سقراطي مېتود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سقراطي مېتود چې د قياسي تکذيب مېتود، د (elenctic) مېتود يا سقراطي مناظرې په نومونو هم پېژندل کېږي، د اشخاصو تر منځ د مرستندويه استدلالي خبرو يوه بڼه ده، چې د پوښتنو کولو او ځواب ورکولو پر بنسټ ولاړه ده، چې جدي فکر وهڅوي، نظريې راوباسي او په دې توګه، د لومړۍ مفروضي بنسټ ږدي. دا مېتود، له پخواني يوناني فيلسوف سقراط نه وروسته نومول شوی دی او د قابلګۍ په توګه، د اپلاتون په تياتيتوس رساله کې، د سقراط له خوا پېژندل(معرفي) شوی دی، ځکه چې دا مېتود، د دې لپاره ټاکل شوی دی، چې په ضمني ډول د ځواب ويونکو په باورونو کې تعريفونه راوباسي او يا له هغوی سره مرسته وکړي چې خپله پوهېدنه زياته کړي.

سقراطي مېتود، د فرضيې له منځه وړلو يو مېتود دی، چې په پياوړي ډول پېژندنې او د هغو په له منځه وړلو سره غوره فرضيې موندل کېږی، چې د مغايرتونو پر لور لارښوونه کوي.

سقراطي مېتود، د هغو په عمومي ډول دایر شوو حقيقتونو لپاره څېړنه کوي، چې باورونو ته شکل ورکړي ، هغوی وارزوي او په نورو باورونو سره خپل ټينګار مشخص کړي. بنسټيزه بڼه يو لړ پوښتنې دي، چې د استدلال او حقيقت د ازموينو په توګه جوړې شوې دي او هڅه کوي، له يوه شخص يا ډلې سره، د يو څه د تعريفونو د راسپړلو او پلټلو په اړه، د هغوی د باورونو په څرګندولو کې مرسته وکړي، چې د بېلابېلو ځانګړو بېلګو په وسیله، شريک شوي عمومي خواص مشخص کړي.

پرمختګ[سمول]

د پينځمې ق. م پېړۍ په دويمه نيمايي کې sophists ښوونکي و، چې د فلسفې او بيان علم د وسايلو په کارونه کې يې تخصص وکړ، تر څو وخت تېر کړي، نور تر اغېزې لاندې راولي يا يوه ننداره وهڅوي، چې د ويناوال نظريه قبوله کړي. سقراط د تدريس يو متبادل مېتود ته وده ورکړه، چې سقراطي مېتود ورته ويل کېږي.

سقراط په دې بحثونو کې، له خپلو همېشنیو ملګرو پيل وکړ. له خپل ځوان ملګري چايروفون (Chaerephon) نه وروسته يې، له (Oracle of Delphi) [په Delphi کې د Apollo د عبادتځای ستره مذهبي مشره Pythia نومېده، چې د غيب وينې يا الهام په برخه کې يې کار وکړ او د Oracle of Delphi په نوم پېژندل کېږي] سره وکتل، استدلال يې وکړ،چې په يونان کې له سقراط څخه بل هېڅوک ډېر هوښيار نه و. سقراط دې ته د يوې متناقضې وينا په توګه وکتل او د سقراطي مېتود په کارونې يې پيل وکړ، تر څو خپلې معما ته ځواب ووايي. که څه هم ډايوجينس لايټيس (Diogenes Laërtius) وليکل چې: پروتاګوراس (Protagoras)، سقراطي مېتود اختراع کړ. [۱][۲]

اپلاتون په مشهور ډول سقراطي مېتود رسمي کړ، په روانه ژبه وړاندې کوونکي سقراط کې د ځينو مشهورو اتني ځواب ويونکي د لږ پيداکېدونکي پوښتونکي په توګه. یاد شوی مېتود، په ډېر عام ډول تش په نامه د سقراطي خبرو په دننه کې موندل کېږي، چې په عمومي ډول په مېتود کې د سقراط بوختيا بيانوي او د هغه له ملګرو ښاريانو څخه د اخلاقو او ايپيستيمولوژيکي مسئلو په اړه پوښتنې کوي، مګر د نوموړي په وروستيو خبرو،لکه: د تياټيټس (Theaetetus) يا (Sophist) کې، اپلاتون فلسفي بحثونو ته د منطق يا بدلوونکي په نامه بېل مېتود لاره.

مېتود[سمول]

قياسي تکذيب (لرغوني يوناني: ، رومي بڼه يې elenkhos، روښانه ده. د باطلولو يا تکذيب بحث؛ وسطی ازمويل، ازمېښت، کره ازموينه، په ځانګړي ډول د تکذيب د موخو لپاره) د سقراطي مېتود مرکزي تخنيک دی. لاتيني بڼه يې (elenchus) او جمعه يې (elenchi) په انګليسي ژبه کې، د تخنيکي فلسفي د اصطلاح په توګه کارول کېږي. په انګليسي ژبه کې يې، تر ټولو زياته عامه توصيفي بڼه elenctic، elenchic او elenchtic اوس هم شته. [۳][۴]

د اپلاتون په لومړنيو خبرو کې قياسي تکذيب، هغه تخنيک دی چې سقراط يې د پلټنې په موخه کاروي. د بېلګې په ډول: د عدالت او ښېګڼې په شان د اخلاقي مفاهيمو د طبيعت او تعريف لپاره. د ولاتوس (Vlastos) له نظره: دا راتلونکي څلور پړاوونه لري: [۵]

