لېو نيكولايوويچ تولستوى

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

کينډۍ:صاف

لېو نيكولايوويچ تولستوى
د لېو نيكولايوويچ تولستوى

لېف نيكولايوويچ تولستوى د روسيې لوى او نامتو كلاسيك ليكوال “ لېف نيكولايووچ تولستوى “ د ۱۸۲۸ ز كال د اگست په ۲۸ نېټه د روسيې د “ تولا “ ايالت د ياسنايا پليانا په سيمه كې زېږېدلى دى. دى له روسي اريستوكراتانو څخه وو. د مور له پلوه يې له لوى او نامتو روسي شاعر پوشكين سره خپلوي درلوده. تولستوى درې وروڼه “ نيكولاى” ، “ سيرگى” ، “دميتري” او يوه خور “ مارييا” لرل .

لېف تولستوى په شاړس كلنۍ كې دپيلوماتيكه څانگه غوره كړه او د كازان پوهنتون د ختيځ پوهنځي د عربي او توركي ژبو په څانگه كې شامل شو. څه موده وروسته يې دغه پوهنځى پرې ښود، د حقوقو په پوهنځي كې شامل شو او په پوهنتون كې يې زده كړو درې كاله دوام وكړ. د ځوانۍ پر مهال يې د فرانسې فيلسوف ليكوال ژان ژاك روسو د اثارو له لوست سره ډېره مينه درلوده، ان تر دې چې په ۱۸۵۷ ز كال كې له هېواد نه بهر ته په سفر ولاړ او د سفر په ترڅ كې يې هغه ځايونه هم وكتل چې “روسو” پكې كوم وخت اوسېدلى او يا يې پكې كار كړى وو. په پاريس كې يې له بل نامتو روسي ليكوال تورگېنيف سره هم وكتل. تولستوى په راتلونكي لنډمهال كې پوهنتون خوشي كړ او “ياسنايا پليانا” ته ولاړ. ده ته د خپلې مور او پلار له خوا دومره جايداد او شتمني په ميراث پاتې وو، چې ۷۰۰ كسو بزگرانو او مزدورانو پكې د مرييانو په بڼه كار كاوه. څه موده يې په ياسنايا پليانا كې تېر كړ او بېرته ماسكو ته ستون شو . د څه وخت په تېرېدو سره د ده مشر ورور نيكولاى چې د توپچي پوځ افسر وو، دى له ځان سره قفقاز ته بوت. په قفقاز كې تولستوى د افسر په توگه د غرنيو قفقازي وگړو پر وړاندې په پوځي عملياتو كې گډون وكړ. دى په قفقاز كې په جدي ډول په ادبياتو بوخت شو او د يوه داسې رومان په ليكلو يې پيل وكړ، چې څلور برخې يې درلودې : “ كوشنيتو ب” ، “ هلكتوب” ، “ زلميتوب” او “ځواني” چې وروستۍ برخه يې ونه ليكل شوه. هممهال يې د “يرغل” ، “د بډاى گهيځ” ،” كازاكان” او ځينې نور داستانونه او ناولونه وليكل. د قفقاز خاطرو يې په داسې داستانونو كې لكه “د ځنگله وهل” ، “رازژالوواننيې” ، او د “كازاكانو” په ناول كې غبرگون موندلى دى. ليكوال تولستوى د ژوند په پاى كې يو ځل بيا د قفقاز موضوع ته پام اړوي او خپل ډېر نامتو ناول “حاجي مراد” ليكي. نوموړي په ۱۸۵۴ ز كال كې د روسيې او توركيې ترمنځ جگړې پر مهال د توركي كلا “سيليستري” په كلابندۍ كې برخه درلوده، هغه مهال يې د دوناى په پوځ كې خدمت كاوه، خو وروسته يې بيا ځان د كريميا پوځ ته تبديل كړ. په دې وخت كې ليكوال د “سېواستوپل كيسې” اثر وليكه. ليكوال تولستوى په ۱۸۶۳ – ۱۸۶۹ ز كلونو كې خپل نامتو رومان “جگړه او سوله” وليكه. د رومان سوژه د ناپليون بوناپارت له پوځ سره د روسيې جگړه وه. دا مهال او له دې نه وروسته يې د “پوليكوشكه” او“خولستامېر” ناولونه، د “اننا كارېنينا” او ”د استغفار توبه” رومانونه ،د “د ايوان ايليچ مړينه” ناول، د “د تيارې واكمني” ډرامه، د “كرېڅيرووا سوناتا”، “شيطان “ او “حاجي مراد” ناولونه، د “ژوندى مړى” ډرامه، او د “واسكرېسېنې” رومان وليكل. همدا راز يې يو شمېر نامتو داستانونه لكه “واوره او توپان” ، “دوه پوځيان” ، “سندرغاړى” ، “البرت”، “درې مړينې”، “خاوند او مزدور”، “د نڅا له محفل نه وروسته” او ځينې نور وليكل. تولستوى د ۱۸۶۲ ز كال په مني كې د “سوفيه اندرېېونا بېرس” په نامه يوې اتلس كلنې پېغلې سره واده وكړ. له خپلې مېرمنې سره يې د پنځوس كاله گډ ژوند په بهير كې ۱۳ اولاده وزېږېدل. د روسيې نامتو ليكوال لېف نيكولايوويچ تولستوى په ۱۹۱۰ ز كال كې ومړ. فرانسي ليكوال اندرې موروا يو مهال داسې ويلي وو: “د شېكسپير، بالزاك او تولستوى پنځونې هغه درې ستر يادگاري څلي دي، چې بشريت د بشريت لپاره جوړ كړي” . لېف نيكولايوويچ تولستوى نه يوازې په روسيه، بلكې په ټوله نړۍ كې د يو ستر كلاسيك ليكوال په توگه پېژندل شوى او منل شوى دى. د ده د گڼ شمېر اثارو پر بنسټ هنري فېلمونه ډك شوي دي. د تولستوى اثار د نړۍ په گڼ شمېر هېوادو كې په ډېرو ژبو ژباړل شوي. دى د نړيوالو ادبياتو په تاريخ كې يوه له ډېرو ځلاندو او تلپاتې څېرو څخه گڼل كيږي. سږ (۲۰۱۰ ) ز كال په روسيه كې د ده د مړينې د سلم تلين په مناسبت ځينې غونډې او يادگاري پروگرامونه هم ترسره شول. روسي ټولنې او ولس يو ځل بيا د روسي ادبياتو د دغه ستر استازي د ياد درناوى وكړ.