سيد بهاو الدين مجروح
ډاکټر سيد بهاؤالدين مجروح (زوکړه د ۱۹۲۸ ز کال د فبروري ۱۲، د کونړ ولايت، د اسمار ولسوالۍ - مړینه د ۱۹۸۸ ز کال د فبرورۍ ۱۱، پېښور) (په انگرېزي: Sayed Bahauddin Majroh) يو افغان فيلسوف، شاعر، ليکوال، ديپلومات او سياستپوه وو.
مخينه
پوهاند ډاکتر سيد بهاوالدين مجروح د سيد شمس الدين مجروح زوى وو، چې د ۱۹۲۸ زېږي کال د فبرورۍ پر ۱۲ مه نېټه د کونړ ولايت د اسمار ولسوالۍ د شينکوړک د کلي په يوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلې دى.
زده کړې
سيد بهاوالدين مجروح لومړنۍ زده کړې د شينکوړک د کلي په جومات کې پېل او سرته ورسولې. له څه مودې وروسته له خپل پلار سره کابل ته ولاړ او د ۱۳ کلنۍ په عمر د استقلال لېسې په څلورم ټولگي کې شامل شو. پر ۱۹۵۰ زېږي کال د دغې لېسې د ادب او فلسفې له څانگې په لومړۍ پوړۍ (درجه) فارغ او د هغه وخت د دولت له خوا د لوړو زده کړو لپاره فرانسې ته ولېږل شو. خپلې لوړې زده کړې يې د ۱۹۵۲ ز تر ۱۹۵۸ ز کال پورې د پاريس په سوربن او بيا د (مونټ پليه) په پوهنتون کې د ساپوهنې (روحياتو) او فلسفې په څانگه کې د مافوق لسان تر پوړۍ پورې پای ته ورسولې. په همدې دوره کې يې وکړاى شو چې د الماني ا و انگړېزي ژبو ادبيات په غربي الماني او انگلستان کې سرته ورسوي.
دندې
کله چې سيد بهاودين مجروح پر ۱۹۵۸ ز کال خپل هېواد ته راستون شو نو په همدغه کال د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي ښوونکی او بيا رييس شو. پوهاند مجروح خپل ټول ژوند د پوهې په خدمت کې تېرکړ. هغه د افغانستان په ځينو نورو رسمي دندو هم پاتې شوی چې له دغو دندو څخه يې ځينې د پارلمان غړيتوب، د کابل او کاپيسا ولايتونو ولسوال، همداراز له ۱۹۵۰ ز. تر ۱۹۷۳ ز. پورې په مصر کې د افغانستان د سفير دنده وه. د ژوند په وروستيو کلو کې چې کله پاکستان کې مهاجر شو نو خپل علم او قلم يې د مجاهدو او مهاجرو په خدمت کې په کار واچاوه.
پوهاند ډاکتر سيد بهاوالدين مجروح د افغانستان راتلونکي په اړه، چې کډوال څه غواړي، د نظرپوښتنې يوه سروې ترسره کړه. د دغې سروې د نورور پوښتنو په څنگ کې دا چې افغانان څوک د افغانستان د ملي مشر په توگه غواړي، د څينو پوښتنو ځوابونه دا وو: - ظاهرشاه پخوانی پادشاه 71.65% - اسلامی نظام 12.50% - افغان مسلمان 10.30% - جهادی قوماندانان لکه مسعود، عبدالحق، فريد، حقانی 1.75% - تنظيمی سياسي مشران لکه پير گيلاني، مولوی محمد نبی، برهان الدين ربانی، گلبدين حکمتيار 0.45% نه پوهيږم 3.35%
دا سروې د افغان اطلاعاتي مرکز په انگليسي ژبې مياشتنۍ خپرونې د ۱۹۸۷ زېږدي کال د جولای په گڼه کې خپره شوه. ددغې سروې په بهير کې د افغانستان د ټولو قومونو او د ښځو په گډون له چترال نه تر کوټې پورې ۲۰۰۰ کډوال پوښتل شوي ول. دغې معياري سروې د نړۍ په ټولو رسنيو کې داسې پراخ غبرگون وموند چی نړيوال ذهنيت يې د پاکستان د څارگرۍ (استخباراتو) په لاس جوړ شويو تنظيمونو په اړه بدل کړ او په سياسي ډگر کې يې د مهاجرينو د استازېولې حيثيت له لاسه ورکړ. هره ورځ له نړيوالو رسنيو د افغان اطلاعاتي مرکز د سروې تکرار او د يوې باوري سرچينې په توگه د افغان اطلاعاتي مرکز حواله ورکول د پاکستان د پوځي څارگرۍ او د هغوی د تنظيمي مرييانو د داسې غوسې او غضب لامل شو چې شپږ مياشتې وروسته يی پوهاند مجروح په خپل دوتر کې په شهادت ورسوه.