  1. د سقراط ځواب ويونکي د يوه پای ليک ملاتړ کوي، د بېلګې په ډول: «جرئت د روح توان يا زغم دی».
  2. سقراط پریکړه کوي، په هر حالت پای ليک ناسم دی او د تکذيب لپاره موخه نيسي.
  3. سقراط د اضافي اثبات يا ثابتې قضيې لپاره د خپلو ځواب ويونکو توافق خوندي ساتي. د نمونې په ډول: «جرئت يو ښه شی دی» او «ناپوهه توان يا زغم ښه څيز نه دی».
  4. سقراط بيا بحث کوي او ځواب ويونکي ورسره راضي کېږي. دا نورې ثابتې قضيې، د اصلي پای ليک ضد استنباطوي؛ په دې حالت کې دا لارښوونه کوي چې، «جرئت د روح توان يا زغم نه دی».
  5. سقراط ادعا کوي چې، هغې ښودلي دي چې، د هغې د ځواب ويونکو پای ليک ناسم او د دې منفي سم دی.

د قياس تکذيب يو ازمېښت کولی شي، د هغه مفهوم يو نوی او یو څه زيات پياوړی ازمېښت رهبري کړي، چې لا هم په نظر کې نيول کېږي. په دې حالت کې قياسي تکذيب د ادعا يو ازمېښت ته بلنه ورکوي: «جرئت د روح روښانه زغم يا توان دی». د سقراط زياتې پلټنې د قياسي تکذيب يوه لړۍ لري او په قسمي ډول په معما کې ختمېږي، چې د (aporia) په نامه پېژندل کېږي.

فريد (Frede) اشاره کوي چې، په پورتني پينځم قدم کې د ولاستو (Vlastos) پایله، د لومړنيو خبرو د (aporetic) طبيعت بې حسي يا بې معناوالی جوړوي. يوازې د دې ښودل ،چې يو مطرح شوی پای ليک ناسم دی، د دې لپاره کافي نه دی چې، ګنې نورسيال پای ليکونه بايد ريښتيا يا سم وي. ځواب ويونکي (aporia) [د فلسفې يو بحث دی، چې په وينا يا متن کې سختۍ ته وايي] ته رسېدلي دي؛ د تر اوسه نه پوهېدلو په اړه چې تر بحث لاندې دی، څه ووايو، يو پرمختللی حالت دی.  [۶]

د قياسي تکذيب يقيني طبيعت د مناظرې يوې سترې معاملې ته شخص يا فاعل دی، د شخص په علاقې سره، چې ایا دا يو مثبت مېتود دی او پوهې ته لارښوونه کوي او که نه يو منفي مېتود دی، چې يوازې په علم کې ناسمې ادعاوې غلطې ثابتې کړي. [۷]

په يوناني فيلسوفانو کې ډبليو. کی. سي. ګوترای (W. K. C. Guthrie) دې ته د يوې تېروتنې په سترګه ګوري، چې سقراطي مېتود د حل لارو په توګه مراعات کړي، کوم چې يوې ستونزې يا پوهې ته ځواب لټوي. ګوترای (Guthrie) ادعا کوي چې، د سقراطي مېتود دا ده چې، د يوه کس ناپوهۍ ته اشاره وکړي. د دې برعکس، سوفيستایانو باور کاوه چې، علم ممکن و، مګر عقيده يې درلوده، چې علم ته لومړنی قدم د يو چا د ناپوهۍ پېژندنه ده. ګوترای (Guthrie) ليکي: «سقراط عادي ووايي چې، هغه په خپله په هېڅ نه پوهېده او يوازينۍ هغه لاره چې هغه په کې د نورو په پرتله هوښيار و، دا ده چې، له خپلې ناپوهۍ څخه پوه يا عاقل و. په داسې حال کې چې، نور خلک د خپلې ناپوهۍ په اړه نه پوهېدل». د سقراطي مېتود ماهيت او اصل دا دی، چې ځواب ويونکي وهڅوي، په داسې حال کې چې، هغه فکر کاوه چې پوهېږي، مګر په حقيقت کې نه پوهېده.  [۸]

سرچينې[سمول]

  1. Jarratt, Susan C. Rereading the Sophists: Classical Rhetoric Refigured. Carbondale and Edwardsville: Southern Illinois University Press, 1991., p 83.
  2. Sprague 1972، ص. 5.
  3. Webster's New World College Dictionary, 4th Edition; Oxford English Dictionary.
  4. Liddell, Scott and Jones, Greek-English Lexicon, 9th Edition.
  5. Gregory Vlastos, 'The Socratic Elenchus', Oxford Studies in Ancient Philosophy I, Oxford 1983, 27–58.
  6. Michael Frede, "Plato's Arguments and the Dialogue Form", Oxford Studies in Ancient Philosophy, Supplementary Volume 1992, Oxford 1992, 201–19.
  7. Stephen Salkever, "Methods of Interpreting Plato and his Dialogues" Archived 2016-09-12 at the Wayback Machine. (Bryn Mawr Classical Review)
  8. W. K. C. Guthrie (1968) The Greek Philosophers from Thales to Aristotle, page 74, London: Routledge.