محمد گلاب بشار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مولانا محمد ګلاب بشار
مراسم تدفین علامه صلاح الدین سلجوقی پنجاه وسه سال قبل سال ۱۳۴۹ شمسی در شهدای صالحین. روح شان شاد. ذوات شامل تصویر : از چپ به راست صف نخست فرد دوم مولانا محمد گلاب بشار مدیر عمومی وقت تبلیغات دینی وزارت اطلاعات وکلتور ، پدر مرحوم من محمد عمر مطیع سلجوقی با عینک های دودی.  ضیا حیدری خبر نگار روزنامه کاروان ، محمد زمان انوری ریس اداری وزارت اطلاعات وکلتور ، مولوی عبدالوهاب سلجوقی ، غلام حضرت کوشان  مدیر وقت نشرات رادیو افغانستان ، محمد ابراهیم قندهاری منجم ، محمد آصف سهیل مدیر روزنامه جمهوریت. دوکتور عبدالطیف جلال ریس وقت رادیو افغانستان. محمد صادق صافی خبر نگار وزارت اطلاعات وکلتور وشادروان محمد حبیبی. در صف های بعدی عبدالحسین توفیق. آخوندزاده عبدالغفور سلجوقی امام و خطیب مسجد پایحصار.منبع: روح دانا. یادنامه ء علامه صلاح الدین سلجوقی. نصرالدین سلجوقی به کوشش مرکز فرهنگی پژوهشی بایسنغر
محمد گلاب بشار (زوکړه: ۱۳۰۷ لمريز (1928 م) کال د ننگرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ - مړینه: ۳/۱۱/۱۳۹۴ لمريز لېږدي کال، کابل) د افغانستان يو ديني شخصيت، پښتو ژبی ليکوال، شاعر او ژباړن وو.

مخينه

ژباړونکی: بشار

محمد گلاب بشار د حضرت خان زوی او د مولوی سید ولي لمسی دی، چې پر ۱۳۰۷ لمریز (1928 م) کال د افغانستان د ننگرهار ولایت د چپرهار ولسوالی د کنډي باغ په کلي کې زیږیدلی دی. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په ۱۳۱۶ - ۱۳۲۲ لمريزو لېږدي کلونو کې د چپرهار په لومړني ښوونځي کې کړې دي. منځنۍ زده کړې یې پر ۱۳۲۳ - ۱۳۲۹ لمریزو لېږدي کلونو کې د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ په شرعیاتو مدرسه کې، چې بیا وروسته د ابوحنیفة رحمه الله په نامه ونوموله شوه، کړې دي.

هغه مهال لومړی ځل د مصر الازهر پوهنتون ته د لومړيو، دويمو او دریمو پوړیو (درجو) فارغانو لپاره زده کړيز بورسونه پیل شول، چې په لومړۍ دوره کې د محمد گلاب بشار سره پوهاند محمد کبیر او پوهاند خان محمد شلگری او په دويمه دوره کې پوهاند غلام محمد نيازی، پوهاند غلام محي الدین دریز او پوهاند غلام صفدر پنجشیری واستول شول.

نوموړی پر ۱۳۳۰ ل ل کال د مصر په الازهر پوهنتون کې د اصول الدین په پوهنځي کې شامل شو او پر ۱۳۳۴ ل ل کال يې نوموړی پوهنتون په بري سره پای ته ورساوه. تر دې وروسته يې پر ۱۳۳۶ ل ل کال د الازهر له پوهنتونه د دعوت او ارشاد تخصص ترلاسه کړ.

