نورمحمد لاهو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نور محمد لاهو د پښتو ژبې يو نامتو شاعر دی. چې په ۱۳۴۹ لمریز کال کې يې د کابل په دهمزنګ سيمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې. د نوموړي شعري استعداد او وړتيا د دې لامل شوی چې په نړيواله کچه ډېر پښتانه ځان ته راجلب کړي. نوموړی ځان ته د ځانګړي سبک او جلا لاری خاوند شاعر دی. يو شمېر پښتانه کره کتونکيو لکه؛ ارواښاد اسحاق ننګيال، سعيد شاه سعود، استاد اسدالله غضنفر، صديق الله بدر او نورو لیکوالو د تمثیلي او د اشياوو د شاعر لقب ورکړی، دا ځکه چې د نوموړي ګڼ شمېر شعرونه د اشياوو سره خبرې دي. داسې خبرې دي چې په افغانستان کې د ډېرو لږو شاعرانو ورته پام شوی.


نور محمد لاهو
نورمحمد لاهو
نورمحمد لاهو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د باختر آژانس پښتو څانګه
د واکمنۍ دوران
د 1996ز. کال څخه تر – 1999 ز. پورې
د سرې مياشتې د اخبار مسؤل مدير
د واکمنۍ دوران
1999 زېږديز کال – 2001 زېږديز کال
ازادي راډیو، د تاندې څانګې تعليمي خپرونه
د واکمنۍ دوران
2001
د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۳۴۹ زېږديز کال
دهمزنګ، کابل - افغانستان
تابعیت افغانستان
عملي ژوند
تعليم کابل پوهنتون
کار/مسلک شاعر، ليکوال

لاهو په 2010 زېږديز کال کې د هېواد د ناامنيو له کبله هېواد پرېښودلو ته اړ شو، او اروپايي هېواد ته کډوال شو. هغه دا مهال اروپا کې د خپلې کورنۍ سره اوسېږي.

شخصي ژوند[سمول]

نور محمد لاهو د ارواښاد محمد الله خان زوی، په ۱۳۴۹ لمریز کال په کابل کې نړۍ ته سترگې غړولي دي. لوړې زده کړې یې په کابل پوهنتون او سویس کې پای ته رسولي. لاهو په پښتو او دري لیکنې کوي په انګلیسی او الماني ژبو هم پوهیږي. نورمحمد لاهو د اشیاو د شاعر په نامه په خلکو کې شهرت لري. نور محمد لاهو د کره کتونکو له نظره ځان ته د ځانگړي سبک او لارې خاوند شاعر بلل کېږي.

شعرونه[سمول]

یوې مور د وژل شوي زوی سینې نه

وینې سورغشی راوایست

په ژړایی ورته وویل

چې بې زویه دی کړم ولې؟

ورته غشی په ژړا شو

وې ویل :زه هم شوم بی موره

هغه پورې ونه وینې ؟

چې یوه ګوته یی نشته

هماغه زمامورکۍ ده

هماغه زمامورکۍ ده


د مڼو ټوکرۍ

له مڼو ډکه ټوکرۍ مې په سر ایښې

لویه لاره کې ولاړ یم

هر مین چې د خپل یار په لوري درومي

یوه غټه سره مڼه ورلره ورکړم

هره پیغله چې تیریږي مې له مخې

شنه خندا راله ډالۍ کړي

سرې مڼې څخه چک واخلي.

په دې پیغلو کې یوه ده غنمرنگه سره لمبه ده

نه خو خاندې، نه څه وایي

ته به وایې پوهه نه ده

دا مڼې د میدان ښار دي

له شکرو څخه ډکې

پیمانې دې میدان ښار دي

زه له ځانه سره وایم

خیر دې نه دې راته خاندي

ان څپیړه دې هم راکړي

خو مڼه دې له ما واخلي

وروسته وروسته په دی پوه شوم

دا مڼې چې زه یې پلورم

دا مڼې د دوی د باغ دي

له هماغه وخت راهیسې

سرې مڼې مې په زړه داغ دي


چاپ شوي آثار[سمول]

۱- بلال په وینو کې (شعري ټولگه). ښاغلي سید شاه سعود او ارواښاد اسحاق ننگیال پرې سریزې لیکلې دي. دواړو لیکوالو نوموړی د جلا لارې او سبک خاوند شاعر بللی دی.

۲- د شاتو سیند (شعري ټولگه).

۳- تکې سرې سترگې (لنډې کیسې).

۴- د غوا دیگی (د ماشومانو لپاره نکلونه).

ناچاپ اثار يې[سمول]

۱- زرو جانه (ناول).

۲- د غره د سر بادونه (ناول).

۳- راشه کنه مرم درپسې (ناول).

۴- اوښکه په لمبو کې (ناول).

۵- شپې او څراغونه (شعري ټولگه).

همدارنگه د نور محمد لاهو په لسگونو مقالې د افغانستان د یو شمیر ورځپاڼو او مجلو له لارې خپرې شوې او د دريو سوو په شاوخوا کې یې راډیويي ډرامې لیکلې، چې د سیمه ییزو راډیوگانو له لارې خپرې شوې دي.

بهرني لېنکونه[سمول]

۱- https://dawatmedia24.com/%D8%B4%D8%B9%D8%B1%D9%88%D9%86%D9%87/125649/ Archived 2021-12-24 at the Wayback Machine.

سرچينه[سمول]