صبغت الله مجددي
صبغت الله مجددي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۱ اپريل ۱۹۲۵ کابل |
مړینه | ۱۱ فېبروري ۲۰۱۹ (۹۳ کال کلن) کابل [۱] |
تابعیت | د افغانستان شاهي واکمني (۱۹۲۶–۱۹۷۳)
د افغانستان جمهوريت (۱۹۷۳–۱۹۷۸) د افغانستان اسلامي دولت (۱۹۹۲–۲۰۰۲) د افغانستان اسلامي امارت (۱۹۹۶–۲۰۰۱) افغانستان د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت (۱۹۷۸–۱۹۹۲) |
واک | |
عملي ژوند | |
زده کړې | د الازهر پوهنتون
حبيبيه عالي ليسه |
کار/مسلک | |
کاروونکې ژبه | پښتو ، عربي ژبه |
کار ورکوونکی | د کابل پوهنتون |
سمول |
صبغت الله مجددي (١٩٢٦ - ۲۰۱۹). په ١٩٩٢ کال کې د کمونېسټي رژيم د راپرځېدو وروسته د افغانستان د اسلامي دولت د لومړني هېوادمشر په توگه دنده درلوده. صبغت الله مجددي د نجات اسلامي افغانستان د گوند مشر هم وو.
ښاغلی مجددي په پاکستان کې د مجاهدينو تر منځ د يوه پخواني تړون پر بنسټ د افغانستان د اسلامي دولت هېوادمشر شو. نوموړی تر دوو مياشتو پورې د افغانستان هېوادمشر و چې بيا تر ده وروسته برهان الدين رباني د هېوادمشرۍ په چوکۍ کېناسته. هغه په دې هېڅکله و نه توانېده چې د مجاهدينو د بېلابېلو گوندونو او تنظيمونو تر مېنځ پخلاينه راولي.
په اوسينيو سياسي پېښو کې، مجددي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ځان د سياست نه گوښه کړی وه. د ٢٠٠٣ کال په ډېسمبر مياشت کې د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ښاغلی مجددي د لويې جرگې د ريس په توگه وټاکل شو. مجددي پر ۱۱ فبروري ۲۰۱۹ میلادی (د ۹۳ کالو په عمر) کي ومړ.
پخواني وختونه سياسي او شخصي ژوند
[سمول]ښاغلی مجددي په ١٩٢٦ زېږيز کال کې د افغانستان لويديځ ولايت هرات کې زېږېدلی. نوموړی د مجددي له کورنۍ نه ده چې نصب يې د احمد سرهندي مجددي پورې رسېږي.
د روسانو يرغل ( 1979 - 1989 )
[سمول]د هېوادمشرۍ وخت
[سمول]صبغت الله مجددي د يوولس ورځو وروسته په کابل کې د مېشتو گوندونو لخوا د هغه تړون له مخې د دوه مياشتو لپاره هېوادمشر وټاکل شو چې په هغه تړون کې د گلبدين حکمتيار د حزب اسلامي گوند او شعيه گوندونه په تړون کې نه ؤ شامل شوي. په همدې تړون کې داسې هم راغلي وه چې د صبغت الله مجددي د هېوادمشرۍ د مودې وروسته به د جمعيت اسلامي گوند مشر برهان الدين رباني د څلورو کالونو لپاره د افغانستان هېوادمشر وټاکل شی.
د ۱۹۹۲ د جون په مياشت کې د مجددي د هېوادمشرۍ موده پای ته ورسېده او واک يې د رهبرۍ شورا ته وسپاره، چې تر دې وروسته رهبرۍ شورا برهان الدين رباني د هېوادمشر په توگه ونوماوه. د همدې ډول ترتيباتو د مخالفت پر اساس حکمتيار پر کابل باندې راکټي بريدونه پيل کړل چې همدا بريدونه تر درې کالونو پورې پرله پسې توگه کېدل او په همدې توگه د ۱۹۹۵ د فبرورۍ په مياشت کې حکمتيار کابل پرېښودلو ته مجبوره شو.
وروسته د طالبانو نه
[سمول]واک اخيستنه له ډاکټر نجيب الله څخه |
د افغانستان هېوادمشر April 1992 – June 1992 |
واک سپارنه و برهان الدين رباني تـــه |
باندنۍ تړنې
[سمول]- د صبغت الله مجددي وېبپاڼه Archived 2009-10-01 at the Wayback Machine.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- د افغانستان هېوادمشران
- هېوادمشران
- افغان جنگسالاران