دندې

محمد گلاب بشار له مصره خپل هېواد ته د ځمکې له لارې راغی او د مطبوعاتو ریاست، چې وروسته بيا د اطلاعاتو او کلتور وزارت شو، په اډانه کې پر دې لاندې دندو وگومارل او بوخت شو:

  • د ۱۳۳۷ لمریز لېږدي کال د غويي میاشتې پر ۱۵ نېټه د پیام حق مجلې د مدیر په توگه.
  • د ۱۳۳۷ ل ل کال د تلې پر لومړۍ نېټه په کابل رادیو کې د عربی خپرونو د مدیر په توگه.
  • د ۱۳۳۸ ل ل کال د تلې پر لومړۍ نېټه د پیام حق مجلې د مدیر په توگه.
  • د ۱۳۴۱ ل ل کال د تلې پر لومړۍ نېټه د ننگرهار مجلې د مدیر په توگه.
  • د ۱۳۴۷ ل ل کاله تر ۱۳۵۷ ل ل کاله د غويي میاشتې تر اوومې پوری د دیني تبلیغاتو او خپرونو د لوی مدیر په توگه خدمت کړی دی.
  • د ښوونې او روزنې وزارت د سیوري لاندې کابل کې د ځینو لیسو د اسلامي علومو ښووند.
  • د اطلاعاتو او کلتور وزارت د علمي ټولنې غړی.
  • په کورنیو چارو وزارت کې د لږ عمره مجرمینو په باب اصلاحي سلاکار.
  • په روغتیا وزارت کې د کورنیو د نیکمرغۍ او د کوچنیانو د ښې روزنې سلاکار.
  • په ۱۳۵۲ ل ل کال د جمهوری نظام د دریو فرمانونو د جوړولو د څلور کسیز پلاوي غړی، چې نور غړي يې داکتر حسن شرق، واصفی او یو بل تن وو.
  • (۱۳۵۴ /۱۹۷۵م.) په کابل کي د پښتو تحقيقاتو د نړيوال سيمينار غړی.
  • (۱۳۵۵هـ.ش.) په کابل کي د سيد جمال الدين افغاني د تجليل په مناسبت د جوړ سوي نړيوال سيمينار غړی.
  • (۱۳۵۶هـ.ش.) په کابل کي د سنايي غزنوي د (۹۰۰مي) کليزي په مناسبت د جوړ سوي نړيوال سيمينار غړی.
  • هغه د اوقافو د بنسټ اېښودو لپاره هلې ځلې کړې دي چې په يايله کې يې د حج او اوقافو ریاست جوړ شو.

نوموړي په پښتو، دري او عربی ژبو باندی خبرې او لیکل کولای شو، انگلیسي او فرانسوي ژبو سره هم آشنائې لړی.

د بشار زنداني کېدل

محمد گلاب بشار د ۱۳۵۷ ل ل کال د غويي پر ۷، واک و ځواک ته د افغانستان د خلک دېموکراتيک گوند تر رسېدو وروسته له دندې گوښه شو. بیا څه موده زنداني. تر زندان وروسته په کور کې نظربند شو. د ۱۳۵۷ ل ل کال د لیندۍ میاشتی پر ۱۵ د حکومت څارگريزې ادارې ونیو. لومړی د اسد الله سروري، سيد داود تړون، اسدالله امین په امر ووهل شو، برق ورکړ شو، تر رواني ځورونو لاندې ونیول شو او بيا د څرخي پله محبس ته ولیږل شو. د پښتو ژبې بل شاعر امان الله سېلاب ساپی هم دا مهال په زندان کې وو. تر دې وروسته د محمد گلاب بشار ټول دیني کتابونه، قلمي اثار او قیمتي شیان مصادره شول.

بشار صاحب پر د ۱۳۵۸ ل ل کال د مرغومي د میاشتې پر ۱۶، پر افغانستان د سرو ښکیلاگرو تر يرغل وروسته له نورو زندانیانو سره يو ځای له زندانه خوشي شو.

نوموړی پر ۱۳۵۹ ل ل کال د شینوارو له لارې د مجاهدینو په مرسته پاکستان ته کډوال شو. هلته څه موده د کډوالو لپاره د تعلیمی نصاب جوړولو د مرکز مرستیال وو. همدا راز يې پر ۱۹۸۱ - ۲۰۰۰ زېږدي کلونو کې د رابطه عالم اسلامي لخوا داعي او لس کاله په جامعه عثمانیه کې د ښووند په توگه خدمت وکړ.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- د محمد عبقریت، عباس محمود العقاد (له عربی څخه پښتو ته ژباړه)، د ۱۳۴۱ لمریز کال چاپ.

