يورانيم

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
U-TableImage.png

یورانیم (په انگرېزي: Uranium ) د اکټينيد د ډلې څخه یو راديواکټيویټي فلزي عنصر دي چی سپين - نقره یی رنگ لری. کیمیاوی سمبول یی U دي. د دغی عنصر اټمي شمېر ۹۲ دی او د وروستي ډول الکټروني جوړښت ییRn 5f3 6d1 7s2 . د یورانیم عنصر ۹۲ الکټرونونه او ۹۲ پروتونونه لري. د یورانیم شپږ غیر مستقر ايسوټوپونه لري. د دغو د ايسوټوپونو کتله د یورانیوم - 233 څخه تر یورانیوم 238 پورې دي. یورانیم – ۲۳۸ په طبيعت کی تر ټولو پراخ شوي اسوټوټ دي. [1]

تاريخ[سمول]

یورانيم

یورانيم په ۱۷۸۹ کال کی د مارتین هینریچ کلاپروت لخوا کشف شو او په ۱۸۴۱ کال کی د اېوگين ميلخیور پېليگوټ لخوا جدا شو. نوموړي عنصر تر ۱۸۹۶ کال پورې په ځانگړي ډول د شیشو د رنگولو لپاره کار شوي وو. په ۱۸۹۶ کال کی د یورانیم راديواکټيو د آنری بکرل لخوا کشف شو. په ۱۸۹۸ کال کی ماری کوری او پی‌یر کوری د یورانیوم د معدن څخه دوه راديواکټيویټی عنصرونه پولونيم او راډيوم جدا وکړل. په ۱۹۴۲ کال کی په امريکا کی لمړنی اټومي بټۍ (راکتور) جوړ شو او په دی کال کی لمړنی اټمی ځنځیری عکس العمل هم ترسره شوه. په ۱۹۵۴ کال کی په شوروی اتحاد کی لمړنیاتومي برېښناكوټ جوړ شو. په اوس وخت کی یورانیوم په ځانگړي ډول د اټمی محروقاتو د جوړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي.

توصیف[سمول]

یورانیم خړ یا نقره یی فلز دی چی په هوا کی اكسيايډېږي. یورانیوم د درنو فلزونو څخه دی او گڼوالى یی 19,01 g.cm−3 دی. ټول الکټروني جوړښت یی 1s2 2s2 2p6 3s2 3p6 3d10 4s2 4p6 4d10 5s2 5p6 4f14 5d10 6s2 6p6 5f3 6d1 7s2. دی. یورانیم په طبیعت کی د یورانیم اکسایډ په شکل کی موندل شوی دی. نوموړی ترکیب د یورانینیټ په نوم پېژندل شوي دی. په اوس وخت کی یورانینيټ په کاناډا، امريکا، روسیه، نايجېر، نایجېريا، قزاقستان، ازبکستان، ايران او چېک جمهوريت کی استخراج کېږي. د پوهانانو په نظر د یورانیم ‌ذخیره په نړی کی ۱۷ میلیونه ټنو ته رسېږي. [2]

د یورانیوم اسوتوپونه[سمول]

تر اوسه پورې (تر ۲۰۱۴ کال پورې) ۲۶ اسوتوپونه پېژندل شوي دی خو یوازې یورانیوم – ۲۳۸ ، ۲۳۵ ، ۲۳۴ اهمیت لري.

ایسوتوپ د یورانیم نیمه عمر راډيواكټويټى عنصر
217U 16 ms α 213Th
218U 510 ms α 214Th
219U 42 μs α 215Th
220U  ? ε/ α 220Pa/ 216Th
221U 700 ns  ?  ?
222U 1 μs α 218Th
223U 18 μs α (99,80 %)/ ε (0,20 %) 219Th/ 223Pa
224U 900 μs α 220Th
225U 95 ms α 221Th
226U 350 ms α 222Th
227U 1,1 min α 223Th
228U 9,1 min α (95 %)/ ε (5 %) 224Th/ 228Pa
229U 58 min ε (80 %)/ α (20 %) 229Pa/ 225Th
230U 20,8 d α 226Th
231U 4,2 d ε (100,00 %)/ α (4,0·10−3 %) 231Pa/ 227Th
232U 68,9 r α 228Th
233U 159 200 r α 229Th
234U 245 500 r α 230Th
235U 7,04·108 r α 231Th
236U 2,342·107 r α 232Th
237U 6,75 d β- 237Np
238U 4,468·109 r α 234Th
239U 23,45 min β- 239Np
240U 14,1 h β- 240Np
241U  ? β- 241Np
242U 16,8 min β- 242Np

د يورانيمو بډاينه[سمول]

یورانیم اوکسایډ چی د ژيړ کيک په نوم یادېږي

د يورانيمو زيرمې او کانونه په طبيعي ډول دځمکې د کرې په ډ يروبرخو كې په غير متجانس ډول سره پيداکيږي. په لمړي پړاوکې د طبيعي يورانيمو معد ني مينرالونه د يو لړفزيکي او کيمياوي کړنلاروپه مرسته سره دنورو ډبرو څخه بيليږي ، وروسته بيا غه يورانيم ديوې ځانگړي دستگاه چې د يورانيمو دژرندي په نامه ياديږي دپوډرو په بڼه اوړي ، د يورانيمو دغه ډول کوچنۍ ذرې يا پوډر دقلوي اويا تیزابي مرکباتو په مرسته د اوکسيديشن کونکو مرکباتو لکه سوديم پركلوريت په كاروني سره د نورو توكو څخه بېلــــــــيږي.دغه پوډر ډوله يورانيم ژيړ رنګ لري او د يوه كيک په بڼه جوړيږي چې كيـــــــــــمياوي فارمول ئېU3O8 يورانيم اوكســـــــايد ده اود ژيړ كيك په نامه ياديږي. نوموړی ژيړکيک ته په ډيرو غټو بخاريو کې دسانتي گرېدترشپږ پنځوس درجو ۵۶ °C پورې تودوخه ورکول کيږي اوديو لړ کيمياوي کړنلارو په پايله كې د نيتريک اسيد، امونيم هيدرواکسيد، هايدروجن، هيدرو فلوريک اسيد او دفلورگاز په مر سته سره په شپږ قېمته يورانیمو او فلورمرکب باندې بدليږي . ديورانیمو دغه ژيړرنگه مرکب چې په اوبو کې ئې د حل کیدلووړتيا دڅلورقيمته يورانيمو په پر تله ډيرپياوړی دی د يورانيم هېکسا فلوريد په نامه سره ياديږي او ډير زهرجن خاصيت لري وروسته له دغي مرحلې څخه دبډايني لړۍ پيل كيږي.

دا هم وگورۍ[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Uran_(prvek)
  2. https://cs.wikipedia.org/wiki/Uran_(prvek)#cite_note-energetika-4