ملا دوپيازه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملا دو پیازه د جلال الدین اکبر له نهو ټوکيانو څخه یو و.

نوم[سمول]

اصلي نوم یې ابوالحسن بن ابو المحسین بن ابو المکرم و. يو مورخ حافظ محمد شېراني وايي چې د ملادوپيازه اصلي نوم عبدالمومن و.

زېږون[سمول]

ملا دوپیازه په ۱۵۴۰ کال کې مکې ته نږدې په طائف کې زیږیدلی و.

هندوستان ته رسېدل[سمول]

پلار یې له ميرنۍ مور سره د اختلاف له امله کور پرېښود او د هغې په لټه کې په کاروانونو کې ایران ته ورسېد. له هغه ځايه د مغولو له پوځ سره د اړيکو له امله هند ته راغی او په يوه جومات کې پاتې شو، په ۱۵۸۲ کال کې له هند څخه ايران ته ولاړ او له ۳۶ کلونو وروسته بېرته راستون شو.

د ملا دوپيازه د نومونې لامل[سمول]

کله چې له ډېرې خوش خلقۍ او ټوکمارۍ د ده شهرت زيات شو، نو بېلابېلو خلکو به ورته د مېلمستياوو دعوت ورکاوه، يوه ورځ يې په يوه مېلمستيا کې خواړه ډېر خوښ شول، نو له کوربه يې وپوښتل دا خواړه څه نوميږي، نو هغه ورته په ځواب کې وويل چې دوپيازه، نو ده وويل چې له دې وروسته ماته هرڅوک مېلمستا کوي، نو زما هيله دا ده چې دا خواړه دې پکې وي، له همدې کبله د ده نوم په ملا دوپيازه مشهور شو.

د بېربل په څېر ملا دوپيازه په اړه هم ډېری واقعات په تاريخونو کې راغلې دي چې دواړو د اکبر په دربار کې د خلکو د خندولو او ساتېرۍ کې پوره پوره ونډه اخيستې ده، ځينې تاريخ ليکونکي دده کردار افسانوي ګڼي(يانې په حقيقت کې دا شخص هيڅ نه دی تېر شوی يوازې خلکو پسې له ځانه کيسې او ټوکې جوړې کړې دي).


یو مورخ وايي چې ملا دوپیازه عرف ابوالحسن له همایون سره له ایران څخه هند ته راغلی و. او د اکبر ملګری شو. دوپیازه يې ډېره خوښه وه او هغه به دوپيازه ته سيدالطعام ویل. له همدې امله هغه د ملا دوپیازه په نوم مشهوره شو. هغه به یوازې هغه وخت میلمستیا منله کله چې به په ډوډۍ کې دوه پیازه وه.

مړينه[سمول]

ابوالحسن عرف ملا دوپیازه ۶۰ کلن و، چې وفات شو. مغل اعظم د احمد نگر له محاصرې څخه د راستنېدو په حال کې و چې ملا دوپیازه په لاره کې ناروغه شو او له یوې میاشتې ناروغۍ وروسته په ۱۶۲۰ کال کې د هندیا په ښار کې وفات [۱] [۲]

سرچينې[سمول]