۲- رهنمای حج، د حج لارښود، په پښتو او پاړسي ژبو لیکلی، د ۱۳۴۳ لمریز کال چاپ.

۳- سیصد حدیث، د تألیف هیئات غړی، دری او پښتو ژباړه، د ۱۳۴۶ لمریز کال چاپ.

۴- محمد لوی پیغمبر، د شیخ محمود شلتوت لیکنه، له عربي څخه پشتو ته ژباړه، د ۱۳۴۸ لمریز کال چاپ.

۵- محمد پیامبر بزرگ، د شیخ محمود شلتوت لیکنه، له عربی څخه دری ته ژباړه، د ۱۳۴۹ لمریز کال چاپ.

۶- د محمد صلی الله علیه وسلم عظمت، په پښتو لیکلی، د ۱۳۵۵ لمریز کال چاپ.

۷- ندای سید جمال الدین افغان، محمود ابوریة، له عربی څخه دری ته ژباړه، د ۱۳۵۵ لمریز کال چاپ.

۸- اسلام وتنظیم خانواده، دری تألیف ، د ۱۳۵۶ لمریز کال چاپ.

۹- شریعت و اشارات حکیم سنایی غزنوی بر آن، دری تألیف، ۱۳۵۶ لمریز کال چاپ.

۱۰- د افغانستان د مسلمان ملت غوښتنې، پښتو تألیف، د ۱۳۵۹ لمریز کال چاپ.

۱۱- ټولو ته غږ، پښتو تألیف، د ۱۳۵۹ لمریز کال چاپ.

۱۲- جهاد در اسلام، دری تألیف، د ۱۳۶۱ لمریز کال چاپ.

۱۳- قضیة افغانستان و واجب المسلمین، عربی تألیف، د ۱۳۶۱ لمریز کال چاپ.

۱۴- د افغانستان مسأله او د مسلمانانو مسؤلیت، له عربی څخه ‎پښتو ته ژباړه، د ۱۳۶۱ لمریز کال چاپ.

۱۵- الطریقة الجدیدة فی تعلیم اللغة العربیة، پښتو ژباړه، د ۱۳۶۱ لمریز کال چاپ.

۱۶- د اهل سنت او جماعت عقیده، له عربی څخه ‎پښتو ته ژباړه، د ۱۳۶۲ لمریز کال چاپ.

۱۷- کامل لمونځ، خلیل الرحمن، له عربی څخه ‎پښتو ته ژباړه، د ۱۳۶۲ لمریز کال چاپ.

۱۸- د فخرالمشایخ میاگل جان صاحب پیژندنه، له دری څخه ‎پښتو ته ژباړه، د ۱۳۶۲ لمریز کال چاپ.

۱۹- ابوعبیدة بن الجراح، عابد العمروسی، له عربی څخه ‎پښتو ته ژباړه، د ۱۳۶۴ لمریز کال چاپ.

۲۰- د اصحابو د ژوند پلوشې، دوکتور عبدالرحمن رأفت الباشا، له عربی څخه ‎پښتو ته ژباړه، د ۱۳۶۵لمریز کال چاپ.

۲۱- د اسلام له نظره د ښځو حقوق، پښتو تألیف، د ۱۳۷۳ لمریز کال چاپ.

۲۲- امام اعظم ابو حنیفه او په اسلامی عقیده کې د هغه نظریی، دکتور عنایت الله ابلاغ، له عربی څخه ‎پښتو ته ژباړه، د ۱۳۷۵ لمریز کال چاپ.

۲۳- حقوق د احادیثو په پلوشو کې، پښتو تألیف، د ۱۳۸۷ لمریز کال چاپ.

۲۴- د صحابیاتو د ژوند پلوشې، محمود طعمة حلبی، له عربی څخه ‎پښتو ته ژباړه، د ۱۳۸۸ لمریز کال چاپ.

