آسټراليا

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

کينډۍ:صاف

Commonwealth of Australia
آسټراليا
بيرغ نښان
ترانهAdvance Australia Fairexplanation
نخشه
موقعيت
پلازمېنه کانبېرا
لوی ښار سېډني
حکومت فېدرالي پارلماني ډېموکراسي او constitutional monarchy, د آسټراليا حکومت هم وګورۍ
 -  Governor-General Quentin Bryce
 -  Prime Minister Kevin Rudd
جوړښت
 -  Constitution 1 January 1901 
 -  Statute of Westminster 11 December 1931 
 -  Statute of Westminster Adoption Act 9 October 1942 (with effect from 3 September 1939) 
 -  Australia Act 3 March 1986 
ارتوالی
 -  ټولټال 7,617,930 کيلومتر2 (6th)
2,941,299 sq mi 
د وگړو شمېر
 -  2006 census 19,855,288[1] 
GDP (PPP) 2008 اټکل
 -  ټولټال $799.054 billion[2] (18th)
 -  Per capita $36,918[2] (15th)
GDP (nominal) 2008 اټکل
 -  ټولټال $1.013 trillion[2] (14th)
 -  Per capita $46,824[2] (13th)
HDI (2007) 0.970[3] (very high) (2nd)
د وخت سيمه various[1] (UTC+8 to +10.5)
 -  اوړی (DST) various[2] (UTC+8 to +11.5)
د موټر چلولو سمت left
د انټرنټ مخکښ شپول .au
پيل گڼ +61

د آسټراليا همګټی هېواد په سوېلي نيم کره کې پروت دی. دا د نړۍ تر ټولو وړوکی براعظم دی چې د هند په سمندر کې او په آرام سمندر کې ګڼ شمېر ټاپوان لري. د آسټراليا سهېلي ګاونډي هېوادونه انډونېزيا، ختيځ تيمور، پاپا نيو ګونې دي، په سهېل ختيځه خوا کې يې سلېماني ټاپوان، ونواتو او په فرانسې پورې تړلې نوی کالېدونيا پراته دي او په سوېل ختيځه لورې يې د نوي زيلاند هېواد پروت دی.
د ۴۰۰۰۰ کالونو راپدې خوا پدې لويه وچه کې بومي انسانان مېشت دي. په ۱۷ مه پېړۍ کې د سهېل له لورې د کب نيونکو او د اروپايي سپړونکو او سوداګرو د کله نا کله ليدنې وروسته په ۱۷۷۰ زېږيز کال کې د برطانيې حکومت ددغې وچې نيمه ختيځه سيمه د خپل په دولت کې ورګډه کړه، او په رسمي توګه يې په ۲۶ د جنوري، ۱۷۸۸ زېږيز کال کې د نوي وېلز د پېنل کالونۍ ترنامه په دې سيمه کې مېشت شوه. څنګه چې د وګړو شمېر مخ په ډېرېدو وه او نوي ځايونه هم موندل کېدل، نو تر ۱۹ مې پېړۍ پورې برطانيې د هېواد نه دباندې په دغې لويې وچې پينځه نورې سلطنتي مستعمرې په کاميابۍ سره جوړې کړې.

په 1 د جنوري 1901, شپږ کالونۍ سره يوځای شوې او همګټې آسټراليا يې جوړه کړه. د اتحاديې د جوړېدو وروسته، آسټراليا د يوه باثباته لېبرال ډيموکراټيک سياسي نظام خپل کړی او تر دم مهال د همګټې دولتونو غړی هېواد دی. آسټراليا نژدې 20.4 ميليونه وګړي لري چې د همدغو وګړو ډېره برخه په ساحلي ښارونو لکه سيډني، مېلبورن، برېزبېن، پرت، او آډېلايډ کې مېشت دي.

آرپوهه[سمول]

د Australia نوم د لاطيني کلمې australis نه راوتلی چې د سوېل يا جنوب مانا لري. په تاريخي لاسوندونو کې د "سوېل ناپېژندلې سيمه" يا (terra australis incognita) هغه افسانه ده چې د آسټراليس نوم پکې راڅرګند شوی. د دې افسانې نېټه د روم د سلطنت وخت ته ورګرځي او د منځني پېر په جغرافيه کې يو عام ځای ګڼل کېده، خو د يوې ځانته وچې په اړه د بنسټيزو مالوماتو په توګه دا نوم نه ؤ رابرسېره شوی. د هالنډي ژبې صفتي نوم Australische ("آسټراليايي", چې د "سوېلي" په مفهوم کارېدلی) د هالنډي چارواکو لخوا په باټاويا کې کارېدلی چې د همدې نوم اشاره هغې وچې لور ته شوې چې په ۱۶۳۸ ز. کال کې سوېلي لور ته نوې موندل شوې وه. د لومړي ځل لپاره په انګرېزي د "Australia" لغت، په 1693 ز. کال کې د Les Aventures de Jacques Sadeur dans la Découverte et le Voyage de la Terre Australe په ژباړه کې راښکاره شوی، دا د 1692 ز. کال د يوه فرانسوي ناول دی چې ليکوال يې Gabriel de Foigny دی او د همدې ليکوال قلمي نوم جېکس ساديور [3] ؤ. الېکساندر دالرېمپل بيا په ۱۷۷۱ ز. کال کې همدا نوم د خپل اثر An Historical Collection of Voyages and Discoveries in the South Pacific Ocean (په سوېلي آرام سمندر کې د سمندري سفرونو او موندنو يوه تاريخي ټولګه)، کې وکاراوه. نوموړي همدا اصطلاح، په ځانګړي توګه د آسټراليا لپاره نه بلکه، د آرام سمندر ټولې سوېلي سيمې لپاره کارولی. په 1793, جيورج شا او سر جېمز سمېت خپل اثر Zoology and Botany of New Holland خپور کړ چې په همدې اثر کې داسې ليکلي ؤ "the vast island, or rather continent, of Australia, Australasia or New Holland" ("د يوه ستر ټاپو، يا د آسټراليا، آسټرال آسيا او يا هم نوي هالنډ د لويه وچه).

