او ساختماني موادو د تحلیل او تحلیل دنده ترسره کوله.

د ساینس پوهنځی له تاسیس وروسته، یاده ډيبارټمنټ له خپلو ټولو وسایلو او تجهیزاتو سره دغې نوې جوړې شوې مؤسسې ته ولیږدول شوه او د محصلینو د تطبیقاتو لپاره ترې کار واخیستل شو. د تطبیقاتو فعالیتونه د کیمیا د څانګې په ودانۍ کې چې پل باغ عمومي سیمه کې موقعیت لري، متمرکزې وې. په ۱۳۲۳ کال کې د کيميا توصیفي تحلیل لابراتوار او په ۱۳۲۴ کال کې د مقداري تحلیل او د غيرعضوي موادو د برابرولو لابراتوار او په ۱۳۴۰ کال کې د فزيکي کيميا لابراتوار، رامنځته شول. د پل باغ عمومي ودانۍ د پوهنځي د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لا پراختیا ظرفیت نه درلود نو له همدې امله پوهنتون په ۱۳۵۴ کې د نوي

ودانۍ د طرحې او ډيزان چارې پیل کړې. د دې ودانۍ ساختماني او منتاژ کارونه چې په عصري څیړنېز او تطبیقاتي لابراتوارونو، ، درسي خونو، ادیتوریم، دفترونونو او عصري زېرمتونونو سمبال وو ؛ په ۱۳۶۱ کال کې ختم کړل او ودانۍ د ۱۳۶۲ کال په پسرلي کې په رسمي ډول پرانیستل شوه.

د کیمیا پوهنځۍ د یوه جلا پوهنځي په توګه په ۱۳۹۲ کال کې د ساینس د پخواني پوهنځي د وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د انسجام ریاست په تایید او د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا په منظورۍ د فزیکي او اکاډمیکو شرایطو بشپړولو له امله، د پوهنځي کچې ته پراختیا وکړه. د ۱۳۹۵ کال د اسد له ۱۰ څخه په رسمي توګه د جلا پوهنځي په توګه په فعالیت پیل وکړ.


د کیمیا پوهنځي فارغان توانېدلي چې د پوهنې وزارت په منځنیو او لوړو زده کړو مؤسسو کې د استادانو په توګه دنده ترسره کړي چې ښې پایلې یې درلودلي دي. سربیره پردې، د کیمیا په برخه کې د متخصصینو په توګه، دوی د هیواد په ټولو تولیدي مؤسسو کې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کوي. همدارنګه د کانونو او صنایعو وزارت په لابراتوارونو کې د کیمیاوي موادو د تحلیل او تجزیې په برخه کې، د اوبو او برېښنا په وزارت کې د اوبو د تحلیل په برخه کې، د مالیې په وزارت کې د ګمرکونو اړوند لابراتوارونو او نورو تولیدي او تجزیوي رابراتورونو کې خپلې دندې په ښه توګه سر ته رسوي.

لید لوری، مأموریت او موخې

[سمول]

لیدلوری:

د کیمیا او د صنعت او تولید (صنعتي، خواړه، درمل جوړونې او طبي مواد) په برخو کې د متخصص کادرونو روزنه چې د پوهنځي فارغان کولای شي د سپکو صنایعو(خوراکتوکي او مینځتوکي، صنایع، شیشې، سمنټ، ټوکر او نور) د نورم او ستندرد لابراتوارونو، کان کیندنې او صنایع، انرژي او اوبه، چاپیریال او ګمرکونه او د لوړو زده کړو مؤسسو کې، وګمارل شي، یو با اعتباره او پيژندل شوي ځای ته د پوهنځي لوړتیا او په صنعتي چارو کې د خدمتونو وړاندې کولو او په اکاډمیک چارو کې د هیواد اقتصادي ودې سره هم مهاله تولید ته، پوهنځی ژمنتیا لري. د لوړ کیفیت ښوونیز سیسټم چمتو کول چې د افغانستان د ودې او پرمختګ اړتیاوې پوره کړي.

