مهاتما گاندي

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

موهنداس کرمچند ګاندهي چي وروسته د مهاتما ګاندهي په نوم مشهوره شو، د هند له مهمو سياستوالو ګڼل کېږي، چې د عدم تشدد د سياست پلوى و.

زوکړه

د ١٨٦٩ م مېلادي کال د اکتوبر په دويمه نېټه د هند د ګجرات په ولايت کښي زېږېدلی. د ګاندهي پلار کرمچند ګاندهي د ګجرات ولايت يو پانګه وال او سياستوال و. د ګاندهي کورنۍ يوه مذهبي کورنۍ وه چي د هندو مذهب د ويشنو ډلي سره يه تړاو درلود. د ګاندهي په پلرني کور کې د لاچارانو او مسکينانو سره ډېره مرسته کېدله. دبيلګي په توګه د ګاندهي کورنۍ لا چاره ناروغان خپل کور ته بيول او هلته يه د هغوی درملنه او خدمت کول.

ماشوم ګاندهي

مېرمن

د ګاندهي مور او پلار هغه وخت ګاندهي ته واده وروکړی چي د ده عمر ١٣ کاله و. د ګاندهي مېرمنه کاستوربه نکانجي هم د واده پر وخت ١٣ کلنه وه.

مهاتما ګاندهي او دهغه مېرمنه (١٩٠٢ م)

زدکړي او مسلک

مهاتما ګاندهي

د ١٨٨٨ او ١٨٩١ مېلادي کلونو تر منځ ګاندهي په لندن کښي د حقوقو لوړي زدکړي وکړې او په ١٨٩١ کښی بېرته و بمبی ته راستون شو. چيري چي ده د يوه وکيل په توګه کار کاوه. د ١٨٩٣ او ١٩١٥ مېلادي کلونو په مېنځ کښي ګاندهي په سويلي افريکا کښي ژوند کاوه. په سويلي افريکا کښي ګاندهي ته لاپسي څرګنده شوه چي انګرېزان د هنديانو سره تعاصبي او ناسم چلن کوي.

همدا و چي په سويلي افريکا کښي ګاندهي د هنديانو د حقوقو لپاره مبارزه پېل کړه. ګاندهي د ناټال انډين کانګرېس په نامه ي غورځنګ جوړ کړی . دغه غورځنګ په سويلي افريکا کښي د هنديانو سره د ناوړه او تعاصبي چلن په وړاندي مبارزه کوله.

سياست

په ١٩١٥ مېلادي کال ګاندهي و هندوستان ته ستون شو چير ي چي د ده د خدماتو اود هندیانو د حقوقو د مبارزې لپاره د مهاتما ياني ستره ارواح نوم ورکړل شوی و. پداسي حال کښي چي ګاندهي خپل ځان د دغه نوم وړ نه ګڼی نو د د ژوند تر آخره يه د مهاتما نوم نه خوښاوه. په ١٩٢٠ مېلادي کال ګاندهي د هند د ګانګرېس ګوند مشر شو . د ګاندهي په مشرتابه کښي دغه ګوند د هند د خپلواکۍ تر ټولو مهمه او د عامو هنديانو ګوند وګرځېده. په ١٩٣٠ م مېلادي کال کښي ګاندهي د هنديانو څخه د انګرېزانو پر ضد د صلح آمېزه اولسي نافرمانۍ غوښتنه وکړه. پدې ترڅ کښي د مالګي مشهوره مارش هم شمېرل کيږي. د مالګي مارش د انګرېزي مالګي د بازاري انحصار نه د خلاصون يو کوښښ و.

ګاندهي په ستياګراهي(صلحه غوښتونکي) جامو کښي

د ١٩٤٢ مېلادي کال د جون په دريمه نېټه ګاندهي په ډاګه د برطانيې نه د هند دخپلواکۍ غوښتنه وکړه. همدا و چي انګرېزانو ګاندهي زنداني کړ. خو د ناروغۍ له امله ګاندهي د دو کالو بند وروسته بېرته خوشي کړل شو. په سويلي افريکا او همدا ډول په هند کښي ګاندهي د انګرېزانو له خوا په څو څو ځله زنداني کړل شو. ګاندهي خپل د ژوند مجموعا ٨ کاله په زندان کښی تېر کړل.

د ١٩٤٧ مېلادي کال د جون په ٣ يمي نېټي د برطانيې لوی وزير کلېمنټ اټلي د هند د خپلواک کولو او په دو برخو ياني هندوستان او پاکستان کښي د وېشلو اعلان وکړی. ګاندهي د ستر هند د ويشلو مخالف و. خو کله چي د هند د تقسيم پر وخت کورني جګړې ته ورته حالت را منځ ته شو يوازي د ګاندهي هلي ځلې وې چي دغه اخ وډب يه ډېر ژر قرار کړی.

مړينه

څو سخت دريځه ملتپال هنديان د مهاتما ګاندهي د صلحي دپاليسۍ نه ناخوښه وه. د دغو سخت دريځو په آند بايد د خپلواکۍ لپاره او بيا وروسته د پاکستان سره د کشمير په مسله د واک او توپک نه کار اخيستل شوی وای. په دغو سخت دريځو کښي ناتو رام ګودسه هم و. دغه کس پر مهاتما ګاندهي باندي هغه وخت په دهلي کښي د توپنچې درې ډزي وکړي چي مهاتما ګاندهي د بيانيې ورکول لپاره د خلکو د ډلي په مېنځ کښي روان و. درې واړه مردکي د ګاندهي پر سينه ولګېدل او ګاندهي خپل ژوند دلاسه ورکړی.

نور

دګاندهي مجسمه

د هند ستره وزيره ايندرا ګاندهي او د هغې زوی چي هم د هند ستر وزير و په آر کښي د مهاتما ګاندهي سره هيڅ خپلوي نه درلوده. ډېر خلک فکر کوي چي دغه د ګاندهي د کورنۍ وه خو دغه خبره ناسمه ده.

اخذونه

باندني تړنې

ټولنې

سرچينې