۲۵- جنگ د اسلام له نظره، احمد نار، له عربی څخه ‎پښتو ته ژباړه، د ۱۳۸۹ لمریز کال چاپ.

  1. دینی لار ښوونی، پښتو تألیف (۱۳۹۰)هجری لمریز کال.
  2. د حکمت پلوشی، پښتوتألیف (۱۳۹۳)هجری لمریز کال.
  3. دشاهی وخت په شورا کې دمولوی محمد نبی محمدی دتقریر لیکنه، دفارسی څخه عربی ته ترجمه.

همدا راز نوموړی يه مجلو او ورځپانو کې ډیر علمی،دینی او معلوماتی مضامین خپاره کړی دی چې هغه:

    • پیام حق،
    • لمر،
    • عرفان،
    • کابل،
    • اوقاف،
    • حربی پوهنتون،
    • ننگرهار،
    • اصلاح،
    • انیس،
    • هیواد او نوری دی.

همدا راز نوموړی آریانا دایرة المعارف ته ډیر معلوماتی مضامین لیکلی دی او چاپ شویدی. نوموړی سربیره پر دغو تألیفاتو اوتراجمو دهجرت په دوران کې په مجلو، جرایدو او اخبارونو کې ډیرگټور دینی موضوعات خپاره کړی دی. همدا راز نوموړی د شیخ فتحی رفاعی تعلیمی مرکز کې دابتدایی اوثانوی مراحلو دتعلیمی نصاب په باب په کافی اندازه علمی خدمت کړی دی. نوموړی ایران، ترکیه، مصر، سعودی عربستان او روسیی ته رسمی سفرونه کړی دی، او په کنفرانسونو کې برخه اخیستی ده.

ددعوت په لاره کې دنوموړی مبارکه خوږ خاطره داده:

کله چې په (۱۳۳۵)هجری لمریز کال کې چې نوموړی لا محصل ؤ دمصر له قاهری څخه دحج دپاره سعودی عربستان ته لاړ او په دغه حج کې دسعودی عربستان، مصر او پاکستان داسلامی مؤتمر هیأت په نبوی مسجد کې دحج دفلسفی او د مسلمانانو د ورورولۍ او اتحاد خبری کولی، نو نوموړی د دغه هیأت سره تماس په نیولو دهیأت په موافقی دنبوی منبر له پاسه یوه ورځ په پښتو اوبله ورځ په فارسی ژبی د مسلمانانو د ورورولۍ په باب وینا وکړی.

مړینه

محمد گلاب بشار د ورپېښې ناروغۍ له امله د شنبې په ورځ، کال ۲۰۱۶ (۳/۱۱/۱۳۹۴هجری شمسی٬۱۳/۴/۱۴۳۷هجری قمری٬۲۳/۱/۲۰۱۶ میلادی) پهpm) 10:45) بجو په حق ورسید او دکابل د پلڅرخی په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.(انا لله وانا الیه راجعون).

تړلې لیکنې 

عربی ترانه (بقلم:محمد گلاب بشار*رحمه الله تعالی)

النشید

نحن بنو الأفغان

نخن بنو الأفغان

دیننا الاسلام - شعارنا سلام

دستورنا القرآن - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

عدونا طاغوت - بظلمه جالوت

نحارب الطغیان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

ان فاقنا فی العَدد - کذلک فی العُدد

لنا عون الرحمن - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

بُغیتنا السیادة - کذلک الشهادة

لا الذل والحرمان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

نفضل التضحیة - لا نقبل الدنیئة

سلاحنا الایمان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

بطولاتنا کثیرة - فی العالم شهیرة

لا نذکر العیان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

تاریخنا وضئ - بالعبر ملئ

لا یمکن النسیان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

عزتنا فی الوحدة - ذلتنا فی الفرقة

لا نقبل الخذلان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

نحارب الأعداء - نکتب لهم فناء

لا نترک المیدان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

ینصحکم بشار- باللیل والنهار

کونو خیر الأعوان - نحن بنو الأفغان

نحن بنو الأفغان

****************

دبشار صاحب دخاطراتو له کتاب څخه:

مولانا محمد گلاب بشار - رحمه الله تعالی - دری ځلې محمد رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یې په خوب کې لیدلی وه چې په عربی ژبې سره و، چې یو ځل پر رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یې سلام وکړ او نبی کریم - صلی الله علیه وسلم - دسلام ځواب ورکړاو ورڅخه یې دنوم پوښتنه وکړ، بشار صاحب خپل نوم ذکر کړ نو پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - خپل کاتب ته امر وکړ: نوم یې ولیکه ! او هغه نوم یې ولیکل. بل ځل پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - د څو تنو اصحابوسره په حلقه کې ناست و، بشار صاحب پر هغو سلام واچوه ، پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - دسلام ځواب وکړ او وی ویل: څه غواری؟ بشار صاحب وویل: ادعوا الله لی، نو پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - دواړه لاسونه اوچته کړل اوورته دعاوی وکړ. او بل ځل پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - داصحابو- رضوان الله علیهم - سره چې ټول په ښه جامه کې وو او دپیغمبر- صلی الله علیه وسلم - له مخ څخه د نور پلوشی هری خواته خپریدل نو بشار صاحب پیغمبر- صلی الله علیه وسلم - همدا ویل: ما شاء الله ، لاحول ولا قوة الا بالله...

اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد کما صلیت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم انک حمید مجید.

محمد عمر

۲/۳/۲۰۱۷م

*******************

دبشار صاحب یو شعر:

ای ننګرهاره

تا کې رمز دابادۍ او ښکلا شته

تا کې درس دهر کمال اود بقا شته

ستا نارنج چې شنه جامه لري په تن

همیشه کوي هر چا ته دا ګفتن

مانه زده کړه ښه درسونه دعبرت تل

ما دی کړی له غلیم څخه نفرت تل

زه کتاب دفلسفې هم دعبرت یم تل

شین منظر مې سمسورتیا اوابادي ده

بل الهام مې پتمني او خوشحالي ده

نن چې کړمه سپین ګلان په پسرلي زه

په دې پوه شه چې وینا کړمه رمزي زه

هغه دا چې په ژوند ټوله صفایي کړه

له بدۍ او له افته جدایي کړه

له اخلاصه فضا ته کړه معطره

زما حال باندې ته پوه شه ښه بهتره

دګناه له توره داغه ځان ته ساته

په درنښت او شفقت ګوره هر چا ته

باغ هغه دی چې پکې وي ډیرې میوې

هم ګلونه رنګ په رنګه که یې شمیرې

خپل بڼ ساتئ خوندي له هرافته

هیڅ ونکړئ په دې کار کې کسالت

ورورولی او اتحاد کې ډیر قوت دی

تفرقه او دښمنۍ کې بد ذلت دی

رقابت کړئ دوطن په ابادۍ کې

هم یې کړئ دټولنې سوکالۍ کې

رحم کړئ تل په خوارانو ضعیفانو

هم کړئ وچې اوښکې تل دیتیمانو

ښه هغه دي چې له نورو ځان پتنګ کړي

نه هغه چې له نورو ځان په څنګ کړي

هغه څوک چې له نورو قربا نیږي

د هغه مثال دی شمع چې بلیږي

چې دبل په غم غمجن شي خیر الناس دی

چې دنورو کړول کړي شر الناس دی

د آسیا د وچې زړه ستاسې هیواد دی

هر یوه لره ښکاره دغه بنیاد دی

دی د ده په حال د نورو حال تړلی

که پرې غم شي بل به هم شي غم لړلی

خپل هیواد کړئ تل خوندي له غلیمانو

امانت دی شئ بیدار ای باتورانو

آبادۍ ته یې ملاوې وتړئ په کلکه

چې دعزت پړاو ته رسئ ټول بې شکه

غاړه تا کړه خلاصه ای ګلاب  بشاره!