ماموریت:

په معتبرو علمي مجلو کې د علمي – څیړنیزو مقالو په خپرولو، د درسي کتابونو او مرستیال درسي کتابونو لیکل او ژباړه او له اړتیا سره سم د څیړنیزو – علمي پروژو د جوړولو لپاره د علمي او څیړنیزو اسانتیاوو برابرول، ښه تدریس، د علمي – څیړنیزو کانفرنسونو تنظیمول، د با کیفیته څیړنو او خدمتونو وړاندې کول، د ټولنې له اړتیاوو سره سم د استادانو او محصلینو د علمي څیړنیزو کانفرنسونو دایرول، چې داسې فارغان ټولنې ته وړاندې شي چې په افغاني ټولنه کې د کاري مارکیټ مطابق فعاله ګډون ولري.

موخې:

د کیمیا د پوهنځي اساسي موخې په لاندې ډول دي:

- له نړیوالو معیارونو سره سم په معیاري او مسلکي ډول د کیمیا تدریس.

- د کیمیاوي علومو په برخه کې د عملي او څیړنیزو کارونو ترسره کول.

- د مسلکي ښوونکيو روزنه او ټولنې ته وړاندې کول.

- په هیواد کې د لوړو زده کړو لپاره د متخصص او مسلکي کارمندانو روزنه.

- په ټولنه کې د کیمیاوي صنعت وده.

- د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د ښه ښوونې لپاره د اړیکو رامینځته کول.

- د سیمې او نړۍ له نورو پوهنتونونو سره د ساینسي تړونونو لاسلیک.

- د کیمیا اړوند څانګو سره د تفاهملیکونو لاسلیک .

ډیپارټمنټونه

[سمول]

د کیمیا پوهنځي څلور ډيپارټمنټونه لري چې هر یو ډیپارټمنټ په لاندې ډول تشریح کېږي:

د عمومي او غیرعضوي کیمیا ډيپارټمنټ د فزيکي کیمیا ډيبارټمنټ د عضوي کیمیا ډيبارټمنټ د تحلیلي کیمیا ډيبارټمنټ

دائمي کمېټې

[سمول]

پدغه پوهنځي کې دا لاندې آته رسمي کمېټې شتون لري:

د تضمین کیفیت کمېټه د تحقیق کمېټه د الکترونیکي زده کړو( E-learning) کمېټه د ستراتیژیک پلان کمېټه د کوریکولم د پراختیا کمېټه د امتحاناتو کمېټه د نظم و دسپلین کمېټه فرهنگي کمېټه

د برحاله محصلينو شمېر

[سمول]

اوس مهال په کېمیا پوهنځي کې (213) تنه نارینه محصلین ذکور په تحصیل بوخت دي.

د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

[سمول]

د تدریس مېتودونه:

د کېمیا پوهنځی يو نوی او مخکښ پوهنځی دی او د شته امکاناتو په مټ تل هڅه کوي چې په خپل تحصیلي نظام کې د معاصر تدریس او زده‌کړو مېتودونه وکاروي. د پراختیایي موخو ته د رسېدو لپاره په ښوونیزو او تحصیلي خدمتونو کې لاندېنۍ چارې ترسره کوي:

۱ – د عصري ټکنالوژۍ په مټ تدریس او په لکچرونو کې د ویډیو، پاورپاینټ، ډیاګرام او سیمولېشن کارول.

۲ – د ښه او اغېزناک درس لپاره محصلینو ته په ټولګیو کې د دریځ جوړول او پروجکټورونو نصبول.

۳ – پخپله د محصلینو له خوا تجربې کول او ډېټا راټولول.

۴ – د مونوګراف د موادو راټولولو لپاره محصلین له پوهنتونه بهر نور ادارو او ارګانونو ته ورمعرفي کول.

۵ – د درسي نصاب بيا بیا کتنه او د تدریس په پروسه کې يې د ارزونې پایلې پلي کول او هم په درسي نصاب کې د اړينو مضمونونو ځايول.

