لمريز غونډال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سيارې/اجرامونه او د هغو وزن د لمر له مخې

لمريز غونډال، چې شمسي نظام یې هم بولي، لمر او هغو هسکني پژیو (اسماني اجرامو celestial bodies) ته ويل كېږي چې پر لمر را چورلي—لکه سیارې، سپوږمیانې، سیاره‌وزمې (asteroids)، سیاره‌گیانې (dwarf planets)، لکیورې (comets)، او هسکاڼي‌وزمې (شهاب‌وار meteoroids). لمریز غونډال د اسمانلار (Milky Way) په نامه کهکشان کې دی. په دې کې اته لویې سیارې، چې ټولگه يې سيارنى غونډال (planetary system) بلل كېږي، په نېغه پر لمر را څرخي او نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱- عطارد (Mercury) ۲- زهره (Venus) ۳- ځمكه (Earth) ۴- مريخ (Mars) ۵- مشتري (Jupiter) ۶- زحل (Saturn) ۷- اورانوس (Uranus) ۸- نيپټون (Neptune)

د پورته سیارو سربېره، ځینې سیاره‌گیانې لکه پلوټو (Pluto) او سېریز (Ceres) هم په خپل مدار کې پر لمر را چورلي. د سیارو، سیاره‌گیانو، او سیاره‌وزمو تر مېنځ پر توپیر به وروسته په تفصیل سره وغږېږو.

داسې اټکل کېږي چې لمریز غونډال کابو ۴.۶ ملیارډ کاله مخکې را مېنځته شوی دی. لمر د دې غونډال (نظام) په مېنځ کې دی چې تر ټولو لوی او د خپل راکښنیز ځواک (جاذبه قوې gravitational force) په زور ټولې سیارې او پژي (اجرام) پر ځان چورلوي. په دې کې ډېرې سیارې، سیاره‌گیانې، او ان ځینې سپوږمیانې لا خپلې هوا‌وېجې (اټموسفیرونه) لري.

د لمریز غونډال اته غټې سیارې پر لاندې ډلو وېشل کېږي:

  • دنننۍ سیارې
  • بهرنۍ سیارې

دنننۍ سیارې (Inner Planets)

څلور دنننۍ سیارې—لکه عطارد، زهره، ځمکه، او مریخ تر نورو سیارو کوشنۍ او لمر ته ډېرې نږدې دي. دا ډبرینې سیارې (terrestrial planets) هم بولي. هغه په دې خاطر چې دا ځمکې ته ورته دي ــ یانې ډبره او اوسپنه یې د جوړښت اصلي توکي دي. بهرنۍ او دنننۍ سیارې د سیاره‌وزمو د کړۍ (asteroid belt) له لارې سره بېلې شوي دي.

بهرنۍ سیارې (Outer Planets)

په څلورو بهرنیو سیارو کې لومړنۍ دوې—لکه مشتري او زحل د گازي بلاوو (gas giants) په نامه پېژندل کېږي چې هایډروجن (hydrogen) او هیلیم (helium) یې د جوړښت اصلي توکي دي. پاتې دوې—لکه اورانوس او نیپټون بیا کنگلنۍ بلاوې (ice giants) بولي. دا دوې بیا له اوبو، امونیا (ammonia)، او میتان (methane) څخه جوړې شوي دي. د څلورو بهرنیو سیارو په گډون، ډېری پېژندل شوي سیاره‌گیانې په کنگلنۍ سیمې (ice zone) کې دي او د نیپټون ها خوا ته، چې د کایپر کړۍ (Kuiper Belt) یې بولي، د ډېرو لکیورو د پیدا کېدو ځای دی.

زموږ لمریز غونډال د اسمانلار په ښکاري مټ (Orion Arm) کې دی چې د ستورټلیځ (کهکشان) له مرکز څخه کابو ۲۶۰۰۰ نوري کاله لیرې دی. په دې ستورټلیځ کې په ملیارډونو نور لمریز غونډالونه او په پینۍ (کاینات) کې بیا په ملیارډونو ستورټلیځونه شته چې ښایي ځینې به يې مېشتوړ (habitable) ــ یانې د اوسېدا لپاره وړ شرایط هم ولري. زموږ په لمریز غونډال کې واټنونه په ستورپوهنیز یوون (Astronomical Unit, AU) سره کچل کېږي. یو (AU) د لمر او ځمکې تر مېنځ واټن سره برابر دی چې کابو یو نیم سل (۱۵۰) ملیون کیلو متره کېږي.