د پورټ جکسن يو منظر، د ساوت هېډ له A Voyage to Terra Australis نه اخيستل شوی. د سيډني ښار د بنسټ ډبره په همدې ځای ايښودل شوې.

لومړني افغانان چې د ١٨٦٠ لسيزى په اوږدو كې آسترليا ته راغلل، اوښ واله وو او د هغو سفري اسنادو سره آسترليا ته راننوتل چي په بريتانوې هند كې ئې تر لاسه كړي وو• هغوى د اكتشافاتو، كانونو او شخصي كروندو ته د تداركاتو د رسولو په گډون تقريبا" په ټولو ټرانسپورتي ساحو كې كار كاوه• ډير كم شمير ئې په ويكتوريا كې ميشته شول: په ١٩٠١ كال كې په ويكتوريا كې د افغانانو نفوس يوازې اته تنه نارينه له ښځو پرته وو•

د ١٩٢٠ لسيزې په اوږدو كې په آسترليا كې د موټرو او لاريو له رامينځ ته كيدو سره افغاني اوښ واله بيكاره شول• ځيني ئې افغانستان ته ستانه شول، او نورئې د وړو ملكيتونو خاوندان شول•

د افغاني مهاجرينو دوهمه ډله په ١٩٧٩ كال كې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد له تيري وروسته آسترليا ته راغله• پر روغتونونو، ښونځيو او جوماتونو باندې د شورويانو د يرغلونو په اثر څه د پاسه دوه ميليونو افغانانو كډې وكړې• آسترليا د هغوى يو كوچنۍ شمير د پناه وړونكو په توگه ومنل چې په دې توگه په افغانستان كې د زيږيدل شوو كسانو شمير د ١٩٩٠ لسيزې په لومړيو كلو كې نږدې ١٠٠٠ تنو ته ورسيد• گڼ شمير ئې په ويكتوريا او نيو سوت ويلز كې ميشته شول•

د شورويانو له وتلو وروسته فرقوي جگړې د طالبانو د راپيدا كيدو سبب شوې چې هغوى بيا په خلكو باندې سخت مذهبې ضوابط تحميل كړل• د بهرنيو هيوادونو په لاسوهنه دوامدارې كورنى جگړې سبب شوې چې لا زيات افغانان له ملك نه كډې وكړې• ځينې ئې آسترليا د پناه وړونكو په توگه ومنل• په ٢٠٠٠ كال كې سختې وچكالۍ څو سوه افغان پناه غوښتونكي آسترليا ته د بيړيو په وسيله راتگ ته وهڅول• په افغانستان كې د زيږيدل شوو شمير په ويكتوريا كې له ٧٦٤ تنو نه په ١٩٩١ كال كې ٥٢٤٦ تنو ته په ٢٠٠٦ كال كى لوړ شو•

ويكتوريا اوس په ټوله آسترليا كې له نيو سوت ويلز وروسته د افغانانو د دوهمې لوئي ټولنې استوگنځۍ دى• زياتره ئې په كارگري، توليدې او ټرانسپورتي دندو بوخت دي• د ٢٠٠٦ كال د سرشميرنې په وخت كې، گڼ شمير ئې د ٣٤ كلونو نه د ټيټ عمر لرونكي مسلمانان وو او د دنديناگ په سيمه كې اوسيدل• د افغانانو له ټولنې سره د افغان آسترليا د هوساينې انجمن په شان سازمانونه مرستې كوي او نوو راغلو كسانو ته د كار، استوگنځې او د استوگنې د نورو مسائيلو په برخه كې مرسته برابروې•


سرچینې[سمول]

  1. کينډۍ:Census 2006 AUS
  2. 2.0 2.1 2.2 2.3 Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Australia. International Monetary Fund. URL accessed on 2009-10-01.
  3. Human Development Report 2009. The United Nations. Retrieved 5 October 2009.