عبدالوکيل سوله مل شينواری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالوکيل سوله مل شينواری

عبدالوکيل سوله مل شينواری (زوکړه ۱۳۴۳ لمريز لېږدي کال د ننگرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالي) يو افغان کيسه ليکوال او اديب دی.

مخينه

عبدالوکيل سوله مل شينواری پر کال ١٣٤٣ لمريز لېږدي کال د ننگرهار ولايت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې زېږيدلی دی.

زده کړې

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په جلال اباد ښار کې کړې، تر منځنۍ زده کړو وروسته د لوړو زده کړو لپاره پخواني د شوروي اتحاد ته وليږل شو، او هلته يې په پوځي پيداگوژۍ کې د ماسټرۍ درجه واخيسته.

دندې

تر لوړو زده کړو وروسته په ١٣٦٨ ل کال کې خپل هېواد ته راستون شو او د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو روزنيزو موسسو کې يې د ښوونکي په توگه دندې ترسره کړې. په ١٣٧٣ ل کال کې په پېښور کې د ازاد افغانستان د ليکوالو ټولني په خپرنيز ارگان (وفا) کې خبريال شو. په ١٩٩٥ زېږديز کال کې يې دغه دنده پرېښوده او د سلواک جمهوريت ته ولاړ او تر ۲۰۰۷ زېږديز کال تر مای هلته واوسید خو له دغې نېټې وروسته انگلستان ته ولاړ او اوس په لندن کې هستوگن دی.

ادبي ژوند

وکيل شينواري تر اوسه پورې گڼ شمير پوهنيزي څېړنې، تحليلي، سياسي او ادبي ليکني کړې دي، چي په هېواد دننه او له هغه نه بهر په گڼ شمير افغاني خپرونو کي خپرې شوې دي. نوموړی په روسي او سلواکي ژبو پوهيږي او په پارسي کې د ليکنې صلاحيت لري.

ښاغلي عبدالوکيل سوله مل شينواری هغه ځوان کيسه ليکونکی دی چي په لنډو کيسو سربېره يې لنډې او اوږدې راډيويي او تلويزيوني ډرامې هم کښلې چې د (غچ اور) راډيو داستان يې ښه بېلگه ده. دا داستان يې ډير کلونه پخوا چې لا د ښوونځي په لسم ټولگي کې وو، ليکلی او په هماغه وخت يانې په ١٣٥٨ ل کال کې له راډيو افغانستان څخه پر له پسې خپور شو. هغه هم لکه د افغانستان د يو گڼ شمېر نورو ليکوالو په څېر خپل ادبي تخليق په شعر پيل کړی، خو د شعر او ډرامې ليکلو موده يې ډيره لنډه وه.

شينواری نه يوازي کيسې ليکي بلکي په کيسو او گڼو ادبي او هنري ژانرونو يې گڼي مقالې هم کښلي دي. د ده د هنري کار ډيره برخه سينما، او پښتو ډرامې ته ځانگړي ده. دا له دې هنرونو سره دده له ځانگړي ميني خړوبېږي. برسيره پر دې زموږ په پښتني فرهنگ کې ددې برخو کمزوري هم نوموړی ليکوال دې ته هڅولی چې په دې برخه کي ځانگړې مطالعه وکړي او بيا ددغو مطالعاتو پر اساس گڼې مقالې د هېواد خپرنيزو ارگانونو ته د چاپ لپاره ورکړي.

عبدالوکيل سوله مل شينواري خورا ډيرې مقالې په ادب او هنر سربيره په نورو برخو لکه سياست، پوځ، نېشه يي توکيو هم کښلې او څه موده يې ژورناليستيکې چاري هم پر مخ بيولې دي. «زړه کلا»، «پنځوس میلونه» او «رنځورې هیلې» ېې د لنډو کیسو ټولگې دي. له دې دریو ېې دوه پنځوس میلونه او رنځورې هیلې فارسي، اردو او انگریزي ژبو ته هم اړول شوي، چې په نږدې راتلونکې به په دغو ژبو کې هم په ایران ،پاکستان او د امریکا په متحده ایلاتو کې له چاپه راووزي.

شینواری نن سبا د سناریو، لنډو تمثیلي ټوټو او یوه ناول په ليکنه بوخت دی.

چاپ شوي اثار يې

  1. پنځوس میلیونه (د لنډو کیسو ټولگه) د ۱۳۸۳ ل کال چاپ.
  2. باران ( د لنډو کیسو ټولگه)، د ۱۳۹۳ ل کال چاپ.


اخځونه

  1. http://www.tolafghan.com/posts/15695
  2. http://nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-1l--11-en-Zz-1---20-about---00-0-1-00-0--4----0-0-11-00-0utfZz-8-00&cl=CL5.38&d=HASH01476602faf86c693d2c777a&x=1[مړه لينکونه]
  3. http://www.afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/7602