۶ – د کرېډټ سیسټم پلي کول.

۷ – په شته لابراتوارونو کې د اړینو او نویو تجربو کول.

۸ – په درسي نصاب کې د اغېزناک درسي نظام پلي کول او پایلې يې په نظر کې نيول.

۹ – محصلينو ته صنفي سيمينارونه ورکول.

۱۰ – د محصلانو ته د خپلو ستونزو په هواري کې واک ورکول.

۱۱ – د علمي او ورزشي سیالیو او د کتابلوستنې پروګرامونو جوړول.

۱۲ – د محصلانو د ظرفیت لوړونې سيميارونه او ورکشاپونه جوړول.

۱۳ – له SCL OBE- سیستم سره سم، امکاناتو په کتو ګام پر ګام پر محصل ولاړ مېتود منظم تطبيقول.

د محصلینو د ارزونې مېتودونه:

د مضمون/ کورس د ارزونې معیارونه د کرېډټ سیستم پر بنسټ کېږي، ټولې نومرې ۱۰۰ نومرې دي چې «حاضري، کورنۍدنده، صنفي ازموینه، ۲۰٪ ازموینه، د تطبیقاتو ازموینه او نهایي ازموینه» پکې راځي؛ ګډونوال پر صنفي فعالیتونو سربېره له ټولګي بهر هم د کورني‌کار په نامه ځينې فعالیتونه کوي او پایلې يې په ټولګې کې د پرېزېنټېشن یا سیمینار په توګه په جلا جلا وړاندې کوي. د مضمون ارزونه په بېلابېلو بڼو (ورځنۍ، میاشتنۍ، د سمېستر په منځ او پای کې) کېږي.

۱ – د ورځني چلند ارزونه (۵٪)

دغه ارزونه د صنفي فعالیت په نامه د کورس او اړوندو موضوعاتو د شننې، په صنفي بحثونو کې د ګډون، له استاد او ټولګیوالو سره د ښه چلند، او د پوهنتون او ټولګي د مقرراتو، نظم او د یسپلین په مټ کېږي.

باید یادونه وشي چې د دې (دوامدارې) ارزونې نومرې د محصل پر مجموعي نومرو باندې اغېز کوي.

۲ – د پروژې او سیمینارونو د کورني‌کار ارزونه (۵٪).

۳ – د سمېستر منځنۍ ارزونه: دغه ارزونه د سمېستر د منځنۍ ازموینې په نامه په اتمه اونۍ کې کېږي، رسمي ازموینه اخيستل کېږي، چې د نومرو معیار یې (۲۰٪) دی.

۴ – صنفي ازموینې (quiz) او یا په ساحه کې عملي څېړنه: دغه ارزونې د سمېستر په بهير کې د محصل له خبرېدلو پرته کېږي او که څېړنه ساحوي وي، د سمېستر په پیل کې محصل ته دنده ورکول کېږي چې د اړوند مضمون د ټولټال نومرو ۱۰٪ نومرې کېږي.

۵ – د سمېستر د پای ازموینه: دغه ارزونه د سمېستر په پای کې کېږي او د نومرو معیار یې (۶۰٪) دی.

د هر محصل د کامیابۍ نومرې ۵۵ دي، پر دې سربېره په هر سمېستر کې د ۶۰٪ عمومي اوسط پوره کول لازمي دي.

که کوم محصل په یادو شویو برخو کې هره برخه ترسره نه‌کړي، نو د هماغې برخې نومرې نه ورکول کېږي.

يادونې

[سمول]

د کابل پوهنتون د پوهنځيو په لېسټ کې د طب نشتون مانا دا نده چې دا پوهنتون د طب برخه نلري بلکې دغه پوهنتون خپله لومړی د طب پر ستنو جوړ شوی وو، يعنې د کابل پوهنتون خپله يو طبي پوهنتون دی چې د نورو برخو پوهنځي هم لري.

سرچينې

[سمول]

ټول معلومات د کابل پوهنتون له رسمي ويب پاڼې څخه راکاپي شوي