ويکيپېډيا:ويکيپروژه د ليکنو سمون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

[[وېشنيزه:فعاله ويکيپروژې|کينډۍ:WikiProjectbasename]]


ويکيپروژه د ليکنو سمون

لومړی مخ خبرې اترې څرنګوالی لارښود سرچينې
سمول  

ښه راغلاست

د ليکنو سمون ويکيپروژه د ويکيپېډيا کارنانو په مرسته رامنځته شوی دی.

سمول  

موخه

د دې پروژې موخې عبارت دي له:

سمول  

لارښود

اوسمهال په پښتو ويکيپېډيا کې يو شمېر ليکنې شته چې يا خو سرچينې نه لري او د باوري سرچينو زياتولو ته اړې دي، يا هم پکې مالومات ډېر کم دي او يا هم املايي غلطۍ لري، ځينې ليکنې بيا داسې دي چې موضوع يې له سرليک سره هيڅ اړخ نه لګوي، مطلب بې کاره او بې مانا ليکنې دي، نو د دې پروژې موخه دا ده چې دا ډول ليکنې وموندل شي، او د لاندې پړاوونو په پام کې نيولو سره دې پروژې ته دوام ورکړل شي، له کارنانو هيله لرو چې په هر پړاو کې له مونږ سره مرسته کولی شي، نو خپلې مرستې دوام ورکړي، ترڅو دا پروژه په اغېزمنه، چټکه او ګړندۍ توګه پرمخ يوسو.

لومړی پړاو بې سرچينو ليکنې مشخصول
  • د وېشنيزه:بې سرچينې ليکنې منځپانګه کې هغه ليکنې شاملې دي چې په هغې کې له هيڅ ډول اخځليکنو او سرچينو نه ګټه نه ده اخيستل شوې( او که اخيستل شوې وي، نو داسې سرچينه وي چې ناڅرګنده وي).
  • په لومړي پړاو کې بايد هغه ليکنې وموندل شي چې هيڅ ډول سرچينه نه لري.
  • کله چې د سمون پرمهال ليکنې ته سرچينه ورزياتوئ، نو د {{ناسرچينه}} له ليکنې لرې کړئ.
  • که د ليکنې ځينې برخې سرچينه لري، خو ځينې يې نه لري، نو هغه په {{سرچینه}} سره په نښه کړئ.
  • که په ليکنه کې هيڅ ډول سرچينه نه وي، نو هغه د {{بې سرچينې ليکنو سمون}} د ليکنې د خبرې اترې مخ کې ورزياته کړئ، ترڅو دوهم پړاو ته چمتو شي.
دوهم پړاو سرچينو ورزياتول
  • هغه ليکنې چې وېشنيزه:د ويکيپېډيا بې سرچينې ليکنې کې ځای لري، بايد سرچينه ورزياته کړای شي.
  • د همدې ليکنې اړوند انګليسي ليکنه دې وکتل شي، که هغې کې باوري سرچينې وې، نو پښتو ليکنه کې د انګليسي ليکنې ژباړه ځای پرځای کړل شي او د هغې لهسرچينو دې ګټه واخستل شي.
    • تر شوني بريده د انګليسي ويکيپېډيا له حوالې ورکولو ډډه وکړئ، کوښښ وکړئ چې له هغو سرچينو ګټه واخلئ او په هغه سرچينه حواله ورکړئ چې د انګليسي ويکيپېډيا په ليکنو کې دننه په کار وړل شوې وي.
  • که ليکنه مو له ويکيپېډيا څخه نه ژباړل شوې نه وي، نو په ګوګل کروم کې يې ولټوئ او اړوند سرچينه يې بيامومئ.
    • پام وکړئ چې سرچینه پخپله د ویکیپیډیا عکس نه وي، تاسو کولی شئ د وېبپاڼې تاریخ او د مقالې تاریخ ته په کتلو سره ومومئ.
    • که سرچینه، فورم یا بلاګ یا ویب پاڼه ناسمه وه، کارول شوي مینځپانګه ړنګه کړئ (په هغه حالتونو کې چې د غلطۍ وېره وي)يا له {{سرچينه}} څخه په دې بڼه {{سرچينه|ناباوره سرچينه}} کار واخلئ.
  • له {{يادونه}} نه په استفادې ليکنه د نظر وړ ليکنه، مو وېبپاڼې ته راجع کړئ.
  • که ليکنه ټوله له بلې وېبپاڼې کاپي شوي اوسي، نو د {{خپراوي حق نه سرغړونه}} څخه د ليکنې د ړنګولو د غوښتنې لپاره کار واخلئ.
  • د ژوندي وګړو اړوند هر ډول بې سرچينې ليکنه دې ړنګه شي.
  • که د ليکنې لپاره هيڅ ډول سرچينه ونه موندل شوه، نو {{ړنګېدو وړانديز}} څخه د {{جا:ړنګېدو وړانديز|ناسرچينې}}بڼې سره کار واخلئ.
درېم پړاو سمون او ويکيجوړونې

ويکيپېډيا:ويکيپروژه د ليکنو سمون/ډېرکتونکې ليکنې ويکيپېډيا:ويکيپروژه د ليکنو سمون/بينر ويکيپېډيا:ويکيپروژه د ليکنو سمون/ارشيف ويکيپېډيا:ويکيپروژه د ليکنو سمون/غړي ويکيپېډيا:ويکيپروژه د ليکنو سمون/اړوند پوښتنې