ويکيپېډيا:ويکيپروژه د ليکنو سمون/څرنګوالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ليکنو په سمون کې دې لاندې کارونه ترسره شي:

  1. غير پښتو الفاظ دې پښتو ته وژباړل شي، خو دا ژباړه بايد داسې نه وي چې بيا پرې څه نه پوهيږي، مطلب تر هغې حده دې وژباړل شي چې خلکو ته په لوستلو کې اسانتيا پيدا کوي، که مغلقيت او پېچلتيا رامنځته کوي، نو د داسې ويوکو له ژباړې دې ډډه وشي.
  2. ناسم ليکل شوي ويوکي او الفاظ دې په سمه بڼه وليکل شي، لکه د کی بدلول کې ته او د چه بدلول چې ته او داسې نور.....
  3. کوښښ دې وشي چې جملې په داسې بڼه يو له بل سره وتړل شي او ساده کړل شي چې د اصلي مانا کې له تغير راتللو پرته ساده او د لوست وړ وګرځي.
  4. د نامناسبو او غير ادبي ويوکو او الفاظو پرځای دې کوښښ وشي چې سم، کره او ادبي الفاظ وليکل شي.