مومن خان بېلتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بېلتون
زېږون نوم مومن خان بېلتون
زېږېدنه مارچ 7, 1920(1920-03-07)
چکړي, افغانستان
مړينه د ۱۳۹۴ لمریز کال د لړم ۱۸ [۱]
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه

مومن خان بېلتون (۱۲۹۹ - ۱۳۹۴ لمريز کال د لړم ۱۸ کابل)، (۱۹۲۰ - ۲۰۱۵ زېږدي کال د نوامبر ۹) يو افغان سندرغاړی وو چې په پښتو او پارسي ژبو يې سندرې ويلې.

مخينه

مومن خان بیلتون، چې په بېلتون ډېر نامتو وو، پر ۱۹۲۰ زېږدي کال د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د چکري سيمې د جمعه خان په کور کې زېږېدلی وو. په کوچنیوالي کې يې خپل پلار او مور له لاسه ورکړل او له چکړي څخه د لوگر څرخ ولسوالۍ ته وکوچېد. هغه په لوگر کې داسې احساس کاوه چې هغه يې پلرنۍ سيمه او ټاټوبی وي.

مومن خان بېلتون چې کله لوگر کې میشت شو نو د لومړي ځل لپاره د ښه غږ لرلو له لامله د نامتو شاعر او صوفي بهايي جان آغا له خوا ونازول شو او اوږده موده د ده په کورنۍ کې وپالل او وروزل شو. همدا اغېز دی چې د بېلتون ډیرې سندرې د ارواښاد بهايي جان د شعرونو پر بنسټ جوړې شوې او ويل شوې دي. نوموړی موسیقۍ ته هم بهايي جان وهڅوه او د ده په سپارښتنې سره يې راډیو ته لاره وموندله.

استاد بېلتون په خټه پښتون داودخېل وو. په موسیقۍ کې يې لومړنی استاد غلام جیلاني نومید او وروسته یې له سلام لوگري سره شاگردي پیل کړه، خو تنبور او رباب غږول یې له غلام جیلاني استاد څخه زده کړل. بېلتون د افغانستان په ملي راډيو تلوېزيون کې ډېرې سندرې وويلې او د کابل راډيو د خپرونو له پيله يې له دې راډيو سره همکاري درلوده. نوموړی د ۲۲ کالو وو چې خپله لومړنۍ دري -پښتو سندره(دل من ز غم هایت پاره پاره - که مې واخلې خبر ای نگاره) يې په ملي راډیو کې وویله.

مومن خان بېلتون یو له هغو سندرو غاړو څخه وو چې هره سندره او شعر یې په حافظه کې ساتلي ول. ده د سندرو تر ۲۰۰ څخه ډیر شعرونه په يادو زده ول. په دې شعرونو کې يې ډیره برخه د بهايي جان ده. نوموړي په پښتو او دري ژبو په سلگونه سندرې ويلې دي. دی د لوگر سبک د موسيقۍ له مخکښانو څخه بلل کېده. مومن خان بېلتون په کابل راډیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ سندرې ثبت کړې دي.

سندرغاړی مومن خان بېلتون د ژوند په وروستيو کې ناروغ وو. سعيد زابلي دده د ژوند په وروستيو ورځو کې ورسره مرکه وکړه چې موږ يې يوه برخه دلته راوړو: «ارواښاد بيلتون تازه ناروغ شوى وو، د مركې لپاره ورغلم په ستړي او رنځيدلي غږ يې راته وويل: «ناروغۍ له كاره ويستلى يم، پنځه- لس زره روپۍ نشته چې ډاكټر ته ولاړ شم او دوا وكړم، يوازې ډاكټر دومره فيس غواړي چې دوا به دې هېره شي.»

تر مركې وروسته مې د حضرت بهايي جان صاحبزاده يادونه ورته وكړه، كله چې پوه شو، له حضرت بهايي جان صاحبزاده سره د خپلوۍ اړيکی لرم، نو د حضرت بهايي جان صاحبزاده ډيرې خاطرې يې په مړ ژواندي غږ او له اوښكو په ډكو سترگو راسره شريكې كړې:

«په چكړيو كې اوسيدو د مور او پلار تر مرگ وروسته له خپلې ایکې یوې خور سره په کوچینوالي کې د لوگر ولایت څرخ ولسوالۍ ته ولاړم، هلته مې غوايي او پسونه پوول او په لوړ آواز به مې د زړه له سوزه غزلې ويلې.»

د استاد بيلتون د وينا له مخې، بهايي جان صاحبزاده یې خپلې خانقا ته ورغواړي او پوره ۱۵ كاله د هغه په خانقاه كې تېروي چې د كور د خدمت ترڅنگ د هغه غزلې هم ترنم كوي: «ډېر ملايان به ناست وو او زه به يې په مابين كې وم، له چمبې سره به مې د بهايي جان غزلې ويلې او ډېرو به راته اوښكې تويولې.»

وروسته بهايي جان صاحبزاده، بيلتون ته ليك وركوي او د كابل راډيو ته يې لېږي: «كابل راډيو ته چې راغلم ما سندرې ورته وويلې، د هغوى ډېرې خوښې شوې او په راډيو كې يې يوه كوټه راكړه، هلته اوسېدم.»

كله مې چې له ارواښاد بيلتون سره مركه وكړه او دفتر ته راغلم، مشر ته مې وويل، مركه مې راوړې، خو ترڅو چې له هغه سره مرسته نه وې شوې، زړه به مې ډير ناارامه وي، سمدستي يې نفر راوغوښتى نغدې پيسې او د خوراكي توكو ډك موټر يې وروليږه.» خداى دې وبخښي، امين»

مړینه

استاد مومن خان بېلتون د ۱۳۹۴ لمريز کال د لړم پر ۱۸ تر غرمې مخکې لس نيمې بجې (د ۲۰۱۵ ز کال د نومبر پر ۹) د ۹۵ کالو په کابل کې ومړ.

کورنۍ

مومن خان بېلتون اووه اولاده لري چې ۵ هلکان او دوې نجونې دي.


سرچینې

  1. پژواک خبري اژانس
  2. http://lokrana.bloguna.tolafghan.com/posts/11642 Archived 2013-03-25 at the Wayback Machine.
  3. http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/11/151109_as_singer_biltoon_died
  4. http://www.taand.com/archives/57418
  5. https://www.facebook.com/photo.php?fbid=976339082430870&set=a.107290096002444.11287.100001643632018&type=3&comment_id=976342739097171&notif_t=like
  1. ۱۸ لړم ۹۴ لمریز کالhttp://www.pajhwok.com/ps/2015/11/09/د-هېواد-وتلى-سندرغاړى-استاد-بېلتون-ومړ