هر یو پوه شه چې نور ځي په کومه لاره


غزل: محمد ګلاب بشار

نشرونکی: عبدالصمد ګوهر برخه: شعـــــرونه اپریل 10, 2019

محمد ګلاب بشار

په پچه څه وخوت کشمیر یې ولید

حق ترې نه هیر شو چې فقیر یې ولید

د طریقې خاوند په لټه کې شو

ځان د طوفان څپو کې ګیر یې ولید

د تذبذب حالت یې غوره کړلو

غریب یې هیر کړ چې امیر یې ولید

د ډار تمثال به څه قیمت ولري

چې د باد مخکې ځان نخچیر (۱) یې ولید

د دوه مخۍ لار یې چې خپله کړله

د ځان بلا د مرګ سفیر یې ولید

د ناروا په غوښو دی شو لګیا

ځان یې ولید چې کجیر یې ولید

د بد بختۍ په لار چې دی شو روان

قران یې پریښود چې خپل پیر یې ولید

سړی هغه چې په معنی سړی وي

د لاسه نیسي چې ضریر یې ولید

له ځانه مخکې دبل خیر کړي مدام

خپل هوس پریږدي چې فقیر یې ولید

په ثلاثه طلاق چې ښځه ساتي

پوهیږم نه چې څه تدبیر یې ولید

د مظلومانو له آه ډار دی پکار (۲ )

چې په ښیرو باندې سعیر یې ولید

هغه ساعت به څه حالت وي دچا

که د سیلاب اوښکو بهیر یې ولید

د حق ګذار ته ټینګیدلی نه شي

په چغو سر شو چې مصیر یې ولید

څه بشارت دی دجنت بشاره!

نفس او شیطان چې خپل اسیر یې ولید

(۱ )هغه حیوان چې ښکار کیږي او بل غرنی اوزی ته هم نخچیر ویل کیږي .

(۲) ( اتق دعوة المظلوم فانه لیس بینها وبین الله حجاب) حدیث شریف .

********************

شعر: دخیټې غلام  : محمد ګلاب بشار

دخیټې  غلام  : محمد ګلاب بشار

هغه څوک چې وي دخیټې نن غلام

له هغه به تمه څنګه شي د قام

مرد هغه دی چې پرنورو سخاوت کړي

نه هغه چې خوري همیش پردی طعام

حاتم طائي دسخا هسې لوی اتل ؤ

چې په یاد دی همیشه دخاص اوعام

سخاوت کې برکت شته که پوهیږي

راشه وکړه دغه کارته  ته اقدام

په دوکو او په حیلو به څه ونشي

ناکامیږي همیشه د مکر دام

بخیلۍ نه لاس په سر شه ای سنګ دله

راشه واوره  د بشار دغه کلام

*******************

دا رهبر نن: مرحوم محمد ګلاب بشار

چې کږه خولۍ په سر ږدي دا رهبر نن

لری مه ګڼه ولاړ دی په کمر نن

درنګ ساعت ته دا کمر دی نړیدونکی

دغرور خاوند به پریوځي په قعر نن

دبدبه چې دباطل او دغرور وي

له خاونده یې بهتر دی کچه خر نن

دغرور دنیشو مست کله ارام شي

چې یې زړه وي دحسد په اور ابتر نن

بل چې خلکو ته نظر کاندي په سپکه

سپک همدا دی سپک همدا دی بدنظر نن

چې دردمند پر انسان نه وي هغه څوک

هغه بوله  بې ارزشته  بې هنر  نن

دهغه ژوندون به څه وي ای بشاره!

چې هغه وي دکم اصلو پوخ نوکر نن

http://baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=18517

*********************

سرچینې

http://baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=17104

http://baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=17104 https://www.facebook.com/emran.sahak/https://www.nunn.asia/142744/%D8%BA%D8%B2%D9%84-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%DA%AB%D9%84%D8%A7%D8%A8-%D8%A8%D8%B4%D8%A7%D8%B1/