فرات
د ويکيپېډيا لخوا
فرات يونامتو سيند دی چې په خيتزې ترکيې، سوريي او عراق کې بهېږي، او ځان د فارس خليج ته رسوي اوږده يې ١٠٧٧ ميله دي دغه سيند له دوو څانګو (قره سو) او (مراد چای) څخه تشکيل شوی دی او سرچينه يې د ترکيې په ارمنستان کې دارس رود ته څېرمه ده. فرات دجلې ته نژدې کېږي او بيا فارس خليج ته نژدې په دجله کډېږي. تردې وروسته دا دواړه سيدونه د(شط العرب) په نامه يادېږي او خليج ته توېيږي. د دواړو سيندونو ترمنځ ځمکه (الجزيره) بولي، بابل د فرات په کڅ (ساحل) کې ودان کړی شو و.