عطارد

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د عطارد رنګه انځور چې د مسېنجر له خوا اخیستل شوی

په لمريز غونډال كې، عطارد تر ټولو كوشنۍ او لمر ته نږدې سياره ده چې په ۸۸ ځمکنیو ورځو کې یوه پلا پر لمر را چورلي. دا له ځمکې لیدل کېږي او داسې برېښي چې يوه ورځ يې د ځمکې له ۱۱۶ ورځو سره برابره ده. عطارد په خوځښت (حرکت) کې د لمريز غونډال تر بلې هرې سيارې ګړندۍ ده. كېداى شي چې د همدې ګړنديتوب له كبله يې د (Mercury) نوم پر ايښى وي چې د روم په لرغوني دين كې هغه استازى وو چې په ډېرې چټكتيا يې ځان تر خدايانو رساوه. دا سیاره کومه پېژندل شوې پنځیزه (طبیعي) سپوږمۍ نه لري.

عطارد خپله هواوېجه (اټموسفیر) نه لري چې د لمر تودوښه خوندې کړي، نو ځکه د مخ تودوښه یې له نورو سيارو څخه توپیر لري--- یانې تودوښه یې د شپې ۱۰۰ كالوينه (- ۱۷۳ درجو) او د ورځې له خوا په ځينو استوايي سيمو كې ۷۰۰ كالوينه (۴۲۷ درجو] ته رسېږي. قطبونه يې په پر‌له‌پسې توگه تر ۱۸۰ كالوينه (- ۹۳ درجو) ټيټ دي. د نورو سيارو په پرتله د عطارد د محور كږوالى لږ [یانې كابو ۱/۳۰ درجې] دى، خو چورلیزه وتنه (orbital eccentricity) يې بيا تر نورو سيارو ډېره ده. همدا لامل دى چې د نورو سيارو په تېره بیا ځمكې په شان موسمونه نه لري. په خپل اوج كې د حضیض په پرتله یو نیم وار له لمره ليرې وي. د عطارد مخ هم لکه د سپوږمۍ هغې ګڼشمېر کندې لري چې د دې ښکارندویي کوي چې دا له ملیارډونو كلونو راهیسې په ځمکپوهنیزه توگه ناچارنده (غير فعاله) ده.

په لمریز غونډال کې د عطارد چورلښت بېساری دی. دا سیاره داسې پر لمر را چورلي لکه سپوږمۍ چې پر ځمکې را څرخي--- یانې د چورلښت پر مهال د سپوږمۍ یوه خوا د ځمکې پر لور وي، نو د عطارد دا هم یوازې یوه خوا لمر ته څرمه وي چې دې ته په ستورپوهنه کې نیولی چورلښت (captured rotation, tidal locking, gravitational locking) وایي.