وچکالي
وچکالي په يوې سيمې کې د اوبو د زېرمو او موسمي ورښتونو د اوږدمهالي کمښت او کاختۍ مودې ته وييل کېږي چې له مياشتو نه تر کالونو پورې غځېدلې وي. په ټوليزه توګه، داسې يو حالت هغه وخت پېښېږي، کله چې د يوې سيمې د اوبو اتمسفيري بړاسونه په پرله پسې توګه تر منځنۍ کچې لږ وي. په يوه سيمه کې د وچکالۍ د پېښېدو وروسته د اړوندې سيمې چاپېريال او کرهڼه سخته اغېزمنوي. که څه هم چې وچکالي تر ډېرو کالونو پورې هم غځېدلی شي او آن يو لنډمهاله او سخته وچکالي پر يوې سيمې څرګنده بدې اغېزې پرېښودلی شي.[1] همداراز وچکالی تل سيمه ايز اقتصاد زيانمن کړی.[2]
د وچکالي د نړيوال تعريف له مخې د کرهڼه په پراخه کچه زېانمنه کېږي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې هر کال د اوکراين هېواد په کچه حاصل داره زمکه د وچکالۍ، د ځنګلونو له مېنځه وړلو او د اقليمي بدلونونو په سبب شاړه او بې ثمره کېږي.[3] په افريقايي سيمو کې اوږدمهالې وچکالي تل د مهاجرتونو او نورو انساني ناورينونو سبب ګرځېدلې.
سرچينې
- ↑ Living With Drought
- ↑ Australian Drought and Climate Change, retrieved on June 7th 2007.
- ↑ 2008: The year of global food crisis