د الازهر پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د الازهر د پوهنتون ودانۍ

د الازهر پوهنتون (په عربي: جامعة الازهر) د مصر يو مشهور پوهنتون دی. دا پوهنتون د قاهرې په ښار کې دی. د دغه پوهنتون بنسټ د جوهر صقلي په امر چې د معز الدين له خوا د مصر نيولو ته گمارل شوی ؤ په ۳۵۹ س. کال کې د هغه لخوا ايښودل شوی. الازهر د اېټاليا د پولونيای مدرسې څخه وروسته چې څلور پېړۍ له هغه څخه پخوانۍ ده، په نړۍ کې ډېره پخوانۍ مدرسه ده.

تاريخ[سمول]

په ۴۰۴ س. کال کې د الجزاير حاکم ابن العزيز يو جومات پيل کړ او د ازهر مدرسين يې نوموړي جومات ته ولېږدول. بيا وروسته صلاح الدين ايوبي هغه بند کړ چې تقريباً ۲۶۰ کاله د تدريس کار په هغې کې وځنډېده. د الملک الظاهر بيبرس، امير عزيز الدين، ايدمر اعلی په وختونو کې د ازهر ماڼۍ بيا ورغول شوه او د هغې حقوق او اوقاف دوهم ځل ورکړل شول.

د زده کړو پړاو[سمول]

لومړنۍ زده کړې[سمول]

په الازهر پوهنتون کې د لومړنيو زده کړو وخت څلور کاله ؤ او دا لاندې مضامين پکې ښودل کېدل:

  1. فقه
  2. ديني اخلاق
  3. تجويد
  4. استذکار
  5. قرآن کريم
  6. توحيد
  7. سيرة النبي
  8. مطالعه او محفوظات
  9. انشاء
  10. نحو او صرف
  11. خط او بلاغت
  12. تاريخ او جغرافيه
  13. حساب
  14. عملي هندسه
  15. مبادي علوم
  16. حفظ الصحه او رسم

دويمې زده کړې[سمول]

په الازهر کې د دويمو زده کړو وخت پينځه کاله و او دا لاندې مضامين پکې ښودل کېدل:

  1. فقه
  2. تفسير
  3. حديث
  4. توحيد
  5. استذکار قرانکريم
  6. صرف و نحو
  7. بلاغت (بيان، بديع، معانی)
  8. عروض او قافيه
  9. مطالعه او محفوظات
  10. انشاء ادب اللغة
  11. رياضي (شمېرپوهنه، هندسه، الجبر)
  12. علوم اجتماعي (تاريخ او جغرافيه)
  13. علوم طبيعي (کيميا، ژونپوهنه، فيزيک)
  14. اخلاق او نور

لوړې زده کړې[سمول]

په الازهر کې د لوړو زده کړو موده څلور کاله وه او په درې گونو پوهنځيو وېشل شوي و:

د حربي ژبې پوهنځی[سمول]

د حربي ژبې په پوهنځي کې دغه لاندې مضامين ښودل کېدل:

  1. صرف او نحو
  2. علوم البلاغة
  3. عربي اداب
  4. د اسلام څخه دمخه د عربو تاريخ
  5. د اسلامي ملتونو تاريخ
  6. تفسير
  7. احاديث
  8. د انشاء اصول
  9. فقه اللغة
  10. بهرنۍ ژبې
  • د دغې څانگې زده کوونکو ته د عربي ژبې زده کړه اړينه وه

د حقوقو پوهنځی[سمول]

په دغه پوهنځي کې لانديني مضامين ښودل کېدل او کله چې زده کوونکي په برياليتوب سره د دغه پوهنځي نه فارغېدل نو بيا په اسلامي حقوقو کې يې بريليکونه ترلاسه کول:

  1. اسلامي قانون
  2. تفسير
  3. حديث
  4. د فقې اصول
  5. د اسلامي قانون تاريخ
  6. فقه او د مذاهبو پرتلنه
  7. عربي ادبيات
  8. د بلاغت علوم
  9. منطق
  10. بهرنۍ ژبې

د ديني اصولو پوهنځی[سمول]

د دغه پوهنځي فارغانو ته د الهياتو په برخه کې لوړ بريليک ورکول کېږي او همداشان په دغه پوهنځي کې دا لاندې مضامين ښودل کېږي:

  1. توحيد
  2. د حجج او ازاله شبه په ايراد چې په اوسني وخت کې په ځانگړي ډول رواج مومي
  3. منطق
  4. فلسفه
  5. اخلاق
  6. تفسير
  7. حديث
  8. عربي ادبيات
  9. تاريخ
  10. علم النفس
  11. علم البلاغة
  12. بهرنۍ ژبې

د الازهر اوسنۍ فاکولتۍ[سمول]

دم مهال په الازهر پوهنتون کې لوړې زده کړې په لاندې پوهنځيو وېشل شوي: