سید شاه سعود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یو شعر پوره ژوند او سید شاه سعود

محبت سرسری قصہ نہیں ھے

ذرا تفصیل میں جانا پڑے گا

(شاہ سعود)

لیک: اجـــــــمل فـــاروقـــــی

.ـــــــــــــــــــــــــ د شاعری اغاز او ارتقاء ته که نظر وشی نو ډیر لرغونے تاریخ لری په هر ملک هره ژبه کښی شعر تخلیق شوے او وس هم تخلیق روان دے . مګر ډیره د تعجب خبره داده که یوه زمانه کښی زر شاعران وی تاریخ دوا دری ژواندی ساتلی ځنی شاعرانو په خپل وخت کښی دومره تخلیق کړے چی ضخیم ضخیم کتابونو تری چاپ کیده مګر دا خبره ډیره ضروری ده چی سړے مقدار نه بلکی معیار ژواندے ساتی ځنی شاعران په یو څو کلامونو ژواندی پاتی شوی لکه عمر خیام وغیره ځنی شعرونو خو داسی وی چی ډیر کم وی مګر دومره زور وی پکی چی شاعر ژواندے ساتلے شی لکه د خاطر دا شعر خلک چی نخه وولی ګوری ورته تا چی مخ پټ کړو نو ګوزار دی وکړو

یا د حمزه بابا دا شعر وائی اغیار چی د دوزخ ژبه ده زه به جنت ته د پښتو سره زم

دا رنګ د سیف الرحمن سلیم صیب دا شعر د وړو وړو خدایانو دی بنده کړم لویه خدایه زه به چا چا ته سجده کړم

داسی شعرونو کښی لوی کمال دا وی چی د هر چا په ژبه ترانه وی

ددی اوګد تمهید نه بعد به وس د سید شاه سعود پدی شعر رڼا واچؤم محبت سرسری قصہ نہیں ھے ذرا تفصیل میں جانا پڑے گا

هسی خو د شاه سعود صیب هر کلام هر شعر زړه راښکونکے وی مګر زه دا خبره دعوی سره کوم که چرته شاه سعود صیب بیخی شعر نه وے تخلیق کړے او صرف دا شعر ئی زمانی ته پریخودے وے پدی شعر کښی دومره څه شته چی شاه سعود صیب به ئی ژواندے ساتلے وے په ظاهر که وکتل شی شعر کښی څه نه ښکاری یو ساده شعر ښکاری مګر که چرته دا شعر راوسپړل شی نو پدی کښی بلها معنی او بلها کمالات پټ پراته دی ددی شعر د ټولو نه لوی کمال سهل ممتنع ده یوه خبره شعر کښی کؤل انتهائی ګران کار دے او بیا دومره جامع خبره په لنډ بحر کښی کؤل انتهائی ګران کار دے شاه سعود صیب پدی شعر کښی د لفظونو د کفایت شعاری نه په مکمله توګه کار اخستے که دا شعر تشریحی تنقید زاوئی سره مونږ وګورو نو فلسفه محبت ئی په داسی انداز کښی ځاے کړی ګمان می نشی که ددی نه ورته څوک خه لفظی او معنوی جامی واغوندی لفظ سرسری او تفصیل د شعر فصاخت او بلاغت کښی ډیره اضافه کړی په شعر کښی داسی څه لفاظی او مصنوعیت هم نشته چی د شعر ساخت یا معنی ته ئی نقصان رسؤلے وی یو خوا که وکتل شی شاعر د معنو سمندر شعر له راوړے د محبت مزے نزدی نه پری کوی د محبت صیح تناسب د محبت اصل مفهوم د محبت اصل مقصد د محبت اهمیت په ټولنیز ژوند کښی د محبت مثبت کردار سپیڅلی مینه تش په نوم د لباسی مینی غندنه د محبت د سرسری قصی اعنی د محبت په نوم تیروتنی مکر فریب دجل نه کار اخستل

که وکتل شی پدی شعر کښی  تنبیه شدید طنز هم شته

بلخوا د شعر په دوئمه مصرع کښی تاکیدا خبره شوی په لفظ

ذرا تفصیل" 

کښی د ړومبی مصرعی جواب شوے یو خوا صنعتی مخاطبه ده مګر پټه ده بلخوا ددی مخاطبی جواب شوے عموما چی مونږ شعرونه ګورو ربط ئی داسی نوی شوے لکه څنګه چی دلته کوم ربط دے زه بغیر د څه مبالغی نه دا خبره کؤم که چرته غالب پشان نابغه روزګار شاعر دا شعر اوریریدلے وے نو چری به ئی هم مومن خان مومن تا دا نه وو وئیلی چی زما دیوان واخله او دا شعر راکړه تم میرے پاس ہوتے ہو گویا جب کوئی دوسرا نہیں ہوتا

   بلکی د شاه سعود صیب ددی شعر غوښتنه به ئی کؤلے

محبت سرسری قصہ نہیں ھے ذرا تفصیل میں جانا پڑے گا (شاہ سعود)