مصنوعي زړه
اوږده ليکنه |
---|
مصنوعي زړه له هغه ارټیفیشل اورگان څخه عبارت دی چې د انسان یا حیوان د اصلي زړه پر ځای لگول کېږي، او دوه یا څلورو کلونو پورې د اصلي زړه دنده پرمخ وړلای شي. د زړونو پیوندونې پروسه د یوویشتمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې پیل شوې چې د یو لړ عملیاتو په کولو سره یې پایله ښه ارزول شوې. ددې لړۍ لومړنی عملیات د فرانسوي ډاکټرانو په وسیله ترسره شو چې د غوا او مصنوعي الاتو د مرکب څخه یې یو مصنوعي زړه جوړ او پیوند کړ! فرانسوي ډاکټرانو د يوې پرمختللې جراحي عملياتو په ترڅ کې يو مصنوعي زړه يوه ناروغ ته چې له قلبي ناروغيو کړېده ور پيوند کړ، دا زړه به تر راتلونکو ۵ کلونو پورې د يوه موقتي زړه په توگه درزېږي. دا مصنوعي زړه چې د لاسي ساعتونو د بېټريو په ډول بېټريو باندې کار کوي بېټرۍ يې له بدن د باندې پر پوستکي لگول کېږي. د غوا او ماشيني توکو څخه جوړ شوی زړه د پخوانيو مصنوعي زړونو برخلاف اوس د ۵ کلنو لپاره ددې سړي په بدن کې نصب شي او تر راتلونکو ۵ کلونو پورې به فرانسوي ډاکټران د عمري زړه په جوړولو کار پیل کړي، چې بيا يې وروسته له ۵ کلونو پورې په ياد سړي کې نصب کړي. فرانسوي ډاکټرانو وويل : کله مو چې زړه ناروغ ته ورپيوند کړ له عملياتو وروسته ناروغ په ښه وضعيت کې وو، او کوم جدي مشکل یې نه درلود، خو د کارمټ اجرايوي رییس مارسيلو کانويټي وايي: موږ د لومړني مصنوعي زړه له پيوند څخه خوښ او راضی يوو، که څه هم ددې زړه د زړېدلو وخت ډېر کم دی، خو موږ د راتلونکي لپاره تياری نیسو چې ۵ کاله وروسته نوموړي ته دايمي زړه ور پیوند کړو. دا مصنوعي زړه د اروپا د هوايي او فضايي دفاع د شرکت د فرانسوي پوهانوله خوا چې په هالنډ کې يې مرکز دی ،جوړ شوی دی، وزن یې ۹۰۰ گرامه دی چې د يوه عادي زړه دری برابره دروند دی، ددې زړه عضلات منقبض کېدلای شي او د داسې حس گرونو درلودونکی دی چې د وينې جريان د انسان د بدن د حرکت په نظر کې نيولو سره پمپ کوي. ددې زړه په داخل کې هغه برخې چې د انسان له بدن سره بايد ونښلول شي د غوا د زړه له ځينو کوچنيو برخو څخه جوړې دي ، ځکه چې داسې گومان کېده، چې د مصنوعي موادو نښلول به له انساني رگونو سره د وينې د لخته کېدو لامل شي. دا مصنوعي زړه به د هغو زرگونو کسانو لپاره چې د زړه د ناروغي له امله کړېږي په راتلونکې کې مرسته وکړي، چې له خپل دې رنځ څخه په امان شي. ياده دې وي، چې په نړۍ کې لومړی ځل د زړه دپيوند عمليات په ۱۹۶۰ لسيزه کې د سويلي افريقا د يوه ډاکټر له خوا تر سره شوي دي. سرچینې[سمول] |