ځنگلي پيشو
ښکارېدونکې بڼه
ځنگلي پيشو Felis chaus | |
---|---|
مملکه | ژوی |
شاخه | شمزۍ لرونکي ژوي |
طایفه | تی لرونکي ځناوران |
ډله | د اړونکي ځناوران |
تیره | پيشيان |
ځنگلي پيشو (په لاتين:Felis chaus) یوه وحشي پيشو ده چی په نژدې ختيځ او سهيلي آسیا کی ژوند کوي. نومږړي پيشو په ځانگړي ډول څرمښکۍ، مرغان، څونگښې، کبان،سویان او قرقاولان ښکار کوي.
توصیف
ځنگلي پيشو لمړني ځل د Die Säugethiere in Abbildungen nach der Natur mit Beschreibungen په کتاب کی د آلماني ځناورپوه یوهان کریستیان دانیل فون شربر لخوا توصیف شوه. نوموړي پيشو په مصر، افغانستان، هندوستان، میانمار، تایلنډ، نیپال او چین کی په د سیندونو تر نژدي ژوند کوي. وزن یی د ۴ کیلوگرامو څخه تر ۱۶ کيلوگرامو پورې وی او اوږدوالي یی ۷۵ سانتمترو ته رسېږي. د ځنگلي پيشو د وړۍ رنگ ژیړ- سور یا نسواري دي. نوموري پيشو هر سال تقریبا ۴ ځوانکان لري د اميندواري دوره یی ۸ هفته ده.
د ځنگلي پيشو ډولونه
- Felis chaus affinis ھمالیہ، نيپال, کشمير,
- Felis chaus kutas بنگال، کچھ ولسوالی
- Felis chaus nilotica مصر
- Felis chaus furax فلسطين، سوريه، عراق
- Felis chaus maimanah ميمنه ولسوالۍ, د آمو سيند
- Felis chaus fulvidina ميانمار, تايلنډ, لاووس, کمبودیا
- Felis chaus prateri هندوستان، سند
- Felis chaus kelaarti هندوستان، سریلانکا
- Felis chaus oxiana د آمو سيند، دوشنبه, د وخش سیند، ناحیۀ وخش