ساپوهنه
د ويکيپېډيا لخوا
ساپوهنه د دوؤ نومونو، ساه او پوهنې تړنګنوم دی. په انګليسي ژبه يې سايکالوجي بولي چې دا نوم له آر نه د يوناني نوم، سايکالوګي نه راوتلی دی او د پښتو انډول نوم يې کټ مټ مانا افاده کوي. څنګه چې د نوم نه جوته ده دا د ارواح يا روح په هکله پوهنه ده او د اکاډميکو زده کړو د کارنده پوهنو يوه څانګه ده چې په دې کې د عقلي کړنو او د انسانانو د سلوک په هکله څېړنه کېږي او د هغوی د عقلي وړتوبونو او ورځيني برخورد جاج اخيستل کېږي.