پوهاند مجروح ته د نړۍ د بېلابېلو پوهنتونونو وړانديزونه
پوهاند ډاکتر سيد بهاوالدين مجروح ته د فرانسې، سويس، انگلستان، امريکا او د نړۍ ډېری لويو پوهنتونونو او اکادميکو مرکزونو د استادۍ وړانيزونه وکړل، خو مجروح صاحب يو هم ونه مانه او ويل به يې چې «ما ددې غريب ولس په پيسو زده کړې کړې، اوس دوی ماته ضرورت لري، نو زه څنگه کولی شم چی د تيښتې لار ونيسم او دا ولس په دې سخت وخت کې پريږدم او يواې خپل سر او خپله کورنۍ خوندي کړم. زه د دې ولس بچی يم، هر څه چې پر دوی راځي پر ما دې هم راشي. زه به حقايق وايم که سر مې هم په دې شپېڅلې لار کی ولاړ شي د وياړ ځای دی. غير د الله (ج) له بل چا نه ويريږم».
پوهاند مجروح به دا خبری په داسی حال کی کولې چې د پاکستاني څارگرۍ او د هغې د لاسلاندې تنظيمي ښندپالو (افراطيونو) گړني (شفاهي) او ليکني گواښونه (تهديدونه) په منظم ډول هغه ته روان ول، خو هغه به دا ټول گواښونه له کورنۍ او دوستانو پټ ساتل. د امريکا او نورو لويديزو هېوادو سفيرانو په وار وار پوهاند مجروح ته د ورپېښ گواښ او خطر نه خبر کړی وو او له پاکستانه يې د وتلو شونتياوې ورته برابرې کړې، خو هغه دا ټول رد کړل او خپلې مبارزې ته يی دوام ورکړ. د حقايقو د ښکاره کولو په لار کی د هيڅ چا زور ته تسليم نه شو، تر څو چې يې خپل سر د خدای او هېواد په لار کې بلهاري کړ.
مړينه
کله چې مجروح په پېښور کې کډوال وو او خپل فرهنگي کارونه يې مخ ته بېول نو په دې وخت کې د سخت دريځو مجاهدينو او د پاکستان د څارگرې ادارې آی اس آی نظر ورباندې وو. د ده فرهنگي کارونه چې د کډوالو مهاجرو په منځ کې د يوې ملي روحيې پياوړی کول وو، د پاکستان د استخباراتي کړيو په وړاندې يو لوی گواښ وو، چې هغوی هېڅکله نه غوښتل په پېښور کې مېشت افغانان د ملي روحيې او هېوادپالنې له ارزښتونو برخمن شي. په دې ترڅ کې هغوی د نورو جهادي تروريستي کړيو سره يوځای د سيد بهاوالدين مجروح په وړاندې پلان جوړ کړ او د ۱۹۸۸ ز. کال د فبرورۍ په ۱۱ مه نېټه د جمعې په شپه چې کله سيد بهاوالدين مجروح له خپل دفتر نه راووات د وسله والو لخوا وويشتل شو او هماغلته ځای پر ځای په شهادت ورسېد.
د شعر بېلگې يې
ای د وطن مورې!
ستا بچي څنگه، بچي دي؟
انسان نه دی
دی پخپله هم هېڅکله،
ځان ته نه وايي «انسان» یم
کله وايي «ځناور» یم
په څلورو شي روان بیا
«ځناور یم» خو پاچا د ځناورو
«زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نشته،
بل په کابل نشته، له ما اتل نشته،»
په رښتیا چې ځناور دی
خو پاچا د ځناورو
بې کسانو، بې وزلانو ته شین پړانگ دی
غوښې خوري د کونډو رنډو یتیمانو
ماتوي ورور او تربور خپل
چې زور زیات ورباندې بر شي
نو گیدړ شي
چلوټې کړي
ځغلوي د کور چرگان بیا
ليکلي او چاپ شوي نښيرونه يې
۱- ځانځاني ښامار، پارسي يې (اژدهای خودي).
۲- د جبر او اختيار ډيالکټيک.
۳- د اجتماعي احساس د الفرد ادلر په روانشناسۍ کې د ماسټرۍ تيزېس.
۴- د ځان تربيه زموږ په روانشناسۍ.
۵- دشمن را بشناسېد.
۶- صوفي او نوې دنيا.
۷- زردشت وويل داسې.
۸- پيام صوفي بت شکن به بت پرستايي قرن ۲۰.
۹- بودا چنين گفت.
۱۰- سيد جمال الدين افغاني و برخورد شرق و غرب.
۱۱- منازل السايرين يا صد ميدان حکيم سنايي.
۱۲- نا اشنا سندرې.
اخځليک
۱- د ليکوال عصمت الله زهیر فېسبوک پاڼه.
۲- https://sporghay.com/index.php/2017-04-09-18-45-45/item/105639-2012-08-25-21-08-42 Archived 2020-11-01 at the Wayback Machine.
باندنۍ تړنې
۱- د سيد بهاوالدين مجروح شعرونه Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.