سیاره څه ده؟

ساینس د نظریې وړاندې کولو، پوښتنې کولو، برسېرولو (کشفولو)، او د نویو زده‌کړو پر بنسټ د پخوانیو نظریو بدلولو ته ویل کېږي. ساینسي نظریې پر استدلال را مېنځته کېږي او د کتنو (observations) له لارې ازمویل کېږي. ساینسپوهان یو د بل کار د پوښتنو له لارې ارزوي چې جوړه‌یي بیا‌کتنه (peer review) یې بولي.

د مهال له تېرېدا سره سم، د پینۍ (کاینات) په هکله زموږ په مالوماتو کې ډېر بدلون راغلی دی. نویو برسېرونو (اکتشافاتو) موږ هره پلا دې ته اړ کړي یو چې خپل مالومات بیا وځیرو او اوسني (update) یې کړو. له همدې کبله، د ستورپوهنې په برخه کې د ساینسپوهانو له خوا څېړنې لا پای ته نه دي رسېدلي او د هرې ورځې په تېرېدا د پینۍ یو نه یو راز لوڅتیا مومي.

د لمریز غونډال په هکله بنډار کې د "سیارو" نوم تر ټولو ډېر پورته او ښکته کېږي. نو لومړی د "سیارې" پېژندل په دې خاطر اړین دی چې دا د لمریز غونډال د ودې، جوړښت، او بنسټ په هکله زموږ د پوهې ښکارندويي کوي. د تاریخ په اوږدو کې، د سیارو په هکله د خلکو نظرونو هر مهال بدلون موندلی دی. د بېلگې په توگه، لرغونو یونانیانو داسې گومان کاوه چې ځمکه یو مرکزي ټکی او سپوږمۍ، لمر، عطارد، زهره، مریخ، مشتري، او زحل يې سیارې دي. ساموسي اریستارخوس (Aristarchus of Samos) لومړنی کس وو چې په ۳مه مخزېږدي پېړۍ کې یې دا نظریه وړاندې کړه چې لمر په مېنځ کې دی او ځمکه پر را څرخي، خو د نوموړي دا نظریه هغه مهال په ټولیزه توگه نه ومنل شوه. همدا خبره نیکولاس کوپرنیکس (Nicolaus Copernicus) په ۱۶مه پېړۍ کې بیا را پورته کړه. ستورپوهان په ۱۷مه پېړۍ کې د لروین (ټېلسکوپ) په مرسته په دې وپوهېدل چې د ځمکې په گډون نورې ټولې سیارې پر لمر را چورلي او بله دا چې سپوږمۍ سیاره نه بلکې یوه سپوږمکۍ (satellite) ده چې پر ځمکې را څرخي.

اورانوس په ۱۷۸۱ او نیپټون په ۱۸۴۶ کې د سیارو په توگه وپېژندل شوې. سېریز (Ceres) بیا په ۱۸۰۱ کې د مریخ او مشتري تر مېنځ وموندل شوه چې هغه مهال سیاره بلل کېده. خو کله چې په هماغه هسکنۍ سيمه (celestial region) کې دې ته ورته نور پژي هم وموندل شول نو ساینسپوهانو دا یوه بېله ډله وبلل او د سیاره‌وزمې (asteroid) نوم يې پر کېښود.

کله چې پلوټو په ۱۹۳۰ کې وموندل شوه نو هغه مهال نهمه سیاره وبلل شوه حال دا چې پلوټو نه یوازې تر عطارد بلکې د ډېرو سیارو تر سپوږمیانو لا کوشنۍ ده. دا په جوړښت کې نه خو ډبرینو سیارو—لکه عطارد، زهرې، ځمکې، او مریخ ته ، نه گازي بلاوو لکه—مشتري او زحل، او نه هم کنگلنۍ بلاوو لکه—اورانوس او نیپټون ته ورته ده. د شارون (Charon) په نامه یوه سپوږمۍ لري چې په غټوالي کې د پلوټو نیمی ده. پلوټو تر ۱۹۸۰مو کلونو پورې سیاره بلل کېده او په ۱۹۹۰مو کلونو کې د نویو برسېرونو سره سم دا نظريه هم بدله شوه.

د پرمختللیو لروینونو په برکت کتنو (observations) نور هم پرمختگ وکړ او ساینسپوهان وتوانېدل چې ډېر کوشني او لیرې پژي کشف کړي. په ۱۹۹۰مو کلونو کې ستورپوهانو د نیپټون د مدار ها خوا ته گڼشمېر کنگلني پژي (icy objects) د کوپر کړۍ په سیمه کې پیدا کړل. د کوپر کړۍ او په دې کې د زرونو کنگلنيو پژیو (چې د کوپر هسکړۍ پژي، ککپژي Kuiper Belt Objects, KBOs یې بولي) له موندلو سره سم، وړاندېینه وشوه چې دا به ډېر گټور وي که پلوټو د سیارې پر ځای یو تر ټولو غټ ککپژی وبلل شي. خو د ستورپوهانو یوې ډلې په ۲۰۰۵ کې د لسمې سیارې، چې تر پلوټو لا غټ ککپژی وو، د موندلو اعلان وکړ. خلک نه یوازې دا چې په دې کې ورک شول چې سیاره‌توب څه ته وايي بلکې په دې کې ډېر جنجالونه هم را پورته شول.

نړیواله ستورپوهنیزه ټولنه (International Astronomical Union - IAU) د نوي ککپژي (چې وروسته اېریس Eris وبلل شوه) د ډلبندۍ ننگونې ته غاړه کېښوده. دې ټولنې په ۲۰۰۶ کې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په هغه کې یې د سیارې لپاره تعریف او د سیاره‌گۍ په نامه یوه نوې ټولۍ (کټیگوري) را مېنځته کړه. اېریس، سېریز، پلوټو او دوه نور چې هاومیا (Haumea) او ماکیماکي (Makemake) نومېږي د دې ټولنې له خوا د ۲۰۱۳ په جولای کې د سیاره‌گیانو په توگه وپېژندل شول. که څه هم پلوټو، اېریس، هاومیا، او ماکیماکي د ککپژيو په توگه ډلبندي شوي خو پر سېریز تر اوسه لا د سیاره‌وزمې نوم ولاړېږي.

ستورپوهان او سیاره‌پوهان د دې ډلبندۍ او تعریفونو منلو ته تیار نه ول. ځینو دا فکر کاوه چې دا ډلبندي د سیارو د شمېر د لږولو پر پار رغېدلې، ځینې خو په دې اړه په هیڅ هم نه پوهېدل، او ځینو ستورپوهانو بیا دا دعوه په مخه را اخیستې وه چې د دې ډول ډلبندۍ لپاره ځای (موقعیت) مهم وو، په تېره بیا د لمریز غونډال د پوهې او ودې په رڼا کې.

د یوې سیارې تر ټولو ساده پېژند (تعریف) داسې وو چې سیاره په تشیال (فضا) کې یو دومره غټ پژي ته ویل کېږي چې د خپل راکښنیز ځواک (جاذبه قوې) له کبله گردۍ بڼه ولري. ځینو ساینسپوهانو له دې ساده پېژند سره په دې خاطر مخالفت درلود چې په دې کې دا یادونه نه وه شوې چې د یوې سیارې لپاره څو درجې گردیوالی اړین دی. ځینو بیا داسې دعوې کولې چې ځای (موقعیت) او رغنده توکي د سیارې د ټاکلو لپاره مهم شیان دي. پر سیاره‌توب تر اوسه لا خبرې اترې روانې دي.

لکه څومره چې ورځ په ورځ زموږ پوهه زیاتېږي، پینۍ هم هاغومره له رازونو ډکه او پېچنه را ته ښکاري. دا پرېکړه به راتلونکی وکړي چې د سیارو په باب زموږ تعریفونه له دې نویو موندل شویو پژیو سره سر خوري که یا.

د سیارې ځانگړنې

سیاره کومې ځانگړنې لري (د نړیوالې ستورپوهنیزې ټولنې د معیارونو له مخې):

  • سیاره‌ سیاره‌گۍ پر لمر را څرخي
  • دومره کتله (mass) لري چې کابو گردۍ بڼه غوره کړي
  • سپوږمکۍ نه وي (یانې چې پر بلې سیارې نه چورلي)
  • د خپل مدار شا‌و‌خوا یې له نورو پژیو څخه پاک کړی وي
  • د خپل مدار شا‌و‌خوا یې له نورو پژیو څخه پاک کړی نه وي
د مځکې او نورو سيارو تلواليز