محمد رسول باوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهنوال محمد رسول باوري په ١٣٣٦ لمريز کال (١٩٥٧زېږديز کال ) د روزگان ولايت په دهراوت ولسوالي کي زيږيدلی.

زده كړې[سمول]

په ١٣٥٢ لمريز کال د تيرينکوټ د سيدالخان ليسې څخه فارغ او د ١٣٥٤لمريز کال د کانکور ازمويني وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی د تاريخ څانگي ته شامل شو ، په ١٣٥٨لمريز کال يې د کابل پوهنتون د ليسانس دپلوم تر لاسه کړ. د همدې کال د کب په مياشت کي يې د کابل پوهنتون د علمي کادر لپاره په ازموينه کي برخه واخستل خو لا نتيجه څرگنده نه وه چي په ١٣٥٩ لمريز کال د غوايي په مياشت کي د مکلفيت چوپړ شپږ مياشتنۍ دورې ته وليږل شو ، د ښاغلي باوري په وينا د چوپړ دا دوره هر شپږ مياشتي وروسته جبراْ شپږ مياشتي نوره اوږدېدله او د اتلسو مياشتو وروسته په ١٣٦٠ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کي يې د مکلفيت د چوپړ څخه د فراغت پاڼه تر لاسه کړه.

دندې[سمول]

د همدې کال د مرغومي په مياشت کي يې د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني ډيپارتمنت د علمي غړي په توگه دنده پيل کړه .

ښاغلي باوري د خپلي دندي تر څنگ د ١٣٦٥ څخه تر١٣٦٧ لمريز کال د ماسټرۍ پروگرام بشپړ کړ او د کابل پوهنتون څخه يې د ماسټرۍ يا .ام . اې . دپلوم تر لاسه کړ. ښاغلي رسول باوري د ١٣٦٠ لمريز کاله څخه تر ١٣٧٧ لمريز کاله پوري يې بېله ځنډه د کابل پوهنتون اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني په ډيپارټمنت کي د استاد په توگه دنده تر سره کړېده .

استاد رسول باوري د کابل پوهنتون د کړنلارو( لوايح ) سره سم د پوهيالي کانديد رتبې څخه بيا تر پوهنوالۍ پوري علمي رتبې يو په بل پسې ترلاسه کړيدي ، او په دې ترڅ کي يې تر شل عنوانه زيات علمي او تحقيقي کتابونه ليکلي چي له هغو څخه پنځلس عنوانه کتابونه د کابل پوهنتون ، علومو اکاډمۍ او يو شمير بهرنيو علمي موسيسو له خوا چاپ او خپاره شويدي .

چاپ شوي اثار[سمول]

  1. _ د روښانيانو غورځنگ ( مونوگراف چي وروسته خپور شو ) ١٣٥٨ .
  2. _ اصول وتحقيقات باستانشناسي ؛ کابل پوهنتون ١٣٦١ .
  3. _ باستانشناسي شرق ميانه ؛کابل پوهنتون ١٣٦٢ .
  4. _ باستانشناسي کشورهاي همجوار ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٤ .
  5. _ باستانشناسي افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٥ .
  6. _ اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني . کابل پوهنتون ١٣٦٦ .
  7. _ افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه ١٣٦٧.
  8. _ باستانشناسی ساحوی ( اصول حفريات ) . کابل پوهنتون ١٣٦٨ .
  9. _ لرغونپوهنه ،پرنسيپونه او ميتودونه ؛ ملي موزيم ١٣٦٩ .
  10. _ باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٧١ .
  11. _ موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه ١٣٧٤ .
  12. _ لرغونپوهنه ، عملي لاري چاري ؛ په جرمني کي دافغانستان فرهنگي ودي ټولنه ١٣٨١
  13. _ په افغانستان او گاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤.( د ساپي پښتو خپرونو مرکز له خوا تر چاپ لاندي )
  14. - په انگريزي ژبه Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999 ( Assen: Nederland)
  15. - په هالنډي ژبه ( Samenwerken in Drenthe. 2003 .( Assen: Nederland

خپريدو ته چمتو اثار[سمول]

  1. _ په افغانستان کي سپړل شوي لرغوني سيمي .
  2. _ لرغونې نړۍ . ( د ژباړل شويو مقالو ټولگه )
  3. _ لرغونی افغانستان او گاونډي هيوادونه .
  4. _ د مټن او لنډيانې بابوزي ( اتنوگرافيکي څيړنه )
  5. _ نيوکي او گيلې .( په ١٣٨١ _ ١٣٨٤ لمريز کلونو کي د کلتوري او ټولنيزو ناخوالو په اړه ليکني.)


تر دوه سوه زياتي مقالې يې د هيواد د ننه او بهر په بيلا بيلو خپرونو کي چاپ شويدي . تر پنځوس زياتو ملي او نړيوالو علمي سيمنارونو کي يې گډون کړيدﺉ . په ١٣٦٨ لمريز کال يې د کابل پوهنتون د ادارې له لوري د زيار کښ استاد ستاينليک تر لاسه کړﺉ او په ١٣٧٤ لمريز کال يې د محمود طرزي د ليکوالۍ دولتي نښان گټلی دی . د کابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانگي دغه استاد ( باوري) د ١٣٧٧ لمريز کال راوروسته د هيواده ليري او د يوشمير نورو افغان روڼ اندو په څېر په هالنډ هيواد کي کډوال دی ،او دا مهال د هالنډ د خروننگين ( Groningen) په ښار کي د لرغونپوهني انستيوت د ارخيو زولوخي څانگي سره په علمي څيړنو بوخت دۍ او د همدې پوهنتون د لرغونپوهانو سره يو ځای يې د هالنډ هيواد د بېلا بېلو لرغونو سيمو په سپړنو کي برخه اخستې ده . د دې ترڅنگ د سلام فرهنگي ټولني د ويبپاڼي چاري هم پر مخ بيايي .

باندنۍ تړنې[سمول]

د سلام فرهنگي ټولنه