ويکيپېډيا:ويکيپروژه د ليکنو سمون/سرچينې
د سرچينو په زياتولو او ټاکلو کې بايد لاندې ټکي په پام کې ونيول شي:
- کوښښ وکړئ چې د ليکنې د سمون پرمهال هغې ته لازم او له موضوع سره تړلي سرچينې ورزياتې کړئ، ترڅو ليکنه لا غني او بډايه شي.
- په ليکنه کې د نورو اړوند سرچينه لرونکو ليکنو ورزياتول.
- له معتبرو، باوري او غير ناندريزو سرچينو حواله ورکول.
- د ناسمو او غير باوري سرچينو لرې کول.
- د سرچينو د لرې کولو پرمهال بايد لومړی د هماغه مخ د خبرې اترې مخ کې موضوع او ستونزه په ډاګه شي، وروسته له خبرو اترو او مشورې دې سرچينه بدله کړای شي.